pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د ډاکټر اشرف غني او دوستم ائتلاف او د شمال ټلوالې وارخطايي
 
د تاند څخه په مننه
 
وطن دوست
: ليکنه

ډاکټر اشرف غنی سره د جنرال دوستم د ايتلاف هم د ډاکټر غنی دوستانو او خاصتا پښتنو ته او هم د ډاکتر غني مخالفينو او شمال ټلوالې کانديد ډاکټر عبدالله او د هغه پلويانو ته يوشان د تعجب او شاک وړ خبر و خو د دواړو موخې او د حيرانتيا دلايل جلا جلا دي چې په لاندی څو کرښو کې غواړم چی د دی ايتلاف په مثبت او منفي ټکو رڼا واچوم:


د ډاکتر غنی طرفداران او بعضی احساساتی پښتانه په دې حيران شول چی څنګه اوبه د اور سره يو ځای شوې ځکه د تيرو څو لسيزو تبليغاتو، جنګونو او وژنو د جنرال دوستم نوم دومره خلکو ته منفور کړی، او په خلکو کې يې دا روحيه دومره پياوړې کړې چې فکر کيږي ګواکې دی د پښتنو پرضد دی او د افغانستان د ټولو جنګي جرمونو پړه د همده په غاړه ده حال دا چې واقعيتونه داسی نه دي ځکه د دې نه ډير داسی نور کسان شته چی د هغوی جرم د دې نه هم زيات دی د بيلګه په توګه مارشال فهيم، محقق او حتی په پښتنو کی ډير داسی کسان شته چی د هغوی تير سوابق د دوستم نه بدتر دی.


د جنرال دوستم يووالی د ډاکتر غنی سره دشمالی ټلوالی او خاصتا د ډاکتر عبدالله ټيم ته ځکه د شاک او تعجب خبر و چی هغوی دا هيڅ فکر نه کاوه چی ډاکتر غنی به جنرال دوستم د خپل لومړی مرستيال په توګه ومنی نو په دی اساس به په پښتنو کی قوی کانديد رامنځته نشی او ميدان به دوی ته شغالي پاتې شي.

د ډاکتر عبدالله او خاصتا د هغه کلک متحد عطامحمد نور چی په شمال کې زياتی رايي او مادي امکانات لری د ډاکتر غنی او جنرال دوستم اتحاد مستقيما د هغه لپاره جدی خطر دی او نفوذ يې له نيمايي نزيات په شمال کی او خاصتا په بلخ ولايت کی راکموي او حتی د عطا محمد نور د بقا لپاره هم جدی ګواښ کيدی شی ځکه جنرال دوستم او عطا محمد نور د بلخ په ولايت کی جدی رقابت لري له دې برسيره د متحدی جبهی دری ګوني مثلث په دری ټوټو وويشل شو چی محقق د ډاکتر عبدالله، احمد ضيا مسعود له زلمی رسول او جنرال دوستم د ډاکتر غنی سره تقسيم شو.


ډاکتر عبدالله ځکه د جدی مشکل سره مخامخ دی چی د حزب اسلامی تکت لومړی مرستيال د انجنير محمد خان په مشری دی ته نه د حزب رای راوړلای شی او نه د پښتنو اکثريت ده ته رای ورکوي. اکثريت حزبيان په دې تصميم خوشاله نه دي او حزب څو ټوټی شوی دی. همداشان د ډاکتر عبدالله دويم مرستيال محقق شايد د هزارو يوازی په سلو کی ديرش رای ورته راوړی ځکه کريم خليلی ګروپ د ډاکتر غنی سره دی، او د هزارو نور واړه ګروپونه لکه مدبر، سيما ثمر او سرابی د نورو کانديدانو سره دي د تاجک وټ هم تقسيم شوی ځکه اسمعيل خان د استاد سياف سره او احمد ضيا مسعود د زلمی رسول سره ولاړ دي او هم نور تاجک ان چی د ارګ په محور څرخی د ډاکتر عبدالله سره په لار نه ځی.


که د دوستم د سوابقو نه تير شو نو يواځنی کس چې په افغانستان کی ثابتی رای لری او خپل قوم يې ورسره په هر حالت کی کلک ولاړ دی. د جنرال دوستم د بقا يوازنۍ وسيله د خپل قوم ملاتړ دی او دې ته يې په ډيرو سختو حالاتو کی نجات ورکړی او دی هم خپل قوم ته وفاداره پاتې شوی او جدي رقيب په خپل قوم کی نه لري. له دې برسيره، جنرال دوستم ډير قوی مشورتی ټيم هم لري او د هغوی مشورو ته غوږ ږدی.


د ډاکتر اشرف غنی سره د جنرال دوستم يو ځای کيدل د افغانستان اتحاد او يوالی ته قوت بښی او دا اوازې يې چی ګوندی افغانستان به تجزيه شی له منځه وړی.


اوس د تاجک کانديد د کاميابيدو چانس ډير کم ښکاری که خدای نا خواسته تاجک انتخابات وګټی نو دا به طالبانو او يا د هغوی پلويانو ته دا پلمه په لاس ورکړي چی خپل جنګ ته دوام ورکړی او باالاخره افغانستان به د يو بل داخلي جګړې سره مخامخ شي. نو د جنرال دوستم او غنی اتحاد د افغانستان د داخلی جګړې د مخنيوی لپاره يو ښه اتحاد دی.


که څوک په شمال کی بلد وی نو په تاريخي لحاظ هميشه پښتانه او ازبک سره يو ځای پاتی شوی او په دی توګه د تاجکو نه د دواړو قومونو وټ په شريکه زيات دی. د جهاد په وخت کی او حتی د دی حکومت په سر کی پښتانه او اسلامی حزب د جنرال دوستم سره يو ځآی و چی ښي نموني يي نسيم مهدی او جمعه خان همدرد و. جمعه خان همدرد د جنرال دو ستم د اتمی فرقه قوماندان و.


يوازنی مشکل چی ازبکو د پښتنو سره درلوده، هغه په سرپل کی او هم په تخار او کندوز په دوه ولسواليو د امام صيب او دشت ارچی کې و چی د دې بديو اصلی علت هم تاجکان و چی د شورا نظار په مشوره يې د پښتنو سره په جنګ اچول او اوس اميد دی چی د ازبکو او پښتنو دا مشکل حل شی.


. دا به اول ځل د افغانستان په تاريخ کی وی چی پښتانه ستراتيژيکه ملګرتيا د شمال د ازبکو سره ولری او دا ملګرتيا د افغانستان د ثبات او يوالی لپاره خورا مهمه ده.

10
ازبک پښتنو ته ستراتيژيکي تهديد د ژبې او کلتور له امله نه و او نه دی او نه پښتانه د ازبکو لپاره.

11
که همدا اتحاد بريالی شی نو ترکتبار ملکونه خاصتا ترکيه چی اوس نوی اقتصادی قوت په منطقه کی دی او په راتلونکی کی شايد زياته پانګونه په افغانستان کی وکړی او افغانستان شمالی زيرمې را ويستل او په سمه توګه مديريت د افغانستان راتلونکی اقتصادي رشد لپاره خورا مهمه ده.

12
که دا اتحاد کاميابيږی نو افغانستان د سعودی او ايران د رقابت نه هم بچ پاتی کيږی چی د دواړو هيوادونو رقابت د افغانستان فرهنګ، کلتور اومذهب ته خورا خطرناکه دی.

13
که تاجک د ايران په حمایت کاميا بيږی نو سعودی خامخا د وهابی مدرسی زياتوی تر څو د ايران مخه په دی توګه ونيسی او دا دافغانستان لپاره ډير خطرناک دی ځکه مونږ لا تر اوسه د پيښور د مدرسو، وهابیت او تکفيری ډلو د مشکل نه خلاص نه يو.

د ايران تبليغاتی شبکی او هم د شمال ټلوالی ګروپونه په دی هڅه کی دی چی د پښتنو د ادرس نه ليکنی وکړی تر څو دا اتحاد له منځه يوسی خو فکر کوم چی دا کار به مشکله وی ځکه پښتانه او هم ازبک د دی اتحاد په اهميت پوهيږی چی هم د دوی ګټه پکی ده او هم دافغانستان ګټه. دا اتحاد هم لنډ مهاله ګټه لری اوهم اوږد مهاله نو بايد افغانان په عمومی توګه او پښتانه بايد په خاصه توګه د ايران او د هغوی د پلویانو د تبليغ لاندی رانشی.

14
نو اوس تاسی قضاوت وکړی چی د داکتر غنی او جنرال دوستم اتحاد د افغانستان په ګټه دی خاصا د پښتنو په ګټه ؟ چی اوس په بی سر پوښه پاتی دی.

15
يو بل ټکی ته غواړم چی اشاره وکړم هغه دا دی چی جنرال دوستم چی د دی ټولو معززينو سره و دومره بد نه و خو اوس چی د ډاکتر اشرف غنی سره و دريد نو ډير بد سړی دی.

افغانان خبر دی چی دوستم د افغانستان په فوځ کی د يوی وړی رتبی نه په کار پيل وکړ او داچی جنګی قابليت او د خپل قوم ملاتړ درلود نو جنرالۍ تر رتبی ورسيد او يوه لویه مليشه يي ځواک يې جوړ کړ چی د تيرو رژيمونو مشرانو ورته حتی د ډاکتر نجيب الله د خاص ملاتړ نه برخورداره و. دا چی د تاجکی پرچميانو په لمسون او د شورا نظار په مشوره د ډاکتر نجيب الله مخالف شو جدا خبره ده.

16
د افغانستان لومړی جمهور ريس ورته د خالد بن وليد لقب ورکړ او استاد ربانی ورته د ځوی خطاب او ستر مجاهد خطاب کاوهيڅ خبره نه وه.

17
همدا دوستم د ګلب الدين حکمتيار تر څنګ و دريد هغه وخت د جناب محمد خان اسلامی حزب ته د دوستم ملاتړ ښه ښکاره کيده خو اوس ډاکتر عبدالله او محمد خان ته د ډاکتر اشرف غنی سره ملګرتيا خرابه ده ځکه چی دوی ته جدی خطر دی او د دوی د کاميابی چانس له منځه لاړو.

18
همدا جنرال دوستم د محقق د وحدت حزب سره په کابل کی د شورا نظار په ضد جنګيده هغه وخت جنرال دوستم دوی ته ښه ښکاريده خو اوس چی د محقق نفوذ اود ده د مشر ډاکتر عبدالله د کاميابيدو چانس له منځه لاړو نو دوستم اتحاد د ډاکتر اشرف غنی سره خراب دی. دا به پريږدو چی محقق د جنرال دوستم سره د پرونه پورې د متحده جبهه غړی و نو دوی خوشاله و خو نن خفه دی.

19
همدا جنرال دوستم د پرونه پوری د جمهور ريس کرزی سره د مسلحو قواو لوی درستيزوال او هم په تيرو انتخاباتو کی د جمهور ريس کرزی ملا وتړله او رای ورته راوړی هيڅ خبره نه وه چی د دی له برکته مارشال فهيم د دويم ځل لپاره د جمهور ريس کرزی معاون پاتی شو او ويي شوکړای چی د خپل ورور په واسط کابل بانک ديوالی کړي او د ميلينونو ډالرو مالک شو، هيڅ خبره نه وه خو نن جنرال دوستم د ډاکتر غنی سره ودريد نو دا دوی ته بد ښکاری.

20
باالاخره د ډاکتر عبدالله اود هغه دپلويانو مخالفت د جنرال دوستم يو ځای کيدل د داکتر اشرف غنی سره نه د دوستم په سابقه ده، نه د وطن په خاطر ده، نه د اسلام په خاطر ده او نه کوم بل مطلب په خاطر.

د دوی مخالفت يوازی په دی خاطر دی چی د ايران په حمايت د ډاکتر عبدالله او د هغه د پلويانو دسيسسی او توطيي شنډی شولی. درنو هيوادوالو! د پورته واقعيتونو په رڼا کی تاسی قضاوت وکړی چی د جنرال دوستم اتحاد د ډاکټر اشرف غنی سره د هيواد په ګټه دی او که نه؟

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.