pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د بلواکۍ رنګ او د خپلواکۍ قلنګ
     
ولي الله ملکزی

په هندو مذهب کې هولي هغه جشن ته ویل کیږي چې د هر توکم، جنس، ژبې او سیمې خلک د مارچ په میاشت کې یو ځل په یو ستر میدان کې سره راټولیږي. ټوله ورځ سندرې وایي، ناڅي، یارانې کوي، سترګکې وهي او په پای کې یو په بل باندی دومره رنګونه وشیندي چې د پيژندلو نه وي. خو چې ما ښام کورونو ته ستړي ستومانه ورستانه شي، نو بیا هماغه کاست او هماغه طبقاتي ژوند وي، چیرته چې برهمن له شودر سره په یو ټغر او یو د سترخوان نه شي کښیناستلای. ځکه له رنګونو جوړ ټالونه یواځي د ساتیرۍ لپاره وی، کوم چې ډیر نازکه، عاشقانه او زنګیدل پری ممکن نه وي.
بیا بیا به مو لیدلي وي، کله چې د تیز باران شیبې په کمیدو شي، نو په تورو وریځو کې د اوبو څاڅکي د لمر له شعاع سره یو ځلیدلی کمربند جوړ کړي. د آسمان په پراخې لمن کې دغې اوږدې او غزیدلې لیکې ته په افسانوي او شاعرانه ژبه کې، رنګین کمان یا ژیړه زرغونه کاسه ویل کیږي. د لمر په ډوبیدو سره، دغه له اوو رنګونو جوړه ښکلا، تری تم او د خیالونو په یوې تراشل شوې نړۍ باندی بدله شي. مینان یې په خوبونو کې ویني او شاعران ورباندی بګتۍ او چاربیتې لیکي.
د سیرلانکا، اندونیزیا او لاتیني امریکا په ساحلي ځنګلونو کې د کربوړي له خاندانه یو وړوکی حیوان دی چې په انګریزۍ کې ورته کمیلین (Chameleon ) ویل کیږي. دغه غټ سترګی حیوان چې کله ښکار ته ځان برابر کړي یا له خپله ځانه دفاع کوي، نو په دواړو حالتونو کې د سترګو په رپ کې خپل رنګ بدلوي، دښمن په غفلت کې اچوي ترڅو ځان ورڅخه بچ کړي. مګر د پوستکي دغه آبي، نارنجي او ګلابي رنګونه مازې د یو څو شیبو لپاره وي او د ټګمارې حشرې اصلي ماهیت پخپل ځای پاتې وي.
د سیاست په بې رحمې دنیاګۍ کې د محکومو ولسونو او تپل شوو دولتونو، حالت هم کټ مټ همدغسی رنګین، کاواکه او بې اختیاره وي. که څوک یې په خاورې اغزن تار تیروي، که څوک یې ځوانان سیندونو ته اچوي او که څوک یې پخپلو اوبو کې تږي ساتي، خو دوئ به چپ او لاس تر زنې لاندی ناست وي. که څوک ورله دوه سري حکومتونه جوړوي، که څوک دولتي اسرار غلا او په ګاونډیانو یې خرڅوي، که څوک له نغدو ملیونونو ډالرو سره نیول کیږي، که څوک یې د هیواد د اتلانو سپکاوی کوي، دوئ به ځان ناګاره نیسي او خپله شوله به خوري چې بی پردې نه شي. د خپلې هوا، ارادې او تصمیم واک به نلري، د بهرنیانو سترګو او خوښۍ ته به ګورې. ټولې پریکړې او غوښتنې به یې لنډ مهالې، خود ګذره او د تودو شګو د سراب په څیر وي.
که د خپلواکۍ غورځنګونو د معاصر تاریخ په پاڼو کې، د سوبو، شهامتونو او غزاګانو په هکله لیکل شوي داستانونه، خبرونه او کارنامې ولټوو، نو زیاتره یې په افغانه وینه کاږل شویدي. د شلمې پیړۍ په پیل کې د انګریزي ښکیلاک د جغرافیا او واکمنۍ ساحه دومره پلنه او سوره وره وه چې که یوې خوا کې به یې شپه وه، نو بله خوا به روڼ سهار وو. په همدغسی یو خوړین او زبیښلي پړاو کې، له نن څخه یو د پاسه سل کاله وړاندی، یو ځوان، هوډمن او د خپل ولس له نبض سره اشنا ټولواک، غازي امان الله خان د پیرنګيانو له بلواکۍ څخه د خپلواکۍ بغاوت اعلان کړ.
له هغې ورځې را نیولې تر ننه، دی ولس د خپلې آزادۍ لپاره د ملیونونو انسانانو د کوپړیو قلنګ نذرانه کړ، د نړۍ ټولو ځپل شوو ولسونو ته یې د حق غوښتنې الهام ورکړ. د آسیا او افریقا په لر او بر کې د خپلواکۍ ترانې وغږول شوې او ګام په ګام د مقاومت او شهامت شمعې بلې شوې. که لری ولاړ نه شو او یواځی د نژدی سیمې هیوادونو ته وګورو چې د قربانۍ کچه یې زموږ د قربانۍ پارسنګی هم نده، نو دوئ ډیر بختور دي. څوک اتاتورک لري، څوک خمیني، څوک ګاندي او څوک جناح لري، خو زموږ په هیواد کې ځینې معلوم الحاله کړۍ او اړخونه حتی د اعلیحضرت امان الله خان په رشادت، قیادت او اتلولۍ باندی شکمن دي.
ټولو ولیدل د زمري د میاشتې اته ویشتمه چې د خپلواکۍ ملي او تاریخي ورځ ده، په هغې ولولې او حماسې سره ونه لمانځل شوه، څومره چې په کار وه. د هیواد په اکثرو ولایتونو کې داسی نه ښکاریده چې ګوندی موږ د خپلو رښتینو اتلانو د یادونې او قدرونې سره مینه لرو، یا یې له ارزښت او هنر سره بلد یو. ولی هم د خوښۍ او هم د حیرانتیا خبره وه چې په لندن کې هغو افغان سیکانو او هندوانو په دودیزو ګډاګانو او میلو سره دغه ورځ ولمانځله، څوک چې پدی وروستیو کې هیواد پریښودلو ته اړشول. په دوبۍ کې عربو شیخانو د دوستۍ او پیوستون په عنوان، د نړۍ تر ټولو اوچت بلډنګ، برج الخلیفه د افغانستان د ملي بیرغ په دریو رنګونو باندی ټوله شپه روښانه او ځلانده وساته.
ټول منو چې عمري خلافت بیرته نه را ګرځي. د حضرت پیغمبر (ص) دوهم خلیفه په مصر کې د خپل والي، عمرو بن العاص د ځوئ د وهلو امر پدی خاطر ورکړی وو چې د یو غریب قبطي د ځوئ انتقام تری واخلي. د ټولنیز عدالت په پار د عمر فاروق دا خبره اوس هم د کاڼي کرښه ده چې: (متى استعبدتم الناس وقد ولدتهم أمهاتهم أحرارا - له کله راهیسی مو د خلکو د غلام کولو هڅې پیل کړې، په داسی حال کې چې دوئ خپلو میندو خپلواک او آزاد زیږولي دي)؟
خپلواک سیاسي نظامونه د همدغه اصل په پام کې نیولو سره، طبیعي زیرمې، دولتي منصبونه او مادي امتیازات د ټولنې د ټولو وګړو ترمنځ په مساوي او برابره توګه ویشي. دا چې عقیده او عقده هیڅکله په ګډه سره مزل نه شي کولائ، نو له همدی امله د رعیت حقوق باید د ژبې، سمت او سیاسي وفادارۍ په تله کې ونه تلل شي، بلکې د پوهې، اهلیت او کفایت له مخې وویشل شي. د ولس او واکمن ترمنځ واټن، باید د درناوي په مزبوت مزی تړل شوی وي. ځکه خپلواکي همدا ده چې یو انسان د دی وس ولري چې په خپله خوښه، د خپلې ارادې او باور په رڼا کې تصمیم ونیسي او د چا فشار، زور او نظر ورباندی ونه تپل شي. د حقوقو او سیاست پوهان د خپلواکۍ بل تعریف داسی کوي: په یوې ټاکلې جغرافیي کې چې څلور خواوې یې معلومې وي، د وضع شوو قوانینو په چوکاټ کې دننه، د وینا، تصمیم او عمل واک درلودل، خپلواکي بلل کیږي.
موږ افغانان، د یو ولس په توګه به هله د سیالانو سیال شو چې سیاسي آزادي ولرو او خپل واکمنان په خپله خوښه وټاکو. موږ به هله شمله ور او مټه ور ولس وګڼل شو کله چې د خپلو سرچینو مالکان او اقتصادي پلانونه پخپل لاس د خپلو اړتیاوو له مخې جوړ او پخپلو لاسونو پلي کړو. موږ به هغه مهال رښتیني خپلواک شو، کله چې زموږ ځوانان د ټوپک په ځای قلم په لاس کې ونیسي او د وینو د سور رنګ په ځای د مشواڼۍ تور رنګ ته ترجیح ورکړي. میرمنې د دی ټولنې مساوي او نیمه برخه وګڼل شي، د انحصار ځای ملي مشارکت او د افراط  ځاي د اعتدال په برخه شي.
موږ به هغه مهال یو غښتلی، منلی او پیاوړی هیواد شو کله چې شیعه، سني، طالب، مجاهد، ډیموکراټ، سوسیالست، نشنلست، دینداره، بی دینه، مذهبي، بی مذهبه، شرق پالی، غرب زده، ازبک، تاجک، هزاره، ترکمن، پشه یي، پښتون او نور قومونه، په ګډه او د زړه له تل څخه دا یوه ناره، په یو غږ زمزمه کړو چې:
یو الله، یو هیواد ، یو افغان

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.