pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د مرادونو کاروان
     
ولي الله ملکزی

د یو فیلسوف وینا ده (د هیلو په سمندر کې غوپه کیدل، د نا امیدۍ په ساحل کې له پاتې کیدو څخه ډیر غوره دي) ځکه چې هیله د ژوند کولو او نورو ته د ژوند بښلو، ښکلی هنر دی. هیله د هرې هڅې تاداو او د هر باور د زیږون سرچینه ده. په زړه کې د مراد لرل، په خپل مخ باندی د موسکا شال غوړوي او د مقابل لوري د ډاډ لامل ګرځي. د رسول علیه السلام صحیح حدیث دی چې ( د الله په ذات ښه ګمان کول او له هغه څخه هیله لرل، ښه عبادت دی) نهیلو خلکو ته پکار ده چې لږ تر لږه د هغه افتاب پرست ګل په اندازه همت ولري چې د باران په ورځ هم هغې خوا ته ګوري چیرته چې لمر په وریځو کې پټ وي، مګر بیا یی هم د امید سترګې اسمان ته بوټې نیولې او هیله مند وي.
په ژوند کې د ښو امېدونو ساتل؛  لکه په تورو تیارو کې د ځان سره د څراغ ګرځولو په څېر دی. هیله،‌ نه خیال پلو دی او نه په ویښه د خوب لیدلو په مانا ده. موږ د سلیمان (ع) په زمانه کې نه اوسو چې دیوان او پیریان به د بلقیس تخت په اوږه او د سترګو په رپ کې له عدن څخه فلسطین ته را ورسوي. له همدی امله ځموږ هیلې باید د عقلانیت او امکان د چوکاټ دننه و اوسي. هیله د رڼا بڅرکې او یو تخنونکی احساس دی چې د ستونزو او ګواښونو په وړاندی، د صبر او مقاومت مورچل تود ساتي. هیله انسان له ترږمۍ،‌ لټۍ او پښیمانۍ څخه را باسي او د عزم، دبدبې او د بري شاخص ورته په ګوته کوي. هیله د غم په شیبو کې تر ټولو ښه درمل، د بی کسۍ غوره علاج او د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه یو نعمت دی.

ارواه پوهان پدی باور دي چې مایوسي د هیڅ درد، درمل ندی بلکې نا امیدی درد لازیاتوي، ټپونه نور ژوروي او اندیښنو ته لاره هواره وي. د دوئ په آند، د یواځیتوب او سوچونو د وهلو په مهال، په کار ده چې د ژوند په مثبتو اړخونو فکر وشي او له هغه چا مشوره واخیستل شي چی سر یې له پوهې او زړه ېې له مینې ډک وي. د سترو او تاریخي شخصیتونو ژوند دی مطالعه کړي چې هغوئ هم زموږ په څیر انسانان وو،‌ څرنګه دی مقام ته ورسیدل؟ همدا فکر د هیلې دروازې پرانیزي او په زړه کې د باور تخم کري. د هیلې په هکله د قرانکریم یو مبارک آیت دی چې ( قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّـهِ – ای پیغمبره! ځما هغو بنده ګانو ته ووایه چې پخپلو ځانونو یې تیرې کړیدی، د الله له رحمت څخه مه مایوسه کیږئ.
)
په ورځني ژوند کې په هر چا اعتبار کول او له هر چا څخه هیله لرل، هوښیارتیا نده. که یو دوست په ناپوهۍ کې ستا سره جفا وکړي نو ویی بښه، خو که دویم ځل دی بیا دوکه کړي نو په هغه پوری زړه تړل او له هغه یا هغې څخه د نیکې هیلې تمه لرل، حماقت او ناپوهي ده. هیڅکله باید ټول امیدونونه په یو تن پوری ونه تړل شي تر څو تالا ترغۍ نه شي. لیوالتیا او هیله د هغې غوټۍ په شان ده چې تل یی د ګل کیدو تمه کیدای شي، خو باید په پام کې ولرو چې د وحشت او بی انصافۍ سیلۍ یې رژولی هم شي.

کله چې د حضرت یعقوب مشرانو زامنو د هغوئ ناسکه کشر ورور، حضرت یوسف په کوهي کې واچولو او بیا یې په مصریانو وپلورولو، نو پلار ته یی درواغ وویل چې هغه خو لیوه وخوړ، نو دغه سپین ږیری او په سترګو ړوند پیغمبر نهیلې او لاس تر زنې نه شو،‌ بلکی زامنو ته یی داسی وویل ( يَٰبَنِىَّ ٱذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَ أَخِيهِ وَ لَا تَاْيْـَٔسُواْ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ – ای زما زامنو لاړ شئ، یوسف او د هغه ورور ولټوئ او د الله له مهربانۍ څخه مه نا امیده کیږئ) هر څه ته په مثبت ډول کتل، د انسان په ذهن او زړه کې د امید ستنې مزبوتوي. هغه کس چې د زړه له تل څخه د خپلې موخې او هېلې په لور ګامونه اخلي، له يوه ځانګړي احساس او شعور څخه خوند اخلي. بالمقابل، کوم خلک چې خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغۍ کې لټوي او د نورو له خوښۍ ځوریږي، همدوئ تر ټولو بدمرغه او ذلیل انسانان دي.

نلسن منډیلا وایي: ( زړه سواندي انسانان خو له پخوا راهیسی یو له بل سره د شفقت په کلکو رسیو تړل شویدي، څومره به ښه وي که د بشري ټولنې بی عاطفې خلک د ښو هیلو په مزي سره وتړل شي تر څو د غمونو او ستونزو بار سپک شي) هیله مند انسان تل فکر کوي چې ګیلاس نیم ډک دی، خو نهیلی کس همدغه ګیلاس نیم تش بولي. که یو سړی مال وبایلي نو یوه برخه به یی بیا هم پاتې وي، ‌خو که هیله له لاسه ورکړي نو بیا یی هر څه په سیند لاهو شول. هغه څوک چې په زړه کې ایمان او هیله نه لري،‌ په حقیقت کې هغه د نړۍ تر ټولو مفلس او بی وزلی انسان دی. نن په دنیا کې د مترقي ژوند اساس په نیکو هیلو ولاړ دی، د جهان پرمختللي هیوادونه د ترقۍ لوړو مدارجو ته د مثبتو هیلو او هڅو په نتیجه کې رسیدلي دي. هغه ولسونه چې خلک یې نهیلې او مایوسه وي تل به خوار او زار، وروسته پاتې او نورو ته د درویزې لاسونه اوږده کړي وي. وینسټن چرچل وایی: (نهیلی انسان هر فرصت ته د ستونزی له زاویې ګوري، خو هیله مند انسان هره ستونزه یو نوی فرصت ګڼي.
)
په تیرو څلورو لسیزو کې زموږ هیواد څلور ځلې اشغال شو، دوه کرته سترو ځواکونو او دوه وارې د بدنیته ګاونډیانو لخوا. همدارنګه موږ په دی مودې کې څلور غیر متجانسه نظامونه وازمایل چې یو تک سور، بل پوخ شین، دریم پړکیدلی سپین او دا څلورم یې د جمهوریت معجون. له پیړیو راهیسی همدا باټې وهو چې موږ ننګیالي یو، توریالي یو او ټوپک زما قانون دی. خو فکر کوم چې دا یوه کلیشه يي او سولیدلي شعار دی. نو که موږ رښتیا هم غواړو چې مټه ور او شمله ور شو؟ که غواړو چې خبره مو میره، په ګیډه ماړه او د سیالانو سیال شو؟ او که غواړو چې د مرادونو کاروان مو منزل ته ورسي! نو راځۍ چې د وینې په ځای مینې، د تعویذ په ځای تحقیق او د ټوپک په ځای قلم ته لاس کړو. کنه نو هندو ستړی، خدای ناراضه. د مسکو د پرون ورځې د غونډې په اړه یو پخواني جهادي قومندان له ډیر درده د فیسبوک په خپلې پاڼې کې کاږلي: جهادي مشران، ملایان او پیران خو د کعبې په سیوري که نه پخلا شول او نه یوه خوله. ګوندی که دا ځل د لینن کبیر د قبر په څنګ کې یوه سلا شي. نا امیدي کفر دی.

قدرمنو لوستونکو! زه له خپله اړخه د پنځلسمې هجري لمریزې پیړۍ د لمړي کال، د لمړۍ ورځې مبارکي درته وایم. ټولو ته دی بختوره وي.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.