pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

يو څو خاطرې

د پيښور په بس کې


     
پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

د تيرو اتوو کلونو څخه راپديخوا اټکلاً پنځه کلونه ما په افغانستان کې تيرکړي دې او بیلابيلې خاطرې راسره پرتې دي چې ځينې یې ډير ښه درسونه او عبرتونه دي.  انشا الله که ژوند باقي وو تاسو سره به یې وار په وار شريکوم.
د ۲۰۰۴ زئيزکال د جون په مياشت کې له ډيرې مودې وروسته د پيښور له لارې څخه افغانستان ته ولاړم.  په پيښور کې مې د خپلو خپلوانو او دوستانو سره څو ورځې تيرې کړې.  يوه ورځ د فردوس د هډې نه په بس کې سپور شم او غوښتل مې چې بورډ ته ولاړ شم چيرته چې زما دوستان او خپلوان اوسيدل.  کله چې د شعبې بازار د هډې نه بس تير شو نو د بس کلينر په کرايه پسې راغی.  د لارې کرايه زما په اند درې نيمې پاکستانۍ روپۍ وې او ما کلينر ته د لس کلدارو  نوټ ورکړ.  کلينر راته په ځواب کې وويل چې اوس ورسره ماتې پيسې نشته او زما پاتې پيسې به لږ وروسته راکړي.  ما هم ورسره ومنله.
کله چې صدر ته راورسيدم نو کلينرته مې وويل چې زما پاتې پيسې راکړه چې هيرې دې نه شي. مخکې له دې نه چې کلينر ماته خپلې پاتې پيسې بيرته راکړي يو ځوان چې د کالج زده کوونکی و، زما نه یې پوښتنه وکړه چې کاکا دکوم ځای یې؟   ما ورته په ځواب وويل چې مومند یم. هغه راته وويل چې کاکا، دلته په ښارکې خلک داسې نه ووايي چې پاتې پيسې مې راکړه. خلک دلته وايي چې بقایا راکړه. ما ورته په ځواب کې وويل چې زه پښتون یم او په پښتو مې غوښتنه وکړه. زه پنجابی، سندی او يا د اردو ژبې ويونکی نه يم چې په اردو ژبه غوښتنه وکړم. هغه راته په ځواب کې وويل چې ښار ته راځې نو بايد د ښار د خلکو تهذيب او اداب هم زده کړې. ما ترې پوښتنه وکړه چې زموږ د کلي د خلکو په تهذيب او ادابو کې نيمګړتيا څه ده؟ هغه راته په ځواب کې وويل چې دکلي تهذيب اواداب وروسته پاتې دي.
خداي(ج) شاهد دی دې خبرې راباندې ډيره بده اغيزه وکړه. ما د کالج ځوان ته وويل چې د پښتونخوا لوی او واړه مسايل او کړکيچونه ستا د ښار د تهذيب او ادابو پر اصولو حواريږي او که زما د کلي د جرګو پر اصولو؟  ځوان کوښښ وکړ چې داسې څرګنده کړي چې د ښار تهذيب او ادب اغيزمنه برخه لري.  په دې وخت کې په بس کې ناست نور کالجيان او ځينې نورې سپرلۍ زموږ خبرو ته متوجه شول.  مخکې له دې څخه چې زه د ځوان کالجي خبرې رد کړم، بل کالجي ورته په ځواب کې وويل چې د کلي جرګو اغيزمنه ونډه درلودلې او لري یې او ښار پکې کومه خاصه ونډه نه ده درلودلې.  د نورو کالجيانو او دې ځوان ترمينځه يو لنډ بحث وشو.  په دې ټول بحث کې په زړه پورې خبره دا وه چې زموږ دې بحث ته کلينر په ډير غور سره غوږ نيولی و، ځکه چې د موټرانو د ګڼه ګوڼې له کبله لار بنده وه او بس ځاي پرځای ولاړ و.  ټول په بس کې ناست وو او چيرته د تللو درک هم نه و.
ددې بحث نه وروسته ما ځوان کالجي ته وويل چې تابه په کالج کې څو کاله سبق لوستی وي مګر له بده مرغه پوهه دې نه ده ترلاسه کړې. که تاريخ ولولې دا به درته څرګنده شي چې زما اوستا دکلي خلکو او دهغوی جرګو اومرکو دهيواد دکړکيچونو په حوارولو اود هيواد په ساتنه او پالنه کې لوی لاس درلودلې اوستا غوندې د ښارخلکو تل دپرديو په خدمت کې وخت تيرکړی اوخپل اصل يې له لاسه ورکړی. تاڅو کاله دپيښور په کالج کې سبق لوستی او ددې لوست سره دې يوځای خپل اصل اوخپل کلتور هيرکړې دی. خپله ژبه، خپل پټکی، خپل پکول، خپل څادر، خپلې جامې اود خپل کورکلي تهديب او اداب درته وروسته پاتې ښکاري. ته د يوانسان په هکله دهغه دظاهر پراساس فيصله اوقضاوت کوې او د چا په واقيعت ځان نه پوهوې. تاچې زما په هکله د ټيټ تهذيب او اداب لرونکې فيصله وکړه، دهغې دليل زما دا جامې، څادر، پکول او څپلۍ دي چې ته یې زما په ځان ګورې.  مګر زه پرخپلې ژبې، خپل پټکي، خپل پکول، خپل څادر، خپلو جامو اود خپل کور کلي په تهذيب او ادابو وياړم او په ساتنه او پالنه کې یې هڅه کوم. ستا دمعلوماتو لپاره ما نهه کال په جرمني کې تيرکړي او زده کړه مې کړې. دهغې وروسته امريکا ته ولاړم، لوړې زده کړې مې وکړې اوپه سياسي علومو اومنځني ختيځ په زده کړو کې مې ډاکټرې ترلاسه کړې ده او اوس د امريکا په پوهنتون کې استاد يم. دوه ويشت کاله کيږي چې په امريکا کې ژوند کوم، مګر پښتو او پښتونواله مې د لاسه نه دي ورکړي.  وراره: پوهه په کتابونو کې نه ده. پوهه هغه ده چې سړي لومړی خپل ځان وپيژني او بيا خپل ګاونډ او نړۍ وپيژني.
زمادې خبروپه کلينر ډيرتاثير وکړ. داځوان یې دمټ نه ونيو اود بس نه یې بهروويست او ورته یې وويل چې ته زماپه بس کې نشي تللی. له هغې وروسته راغی او ما ته یې وويل: مشره: چې خفه نشې. هغه په دې نه پوهيده چې څه وايي اوچاته یې وايي. په دې وخت کې نوروکالجيانو هم وويل چې پروفيسرصاحب خفه شوې خو به یې خو موږ ټول کالجيان هغسې فکر نه لرو، کوم فکر چې هغې ځوان درلود.
ما ځوانانو ته په ځواب کې وويل چې داخبرې دخفګان نه، بلکې دفکر اوتشويش خبرې دي. په پای کې زما يوه خبره واورئ: تاسې هغه وخت پرمختګ کولای شئ اوخپل ځان پيژندلی شئ چې دنړۍ اونړيوالو د پرمختګ په رمزونو ځان پوه کړئ اوپه دې جريان کې خپل اصل، تهذيب او اداب هير نه کړئ.


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.