pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
"ځوانان دې د مشال خان انسانی لار وپالی"
     
کابل کې د مشال خان یاد

د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو ځوانانو غږ وکړ، د پښتونخوا په مردان کې د وژل شوی محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکری لار وپالی.

سرپرست وزیر غفور لېوال چې په کابل کې یې د مشال خان په یاد د بلو شویو ډیوو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افراطیت او تاوتریخوالی یوه سیمه ییزه ستونزه ده.

د هغه په خبره، د ډیورند کرښې لر و بر پروت ولس باید د مشال پر مرګ مایوسه نه شی، بلکې د مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکری لار دې وپالی.

خیبر پښتونخوا: قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوی په تور محصل وژلی

“مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی”

هغه څه چې مشال سره وشول، تاسې به څه وکړئ؟

لیکوال او شاعر محمدیار یار وویل په پوهنتون کې د مشال خان وژنه د دې ښکارندویه وبلله چې ګواکې ښوونیز نصاب له افراطه ډک دی او باید له سره ور ته کتنه وشی.

۲۵ کلن مشال خان د اپرېل په ۱۳مه د عبدالولی خان پوهنتون محصلانو ظاهراً اسلام ته د سپکاوی په تور په وهلو ډبولو وواژه.

په کابل کې د مشال خان یادغونډه د فرهنګیانو له خوا جوړه شوې وه، چې د ورته راغلیو سترګې یې نمجنې او زړونه مات وو.

د مشال خان وژنه د پاکستان د چارواکو او سیاستوالو تر څنګ دلته په افغانستان کې پر پلازمینه کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم چارواکو او روڼ اندو په کلکه غندلې ده.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان او افغانستان کې تر ډېره هغه تور دی، چې تورن ته د سپیناوی هېڅ موقع نه ورکول کېږی او ډېر ځله خو تورن کس همداسې د قهرجنو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شی.

کابو درې کاله وړاندې په کابل کې د (فرخندې) په نامه یوه ښځه د زیارت د یوه مینجور له خوا قران ته په سپکاوی تورنه شوه چې بیا د قهرېدلو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شوه.

د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د پښتونخوا په مردان ښار کې وژل شوی محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکری سرلاری وباله.

دا غونډه فرهنګیانو رابللې وه چې د افغانستان ځینو چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې ویناوالو مشال خان د تیارو قربانی وباله

 

هیومنیسټ مشال خان څه ویل؟
     
انسان مجله

د مردان په خان عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم او ټولیز اړیکو د پوهنځۍ پنځه ویشت کلن مشال خان د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې تور چې ګواکې ولې یې دیني مقدسات په درناوي نه دي یاد کړي، په ډېر وحشیانه، بربري، غیر انساني او د جهالت د دورې د خونکارو له لوري په قتل ورسید. آه L

مشال خان به ویل چې هیومنسټ دی. له انسانانو سره پرته له هر ډول تمایز مینه لري. د خپل شخصي فیسبوکي اکاونټ د نوم په امتداد یې هم ځانته د بشرپال لقب ایښی و. نن پښتنه جغرافیه د یو انساني پیغام رسونکې مشال قاتله ده. L

مشال خان د شخصي فیسبوکي یادښتونو نه یو ډېر مودب، آرام، عمیق او له انساني ټولنې سره د بې حده مینې مجنون ښکاري. یو ځای لیکي:

زموږ اصلي هویت، انسانیت دی.

د مشال خان شخصیتي ځانګړې:

د مشال خان له فېسبوکي یادښتونو دا ښکاري چې دی په یوازیتوب کې خوښ، د ځانګړي خوی څښتن او آرام انسان دی. په تېرو څه کم دوه کلنو فېسبوکي یادښتونو کې د مشال خان په خوی او شخصیت کې د خشونت هېڅ نښه نه ښکاري. دی یو ځای لیکي:

«له احمقانو سره تر ناستې یوازیتوب غوره دی. زه ترې تل خوند اخلم. ښه ده چې له ځان سره کېنې، ځان پیدا کړې او ځان وښايي».

مشال خان داسې ښکاري چې له بې عقلو او لوده مخلوق سره یې نه لګیږي. د خپل مزاج پورې متعلق د شخصیت پیدا کولو کې نه دی توانیدلی چې وفادار دوست ومومي. دی د ستر یوناني مفکر او فیلسوف یورپېدیس یوه وینا رانقلوي:

«یو وفادار دوست تر زرو خپلوانو ښه دی».

مشال خان له خپل چارچاپېر راضي نه برېښي. خپه، ناراضه او نارامه دی. دا نارامي د دې باعث شوې چې حتی ووايي:

«رښتیا دا دي چې زما هم خلک دومره نه خوښیږي او د خلکو هم نه خوښېږم».

مشال خان یو ځای د امریکايي مشهور ناول لیکوال مارک ټواین یوه مشهوره جمله هم لیکلې چې وايي:

«څومره چې خلک پېژنم، له خپل سپي سره مې نوره مینه زیاتیږي».

مشال خان پوښتنې لري! سختې او زیاتې. دا ورته سخته ده چې پرته له پوښتنو مطرح کولو ژوند وکړي او دا ورته د زغم نه ده چې همداسې ناپوهه اوسي.

«یا راته په ناپوهۍ کې سعادت او خوښي راکړه، یا د پوهې د ترلاسه کولو تحمل او زغم»!

پښتون مشال خان

مشال خان د مارچ په څلورویشتمه له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې په پښتنو میین دی او بیا یې په هماغه ورځ لیکلي و چې لر او بر یو پښتون دی.

مشال خان د فخر افغان باچا خان سرسخت پلوی او د خدايي خدمتګارۍ جذاب لاروی و. باچا خان ته د پنځه ویشت کلن روښانه پښتون درناوی او قدر د هغه د عمیق شعور، پوهې، تدبر او آينده نګرۍ نښه ده.

د فېسبوک په یوه یادښت کې یې، د باچا خان پر پلویانو، خدايي خدمتګارانو او ټولو پښتنو د عزت او وقار په موخه پنجابي ریاست مخاطب کړی او ویلي یې دي:

«پنجابي سامراجانو شیطانانو! پښتنو ته سپک مه ګورئ

د باچا خان بابا ډېر غټ کمی راته محسوسیږي نن.

ټول خدايي خدمتګارانو ته اپیل دی چې په یو پوه شئ. ځان کې شعور پیدا کړئ. د باچا خان بابا نظریه په منظر عام راولئ خلکو ته.

د بابا د قبر خاورې ښکلول غواړي. هره خبره دې رښتینه ثابتیږي».

مشال خان له پنجابي ریاست سره چې کوم فکري او سیاسي مشکل لري، هغه یې په یو بل فېسبوکي یادښت کې په ډېر متفاوت، ځانګړي او په پوره اعتماد به نفس سره بیان کړی دی. مشال خان لیکي:

«زه مشال خان یوسفزی، له پنجاب څخه غواړم چې له خیبر پښتونخوا سره پر پوله دیوال جوړ کړي، تر څو هغه تروریستان چې شین چای څکي، شلوار کمیس اغوندي او پښتو خبرې کوي، ونشي کولای پنجاب ته ننوځي».

[یادونه: مشال خان همدا یادښت د ستر پښتون مشر میروس خان نیکه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، باچا خان او د عبدالصمد خان اڅکزي ګډ انځور، د ښونځیو د ماشومانو، پښتني نڅا، پښتنو پېغلو، ساینس او پښتون سنتي کلتور ګڼ عکسونه خپاره کړي دي.]

مشال خان په خپل ځانګړي او د نقد په یو منحصر به فرد انداز د پاکستاني وطنپرستۍ معیار تشریح کوي او لیکي:

«تاریخ پټ کړه او له هندوانو کرکه وکړه. دا هغه څه دي چې موږ ته په ښوونځیو کې تدریسیږي».

مشال خان او دیني مقدساتو ته بې اعتنايي:

د مشال خان په مرګ پورې تړلي تورونه وايي چې ګواکې دیني مقدسات ته بې اعتناء و او کوم وخت یې د دیني مسایلو په اړه هغه لازمې خبرې نه دي کړي، چې په کار وې. خو د مشال خان په تېرو دوه کلنو فېسبوکي یادښتونو کې په هېڅ ډول داسې کوم متن او خبره نه ده شوې، چې هغه دې په کوم ډول هم دیني توهین وبلل شي. حتی مشال خان د خپل یو دوست فرحان خان زاده د پلار د مړینې په تاثر کې لیکي چې ورته د مغفرت دعا وکړئ:

«د فرحان خان زاده والد محترم صیب (خان جي) وفات شوی. ټولو ته د دعا خواست دی».

همدا راز د مشال خان په اړه وروسته دا هم وویل شول چې د ده په آدرس ټول شوي د دیني توهین پوسټونه د ده د بدنامۍ لپاره وو او د ده په نوم په مستعارو ای ډي ګانو دا شیان لیکل کېدل. مشال خان خپله هم په ۲۶ ډیسمبر ۲۰۱۶ د خپلو نژدې دوستانو په یادونه لیکلي و چې د ده د بلیک میل کولو لپاره نوې ای ډي جوړې شوي او هڅه کوي چې د ده شخصیت منفي وښيي.

«کوم چا زما په نوم مستعار اکاونټ جوړ کړی دی. او دا کس معلومیږي چې زموږ په خپلو ملګري کې وي، چې هڅه کوي غلطې خبرې زما په نوم اي ډي نه بلې مستعارې ای ډي چې د نجلۍ په نوم ده، ولېږي او هڅه کوي په دې ډول ما بدنام کړي. ملګري وګورئ. کوم څوک کوښښ کوي چې زما منفي انځور وښيي».

Qoute MashalKhan
دا ډېر بد او مزخرف دی. دا باید ودریږي، دوی له دې کاره چې موږ یې کوو، درد ویني
لاندې د مشال خان له تېرو دوه کلونو فېسبوکي یادښتونو څخه د ده افکارو او روح ته ننوتلی شئ. هغه عمیق پښتون هیومانیسټ اوس نشته چې حتی له سپي سره یې د انساني چلند لپاره پر نورو انسانانو غږ کاوه. هغه پښتون هیومانیسټ اوس نشته چې خشونت، کرکه، بدي، قتل یې په نفس، ذات او خټه کې نه و. دا د جبر او کرکې ملک په پښتنه خاوره د انسانپالنې د بل شوي مشال قتلګاه ده.

له کله نه چې تللی یې. ښار خپه دی، ځای یخ او زما روح تش. زه د شپې نشم ویده کېدای. زه دلته یم او زه دلته نه یم.
دا سړی هېڅوک نه دی. دا سړی هېڅ نوم نه لري.
که یو انسان ټرانسجینډر وي، نو دا د هغه خپله مسله ده. د هغه کیسې داسې سر بازار اچتول، ښه خبره نه ده، د هغه بې عزتي کول هم غلطه خبره ده او خندا کول خو بلکل نه ده په کار. انتهايي د اخلاقو نه لاندې خبره ده. ټرانسجینډر هم یو انسان وي، نورو ته په کار دي د هغه مرسته وکړي.
موږ مړ قوم یو، موږ سره د مړو قدر وي.
د پښتو ټولنې تر ټولو فضول کار په پیسو ځان ته ګډول دي. او څوک یې چې ګډوي هغوی نه زیات کم ظرفه خلک ما ته نور نه ښکاري.
انسانیت په کار دی.

لمر ته مخ ور واړوه، سیوري به دې شا ته پرېوځي
زما ګناه دا ده چې زه ستا د حقیقت نه واقفه یمه، اې سامراجه!
د خپل درون رڼا تعقیب کړه، لېونتوب مه پټوه
زه باور لرم زه پرواز کولای شم، زه باور لرم زه اسمان لمس کولای شم
شاهد آُفریدی هغه پخوانی ټوپک دی چې د غلو په راتګ سره ډېری وختونه کار نه کوي، خو چې کله د پاکۍ وخت وي، اکثر کار کوي.
زه هغه نړۍ غواړم چې له نژاد پرستۍ او اپریدي (شاهد افریدي) پاکه وي. لول
په شعوري ډول غلامي کول په اور کې تر سوځېدو زیات سخت دي.
پوهېږم چې ستړی یې، مګر راځه؛ همدا لاره ده.
هر څه د مینې لپاره قمار کړه، که غواړې ښه انسان اوسې.
مفکرین هېڅ ښوونکي ته اړتیا نه لري
لږه تنهايي، لږ درد، لږ باران او یو کتاب په کار دی.
نړی یو کتاب دی، هغوی چې سفر نه کوي، یوازې یوه پاڼه لولي.
کرښې ډېرې عجیبې وې، چې په خال باندې تېرې شي، وینې کوي یې! او که په ځمکه تېرې شي، سرحدونه جوړوي.
د مرګ کومې ته ورشي او ژوندون راوخلي ماله. مشال داسې ملنګ دی!
لفظونه د رښتیا ویلو پر ځای، د منافقت وسیله جوړه شوې ده.
ما ته وايي ته مې شه ملنګ د در

څومره خودپرسته پادشاهي غواړي

هغه سر چې په دار هم سربلند و

هغه سر به اوس په پښو کې د صنم ږدم؟

د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم

لویه خدایه زه چا چا ته سجده کړم

ټولو هندي وروڼو او خویندو ته دې هولي مبارک وي

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.