pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي

     

ولي الله ملکزی

چشم بد دور، زموږ په وطن کې د جنازو او هدیرو تر څنګ نن سبا د سرو کرښو هم ښه پریماني ده. چا ته جمهوریت سره کرښه ده، چا ته امارت، چا ته د شلو کالو لاسته راوړنې او دا دی اوس حنفي او جعفري فقهې هم سرې کرښې شوې. زموږ د جغرافیا د ارواښاد معلم صیب قادر خان، تکیه کلام رایاد شو چې د هر درس په آخر کې به یې ویل: (ګل د کدو ګل دی، یو پورته کوم لاندی تری بل دی) نن په قطر کې له طالبانو سره د افغان دولت د بی بنده بی سربنده ناستو پاستو او سیاسي چنو وهلو یوه میاشت پوره شوه. د هوټل په ښایسته تالارونو او لابي ګانو کې، خبرې تردی دمه د متن په ځای په حاشیه کې روانې دي‌، خو تیره شپه په هلمند کې د کباړ بازار یو ځل بیا پرانیستل شو. په ټولنیزو رسنیو کې د هلمند د کم نصیبه ولس د ماتو کټونو، جرمني لګنونو او سولیدلو بړستنو انځورونو غومبر اچولی او د ګلالیو ماشومانو او پیغلوټو وارخطا څیرې او پلاستیکي څپلکې، لورا لور مخ مخ ته کیږي.
په دوحې کې یو له هغو پیچلو او اختلافي مسئلو چې د جرګه مارو دا برغنډ برغنډ کاروان یې په ټپه درولی، د سولې د مخالفیونو په آند، هغه د حنفي فقهې په محوري رول باندی ټینګار دی. په عین حال کې داسی ګونګسې او اټکلونه دي چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یوې زورورې کړۍ په لمسه او مرسته، په اساسي قانون کې جعفري فقهې ته د برابرې او انډولې درجې ورکولو په پار یو منظم غورځنګ پیل شویدی. د یوې غلط فهمۍ او فکري ستونزې په توګه ډیری خلک فقه، شریعت ګڼي، خو په اصل کې فقه د اسلامي شریعت توضیح او تشریح ده. فقه د سترو امامانو د اجتهاد، قیاس او له نصوصو څخه د برداشت نچوړ دی. تر څو وښایي چې دغه الهي حکم فرض دی، واجب دی، سنت دی، که مکروه او یا حرام؟
د فقهې کلمه چې د پوهې په مانا ده، د سورت توبې په ۱۲۲ مبارک آیت کې داسی راغلی ( فَلَوْ لا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ - ولی له هرې ټاکلې ډلې څخه خلک ونه وتل ترڅو په دین کې پوهه ترلاسه کړي) حنفي فقه چې موسس یې امام اعظم ابو حنیفه (رح) دی، په پنځوسم هجري قمري کال کې د عراق په کوفې کې پیدا او د اویا کلنۍ په عمر، بغداد کې وفات شویدي. د زرګونو شاګردانو له جملې څخه یې یو امام محمد بن الشیباني او دوهم یې امام ابو یوسف دی چې د ځواکمن عباسي خلیفه، هارون الرشید په واکمنۍ کې د خلافت د ټول قلمرو قاضي القضاة وو.
د عباسيانو په ۷۶۷ کلني دوره کې چې نن ورڅخه نژدی دوه څلویښت هیوادونه جوړ شویدي، حنفي فقه یې رسمي او یواځینی مذهب وو. د اثناعشري مذهب ستر امام، جعفر صادق چې د امام ابوحنیفه همزولی او دوست وو، همیشه یې د امام اعظم او د هغه د شاګرد امام ابو یوسف فتواوې په پراخه ټنډه منلې او د اهل تشیع د شپږم مذهبي امام په صفت یې هیڅکله هم جنجال او مخالفت ندی کړی.
د عثماني سلطنت په څه باندی شپږ سوه کلنې اوږدې واکمنۍ کې چې د ارطغرل څخه رانیولې تر سلطان عبد الحمید پورې غزیدلې وه، ټول شرعي احکام یې د حنفي مذهب په چوکاټ کې عملي شویدي. جوته ده چې د عثماني سلطنت لمن له کاشغر څخه رانیولی د اروپا د البانیا او حتی اتریش تر پولو رسیدلې وه. پدغې سترې او پراخې امپراتورۍ کې د شافعيانو، مالکیانو او حنبلیانو ترڅنګ اثناعشره، علویان، اسماعلیان، زیدیان، متصوفین او سلفیان هم اوسیدل،‌ ولی رسمي او دولتي نظام د حنفي فقهې په رڼا کې فیصلې کولې او هیڅ چا د حنفي فقه په وړاندی د اعتراض او مقاومت غږ ندی اوچت کړی.
همدا رنګه د هند په لویه وچه کې چې د مغلو واکمني وه، هلته هم په مسلمانانو باندی ټول شرعي احکام د حنفي مذهب په رڼا کې تطبیق کیدل. کله چې په ۱۶۵۸م کال کې اورنګ زیب د خپل پلار، شاه جهان ځای ناستې شو نو د ۴۷ تنو مشهوروعالمانو یوه ټولنه جوړه کړه چې د اتو کلونو په موده کې یې په زرګونو فتواوی راټولې کړې. د فتاوی عالمګیري په نوم دغه ستره ټولګه د حنفي فقهې د چوکاټ دننه د هند په سترې وچې کې له معاملاتو، عباداتو څخه رانیولې تر شخصي اړیکو پورې تر ننه خپل افادیت همداسی ژوندی او اغیزمن ساتلی دی. د هند، پاکستان، بنګله دیش او افغانستان تکړه مفتیان دغه عالمګیري د یوې مهمې فقهي سرچینې په ډول کاروي.
د حنفي فقهې دری واړه معتبر کتابونه، قدوري چې امام احمد القدوري په ۹۷۳م په بغداد کې لیکلې، کنز الدقائق امام احمد نسفي په۷۱۰ هجري قمري کې په دمشق کې او الهدایه چې امام برهان الدین فرغاني تالیف کړې، د پیړیو پیړیو لپاره د اسلامي امت د یو غټ اکثریت (احنافو) د شرعي احکامو په اړه د حل لارې په ګوته کړیدي. دا صحیح او پخه خبره ده چې دغه کتابونه نژدی زرکاله پخوا تدوین او تالیف شوي او د نن ورځې مسائل، عصري ځوابونه غواړي. ولي له نیکه مرغه د حنفي مذهب لمن ډیره پراخه او د اجتهاد او نوښت دروازه یې تل پرانستې پریښې ده. غوره دلیل یې د الهدایه فقهې کتاب دی چې په ۱۷۹۱م کې د یو انګریز مستشرق، چارلز هیملټن لخوا له فارسي څخه انګریزي ته ترجمه شو او د هند په لویه قاره کې پیرنګیانو له هغه څخه د مسلمانانو د دیني ارزښتونو او شخړو په حل او فصل کې استفاده کوله.
په کابل کې د حقوقو د ټولنې مرستیال،‌ عبدالسبحان مصباح د حنفي فقهې او موضوعي قوانینو په اړه وایي (له پیله تر امیر شیرعلي خان پوری، د افغانستان ټول احکام او پریکړې د حنفي فقهې په چوکاټ کې اجرا کیدلې. البته د نوموړي د واکمنۍ په مهال، بیا د امیر عبد الرحمان خان او ورپسې د غازی امان الله خان په دورو کې یو څه موضوعي مواد او بندونه ور زیات شول کوم چې د اروپا د صنعتي انقلاب د اغیز لړۍ ګڼل کیږي) مصباح زیاتوي: د جزا او معاملاتو قوانین باید د حنفي فقهې په چوکاټ کې حل او فصل شي، مګر که په شخصي احوالو کې د جعفري فقهې احکام چې دواړه خواوې د همدې مذهب اتباع و اوسي، کومه قانوني ستونزه نه ده) له بله پلوه، د امریکا د سالټ لک پوهنتون استاذ او د سباوون د اونیزې چلوونکی، ډاکټر مومند عقیده لري چې (که شریعت په واقعي ډول عملي او پلي شي حتی قانون اساسي ته اړتیا نه لیدل کیږي، ځکه هلته د هر چا حق او سرحد معلوم دی. موږ دا اجازه لرو چې د اړتیا په وخت کې د نورو فقهي مذاهبو له نظریاتو او استنباط څخه استفاده وکړو، ولی ستونزه په دی کې ده چې فقه باید د یوې سیاسي حربې او پلمې په توګه استعمال نه شي).
د شخړو حل او په ټولنه کې د عدالت رامنځ ته کول، تشه غوښتنه نده بلکې هغه یو حق او وجیبه ده. د حنفي فقهې د موثریت او افادیت بل دلیل دادی چې په نړۍ کې اسلامي‌ بینکاري تر ډیره ځایه په حنفي فقهې باندی ولاړه او روانه ده. حتی هغه هیوادونه چې په اصطلاح سلفي فکر لري، هغوئ هم دا مني چې په معاملاتو، تجارت او شخصي احوالو کې تر ټولو جامع او د پراخه فکر مذهب، همدا حنفي مذهب دی. په مصر کې هغه څوک قاضي کیږي چې یا به حنفي مذهبې وي او یا په دی مذهب کې تخصص ولري.
ولی باید په پام کې ولرو چې زموږ په ګاونډي ایران کې د هغوئ د اساسي قانون له مخې، ټول قوانین د اثناعشري فرقې په چوکاټ کې جوړیږي، ستر مذهبي مشر او ولسمشر باید د همدې مذهب پیرو وي. سنیانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې په تهران کې د کلیساوو او د یهودو د سنیګاک په شان د ځان لپاره جوماتونه جوړ کړي. تاریخ ګواه دی چې د هر جنګ په پای کې یوه خوا ګټونکې وي، خو مذهبي جنګونه هیڅکله غالب او مغلوب نه لري او بیه یې ولسونه ورکوي. خو که څوک شک لري نو د هارون الرشيد لخوا جوړ شوی عراق او د امویانو په لاس آباده شوې سوریه دی نه هیروي، چې د شیعه او سني جګړو په لمبو کې څرنګه ایره ایره او کسکر شول.
حنفي فقه د دی هیواد د غوڅ اکثریت مذهب دی، هیڅکله هم د سولې پدی کږې وږې او ازغنې لارې کې نه خنډ وه نه پیچومی. لکه څرنګه چې په افغانستان کې دوه سري حکومت نتیجه ورنکړه او د افغان ولس د هیڅ درد، درمل نه شو. له همدی امله کتونکي پدی باور دي چې په یو ملک کې په دوو مذهبونو ولاړ شرعي نظام به د ستونزو د حل په ځای، د شخړو او فاصلو لامل وګرځي.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.