pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
غندل خان
     

ډاکټر عبدالقیوم مومند


د نورو دندو او مسووليتونو ترڅنګ د يو حکومت ستره دنده او مسووليت د خپلو خلکو د ژوند او د هيواد د خاورې څخه پهٔ هره بيه دفاع ده. لهٔ هغې ورځې څخه چې امريکا زموږ پر هيواد يرغل کړي افغانان هم د بهرنيو يرغلګرو، هم د کورنيو لاسپوڅو او ملت دښمنه حکومتونو او هم د ګاونډيو هيوادونو لخوا وژل کيږي، کورونه يې ورانيږي، پهٔ خاوره يې تيری کيږي، خو د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو نهٔ يواځې دا چې د افغانانو د وژلو او پهٔ دې خاوره د تيرې کومه پوښتنه نه ده کړې، بلکې چوپتيا يې غوره کړې ده. هرکله چې حکومت د ولس د پوښتنې لاندې راشي، نو چارواکو يواځې غندنه وکړې او بس.
د هر لوی او واړهٔ ناورين پهٔ مقابل کې د افغانستان د حکومت او چارواکو لوي دريځ يواځې غندنه ده. زموږ د کوز وطن وروڼه هغې پښتون ته ګلخان وايي چې د پاکستان د حکومت او پاليسيو ملاتړ کوي او د خپلو پښتنو وروڼو د حق او پر هغوی باندې د ظلم له کبله چوپ ناست دي، د پاکستان دا ټول ظلمونه او تيري روا بولي او د پنجاب جيره خواره دي. د افغانانو د مرګ، ژوبلې او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا څخه د نه دفاع او چوپتيا له کبله زه نن د افغانستان حکومت مشر، مرستيالان، وزيران او نور چارواکي، د ولسې جرګې او مشرانو جرګې غړي او د افغانستان د پوځ مشران او مخکښ د غندل خان په نوم يادوم. د غندل خان نوم ځکه د دوی لپاره جوړ او مناسب دی چې دا ټول خلک پهٔ غندنه کې ماهران دي او نولس کلنه تجربه لري.
نولس کاله کيږي چې د پاکستان حکومت د افغانستان پر خاوره تيری کوي، بيګناه خلک وژني او د افغانستان غندل خانان يواځې پهٔ غندنه بسيا کوي. وروسته لهٔ دې چې اشرف غني واک ته ورسيد پاکستان د ډيورنډ پهٔ کرغيړنه کرښه د اغزن تار لګول پيل کړل او د پښتنو عملي بيلتون يې رامينځته کړ. داسې بريښې چې د لوی غندل خان اشرف غني موخه دې همدا وي چې پښتانه پهٔ عملي او دايمې توګه جلا کړي.
څو ورځې وړاندې پاکستان د ننګرهار ولايت د دوربابا د څڅوبي پر کنډو دروازه ولګوله. کله چې يو خبريال د يو پوځي څخه چې د سرحد د ساتنې مسوول وو، پوښتنه وکړه چې دا کار د هغوی پهٔ شتون کې څنګه وشو، نو پوځي ځواب ورکړ چې دا کار پاکستان پهٔ پټه کړی دی او کهٔ دهٔ ته حکومت امر وکړي نو له مينځه به يې يوسي. خبريال د څو تنو سيمه ايزو خلکو سره هم پهٔ دې هکله خبرې وکړي، يو کس وويل چې څلور مياشتې وړاندې او بل کس وويل چې شپږمياشتې وړاندې دا کار پيل شوی و او څو ورځې وړاندې بشپړشو. همداراز د سيمې خلک وايي چې د دوربابا د زرۍ پهٔ سيمه کې پاکستان دوه نيم کيلومتره د افغانستان خاورې ته رادننه شوی او د قيمتې ډبرو پهٔ استخراج يې لاس پورې کړی دی. دا شپږ مياشتې د افغانستان پوځيانو څهٔ کول او پهٔ کوم داسې درانه خوب ويده وو چې شپږمياشتې وخت یې ونيو چې راپاڅي. دا خلک پهٔ درواغو ويلو نهٔ شرميږي، بلکې درواغ ويل ورته يو عادت کرځيدلی دی. د دې پوځي داسې درواغو ته به د کابل خلکو دروغهای شاخدار ويل. د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمدحنيف اتمر د پاکستان دا کار وغانده. لهٔ هغهٔ څخه خو همدا تمه کيدله ځکه نوموړي د اشرف غني پهٔ امر پاکستان ته د اغزن تار د لګولو اجازه ورکړه. پهٔ کونړ کې تيره ورځ پاکستان بيا توغندي ورولي دي او پنځلس کسان يې وژلي او ټپيان کړي دي، خو د کابل غندل خانانو يواځې په غندنه بسيا وکړه او خبره خلاصه شوه.
په ملت باندې غږ کوم ترڅو چې تاسې ځانونه پخپله منظم نه کړئ، د حکومت څخه خپل حق ونهٔ غواړئ او مجبور يې نهٔ کړئ چې ستاسې د سر او مال څخه دفاع وکړي، دوی ستاسې پوښتنه نه کوي، ځکه دوی او د دوی بچي نه مري. د دوی کورونه او کروندې نه ورانيږي. هرکله چې د دوی بچي مړه شول او دوی سر او مال ته تاوان ورسيد، هغه وخت به دوی ستاسې د سر او مال ساتنه وکړي، مګر تر هغې پورې به دوی غندنې کوي او تاسې به مرئ، کورونه او کروندې به مو ورانيږي، جايدادونه به مو لهٔ مينځه ځي او د زړه پر سر به مو نوې نوې دروازې جوړيږي.
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۲۰ زيږديزکال د جولای ۱۷
 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.