pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 

"اسلامي دولت" په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

داود اعظمي - بی بی سی
لندن

په افغانستان کې له داعش سره تړلي بريدونه ډېر شوي دي. د بي بي سي داود اعظمي دا څېړي چې دې اورپکې ډلې په دې جنګ ځپلي هېواد او پراخه سيمه کې څه ډول خطر پېښ کړی دی.
داعش څومره سيمه ولکه کړې ده؟
داعش يا "اسلامي دولت" ډلې د ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ په مياشت کې د خراسان په نامه د خپل دولت ښاخ د جوړولو اعلان وکړی چې د افغانستان او شاوخوا سيمې يو زوړ نوم دی.
دا لومړی ځل و چې اسلامي دولت ډلې له عربي نړۍ څخه بهر په رسمي توګه کومې بلې سيمې ته ځان وغځوي.
دا ډله په يو څو اوونيو کې د ننه د هلمند، زابل، فراه، لوګر، او ننګرهار په ګډون د افغانستان په لږ ترلږه پنځو ولايتونو کې راڅرګنده شوه او هڅه يې وکړه چې ځينې ځايونه ونيسي او له هغو ځايونو نورو سيمو ته خپل کنټرول وغځوي.
داعش هغه لومړنۍ لويه اورپکې ډله وه چې په ځايي جګړه کې يې د افغان طالبانو برلاسی مخامخ چلېنج کړی.
داعش غوښتل چې د افغان طالبانو جنګيالي له دې سيمې وباسي او دا هيله يې هم درلوده چې د طالبانو ملګرې ډله، القاعده له افغانستان او پاکستان څخه وباسي، يا يې جنګيالي خپل ځان ته راواړوي.
خو له جګړې ستړو اورپکو د جنګي روحيې د پياوړتيا د هڅو سره سره اسلامي دولت ډله پر دې و نه توانېده چې په افغانستان کې له خپلې تمې سره سم يو پراخ سياسي مرکزيت او د ځايي خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. د دې پرخلاف دې ډلې د افغان طالبانو په ګډون نژدې هرڅوک د ځان دښمنان کړل.
اسلامي دولت ډله د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نيمايي کې وتوانېده چې په ختيځ ننګرهار ولايت کې يو شمېر سيمې ونيسي.
ننګرهار په اصل کې د دوو سببونو پر بنسټ په عملي توګه په سيمه کې د اسلامی دولت ډلې "پلازمېنه" يا مرکز جوړ شو. يو خو دغه ولايت قبايلي سيموته څېرمه دی او د "اسلامي دولت" د خراسان د ډلې جګپوړي مشران د همدې سيمو دي. او بل دلته د ځينو داسې خلکو موجوديت چې د "اسلامي دولت" غوندې سلفي/ وهابي عقيده لري.
خو د افغان طالبانو جګړو او د افغان او ناټو/ امریکايي پوځيانو د عملياتو له کبله د افغانستان په سويل (جنوب) او لوېديځ (غرب) کې د اسلامی دولت ډله تر ډېره له منځه وړل شوې ده.
دې ډلې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان په ختيځ کې هم تر خپل لاس لاندې څه سيمه بايللې ده خو لا اوس هم د ننګرهار او کونړ ولايتونو پر ځينو سيمو کنټرول لري چې هلته بريدونه پلانوي او جنګيالي روزي. رپورټونه ښيي چې په زابل، غزني او ځينو شمالي ولايتونو کې هم د "اسلامی دولت" ډلې ځالې شته.
د "اسلامي دولت د خراسان څانګه" څومره جنګيالي لري؟
په افغانستان کې له راټوکېدو راهيسې د اسلامی دولت ډلې يا داعش په سلګونو وسله وال د امريکا په هوايي بريدونو او افغان ځواکونو په مځکنيو عملياتو کې وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ له طالبانو سره جنګونو کې يې هم څوسوه جنګيالي بايللي دي.
د داعش د افغانستان او پاکستان د څانګې شاوخوا ۱۲ جګپوړي مشران په افغانستان کې تر ډېره د امریکا د بې پيلوټه الوتکو (بزبزکو) په بريدونو کې وژل شوی دي. په وژل شوو مشرانو کې يې په دې سيمه کې، د داعش ډلې بنسټ اېښودونکی مشر حافظ سعيد خان، چې د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان و، او د هغه مرستيالان هم راځي.
په افغانستان کې دننه د اسلامي دولت ډلې د وسله والو د شمېر په اړه بېل اټکلونه شوي دي چې د ۱۰۰۰ او ۵۰۰۰ زرو په منځ کې ښوول کېږي.
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن اټکل کوي چې اسلامي دولت ډله په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰پورې وسله وال لري- دی وايي چې د تېر شاوخوا يوه کال پر مهال پوځي عملیاتو کې د دوی شمېر له شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو څخه نيمايي ته راټيټ شوی دی.
نوموړی زياتوی چې د داعش ۷۰ فيصده وسله وال پخوا د پاکستان د طالبانو د تحريک غړي ول چې ځينې يې په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ تر عملياتو وروسته افغانستان ته واوښتل. خو افغان چارواکي بيا ټينګار کوي چې په افغانستان کې د داعش ۸۰ فيصده غړي پاکستانيان دي.
دوی وايي چې پاته نور غړي يې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ (IMU)، چې د مرکزي اسيا پر هېوادونو متمرکزه ډله ده او همدا راز هغه کسان دي چې د افغان طالبانو برخه وه او یا هم نوي ګومارل شوي اورپکي دي.
اسلامي دولت ډله څه ټاکټيکونه لري؟
د "اسلامي دولت" د خراسان نومې څانګه، تر خپلې ولکې لاندې سيمو تر بايللو وروسته په منځني ختيځ کې د خپلو ملګرو چلند خپلوي او د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د سړک د غاړې د ماينونو د کارولو په څېر يې ګوريلايي يا چريکي ټاکټيکونه خپل کړي دي.
دغې ډلې په افغانستان کې د اوسنيو ځينو تر ټولو خونړيو بريدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده چې يو شمېر يې په کابل کې ول.
د ۲۰۱۶ کال د جولای په مياشت کې په کابل کې پر يوه لاريون بريد شاوخوا ۸۰ کسان ووژل- تر دې درې مياشتې وروسته بيا هم په کابل کې د عاشورا د مذهبي مراسمو پر مهال دې ته ورته دوو بريدونو د شاوخوا ۳۰ کسانو ژوند واخيستی. د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې بيا په کابل کې په يوه جومات (مسجد) کې برید څه باندې ۳۰ کسان ووژل د دغو ټولو بريدونو هدف شيعه مسلمانان ول.
اسلامي دولت ډلې د افغانستان په نورو سيمو کې هم د بريدونو مسوليت منلی او د قومي مشرانو او هغو ديني عالمانو چې د دې ډلې د عقيدې او ظالمانه ټاکټيکونو خلاف ول، په ګډون يې ملکی خلک وژلي دي.
د "اسلامي دولت" د خراسان څانګې، د منځني ختيځ د خپلو ملګرو په څېر، ان د سيمې خونړيو معيارونو ته په کتو، تشدد او جګړه نوو کچو ته ورسوله.
که القاعدې د افغانستان او پاکستان سيمې ته د ځانمرګو بريدونو دود راوستی، اسلامي دولت ډلې بيا نوي او نور سخت ټاکټيکونه راوړل.
د ۲۰۱۵ کال د اګست په مياشت کې خپره شوې د اسلامي دولت ډلې يوه ويډيو د دې ټاکټيکونو يوه بدنامه بېلګه ده چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې لس قومي مشران ښيي چې سترګې يې ورتړلې او په زوره يې له چاودېدونکو موادو ډکو غارونو باندې کښېنوي- دوی وروسته په دې ډول چاودونو کې والوزول شول چې د بدنونو ټوټې يې په هوا کې پورته شوې.
د سرونو پرې کول او د ښځو او کوچنيانو تښتول د دې ډلې نور ټاکټيکونه دي.
د دې تر څنګ د هوا پر څپو او انټرنېټ، "د اسلامي دولت" تبليغات (پروپاګند) په پياوړي توګه روان دي. دغه ډله د فېسبوک او ټوېټر يو شمېر پاڼې لري او په ننګرهار ولايت کې د ۲۰۱۵ م کال د ډسبمر د مياشتې راهيسې، پر يوه اېف اېم ( FM)راډيو خپرونې کوي.
د خلافت په نامه دغه راډيو په ننګرهار او کونړ ولايتونو او همدا راز د پاکستان په څېرمه سيمو کې اورېدل کېدای شي. دا راډيو سټېشن يو ځل يوې امريکایي الوتکې وويشتی خو په يو څو اوونيو کې يې دننه خپرونې بېرته پېل کړې.
"اسلامي دولت" ډله ولې شيعه ګان په نښه کوي؟
اسلامی دولت ډلې په پاکستان کې هم بريدونه کړي چې هلته د ځينو شيعه ضد فرقه ييزو ډلو ملاتړ ورسره دی.
په پاکستان کې هغه لومړی بريد چې اسلامي دولت ډلې يې پړه پر غاړه واخيسته، د ۲۰۱۵ کال د مې په مياشت کې د هېواد په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې و چې کله پر يوه بس باندې بريد کې شاوخوا ۴۰ شيعه لږکي (اقليت) ووژل شول.
د دې کال د فبروري پر ۱۶ اسلامي دولت ډلې د سيند ايالت په سېهون کې د صوفي لعل شهباز قلندر پر زيارت يو بريد وکړی پوليس وايي چې په دې کې ۹۰ کسان ووژل شول.
په افغانستان کې له تېرو نژدې څلورو لسيزو راهيسې جنګ روان دی خو د نورو سيمه ييزو هېوادونو پرخلاف دغه هېواد له فرقه ييز تشدد څخه خوندي پاته شوی.
اسلامي دولت ډله لکه څرنګه چې يې په سوريې او عراق کې هڅه وکړه، غواړي چې په افغانستان کې روان تاوتريخوالی، د سني اکثريت او شيعه اقليت تر منځ په يوه فرقه ييز جنګ واړوي.
اسلامی دولت ډله چې د سني اسلام د يوه ډېر سخت تعبير لاروي کوي، شيعه ګان مسلمانان نه ګڼي.
که څه هم اسلامي دولت ډلې خپل ډېر سني مخالفين هم وژلي دي، خو په خپلو يو شمېر بريدونو کې يې په څرګند ډول فرقه ييز هدفونه درلودل.
په کابل کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په مياشت کې د شيعه ګانو پر يوه لاريون بريد ته د جواز پيداکولو په لړ کې اسلامي دولت ډلې وويل چې دا د هغو افغان شيعه هزاره ګانو د فعاليتونو يو غچ اخيستونکی يا انتقامي بريد و چې د ايران له لارې سوريې ته تللي او هلته د سوريې د ولسمشر بشار الاسد، چې يو علوي شيعه دی، په ملاتړ کې د "اسلامي دولت" پر ضد جنګېږي.
په افغانستان کې د "اسلامي دولت" ډلې له خوا پر شيعه ګانو بريدونه په هېواد کې جګړه په خطرناکه ډول نوره پېچلې کوي.
سيمه ييز هېوادونه "اسلامي دولت" ډلې ته په څه نظر ګوري؟
په افغانستان او پاکستان کې د "اسلامي دولت" ډلې راتونکې له ډېرو اړخونو په دې پورې تړلی چې په سوريه او عراق کې به يې برخليک څه وي.
افغان او لوېديځ چارواکي تاييدوي چې د خراسان په نامه دغه ډله يې په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" له مرکزي مشرتابه سره تماسونه (رابطې) او مالي اړيکي لري. دغه ډله د سويلي او مرکزي اسيا په هېوادونو کې د "اسلامی دولت" له وړو څانګو سره هم تماسونه لري.
د "اسلامي دولت" د خراسان نومې څانګه تراوسه پر دې نه ده توانېدلې چې له افغانستان او پاکستان څخه بهر بريدونه وکړي، خو يو شمېر خواخوږي لري.
د دې ترڅنګ د سويلي اسيا او مرکزي اسيا نهو هېوادونو افغانستان، بنګله دېش، هندوستان، قزاقستان، قرغيزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان څخه په زرګونو رضاکاران سوريې او عراق ته تللي چې "اسلامی دولت" ډلې لپاره وجنګېږي.
هلته د دې کسانو جګړه ييزه روزنه او سخت دريځه عقیدوي تربيت شوی دی.
د دغو اورپکو راستنېدنه به يو نوی خطر پېښ کړي او په سيمه کې به ښايي د اسلامي دولت ډلې اوسنی تشکيل او جوړښت پیاوړی کړي.
دغه پرمختګونه د افغانستان شخړه نوره پېچلې کوي او د سيمې ثبات او امنيت ته اوږد مهالی خطر پېښوي.
د روسيې، چين او ايران په څېر د سيمې هېوادونه د هغه خطر په اړه اندېښنه لري چې اسلامي دولت ډله يې د دوی کورني امنيت ته پېښوي.
دغو هېوادونو له افغان طالبانو سره تماسونه ټينګ کړي چې په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره جنګېږي او غواړي چې له دې لارې د امکاني خطر چاره وکړي.
د سيمې هېوادونو خپل منځي بې باوري په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره يوې اجماع ته د رسېدو په مخکې خنډ ده

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.