pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
پـټـې مـلي ګــټـــې
     
ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکــیـار

«کله چې د مينې قدرت د قدرت په مینه برلاسی وي، نړۍ به پـه سوله پوهه شي.(جیمي هيندریکس:امریکایی سندرغاړی او غزل لیکونکی۱۹۴۲ـ۱۹۷۲)

پټه دپلوماسي له پیل نه د ۱۹ پیـړۍ د پاې د ورو ستنیو کالونو پورې مخفـي موضوع وه. داسې فکر کیده چې دپلوماسۍ د ملي ګټو سره تړاو لاره، او ځـکـه غوره وګڼل شوه چې د ملت د ګټې له امله دې پټه وساتله شي. یانې ولس دې خبر نشي.

په بین المللي سیاست کې ګڼ شمیر پټ تړونونه شته چې د پټې دپلوماسۍ له لارې رامینځـته شوي دي. د ۱۸۷۸ په جون – جـولای کې د «بـرلین کانګرس» تړون یی یوه ښه بیلګه(مثال) وه. دغه کانفرانس د هغه مهال د جرمني صدراعظم اوتو فون بیسمارک له خوا رابلل شوی و چې د روسي امپراتورۍ او عثماني امپراتورۍ ترمیځ سوله رامینځته کړي او د ختیزې اروپا په بالکان(بالقان) سیمه کې ارامي راولي. په برلین کانګرس کې د انګلیستان، فـرانس،جرمني، استریا-هـنګري، روسیې او دعـثمانیی(تُرکیې) استازو ګډون کړی و. د بالکان د دولتونو(رومانیې، سربیا، مانتـینـیګرو، او یونان)استازي هم راغلي وو، خو د برلین کانګرس غړي نه وو. انګریزانو نه غو ښتل چې روسان دې په بالکــان کې برلاسي وي او په توره بحیره او مدیـتیرانه کې دې روسي بیړۍ وویني.

د برلین کانګرس بشپـړ بری رامینځته نـکـړ، خو په راتلونکو دیرش کالونو کې یې سوله راوستله. دغه سوله د لومړۍ عمومي جګړې (۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸) په واسطه له مینځه لاړه. د پټ تړون دوهمه بیلګه په ۱۹۱۶ کې د سایکس – پیکټ تړون و چې برتانیې ، فرانسې او روسیې را مینځته کړی و. په دغه تړون عربان نه وو خبر. ۲۹ کالونه وروسته په ۱۹۴۵ کې د یلـتـا د تړون ډېر مواد پټ ساتل شوي و(یلتا په سهیلي کریمـیا/توره بحیره کې یو ښار و). د یلتا په تړون کې دشوروي اتحاد، امریکې او برتانې مشرانو(سټالین، روزویلټ،او چرچل) ګډون لاره. په دغه غوڼډه کې د پولنډ، ختیز یورپ، جرمني، لرې ختیز، او د ملګرو ملتونو په اړه بحث وشو. ولې ددغه تړون ډېـر مواد پټ ساتل شوي وو؟ یو دلیل یې دا و چې د دوهــمې نړیوالې جګړې حــساس شرایــط وو(فاشیزم، کمونیزم، کپیـټلیـزم ، او نوی نړیــوال نظام:مـلـګري ملــتونه). دوهـم دلـیـل یې ملي ګـټې وې. دریم دلیل یې داو چې شایــد ولسونـــه به نـامطلـوب عکــس العــمـل وښـئ! د خپل ملت د وېــرې له امله به امیر عبدالرحمن خان(۱۸۸۰تر ۱۹۰۱) هم ولسی او دیـني شخصیتونه د ډیورنـډ توافـقـنامې په ضد راپارول چې د غه توافـقـنامه اولیــکه ناچــله وښـئ . د امریکې منور ولسمشر وډرا ویلسن(۱۹۱۳تر ۱۹۲۱) په امریکا کې د څرګندې دپلوماسـۍ کلک پلوی و. له لومړۍ نړیـوالې جګړې راوروسته د ملتونـو لیګ اورپسې له ۱۹۴۶ راوروسته ملګرو ملتونو د څرګندې دپلوماسۍ ملاتړ وکـړ. د ساړه جــنګ له پای (۱۹۹۱) راوروسته، د نړيوال کیدنې(ګلوبلایزېــشـن) په پـړاو کې اقتصادي دپلوماسۍ اهمیت ومیند.

انګریز مارک سایکس او فرانسوي فرانسوا پیکټ په ۱۹۱۶ کې په مینځــني ختیـز کې په غټه کچه نیغې لیکې و ویستلې اومینځنی ختیز یې د اورد لمبو تلپاتی کوربه کړ! (استعمارچیانو په افریقا کې د هیوادونو د سیاسي پولو د ټاکلو لپاره د طول البلد اوعرض البلـد لیکې کارولې وې، او انګریزانو په ۱۹۴۷کې په هيند کې د هـیندو او مسلمان کرښې وویستلې). عرب مینځنی ختیز د ۱۶ پیړۍ له لومړیو کالونو راهیسې د عثماني امپراتورۍ یوه برخه وه. انګریزانو او فرانسویانو په ۱۹۱۶ کې د سایکس-پیکت د پټ تړون له لارې نږدې مینځنی ختیځ د خپلو نفوذ ساحو ته راټیټ کړ: په سوریه او لبنان د فرانسې د نفوذ لمن وغوړېـده. عراق،ماوراء اُردن، او فلسطین د انګریزانو د نفوذ لاندې راغلل. هایفه او بیت المقدس بین المللي سیمې وې. دمشق او امان په ترتیب سره د فرانسې او برتانیې د نفوذ لاندې وو.

دغه ډول ویشنې په عربو کې فرقوي او مذهبي روحیه کوټلې کړه اوملي مفکورې ته یې پاټک واچاوه. د ۱۹۱۶ له امپریالیستي تړون (سایکس-پیکټ تړون) نه عربان خبر نه وو. په ۱۹۱۰ کالونو کې برتانیې د عـربانو سره داسې ژمنه کړې وه: که عربان د عثماني امپراتورۍ په ضد پاڅون وکړي او رانسکوره یې کړي، هـغــوی به خـپـلواکی ملـت شـي. د دغې وضعې بل منفي اغـیز دا و چې په عـربانو کــې خپلواکي طلب او روښـانـفـکـر شـعــور ټکـنی شــو او په پایـله کې یې واقـعا ملي او ولسواکیز نظام په بـرخه نــه شــو.

د ۱۹۱۷ د نومبر په ۲ نیټه د برتانیي د بهرنیو چارو د وزیر ارتر بلفور اعلامیه راووتله او د «بلفور اعلامیې» په نوم مشهوره شوه. په دغه اعلامیه کې په فلسطین کې د یهـودانو لپاره د «مـلي کور»(ملي هـیواد) جوړول خوندي شوي وو. په دغه اعلامیه کې د فلسطــینیانو نـــوم د فلسطیــنیانو یا عــربانو په نوم نــه و راغلی. بـلفـور اعلامیی ۳۷ کالونه وروسته په ۱۹۴۸کې په فـلسطین کې د اوسني اسرائــیلــي دولت رامـیــنـځته کولو ته لار هواره کړه. په ۱۹۱۷ کې(د بلفور اعلامیې په مهال) فلسطینانو د ټولې ټولنې نوي سلنې (۹۰٪) برخه جوړه کړې وه، او یهـودي ټولنه نږدې پنـځوس زره تنو ته رسـیدله. په ۱۹۴۷کې د اسرائیلو د خپلواکۍ د اعلامیې په مهال یې شمیر شـپـږ سوه زره تنو ته جګ شوی و.

د فـلسطینـیانو له نظره، د بلفور اعلامیې د یهود-عرب غلیمۍ بنسټ کیښــود او د سولې لار ته یې پاټک واچاوه. دغې اعلامیــې صهونیست خوځښت ته بین المللي رسمیت وروبخـښه او د صیهونیستانو لپاره یې په فلسطین کې د یهودي دولت د جوړولو زمینه برابره کړه. د بلفور اعلامیې د حسـین- مـکمـهان د مکاتبې (۱۹۱۶-۱۹۱۵) سره ټکر لاره. د فلسطینـــیانو د کرغیړنې وضعې لپاره ولولئ:

Rashid Khalidi, The Iron Cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood. 2006; Norman Finkelstein, Beyond Chutzpah: On the Misuse of Anti-Semitism and the Abuse of History. August 2005

د حسین ابن علی (د مکې امیر)او د سر هـينري مکمهان (په مصرکې د برتانیې کمیشنر) مکاتبه په دې معاملې ولاړه وه چې برتانیه د یو خپلواک عرب دولت ملاتړکوي او په بـدل کې به یې عـربان د عــثماني امـپراتورۍ په ضـد ودریــږي. خو دغه متقابله ژمنه وروسته د سایکس- پیکټ تړون د مغایروشرایطو له لارې شـڼـډه شوه. هغه مهال عربستان د عثماني امپراتورۍ یوه برخه وه، خو د سپـیڅلو ځایونو (مدینې اومکې) حفاظت عـرب امـير ته سپارل شوی و. برتانیې په لومړۍ نـړيواله جګړه کې د حسین ابن علي په ملګرتیا کې خپله ګټه لـیـدله. خو د دواړو تر مینځ مکاتبې رسمی تـړون نشو

تمـثيلولی او په ځینو موضوع ګانو کې اختلاف موجود و. د ۱۸۱۱ په شاوخوا کې عثماني سلطان په غصه و چې د هیواد په سهیل کې یی سعودی نظام د اسلام د سـپـیڅلو ځایونو او زیارتونو کنــټرول په لاس کې نیولی دی. محمدعلي چې په مصر کې د عثـمانیــي نائب السلطنه و، سـعـود کورنۍ ته یې ماتې ورکړه. عبدالله د سعـود د کورنۍ مشـراستانـبول ته وېـوړل شــو او هـلته اعـدام شو.

تر اوسه د بین المللي اړیکو تریخ واقعیت دادی چې ملي ګټې په بشردوستۍ بانـدې برلاسې وي! د ۲۰۱۷ اپرېـل په ۶، امریکې په سـوریه باندې بربـڼــډ یرغل وکړ. بـین الـملــلي حــقـوق پــه کلک ډول د عسکري زور استعــمال تـنـظیـموي. د یو بل هـیــواد په ضد زور استـعـالول او له پښو غورځول په هـیـڅ ډول مجاز نه دی. د عـسکري زور اسـتـعمال هـغه مــهال مـجاز دی چې: د ځان د دفاع لپاره وي، یـا د ملګرو ملـتونو د امنیت شورا مجاز ګڼلی وي. واقــعـیت دا دی چې سوریې په بل هـیـواد بریـد نه دی کـړی. په سوریه د امریکې څرګند بریــد، جنګ پای ته نـشي رسولې. دغه بریــد د امریکې «حیاتي ملي ګټې» نه تمثیلوي. که ولسمشر دانلډ ترمپ د سوریې د ماشومانـو په غمـخـورۍ کې وای، هـغــوی به یې امریکې تــه له رانـنـوتـلو نـه وای منع کــړي!

د سوریې په ماشومانو د کیمیاوي موادو د استعمال د پلـټـنې لپاره باید د پـیـښې محل ته د ملګرو ملتونو تحقیقي هیئت تللی وای، نه د امریکې توغندي! داسې برېـښي چې د دانـلډ ترمپ شعور کنګل شوی و؟ د امریکې نسبتاَ زړه سوانـدي ولــسـمشر جیمي کارتــر(۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱) ویلي وو چې: «تلــپــاتــی توافــــق نه رامـیـنـځته کیــږي، خو دا چې دواړه خـواوې پـکې خپــله ګـټه ووېـنـي.»

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2017 Sabawoon. All rights reserved.