pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
اسلامي نظام او لومړيتوبونه یې
  سپتمبر۱۳ ، ۲۰۲۰  
انجینیر وحیدالله حلیمي


د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي
موږ ته الله تعالی په اسلام سره عزت راکړی، کله چې موږ عزت بل څه کې غوښتی، بیا الله تعالی موږ ذلیل کړي یو.

څه د پاسه څلور لسیزې کېږي چې موږ د حضرت عمر رضي الله عنه د همدې خبرې مصداق جوړ شوي یو. له کومې ورځې چې موږ خپل عزت د نورو په غلامۍ کې غوښتی؛ له هماغې ورځې تر نن موږ له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ذلت او رسوایۍ سره مخ یو.

د روسانو د یرغل په نتیجه کې مو څه د پاسه یو میلیون ‌‌‌‌‌‌ډېر ارزښتمن او ښکلي ځوانان تر خاورو لاندې شول. په میلیونونو کونډې، بورې، یتیمان او معیوبین مو په هېواد کې راسره بې کوره او بې سرپرسته شول.

دا چې افغانانو تل سنګر ګټلی، هغه وه چې روسان یې مات کړل. البته د دې سترې بریا د شکر ادا کولو پر ځای، موږ ناشکري وکړه چې په پایله کې مو په خپل مینځ کې په یوه او بل بېځایه نیوکې او ګذارونه وکړل؛ وطن مو وران کړ؛ میندې مو بورې، تورسرې مو کونډې، ماشومان مو یتیمان، ځانونه مو خرڅ کړل او هېواد مو د نړۍ له سیالۍ څخه شاته پاتې شو.

بیا لوی خدای جل‌جلاله د ځمکې پر مخ، په یوه بې ساري امنیت کې، ژوند کول را وبښل. دا چې په خپل وخت موږ د همدې نعمت بیا ناشکري وکړه؛ هغه وه چې د لوی څښتن له قهر سره مخامخ شولو او یو بل وحشي یرغل راباندې وشو.

اوس د یوه بل نعمت، سولې مرحله را روانه ده. خدای مه کړه، که مو دا ځل بیا د تېر په څېر د ناشکرۍ لمن ونیوله، لېرې نه ده چې په راتلونکي کې له نورو بدو او ناوړه ناخوالو سره مخامخ شو.

افغانان له تېرو لسیزو راهیسې د تحمیلي جګړو په اور کې سوځي. هغوی سولې او عادلانه نظام ته تږي دي.

پر سولې باندې په قرآن کریم، د نبي ص په احادیثو او د فقهې په کتابونو کې زیات ټینګار شوی او د سوله کوونکو لپاره الله رب العزت د ډېرو ثوابونو وعده کړې، خو هغه سوله چې پر عدل او انصاف ولاړه وي، د شریعت له اصولو او قانون سره برابره وي.

په افغانستان کې داسې سوله پکار ده چې د افغانانو اصلي غوښتنې پکې تضمین وي، د اشغال خاتمه وي، د افغانانو ازادي سلب نه وي. داسي سولې ته به ټول افغانان لبیک ووايي.

کوم مذاکراتي پړاوونه چې د طالبانو او د امریکایانو ترمنځ په قطر کې پرمخ یووړل شول او ممکن په راتلونکي کې هم ترسره شي؛ له کوم ابهام او تردید پرته ويلای شو چې هغه اغيزمن وو. که دغه مذاکرات په همدې جدیت روان وي، ممکن د افغانستان د روانې معضلې حل ته اساسي او سوله‌ییزه حل لاره وموندل شي.

د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنو وړ دی، په داسې حال کې چې زموږ هېواد بیا رغونې ته اړتیا لري، ولس د ډېرو ستونزو سره مخ دی، ځوانان د کار موندلو په تمه د بهرنیو هېوادونو په فکر کې سرګردانه دي. ډېر خلک د خپل پلرني ټاټوبي پرېښودلو ته اړ شوي دي. د خلکو کورونو ته ننوتل، خپلسري شپني عملیات کول، پر بې‌ګناه ولسي خلکو بمبارونه کول، لویې ستونزې دي.
دا یو تریخ حقیقت دي چې د کابل له ادارې سره د هېوادوالو د سر، مال او عزت د ساتلو لپاره نه هود شته او نه توان.

د څلور لسیزې جګړې وروسته یو ځل بیا د سوکاله هېواد او د تل پاتې سولې موقع په لاس راغلې ده. اړینه ده چې ټول لوري یو بل ته د ورونو په سترګه وګوري او د زغم څخه کار واخلي.

د دې نولس کلن جهاد او د مجاهدینو په وینو باید دا ځل لوبې و نه شي. له دې حقیقت څخه چې مجاهدینو یو بل ابر قدرت چې څلوېښت نور هېوادونه یې مل وو، هغه ابر قدرت چې څو کاله تر مخه حتا مخامخ خبرو ته نه حاضرېده، په ګونډو یې کړ.

په دې ځای کې غواړم د مزمل صاحب وینا ته چې په دغو نېږدو کې یې د لوګر په ولایت کې وکړه او وویل چې: “دا بریا د دغه جنګ ځپلي ملت لاسته راوړنه هم ده چې طالبانو ورونو ته یې ځای ورکړ او د دوی د منبر فتوایې د حرم شریف د امام پر خلاف ومنله.” د قدرمن مزمل صاحب په دې خبر کې ډېر څه دي او زه په دې باور لرم چې ټولو طالبانو ورونو اورېدلې او پرې باندې پوهېدلي وي.

اوس چې موږ افغانان په خپل مینځ کې خبرې کوو، ای کاش چې دا خبرې په خپل هېواد کې شونکې وای، ترڅو د ټولو بهرنیو لورو څخه پرته په یوه اسلامي او افغاني فضا کې ترسره شوې وای. خو متاسفانه چې اوسنۍ اداره تراوسه په دې ټینګار او باور لري چې دوی یو نظام دی. خلکو ته دا ویر اچوي چې موږ د نظام د ثبات لپاره او د شلو کلنو لاسته راوړنې خوندي کول غواړو. په دې کې شک نشته چې یوه اداره جوړه شوې ده. هېڅوک د دې هڅه نه کوي چې نظام ړنګ کړي او یا دا اداره له مینځه یوسي. دواړه اصلاحاتو ته ضرورت لري چې په دې کې به ټول وګړي زما سره همغږي وي.

دا هېواد یو څو محدودو خلکو په منګلو کې نیولی او یوازې د خپل قدرت او مالي لاسته راوړنو د خوندیتوپ لپاره یې غوغا پورته کړې ده.

دا هېواد د ټولو افغانانو کور دی او هر څوک، هغه مهم نه دي چې د کوم نظر خاوندان دي، په سوله‌ییزه توګه باید ژوند وکړای شي او د خپلو نظریاتو لپاره د شریعت په چوکات کې سیاسي مبارزه وکولای شي.

د ټوپک په زور حکومت کړل په خلکو باندې باید د تل لپاره له مینځه لاړ شي.

په دې کې هېڅ شک نه شته چې ټول افغانان له جنګ څخه ستړي او سوله غواړي، نو دا جرات هم باید موږ ولرو چې په یوه غږ په دې دوسره او لاسپوڅي اداره غږ وکړو چې له قدرت څخه ګوښه شي او لاره یوه دایمي اوربند ته هواره کړي. په طالبانو پسې که هر څه ویل کېږي، مګر هېڅوک د دې څخه سترګې نه شي پټولی چې امنیت او عدالت برقراره وو. راشئ دا دوې څانګې د عبوري حکومت په ترڅ کې دوی ته وروسپارئ او په نورو ټولو برخو کې ملت را ګډ کړو او ملت ته په لومړي ځل دا واک ورکړو چې خپل راتلونکی پخپله په خپل هېواد کې وټاکي.

موږ ټول افغانان مکلف يو چې له اوسني ستونزمن حالت څخه د ګران هېواد د را ایستلو لپاره فکر وکړو، او د خپل ګډ کور د ښېرازۍ لپاره په ګډه کار وکړو. د افغانستان د ثبات او استقرار لپاره د سولې سره سره ژور اصلاحات باید راشي.
د خپل ګران هېواد افغانستان د بېرته په پښو درولو لپاره څو وړاندیزونه لرم چې د تاسو سره یې شریکوم:

تر ټولو لومړی ګام باید دا وي چې پرته له وسلې کارولو څخه د هېواد قانون عملي او اداره ترسره شي.

د بشري حقوقو او د ښځو حقوقو په اړه ناروا شعارونه ورکول کېږي. موږ مسلمانان یو او باید د اسلام له احکامو څخه خبر و. د پورته ذکر شوي حقوق غوښتونکو لپاره ساده پوښتنه دا ده چې هغه حقوق چې الله ج د ښځو لپاره ورکړي؛ ستاسو لپاره کافي نه دي؟ ایا تاسو د الله ج د حکم سره توافق نه لری؟ که د دې ټکي سره موافق وی، نو بیا د وېرې هیڅ ځای نه پاتې کېږي؛ ځکه هیڅوک به دا جرات و نه لري چې هغه څه چې الله ج تاسو ته درکړي دي، څوک یې در ځينې واخیستلای شي.

زده کړې او روزنه(تعلیم او تربیه):
دا باید لومړی له سیاست څخه جلا شي. د دیني عالمانو او کارپوهانو خپلواک کمیسون باید د پوهنې سیستم تشکیل او نظارت کړي. زده کړې باید تر نهم ټولګي پورې لازمي او جبري وي. د نهم ټولګي وروسته زده کوونکي باید د مختلفو تعلیمي لارو د ټاکلو فرصت ولري؛ د مثال په توګه: دیني، تخنیکي، طبي، طبیعي او داسې نورو برخو زده‌کړې چې موږ هر برخه کې متخصص ولرو.
زده کړې باید وړیا وي. خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه چې فیسونه اخلي؛ له منځه لاړ شي یا سم کنترول شي او د دولتي سکتور سره یې باید زده‌کړې توپیر و نه لري.

اقتصاد:
په تېرو دوو لسیزو کې خصوصي سکتور پرته له کوم کنترول څخه کارونه کړي او ملت د دې نه هیڅ کومه ګټه پورته نه کړه.

کله چې موږ یو شرعي نظام غواړو، نو باید زموږ اقتصادي سیستم هم اسلامي اقتصادي نظام وي. اوسنی اقتصادي سیستم او د نړۍ اقتصادي سیستم د سود سیستم سره په غیر مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول اړیکه لري. تر ټولو غوره خبره دا ده چې اسلام د خلکو ترمنځ د اقتصادي اړیکو وړاندیز کوي او سود یې حرام کړی دی. زه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن یم چې موږ کافي متخصصین لرو چې په لنډه موده کې د اسلامي اقتصادي سیستم پلي کولو وړتیا لري.
دا مهمه ده چې موږ همدا اوس پيل وکړو او د متخصصینو ‌‌‌‌‌‌ډلې راسره یو ځای کړو، ترڅو دا د سولې د خبرو برخه وګرځي.

دفاع او امنیت:
نظامي خدمت او امنیت باید بېرته جبري شي، ترڅو د بهرنیانو له مرستو څخه خلاص شو او همدا راز قومي توازن به په پام کې ونیول شي.

بیا رغونه:
دلته اړین ده چې سرکونه په مخصوصه توګه لویو لارو او د ریل خط جوړولو ته ځانګړې پاملرنه او اولویت ورکړل شي. د یوې ټولنې پرمختګ پرته له زېر بناوو infrastructures ممکن نه دي.
Growth without a functioning infrastructure is not possible.
په لویو ښارونو کې، د ځمکې لاندې د فاضله اوبو سیستم جوړولو ته، تر هر څه نه زیاته اړتیا ده؛ ترڅو ځمکنۍ اوبه او د چاپيریال ککړتیا مخنیوی وشي. پاکې اوبه هر کور پورې ورسېږي او برمیي څا‌ګانو کېندل ودرول شي.

عامه ټرانسپورټ فعال او دولتي شي. شخصي شرکتونه چې کوڅو کې یې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي، له منځه ولاړ شي او ټکسیانو ته خاص ځایونه وټاکل شي.

ملي الوتنه د هر دولت لپاره یوه اړتیا ده. اریانا باید په ریښتني توګه بېرته په پښو ودرول شي. دلته دولت کولای شي چې د یوه اییرلاین سره 51/49 ټرون وکړي.

لکه پخوا روغتونونه او کلینکونه په معیاري ‌‌‌‌‌‌ډول جوړ، ترڅو وګړي د بهر د تللو څخه خلاص او په وړیا توګه د ولس درملنه وکړي. خو روغتون کولای شي چې یو معین مقدار یو نفري او دوه نفري خونې ولري او هغه وګړی چې وس یې لري په کرایه یې کړي، ترڅو وکولای شي د لګښت یوه برخه ترلاسه کړي.

د ښوونځيو د پاره باید اقتصادي او معیاري نقشې جوړې شي. لګښت تخمین او تثبیت شي، ترڅو د فساد مخه ونیول شي او دولت د بودیجو په پلان کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

برېښنا باید د دولت په واک کې وي او په هېواد کې تولید شي. د اوبو د بندونو تر څنګ، باید شمسي او بادي برېښنا ته پاملرنه وشي.

داسې ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ټکي دي چې د پرمختګ لپاره اړین دي، نو لازمه ده چې راتلونکی حکومت باید یو داسې پلان ولري چې په درېیو برخو وېشل شوی وي: پنځه کلن، لس کلن او شل کلن. په لومړییو پنځو کلنو کې باید تمرکز په دې باندې وي چې په ځان بسیا شو؛ پور او مرستو ته حاجت و نه لرو.
د ځان بسیاتوپ لپاره باید د بنسټیز خوراکي توکي؛ لکه: غنم، غوري او همداسې نور په هېواد کې تولید شي. موږ یو وخت غنم بهر ته صادرول، مګر نن ورځ موږ خپل لګښت پوره کولای نه شو.
په راتلونکي کې به ان شاالله نورو ټکیو ته، لکه: کانونه او داسې نورو برخو ته په ځانګړې توګه لیکنه وکړم.

د دې لیکنې په پای کې غواړم، یو ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم ټکي ته اشاره وکړم چې هغه د مهاجرینو عودت دی. که موږ تل پاتې سوله غواړو، نو ضرور ده چې خپل مهاجرین د ګاوندیو هېوادونو نه بېرته راولو او هغوی ته د هستوګنې او کار زمینه مساعده کړو.

د تل پاتې سولې په هیله

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.