pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د ملت رايې کوم ارزښت لری؟
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند


سره لهٔ دې چې د افغانستان تيرې ولسمشريزه ټاکنې د ټول ملت استازيتوب نشي کولای ځکه چې اټکلاً لس سلنه خلکو پکښې ګډون کړی و، مګر سره لهٔ دې د ملت دې طبقې خلکو خطرونه، تهديدونه او ګوتې پريکول ومنل او پهٔ ټاکنو کې يې ګډون وکړ.
محمداشرف غني او عبدالله عبدالله يوځل بيا د ملت سره لهٔ درواغو ډکې وعدې وکړې او د خلکو د احساساتو څخه يې د خپلو ځانونو دپاره ناوړه ګټې واخستلې. محداشرف غني پهٔ تيزو ټاکنو کې هم د ملت سره وعده کړې وه چې سهامي شرکت به نهٔ جوړوي. کله چې وخت د رښتيا او عمل راغی نو د جان کيري پهٔ امر يې دوه سری حکومت جوړ کړ چې سهامي شرکت پرې سل ځله ښهٔ و، ملت ته يې پهٔ سپک نظر وکتل  او اساسي قانون يې ترپښو لاندې کړ. دا ځل ټاکنو کې يې د ملت سره وعده وکړه چې دوه سری حکومت به نهٔ جوړوي او پهٔ هيڅ صورت به د اساسي قانون څخه بهر کوم عمل نهٔ کوي او د خلکو د رايو ته به ارزښت ورکوي او نتيجه به يې مني. داسې بريښي چې محمداشرف غني يوځل بيا دې ملت سره ټولې کړې وعدې ماتوي او د خپل قدرت د بقا پهٔ خاطر به د دوه سري حکومت څخه بدتر جوړښت رامينځته کړي. داځل د ملت اعتماد، د ملت رايې او ملت سره شوې وعدې د مايک پمپيو لهٔ سر نه ځاريږي او د بادار امر پوره کيږي.
دوه خبرې څيړنې ته اړتيا لري: لومړی ټاکنې ولې کيږي او دويم د دې معاملو او ويش راتلونکې خطرونه به څهٔ وي؟
لومړی. پهٔ يو هيواد کې ولسونه ټاکنو ته ځې چې د خپل هيواد مشرتابه او راتلونکی سياسي لار وټاکي. چې د رايو شميرنې پای ته ورسيږي، کهٔ کومې نيمګړتياوې وي هغه اصلاح شي او وړونکې او بايلونکی اعلان شي. پهٔ افغانستان کې لهٔ ټاکنو څخه وروسته چې وړونکی او بايلونکی اعلان شي نو بايلونکی راپورته شي او وايي چې زه يې نهٔ منم. نور خلک بيا راپورته شي او وايي چې جهاد يې کړی او د قدرت د ويش غټه برخه بايد دوی ته ورکړل شي. ګټونکی پهٔ لومړي سر کې ډيرې وړې او غټې خبرې وکړي، چغې ووهي چې غرونه به راچپه کړي او اسمان به ځمکې ته راولي، خو د رښتيا وخت چې راشي نو د خپل بادار پهٔ امر بيا د ملت سره ټولې وعدې او د اسمانونو او غرونو ټولې خبرې هيرې شي او د قدرت پهٔ خاطر سياسي معاملې وشي. کهٔ څوک وايي چې محمداشرف غني واک نهٔ لري او مجبور دی، نو بيا خو بيرته راګرځو زما پخوانيو ليکنو او ويناوو ته چې افغانستان يو اشغال هيواد دی،  خپلواکي نهٔ لرې او پهٔ اشغال هيواد کې ټاکنې کوم ارزښت نهٔ لري.
کهٔ نړيواله ټولنه، د افغانستان حکومت، جنګې ډلې، زورواکان او نور د ټاکنو پايلو ته کوم ارزښت نه ورکوي، نو بيا ولې دا زوريدلی او کړيدلی ملت د ټاکنو پر نوم پهٔ تکليف کوي او د وخت، پيسو او ځاني تاوان سره یې مخ کوي. کله چې د ملت رايو او نظر ته کوم ارزښت نهٔ ورکول کيږي نو بيا دا ميلونونه ډالر د ټاکنو پر نوم ولې مصرفيږي؟ هغه دې هم دا لوبغاړي لکه د نورو پيسو پر څير پهٔ خپلو جيبونو کې واچوي او ملت دې د داراز ټاکنو او د ټاکنو د پايلو د کړاو څخه خلاص کړي. ملت خو هسې هم پهٔ لوږه، تنده، سختۍ، خوارۍ او غريبۍ عادت دی، چې دا غلهٔ ماړهٔ شي، لويه خبره ده. خو دوی کله مړيږي.
کهٔ چيرې حکومت د معاملو او قدرت د ويش پراساس جوړيږي او د ملت عزت، ګټې او ارزښتونه پهٔ نظر کې نهٔ نيول کيږي، نو بيا دې محمد اشرف غني او د هغهٔ ډله او عبدالله عبدالله او د هغهٔ ډله مهرباني وکړي پهٔ يوځای کې دې کښيني، وزارتونه، ولايتونه، سفارتونه او نورې د قدرت او پيسو مدرکونه دې په خپلو مينځو کې وويشي، دومره غوغا ته اړتيا نشته.
اوس به راشو د جهاد ټيکه دارانو ته. جهاد يوه سپيڅلې دينې فريضه ده چې يو مسلمان يې د اسلام او هيواد د ساتنې لپاره کوي. پهٔ افغانستان کې د غوايي د کرغيړنې کودتا څخه وروسته او پهٔ ځانګړې توګه د روسانو د يرغل څخه وروسته ملت پهٔ پاک نيت او سپيڅلتيا سره راپاڅيد او د اسلام دښمنه، ملت دښمنه او روسپالو کمونستانو او پرضد يې جهاد پيل کړ. لهٔ بده مرغه د وسلو او راشنونو د ويش د مشرتابه واګې د څو پرځان او قدرت مينو کسانو ته پهٔ لاس ورغلې، چې ځانونه یې جهادي مشران وبلل او د جهاد اصلې ارزښت يې کمزوری کړ.
جهاد د خدای (ج) د رضا او د ايمان پهٔ خاطر کيږي نهٔ د قدرت، پيسو او چوکۍ پهٔ خاطر. کهٔ دې د جهاد ټيکه دارانو د خدای (ج) د رضا لپاره جهاد کړی وي نو کور يې ودان، لوی څښتن تعالی به دوی ته اخروي اجرونه ورکړي، پهٔ قدرت، منصب او پيسو پسې دې نهٔ ګرځي. او کهٔ دوی جهاد نهٔ وی کړی او د قدرت، شهرت، منصب او چوکۍ لپاره یې جنګ کړی دی، نو بيا دې د مجاهد نوم نهٔ بدناموي. هغه چې پهٔ رښتينې مجاهدين وو يا تر خاور لاندې دي او يا اوس هم پهٔ کورونو کې د خپلو اولادونو او لمسيانو سره د فقر او بېوسۍ ژوند تيروي.

دا د جهاد ټيکه داران د دې خاورې او ملت نه نور څهٔ غواړي؟ دوی لس کاله جګړه وکړه، هم يې د جهاد پهٔ دوران ځانونه شتمن کړل او لهٔ ديرشو کلونو راپديخوا ځمکې دوی غصب کړي، بلډينګونه او عمارتونه دوی جوړکړل او نورې بيشماره پيسې يې پيداکړې. تر پرون پورې يې خر نه درلود چې ژرندې ته پرې دانې يوسې نن پهٔ زرې موټرو کې ګرځي. د افغان ملت ښايي بيا هم دې نه مړيدونکو وږو ته نور څهٔ هم ورکړي، خو دوی دې وخت معلوم کړي چې څو کاله: کال، دوه کاله، پنځه کاله؟ دوی په دومره پيسو، قدرت او دولت څه کوي؟ احمدشاه مسعود په بم کې والوت، عبدالقدير په ډزو وويستل شو، برهان الدين رباني بېسره له دنيا څخه ولاړ، احمد ولی کرزی خپلو کسانو مړ کړ، اوريدل کيدل چې د محمدقاسم فهيم د قبر څخه د سپيو غپپدل راوتل، او داسې نور. دوی او د دوی پهٔ څير نورو زورواکو يواځې څو ګزه ټوټه او خپل اعمال د ځان سره يووړل، هرڅهٔ ترې پاتې شول. عبدالرب رسول سياف ښايي قبر ونهٔ ومني او بهر يې راوغورځوي او پهٔ نورو ظالمانو به خدايګو څهٔ کيږي.
دويم: د تيرو څلورو ولسمشريزه ټاکنو او پهٔ تيره بيا د تيرو دوو ټاکنو د پاپلو څخه وروسته سياسي معاملې او تجارتونه، د قدرت ويش، بدماشۍ او نورې راکړې ورکړې به د افغانستان د راتلونکې لپاره ډير خطرناک بنيادونه کيږدي چې د افغانستان سياسي ثبات او ځمکنۍ بشپړتيا به د ستر ګواښ سره مخ کړي. حکومتونه به بيا تل د څو غلو، زورواکو او جنګسالارانو ترمينځ ويشل کيږي، ملت او د هيواد پرمختيا او سوکالي به کوم ارزښت نهٔ لري. پهٔ افغانستان کې به يو بې ثباته حکومت حاکم وي چې د هيڅ قانون د عملې کولو او پهٔ خلکو د منلو واک به نهٔ لري. هيواد به د لويو کورنيو او بهرنيو خطرونو سره مخ شي. پهٔ کورني چاپيريال کې به Kleptocracyکليپتوکراسي (د غلو حکومت) نوره هم حاکمه شي، ملک الطوايفي به رامينځته شي او بلاخره هيواد به تجزيه شي. پهٔ نړيواله کچه به ګاونډي، د سيمې او نړيوال هيوادونه پهٔ افغانستان کې داسې سياسي جوړښت او يا جوړښتونه رامينځته کړي چې د دوی ګټې به پکښې خوندي وي او افغانستان به تل د دوې قدرت، فشار او لارښودنې تابع وي. دا حالت به پهٔ هيواد کې نورې او نوې وروروژنې او بربادۍ رامينځته کړي او د دې احتمال هم شته چې د افغانستان پر نوم هيواد به د نړۍ له نقشې څخه ورک شي. افغانستان به د پنځه زره کلن تاريخ سره يوځای له مينځه ولاړ شي. د خفګان خبره خو داده چې دا غلهٔ، زورواکان، او جنګسالاران به وروسته له دې ټولو خبرو بيا هم واکمنان وي او دا خلک به يې نندارې کوي. الله (ج) دې پهٔ دې ملت ورحميږي.
لوی څښتن عالم او لارښود دی
ډاکټر عبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي، يوټا د ۲۰۲۰ زيږديز کال د مې ۱۱

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.