pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
خان عبدالصمد خان يو سياسي مبارز شهيد
     
شفا کاکړه

زموږ تاريخ له داسي ناورين څخه ډک دى چي هره پاڼه چي اړوو نو د شهيدانو په وينو رنګ پرتې دي .
موږ ورځ نه ورځي د شهيدانو لمانځو ،چيري چي هدېري وس نور ځاى نه راکوي چيري چي د حق پر ځاى ناحق ويل ته ترجيع ورکول کېږي. د خپلواکۍ نوم ورته  پسخند ښکاري،

دلته د خپل ملت د خپلواکۍ خبره کول تر ځان تېريدل دي
.
بيا په داسي حال کي چي د اولس شعوري کچه ډېره ټېټ وي چيري چي اولس له نړۍ سره نه په اقتصيادي توګه سيال وي او نه سياسي ،امنتي خپلواکۍ  لري . د خپلواکۍ ږغ پورته کول دلته جرم دى د يو انسان  حق تر پښو لاندي کول عامه خبره سوه.دا څنګه ده چي يو چا ته دا اختيارنه وي چي د هغه ازادي دي سلب کړي.او دا حق ځني واخلي.هر سړى دا واک او اختيار لري چي هغه دي د خپلي خاوري او هېواد  واک ولري.چي کله پر انسان د خپلواکۍ ساه اخستل هم ګران سي نو هغه مجبوره سي چي د خپلواکه ژوند د تېرولو لپاره خلک دې ته مجبور کړي چې په خپلو سرونواو مالونو د خپلواکۍ مبارزه وکړي
.
په داسي وخت انګريزانو د فوځانو په مرسته ١٨٨٧کي د افغانستان پر مځکه قبضه وکړه او د خپلي خوښي حکمرانان يې وګمارل
.
دغه ډول په ١٨٩٣ کي يو وار بيا د هنري مورټيمرډ ډيورنډ په رډ زور امير عبدالرحمن خان باندي معايده وکړه .چي دې جبري معاهدې يو وار بيا په پښتنو له خپلو علاقو لاس پريولو

افغانستان یې ټوټې ټوټې  او تقسیم  کړو نیمه برخه یې آزاده پرېښودله او نیمه برخه محکومه شوه،

 افغانستان د خپله ملکيت له حق څخه محرومه سو.افغانستان ته خو د برطانوي راج څخه خپلواکۍ ورکول سوه خو پشتون بلوچ خاوره بلوجستان او صوبه سرحد اوسني خيبرپشتونخوا سيمي د انګريزانو په سايه کي وې
.
په دغه وخت کي دپشتونخواوطن او برصغير پاک وهند د آزادي تحريک پېل سو
.
په دي وخت کي لوى  ستر ملي مبارز ،اتل، ،سياسي ادبي شخصيت خان عبدالصمد خان شهيد چي په ډېره کم عمري کي د خپلواکۍ مبارزي ته تر ځان او سر تير سو د خپل قام چوپړ ته يې ملا وتړله چي په هغه وخت کي کوزه پښتونخوا د برطانوي انګريز  ښکيلاک په قبضه کي وه

خان عبدالصمد خان اڅکزئ د پشتونخوا وطن او د برصيغر پاک او هند په هغه اتلانو کي شامل دى چي د خپل قام ،خاوري،وطن،د خپلواکۍ لپاره يې خپل سر په لاس کي واخستو د يو مجاهد په ډول يې ژوند تېر کړو،نه يې د چا غلامي ته سر کښتنه کړو او نه يې کله پر خپلو اصولو باندي يوه سمجهوته وکړه.خپل ژوند يې د اسلامي او پښتونولۍ مطابق تېر کړو خپل د ژوند نېمه برخه يې د زندان په هغه تورو تيارو کي تېر کړو،خو د خپلي کړندلاري وانه وشت ، خان شهيد ظلم جبر زيادتي سخت خلاف،

د خان شهيد شڅصيت داسي له ستړو سره مخ مخا سوى دى چي هر عبارت چي ليکو پر يو ازغن ټکي زندان مخ ته راسي چي د دومره مبارزې سره سره هغه په وار وار زندان ته تلل چي له دي څخه موږ ته معلومه ده چي په داسي هېواد کي ساه اخستل بيا د يو مبارزې پيل او حق غوښتل تر پل صراط تېريدل په کم نه دي
.
د پاکستان د جوړيدو وروسته زندان ته اچول يوازي د نظرياتي او سياسي اختلاف وو او بيا درې مياشتي نظر بنده ساتل، ګرفتاره کول
..
هغه وخت د قوم دوست ليډارنو  لپاره يو حالت سازګار وو  په وار واري زندان ته اچول چي په خلګو کي يو نفرت پيدا سو ځکه چي انجمن وطن يو سياسي تنظيم وو.خو خان شهيد خپله حوصله او ملي جذبه نه وبايله او نه يه د مبارزه لاره پريشوله، د اخبارونو اوهم يې دجومات لاري ورباندي بندي کړي
.
د پاکستان جوړيدو وروسته بلوجستان ته جنوبي پښتونستان (جنوبي پښتونخوا)ويل پېل سو،په شروع کي خو دي مطالبې ته کوم سياسي ارزښت نه ورکول سو خو د پاکستان د جوړيدو وروسته  ډېر پښتانه  ليډران بندیان سو پر دوئ د وطن د غداري تورونه ولګول سو ،چي کوم سياسي تحريکونه وو پر هغو بندېزونه ولګيدو او تر پښو يې لاندي کول .په داسي علاقو کي د قوميت اوازونه خوريدل چي پښتونستان بلوچستان ناري اورېدل کېدلي. دا خبره کرار کرار رښتيا کيدله چي د پښتونو سياسي حقوق سلب کېږي او د هغو پر اقتصيادي وسايلو باندي قبضه روانه ده .بل پښتون قام يې يو له بل څخه سره بيل کړو .نو ورځ په ورځ مځکه تنګيده
.
بيا د پاکستان په اقتدار کي راتګ دا هغو  سول او اشرفيه ،مولايانو او جاګيردارانو په برخه کي سو د چا چي يو نوک  هم مات نه سو خو مالکان دوئ سو
.
خان شهيد د نيپ  سره اختلاف وروسته او په ١ جولائى ١٩٧٠ کي عوامي نيشنل پارټي پښتونخوا يوه نوي ګوند بنياد کښيږود د هغه پر بنياد د بلوجستان اسمبلۍ غړی انتخاب سو ١٩٧٣ کي د ائين او تدوين په وخت کي د هيواد د پښتني سيمو لپاره د پښتونستان مطالبه وکړه چي د ساه تر اخري غوټې يې هلى ځلي کولي
..
 خان شهيد د ژوند په اخره کي د صوبائي اسمبلي غړى وټاکل سو خو ظالمانو هغه ته نور د خدمت موقع په لاس ورنکړه د تل دپاره له موږ څخه جدا سو پر ٢دسمبر ١٩٧٤

د اسلام په نوم چي چا دې قومي حقوقو شعار خپل کړئ دى نه خو سياسي تجربه لري او نه د علاقو په ستونزو زراعت،تجارت،تعيلم،علاج او په ملازمتو په طرز پوهېږي چي تر نن ورځي پوري پښتون ته واک په لاس نه دى ورغلى ځکه خو پښتون په احساس محرومي کي راګير دی۔

 

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.