pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د پښتون ځانګړتياوې
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند

د پښتون ټکی د پنځوو تورو څخه جوړ دی چې هر ټکی يې ځانګړې مانا لري. د (پ) مانا پت، د (ښ) مانا ښيګڼه، د (ت) مانا توره، د (و) مانا وفا او د (ن) مانا ننګ دی. کۀ د پښتون څخه د (ن) ټکی لرې شي نو پښتو پاتې کيږي چې د پښتون ژبه ده، مګر پښتو يوازې ژبه او د خبرو اترو يوه وسيله نه ده بلکې پښتو قانون دی، پښتو اصول دي او پښتو د ژوند تګلار ده. د پښتو پۀ هکله خبري کول يوې ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري چې بل وخت به پرې ليکنه وکړم. اوس به يواځې د پښتون د ځانګړتياوو پۀ هکله ليکل وکړم.
پښتون چې د پورتنيو ځانګړتياوو څخه جوړشوی انسان دی ځانته خپل قوانين او اصول لري چې هغې ته پښتونواله وايي او همدا پښتونواله ده چې د پښتنو هويت ثابتوي او د همدې پښتونوالې لۀ کبله يو کس ته پښتون ويل کيږي. کۀ چيرې يو کس يواځې پښتو ژبه زده کړې وي او بې لۀ کوم مشکل نه پرې خبرې کوي ترڅو چې پۀ نوموړي کس کې د پښتونوالې اصول موجود نۀ وي هغۀ ته پښتون نشي ويل کيدای. لۀ بلې خوا نه کۀ يو کس د ځينو سيمه ايزو حالاتو او اوسيدو لۀ کبله پښتو ژبه هيره کړي هم وي، مګر پۀ هغه کې د پښتونوالې ټول خصوصيات پراتۀ وي، دې کس ته پۀ ډاډ سره پښتون ويلای شو.
اوس به راشم دې ټکي ته چې پښتانه پۀ کومو خصوصياتو پښتانه ګڼل کيږي. يو لۀ بل سره ښيګڼه کول د پښتنو قوم لۀ هغو خويونو او دودونو څخه دی چې دا قوم یې سره يو کړی او چارې یې د ورورۍ پۀ فضا کې پرمخ تللي دي. ښيګڼه د خپل، ښيګڼه د ګاونډي او ښيګڼه د پردي سره د پښتني قانون يو لوي صفت دی. پښتانه پۀ دې مشهور وو چې يو لۀ بل سره ښيګڼه وکړي او د دې ښيګڼې پۀ خاطر د خپلو شخصي ګټو څخه تيرشي. پخوانيو پښتنو د ټولنې او ولس پۀ ښيګڼه کې خپله ښيګڼه ليدله. پۀ وعده باندې وفا کول نۀ يواځې دا چې يو اسلامي رکن دی بلکې د پښتونوالې پۀ اصولو کې هم لوړ مقام لري. لوی څښتنﷻ پۀ قران عشيم الشان کې امر کړی دی:
وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (النحل، ٩١ آيت)
ژباړه : او وفا کوئ تاسي پۀ عهد د الله کله چې پۀ خپلو منځونو کې عهد وتړئ او مۀ ماتوئ تاسې عهدونه خپل وروسته د محکم کولو د هغو،حال دا چې پۀ تحقيق ګرځولی دی الله پر خپلو ځانونو شاهد؛ بيشکه الله ته معلوم دي هر هغه څۀ چې تاسې يې کوئ (النحل، ٩١ آيت).
کله به چې پښتون د چا سره وعده وکړه نو پۀ خپله وعده به يې وفا کوله او هغه به يې پرځای کوله.
رښتيا ويل او پۀ صداقت سره معامله کول هغه احکام دي چې لوی څښتنﷻ د هغو يادونه او امر پۀ قران عظيم الشان کې څو څو ځله کړې ده. د همدې رښتيا او صداقت څخه عدالت رامينځته کيږي او عدالت د اسلامې ټولنې بنياد او د پښتني قانون پۀ اصولو کې لوړ ځای لري. پښتنو د پښتونوالې پۀ قانون کې رښتيا او صداقت ته لوړ مقام ورکړی او دا يې د غورو او منلو صفتونو لۀ جملې څخه ګڼلي دي. پښتنو درواغو او ناروا ته پۀ سپکه سترګه کتلي دي او دا يې ډير ناوړه خويونه ګڼلي دي. پوهاند صديق الله رښتين وايي چې پښتانه دا مني او وايي چې حق د خدای نوم دی، نو ځکه د حق او صداقت منل او رښتيا ويل د خدایﷻ د خدايي رښتيانی منښت دی. (صديق الله رښتين، پښتني لارښود، ٩ مخ). دا ټول صفات د پښتونوالې د قانون او نرخونو ستره برخه جوړوي.
کۀ د پښتنو تاريخ ته وکتل شي نو د پښتنو چارې پۀ سلامشورې او جرګو ترسره کيدلې او د پښتنو ټول کړکيچونه لۀ دې لارې نه حل کيدل. د مشر او کشر ځای معلوم و، خبرې ته غوږ ايښودل يو مهم اصل و او تړه او تړون موجود و او ټولنيز ارزښت يې درلود.
دا ټولو ته څرګنده ده چې د يو انسان پيژندنۀ د هغۀ د هويت پراساس کيږي. کله چې يو انسان هويت ونلري، هغه ارزښت هم نۀ لري. همدا هويت دی چې يوې ټولنې ته ژوند او بقا وربخښي. کله چې يوه ټولنه خپل هويت لۀ لاسه ورکړي نو کيدای شي چې پۀ فزيکي لحاظ به ژوندۍ پاتې وي، مګر پۀ معنوي او واقعي لحاظ لۀ مينځه ځي.
کۀ پښتانه غواړي چې پۀ رښتينې سره پښتانه پاتې شي نو دوی بايد د پښتونوالې اصولو ته راستانه شي او پۀ دې جامه ځان سمبال کړي. د دوی ښيګڼه، سترتوب او پرمختګ پۀ دې کې ده چې پښتنو، افغانانو، مسلمانانو او انسانانو سره ښيګڼه او نيکي وکړي. پۀ خپله وعده وفا وکړي او پۀ رښتيا او صداقت سره چلند وکړي. د ظلم، ناروا او تيري پۀ مقابل کې ودريږي او خپله پښتونواله ثابته کړي. کۀ چيرې دوی پۀ دې لار روان شي نو نۀ يواځې دا چې د پښتونوالې اصول به يې پوره کړي او سر ته رسولي وي، بلکې خدايي اوامر به يې هم پرځای کړي وي.
اوس دبې اتفاقيو، کينو، تربګنيو او دښمنيو وخت تللی دی. پښتانه بايد اوسني حالات او د وخت نزاکت وپيژني، لکه د خپلو پلرونو او نيکونو پۀ څير پۀ خپلو مينځو کې سلامشورې ته کښيني، د مشر او کشر ځای، حق او صلاحيت معلوم کړي، او خپلې چارې د جرګو او مرکو لۀ لارې حل کړي. يواځې لۀ دې لارې څخه به دوی وکړای شي چې خپل پت، عزت، سرلوړی او سترتوب وساتي او د خوشحالۍ، سوکالۍ او سرلوړۍ ژوند وکړي.
ډاکټر عبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي. يوټا. د ۲۰۱۸ زيږديز کال د مارچ ۱۴

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.