pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
پوهېږئ د کمپیوټري‌ تذکرو له امتحان نه ولي پښتو ایستل شوې ؟
     
له خبریال ډاټ کام نه په مننه
لیکواله : زرغونه فریال

له پښتو ژبې سره د تاریخ په اوږدو کې د مور او میرې چلند شوی او تر اوسه یې پر حقونو تېری کېږي. په نورو هېوادونو کې تر ډېره د اکثریت یا د ډېرکیو ژبه د دربار ژبه وي خو پښتو داسې یواځینې هغه ده چې له درباره شړل شوې. د پښتو پر وړاندې ضدیت د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې غلیمانه بڼه خپله کړې، او له ګڼو لارو یې د ځپلو هڅه کېږي. خو له درباره د پښتو په شړل کېدو او د دغې خوارې ژبې د حقونو په نه خوندي کېدو کې تر غلیمانو پښتانه په خپله ډېر پړ دي.

دوی په خپله له خپلې ژبې سره بې غوري کړې او کوي یې، او زرغونه فریالتر ټولو لوی زیان دوی په خپله د خپلې بې تفاوتۍ او یا بې پامۍ له امله ور اړولی.

تر ټولو ښه بېلګه یې د نادر نادري وروستی ګام دی، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بستونو لپاره د آزموینې له بهیره یې پښتو واېستله، او خپل دا پښتو ضد عمل یې په هماغه زاړه دلیل د توجیه کولو هڅه وکړه چې له لسیزو راهیسې د پښتو ژبې ځپلو لپاره کارېدلې، او هغه دا چې ټول په پاړسي پوهېږي. خو دلته توپیر دا و چې ښاغلي نادري وویل ”دآزموینې ګډونوالو ټولو وویل چې په پښتو او دري ژبو پوهېږي نو ځکه مو پښتو له آزموینې واېسته.“ د ده د کور ودان وي چې دومره خو یې وویل که د نادري پر ځای زه وی، دا مې هم نه ویل، ځکه پښتانه خو د افغانستان د نورو قومونو په څېر نه دي چې د دفاع وزارت په ودانۍ کې دننه پر یوې لوحې د دري د نه لیکل کېدو پر موضوع وزیران له ګريوانه ونیسي. ایزدیار (دمشرانو د جرګې مرستیال) د مشرانو په جرګه کې دا خبره را پورته کړه او ډاکټر عبدالله ژر د دفاع وزارت د هغه مهال سرپرست وزیر معصوم ستانکزی د سپیناوي لپاره سپېدار ماڼۍ ته ور وغوښت او په ټینګه یې ورته د لوحې بدلولو سپارښتنه وکړه.

راځئ داسې و انګېرو که د آزموینې له بهیره د پښتو ژبې پر ځای دري ژبه اېستل شوې وای اوس به ټول افغانستان څومره نارو او سورو پر سر اخیستی و؟ اوس به هشت صبح، طلوع او په پارلمان او مشرانو جرګه کې د دوی استازو د نادري بڼکې باد کړې وې. خو د پښتو په اېستلو چا غبرګون وښود؟ د پام وړ داسې هېڅ نشته. نو ځکه نادري له آزموینې د دري ژبې د اېستلو خوب هم نشي لیدلای. دیوې ژبې د ودې لپاره ادبي منځپانګه، مالي ملاتړ او سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده.

په دې وروستیو کې د پښتو ژبې منځپانګې لپاره د پام وړ کار شوی، خو د ژبې د سیاسي او مالي ملاتړ په برخه کې بیا پاتې راغلي یو. دولت کې د پښتو ژبې پر حق د تېري پړه پښتنو سیاستوالو او ولس ته برابر ور تر غاړې ده. په حکومت کې داسې مشران لرو چې یا پښتو ورته مهمه نه ده او یا د نورو په وړاندې د ودرېدو او له هغو نه د پښتو د حق غوښتنې جرأت نه لري. د ولس ملامتي په دې کې ده چې دغه مشران د دوی د دغه کړنې له امله نه را ټینګوي اوحساب ورسره نه کوي. د ولس بله ملامتي دا ده چې خپل غږ نه پورته کوي. د حامد کرزي د ولسمشرۍ لومړۍ دوره وه، د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي کونړ ته تللی و، په همدې وخت کې زه هم د یوې رسمي دندې لپاره کونړ کې وم. ښاغلی خلیلي قومي مشرانو ته اوږده وینا وکړه. او قومي مشران ورته غلي ناست و. له وینا وروسته ما قصدا" له دغو کونړي مشرانو وپوښتل چې د وینا کومې برخې ور ته مهم و برېښېدل؟ خو دوی ویل چې خلیلي په پاړسي لګیا و او موږ پاړسي نه پوهېږو.

نو خوار شئ ولې په ساعتونو ورته ناست وئ او غږ مو نه پورته کاوهٔ؟! زموږ بله ستونزه دا ده چې کله یو دري ژبی مو په منځ کې وي نو موږ ټول خپله ژبه اړوو‘ خو هغه یو کس د لسو کسانو په منځ کې د خپلې ژبې اړولو سوچ هم نه کوي. نو بې غوري ښکر او لکۍ خو نه لري.!موږ باید ځانونه بدل کړو. خپل غږونه پورته کړو. او نادر نادري دې خپله تېروتنه په خپله سمه کړي، که نه نو باید اړیې کړو.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2017 Sabawoon. All rights reserved.