pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

جلالت چپـن حامـد  ک. مکیاویلي

 
 

 ډاکتر رحمت ربي ځـیرکیار

: ليکنه

ګــوتې په شــمار ورځې وړانـدې،  یو چا وپـوښتـلـم چې حـامد کــرزی  به وروسته له انتخباتو څـه کـوي؟  د امــریکې یو نامتــو لیکوال جـریډ ډایمنـډ و پـوښتل شو چې ولسمشر بارک اوباما ته به د کوم کتاب د لوستلو سپارښتنه وکړي؟ هغه ورغبرګه کړه چې که نه یې وي لوستلی، د نیکولـو ماکیـاویلي «شهزاده» نومې کتاب  دې ولولي چې له نن نه ۵۰۰ کلونه وړاندې یې لیکلی و
پــه ماکیـاویلي  بـانـدې د بیلا بیلو لــقبونو یا ټاپو پـیــرزویــنه شوې ده: څــوک یې «د قـدرت فـیلسوف» ګڼي ؛ چا ته «د فساد فــیلسوف» بــریښي (ټیچر آف اِیــول)؛ څوک ورته د « ریالیسټ او پراګماټیسټ»( واقعي سیاستوال) په سترګه کسي؛ بل چاته «د سیاست ګالیلیو ګالیلی» بریښي؛ یوځای بل ځای ورته د « سیاسي علومو موسس» ویل شوی دی؛ او د شلمې پیـړۍ  انګریز فیلسوف بِرتراند رسَـل د مکیاویلي «شهزاده» نومې کتاب «د تباه کارانو لاسي کتاب»( هـینډ بُک فـور ګـینګـسـټرز) ته راټـیټ کړی دی
 ماکیاویلي په خپل دغه کتاب کې واکمنانو ته وایي چې «هـدف وسیله ټاکي». یعنې واکمن باید ځان په واقعي نړۍ کې وساتي، نه په خیالي نړۍ کې! په بله وینا، هـدف د قدرت ساتنه ده، خو مهمه نه ده چې د قدرت د ساتنې لپاره کومه طریقه/وسیله وکارول شي! پـه دې ډول، مکـیاویــلي په شپاړسمه زییزه پیـړۍ کې په ایټــالیه کې د بــیلابیلو لاس وهــنــو په مقابــل کې د ملي ګـټـو خــونــدي کولو  تــه د واکمـن(شهـزاده) پام راوګــرځاوه
ځوان پــوښتنې کــوونکې تـه زما څــنګـنې بـډیرې(تبصرې) خوند ورکړ، خو بسنه یې پـرې ونکـړه. ما ورته خپل لــڼـډ جواب په دې ډول ورکـړ چې له جـلالت چـپـن نه بـه  یـو اکـاډمـیک  او ستراتجیست سړی جوړشي او د ارواښاد لومړي ولسمشر محّمد داود خان په مینه کې به خپل پـوهـنـتون جــوړ کـړي. ځـوان نیغ بیغ سـړی و او غـوښتل یې چې زما لـه خـولې شـډل جـواب راوبـاسي. ورغـبرګه مې کړه چې د دغه شخصي پوهنتون او د ټولو علمي رُتـبـو نـومـونه بـه د حامد کرزي له مبارکې چپنې نه الهام اخلي
ځوان راته په تاوترخوالي ولیکل چې ولې به د دغه شخصي پـوهـنتون د علمي رتبو نومونه  د حامد کرزي له چـپنې نه الهام اخلي؟  سپارښتنه مې ورته وکړه چې  چپنه به چپنه نه بولئ، بلکې «مبارکه چـپـن» به ورته  وایئ! د خپلو خبرو تنسته مې ورته رالـڼـډه کړه
  د جـلالت جـنـګ جورج  ډبلـیو بـوش د لومړي پیـر پای یـا د هغه د دوهم پیـر پـیل و، او په ګمان سره د مۍ میاشت وه چې جلالـت چپـن حامد کرزی واشنګـټـن ډي سي ته راغلی و. په دغه وخت کې په واشنګټـن کې هوا دومره توده او لمده  وه لکه د پاکستان  په کراچۍ ښارکې چې وي.  په سپـینه ماڼۍ کې ژورنالیستان د دواړو وینا ګانو ته منتظر وو. لومړی بوش وینا وکـړه، ورپـسې کرزی ور وړانـدې شو او ویـنا یې پـیل کړه، خو مبـارکه چـپـن یې لــه اوږو وښویـدلـه. د دغې پیښې د رفعې لپاره لکه چې کوم پروتوکول نه و موجود. د بوش او کرزي چپ اړخ ته د افغانستان د هغه مهال سفيرسید جواد هم معلومیده، خو د مبارکې چپـنې د پیښې په اړه یې کوم عکس العمل و نه ښود؟! بلاخره  پخپله بـوش د مبارکې چپنې بحران حل کړ: ټـیټ شو، راوچته یې کړه او د حامد کرزي په اوږو یې د وینا په حال کې ورواچوله. دغـه لڼـډه بې پـروتوکـوله صحنه لکه چې پـه نـورو ټـلـویـژنـونـو کې ونـه ښـودل شـوه
ځوان ته زما ډرامې  دومره خوند ورکړچې خپله اصلي موضوع ورنه هـیره شوه! ده ته  د  مثال  له لارې ځما توضیح چې چپنې ته دې «مبارکه چپـن» ووایي، ډیـر خوند ورکړی و. خو ډیـر زر یې  پام شو او هیله  یې رانه وکړه چې موضوع ورته په غوڅه ژبه ډاڼـډ س کړم! خپل ایمیل مې وروتــوغـاوه، پـه دې ډول: (۱)  د جلالت چپـن د پـوهـنتون نوم به  «چـپـنـتـون» وي.(۲)علمي رتبې به یې «چـپنیالی»، «چـپنـمل»، «چـپـندوی»، او «چـپـنهانـد» وي. جلالت چپـن به د چـپـنـیالي په حیث خپله علمي وظیفه پیل کوي، خو معاش به د چـپـنـهانـد اخلي. (۳) د پردې شاته به چـپـنیالی حامد کزی «نیمایي ولسمشـر» وي. یعنې: د راتلونکو ولسمشرانو سره  به خپل چلونه او مهارتـونه شریکوي، مشورې به ورکوي، جنګوي به یې، له دینه به یې لرې ساتي چې د ده د دیارلس کلنې واکمنۍ چټیاتو ته یې فکر شي،او هم به د خپل ژوند د ساتنې لپاره  د ارګ سره جوخت په یـو محفـوظ استـوګنځای کې دیـره وي، که هسک څښتـن غـوښتل! نیمایي ولسمشرحامد کرزی به نه یوازې د ځان د ساتنې غم خوري، بلګې د خپلو وروڼـو د پانګې د پـړسولو او د هغوی د  سیاسي راتلونکې لپاره به هـم  زمینه برابروي. حامد کرزی واقعاَ مکیاویلي نه دی. ځکه چې کرزی د خپل هیواد د برلاستیا او خپلواکې سره علاقه نه لري. حامد کرزی زیاروباسي چې قدرت وساتي د دې لپاره چې پیسې ډیرې کړې او په خپله نږدې کورنۍ کې  یې وساتي
ما دا لیکنه له نن (۲۶  اپریل  ۲۰۱۴) نه تقریبا ۱۳ ورځې  وړاندې لیکلې وه. خو ویب پاڼـو ته مې  ونه لیـږله، ځکه یـو شمیر افغان خویندې او وروڼه  نن ماښام  ځما کور ته راځي چې اپلتې راسره شریکې کړي. د دوستانو دغه ډول غـوڼډه ما «د اپلتـو ماښامی» نومولی دی. د اپلتو په ماښامي کې  ډیر ځلې خورا مهمې خبرې راوزي. نن چې زه د اپلتو د ماښامي کوربه  یم، غوره مې وګڼله چې  میلمانه حیران کړم او د ا لیکنه  ورته وروسته له ماښامي ولولم. انشا الله، سبا به یې ویبپاڼـو ته واستـوم.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.