pxl
bismellah

pixl

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او پښتو


Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us
About Us

Condemnation Statement
PTM-USA
Manzoor Pashteen: The young tribesman rattling Pakistan's army
When the man with the red cap speaks, thousands of Pashtuns listen
The Miranshah Jalsa
Abdul Qayum Mohmand, PhD
“Afghanistan – As Only Love Could Hurt”
Notes From A Broken Land
The Costs of War Taking Afghanistan as a Case Study
Full Report (PDF)
The Wrong Enemy in Afghanistan
Pashtun elders seek world’s help to banish terror
IS Taking New Strategy in Afghanistan

The Great Game Reconstructed
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Security and Peace In Afghanistan Before and After 2014
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Some Thoughts on Islamic Economics
Professor M. Siddieq Noorzoy
Relocate United Nations To Jerusalam To Harmonize Civilizations
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
The Nature of Statistical Data About The Afghan Economy and Their Problems
The Great Dangerous Game Revisit Afghanistan
THE PROSPECTS FOR ECONOMIC DEVELOPMENT IN AFGHANISTAN
An Open Letter to President Donald Trump Attending UN Meetings in New York
Abdul Haq: the Afghan commander who could have led to peace.

Election News News

pixl
۱۴۰۱ لمريز کال
د
څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

 
خبرونه
سرپاڼه
کرزي په ټاکنيز کمپاين کې ٨٥ ميليون افغانۍ لګولې
غزل اکمل بي بي سی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون رسنيو ته د ولسمشرۍ لپاره د ٨ هغوکانديدانو نومونه په ډاگه کړي چې د خپلو مالي لگښتونو په اړه يې کميسيون ته رپوټ نه دى ورکړى او دغه کانديدان يې د ټاکنو په اړه د شکايتونو د اورېدو کميسيون ته ورپېژندلي دي .

د دغه کميسيون چارواکي وايي د يوې مياشتې کمپاين په دويمه نيمايي کې ٣٣ نوماندانو د خپلو مالي لگښتونو رپوټونه دوى ته سپارلي، خو اتو کانديدانو د خپلو مالي لگښتونو رپوټونه دوى ته نه دي ورکړي .
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د تگلارې له مخې د ولسمشرۍ لپاره کانديدان مکلف دي چې په هرو ١٥ ورځو کې يو ځل دغه کميسيون ته خپل مالي رپوټ ورکړي .

په همدې حال کې د دغه کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي بي بي سي ته وويل چې د ټاکنو په اړه د شکايتونو د اوريدلو کميسيون کولاى شي هغو کانديانو ته چې د ټاکنو له قانونه سرغړونه کوي گواښنه ورکړي او پرې نقدي جريمه هم ولگوي او وروسته يې نومونه د کاندياندانو له نوملړه وباسي .

د ښاغلي بارکزي په وينا هغه کانديدان چې کميسيون ته د خپلو مالي لگښتونو د رپوټ له ورکولو ډډه کوي دده په ونيا کېداى شي چى يوه څه پټ کړي چى دا په خپله له قانونه سرغړونه شمېرل کېږي .
بشير بيژن ، عبدالحسيب آرين ، عبدالغفور زوری، گل احمد يما، محمد نصير انيس ، عبدالحميد صميم ، غلام محمد ريگي او نصرالله ارسلايي هغه کانديدان دي چى کميسيون ته يې د خپلو مالي لگښتونو په اړه رپوټ نه دى ورکړى .
خو په دغو نوماندانو کې عبدالحسيب آرين وايي د خپلو مالي لگښتونو په اړه يې رپوټ کميسيون ته ورکړى او په دغه نوملړ کې د هغه نوم په تېروتنې سره ثبت شوى دى .
بل نوماند عبدالحميد صميم وايي په ټاکنيزو منډو ترړو کې د بوختيا له امله په دې نه دى توانېدلى چې خپل مالي رپوټ کميسيون ته ورکړي .

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون په وېبپاڼه کې د يوې مياشتې کمپاين په دويمه نيمايي کې د ٣٣ کانديدانو مالي لگښتونه خپاره شوي دي .

په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېر لگښت د حامد کرزي دى چې له ٨٥ ميليونو ډېرې افغانۍ يې لگولي دي، په دوهم کتار کې سيد جلال د ٣٧ ميليونو افغانيو، په درېيم کې محمد ياسين ساپی له ٢٦ ميليونو ډېرو افغانيو په لگولو او له هغه وروسته هدايت امين ارسلا ، فروزان فنا ، اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله په هغو ٤١ نوماندانو کې راځي چې په کمپاينونو کې يې ډېرې پيسې لگولې دي .


سرپاڼه
ملي دیموکراتې جبهې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ
ازادي راډیو

د افغانستان جمهوري رياست ته د كانديدانو د كمپاينونو او د هغوي د پلويانو د غونډو په لړ كې، د افغانستان ملي دموكراتې جبهې د دوشنبې په ورځ په كابل كې د كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

د افغانستان د ملي دموكراتې جبهې ريس ډاكتر كبير رنجبر وويل، دوى د جمهوري رياست د ټولو كانديدانو كاري پلانونه په غور سره څيړلي او دا نتيجه يې ترلاسه كړې ده چې، ډاكتر احمدزي، د هېواد سولې، ثبات او پرمختګ ته غوره پلانونه ترتيب كړي، دهمدې له امله يې ملاتړ كوو، ښاغلي رنجبر وويل:

"موږ ډير فكروكړ، درې مياشتې مو دا موضوع په خپلو منځو كې وڅيړله او بالاخره په جبهه كې ټول سياسي ګوندونه په دې سلا شو، چې له ډاكتر احمدزي څخه ملاتړ وكړو."

د افغانستان ملي دموكراته جبهه له اتو سياسي ګوندونو څخه جوړه ده او د دې ګوندونو مشرانو هريو په خپل وار سره د ډاكتر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان كړ.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته اشرف غني احمدزى هم راغى، ده غونډې ته وينا وكړه او د اوسني حكومت پاليسي يې ناكامې وبللې.

ده زياته كړه، د افغانستان د ملي دموكراتې جبهي ملاتړ، دى نورهم وهڅاوه چې خپله انتخاباتي مبارزه لا پراخه او ګړندۍ كړي.

"زما خويندو، وروڼو اوځوانانو! تاسې نن زه له يو فرد څخه په يوه حركت بدل كړم.

په حركت كې فرد له خپل اختيار څخه وځي او يوې ژمنې ته متعهد كيږي. او په تېره هغې جبهې ته چې بنسټ يې په دموكراسۍ ايښودل شوى وي او د دې معنى داده چې هيڅ ډول معاملې ته حاضر نه يو."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتى شوراګانو انتخاباتي مبارزې د جوزا د مياشتې په شپږويشتمه نيټه پيل شوې او د اسد د مياشتې تر شپږويشتمې به دوام وكړي .

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابا تو د اسد په نهه ويشتمه نيټه ټاكلى ده.


سرپاڼه
په پاكستان كې سلګونو افغان كډوالو له ډاكټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ
خبرونه

پاكستان مېشتو سلګونو افغان كډوالوو تېره ورځ د يوې لويې غونډې پرمهال له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. د غونډې يو تن ګډونوال وويل: ”كه اشرف غني په دې ټاكنو كې بريالى شي، نو د لېږد او كډوالۍ بهير به ورسره ودرېږي او هېواد ته د ستنېدو هيلې به مو تاندې شي . نوموړى هغه يواځينى كس دى چې كولى شي چې هېواد او ولس ته سوله او نېكمرغي راولي.“
د غونډې ګډونوالو پر ټولو هېوادوالو له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ اعلانولو غږ وكړ، څو د نوموړي د برياليتوب پرمهال يو پرمختللى، سوكاله، هوسا او بسيا افغانستان ولرو.
دغو ګډونوالو هيله څرګنده كړه چې د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په برياليتوب سره به د بدمرغيو، ناكراريو او فساد توره كمپله ټوله شي.
ډاكټر اشرف غني احمدزى هغه يواځينى كانديد دى چې د هېواد او ولس د سوكالۍ لپاره ځانګړي او عملي پلانونه لري. په ټول هېواد كې د برېښنا او د څښاك اوبو اسانتيا برابرول د ښاغلي ډاكټراشرف غني په لومړيتوبونو كې دي.
اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې نوره په هېواد كې د يوه عادلانه نظام په رامنځته كولو سره بې عدالتيو ته د پاى ټكى كېښودل شي.


سرپاڼه
اطلاعات او کلتور وزارت ٤ وېبپانې بندې کړې
مصطفى سالک بي بي سی
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د څلورو داسې انټرنېټ پاڼو د تړلو حکم يې کړى دى چې د ولسمشر حامد کرزي په نامه جوړې شوې دي، خو په منځپانگه کې يې د نوموړي سپکاوى شوى دى .

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې گواکې د حامد کرزي د کمپاين دفتر ورته په دې برخه کې شکايت کړى و، خو دوى هم په دې برخه کې ځانگړې پلټنه کړې ده ، خو د ښاغلي کرزي د کمپاين دفتر وايي چې شکايت حکومت کړى دى خو دوى يې هم ملاتړ کوي .

دا په افغانستان کې لومړى ځل دى چې په رسمي ډول د ځينو وېبپاڼو د تړل کېدو حکم کېږي .

له دغو پاڼو څخه په يوه کې د ولسمشر حمد کرزي داسې انځور خپور شوى دى چې په ٢٠٠١ کال کې په ارزگان کې د ځانگړو امريکايي سرتېرو په منځ کې ولاړ دى، تر عکس لاندې په سره رنگ ليکلي دي چې ايا ښاغلى کرزى يو گوډاگى نه دى .
د ښاغلي کرزي د کمپاين دفتر وايي چې په ځينو پاڼو کې لوڅ عکسونه او فلمونه هم خپاره شوي دي .
يوه بله پاڼه چې د ولسمشر حامد کرزي په نوم جوړه شوې ده يوه سوداگريزه پاڼه ده چې له افغانستانه بهر د پېر او پلور اسانتياوې برابروي .

په دې برخه کې يوه پاڼه د اطلاعاتو او کلتور د وزير کريم خرم په نامه هم جعل شوې ده .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د سر غړونې د جرگگۍ غړى عبد الشکور دادرس وايي چې په دغو پاڼو کې د يوه شخصيت په شخصي حريم تېرى شوى دى ځکه يې د مخابراتو وزارت ته ددغو پاڼو د تړلوپه برخه کې رسمي يادښت استولى دى :

((دغه وېبسايټونه چې د افرادو او اشخاصو په شخصي ادرسو ترتيب شوي وو، نه يوازې د دوی پر معنوي حقونو تېری بلکې د دوی او يا د دوی له ادرسونو نه د نورو پرضد نشرات کېدل . ))
ښاغلى دادرس وايي چې د دغو پاڼو موندل تر يوه ځايه د دوى د خيلو پلټنو پايله ده، خو د ولسمشر حامد کرزي د کمپاين دفتر هم ورته شکايت کړى و .
د ولسمشر حامد کرزي د ټاکنيزو منډ ترړو ددفتر مشر وحيد عمر بيا وايي شکايت حکومت کړى دى خو دا ددوى دزړه خبره هم ده :

((تر کومه حده چې د سايټونو د تړلو په اړه د حکومت له خوا کوم ګامونه اخيستل شوي، موږ يې ملاتړو کوو، خبره په دې کې ده، چې دغه وېبسايټونه د کرزي صاحب په نوم د افغانستان د ولسمشر تر نامه لاندې جوړ شوي، ان موږ دا سې شکونه هم لرو، چې دا به د وسله والو مخالفينو له خوا جوړ شوي وي . ))

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغو پاڼو د تړلو په اړه يې د مخابراتو وزارت ته رسمي پاڼه استولې ده، خو د مخابراتو وزارت په دې اړه د ناخبرۍ څرگندونه کوي .
په نړۍ کې د انټرنېټ سرچينو داسې اسانتياوې برابرې کړې دي، چې هر ماهر کس د هر چا په نوم او ادرس وېبپاڼه جوړولی شي .
د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د ټاکنيزو تبليغاتو په موخه نوماندان د خلکو د پام ورماتولو په موخه له ويبپاڼو نه هم گټه اخلي، او ډېرو خو يې په دې موخه ځانگړې ويبپاڼې هم جوړې کړي دي خو دا لومړى ځل دى چې په څرگنده له يوه نامعلوم لوري نه د يوه کانديد په وړاندې دغه راز تبليغات کېږي .

سرپاڼه
د افغان ملت ګوند یوه هیات د ډاکټر غني سره وکتل
دربار بینوا ویب پاڼه

ووړمه ورځ د افغان ملت ګوند یوه هیات د ګوند د موسس غړي او افتخاري ریس ډاکټر محمد امین واکمن په مشرۍ د ولسمشرۍ له پیاوړي کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.
په لیدنه کې د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې اترې وشوې. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي واکمن ښاغلي غني ته ډاډ ورکړ چې د افغان ملت ګوند غړي په سلو کې تر ۹۰ زیات د هغه د کاندیدېدا ننګه کوي او په ټول هېواد کې هر چېرته چې یې د نفوذ ساحه ده، د ښاغلي غني له پاره په کار بوخت دي.
ښاغلي غني له ښاغلي واکمن او ورسره هیات نه مننه وکړه. هغه وویل چې ده د یوه با ثباته، باوقاره او پر ځان متکي افغانستان د جوړېدا له پاره د هېواد مشرتابه ته ځان کاندید کړی، تردې پورته بله آرزو نه لري.
ښاغلي غني خپله هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې دی به د هېواد پر منافعو له هیچا سره هېڅ ډول معامله نه کوي.

سرپاڼه
د عبدالله د ملاتړ غونډه کې د پيسو وېش او لانجه
بي بي سی الياس وحدت

په خوست ولايت کې دولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله په ملاتړ جوړه شوې غونډه د پيسو پر سر په شخړې پای ته ورسېده .

دغونډې يو شمېر برخوالو بي بي سي ته وويل چې دښاغلي عبدالله دکمپاين دچارواکو له لوري په ځينو کسانو باندې پيسې ووېشل شوې چې پاتې کسانو يې په غبرګون کې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ او دغونډې له تالاره يې له وتلو څخه نټه وکړه .

دغونډې ډيرى برخوالو ميرمنو ويل چې له دوی سره دپيسو ژمنه شوې وه خو اوس ددوی برخه پيسې نورو کسانو اخيستې دي .

د فريد په نوم يوه ګډونوال بي بي سي ته وويل چې کمپاين کوونکي ورته په ټېلېفون د پيسو وركولو ژمنه وركړې وه، خو پوره يې نه كړه.

خو هغو کسانو چې پيسې يې اخيستې ويل چې دا يې دخلکو د راټولولو په بدل کې اخيستې دي .

که څه هم په خوست کې د ښاغلي عبدالله د ټاكنيز کمپاين مشرپه دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو دده دفتر يوه بل چارواکي وويل چې ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې پر خلکو يې وويشي .

دغې غونډې ته دمېرمنو په ګډون ددغه ولايت شاوخوا درې سوه کسان راغلي وو .

دا مهال په افغانستان کې دکانديدانو دملاتړ په غونډو کې دپيسو وېش په يوه دود بدل شوی د ی .

تر دې وړاندې په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ديو شمېر کانديدانو په ملاتړو جوړوشويو غونډو کې پيسې وېشل شوې دي .

کانديدان په دې موخه پيسې وېشي چې له يوې خوا يې غونډې لويې اوله بلې خوا په دې توګه دخلکو رايې خپلې کړې .

له بلې خوا ډېری هغه کسان هم چې دغسې غونډو ته ورځي وايي چې اصلي موخه يې د پيسو تر لاسه کول دي


"د کرزي مخالفین له خطرناکو مشکلاتو سره مخامخ دي"

د امریکا غږ
واشنگټن پوسټ لیکي، په داسې حال کې چې د هلمند په ولایت کې امریکايي قواوو پراخ عملیات پیل کړي دي، خو په دغه ملک کې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو مبارزې چې د هیواد په شمالي او ختیځو نسبتا آرامو سیمو کې کیږي، داسې ښکاري چې بیخې په بلې دنیا کې دي.

دغه کاندیدان غونډو ته د خبرو پر وخت او یا له قومي مشرانو سره په لیدنو کتنو کې چندان د هغه افراطیت او ناارامیو یادونه نه کوي چې نړیوال څیړونکي وېره لري چې کیدای شي د اسد د ٢٩ انتخابات گډوډ کړي.

واشنگټن پوسټ لیکي، خو ددې پر ځای، کاندیدان کوښښ کوي په داسې مسایلو کې ځان مصروف کړي چې فکر کوي له امله یې خلک ځان ته راجذبولای شي. دوی د خارجي قواوو په عملیاتو کې ملکي تلفات غندي او له طالبانو سره د مصالحې او مذاکراتو خبره کوي. دوی په حکومت کې د اداري فساد په موجود انتقاد کوي، د ملک پخوانۍ بریاوې او افتخارات ساتي او په وار وار دا یادوي چې د پخوانیو ملي راهبرانو سره تړاو لري.

ورځپاڼې د یوه کاندید ډاکتر عبدالله له خولې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په ننگرهار کې د خپل انتخاباتي کمپاین پر وخت خبرې کولې، دی وايي: "ما وغوښتل چې دلته خپل کمپاین پیل کړم، ځکه چې له همدې ځای نه مقدس جهاد شروع شوی و. زه غواړم چې د مجاهدینو د عزت او آبرو لپاره مبارزه وکړم. زه غواړم داسې یو افغانستان جوړ کړم چې له خارجي قواوو پرته د ځان دفاع وکولای شي".

واشنگټن پوسټ لیکي، د ډاکتر عبدالله د خبرو اورېدو ته ناست خلک د یوه پخواني جهادي قومندان له خوا چې دا وخت د ولایتي شورا غړی دی، راټول شوي وو. ډاکتر عبدالله وروسته په یوې حکومتي هلیکوپتر کې کابل ته پرواز وکړ. راټولو شویو ځینو خلکو ویل، تر اوسه نه پوهیږي چې چا ته رایه ورکړي خو اکثرو ویل چې د جمهور رئیس کرزي له دورې نه خسته شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، ۴٨ کلن غلام سخي یو قومي مشر دی او وايي: "موږ کرزي ته یو چانس ورکړ. خو هغه خلکو ته خدمت ونکړ. هغه کمزوری دی او په حکومت کې یې اداري فساد موجود دی". ورځپاڼې د زمان الحق په نامه د یوه بل کس له خولې لیکلي: "د کرزي حکومت زموږ نه وسله واخیسته خو کار یې راته پیدا نکړ. نن ورځ یوازې هغه کسان ځانته وظیفه پیدا کولای شي چې له مافیا سره لاس ولري. له دیرش کلونو جنگ وروسته دا وخت موږ یوه قوي او ریښتیني مشر ته ضرورت لرو".

واشنگټن پوسټ لیکي، د عامه افکارو احصایې ښيي چې جمهور رئیس کرزی په آینده انتخاباتو کې گټونکی دی. ورځپاڼه لیکي، ددې لپاره چې خپل دریځ نور هم پوخ کړي، کرزي له یو شمیر قوي قومي مشرانو، تجارانو او جهادي قومندانانو سره له انتخاباتو وړاندې معاملې کړي دي چې په دې کې ځینې داسې خلک هم شامل دي چې په خلکو کې چندان ښه نوم نلري خو دا وخت یې د ډیرو خلکو رایې په لاس کې دي.

ورځپاڼه لیکي، جمهوري ریاست ته د ولاړو ۴١ کاندیدانو په کتار کې یوازې د ډاکتر عبدالله چې مخکې خارجه وزیر وو او د مالیې د پخواني وزیر اشرف غني په باب فکر کیږي چې تر یوې اندازې د کرزي سره سیالي کولای شي خو د نورو په باب فکر کیږي چې کیدای شي له مبارزې تر شا شي او یا ددغو درې کاندیدانو له جملې نه د یوه ملاتړ وکړي. کرزی کولای شي له ارگ نه چې امنیت یې نیول شوی په کافي اندازه تلویزیوني پیغامونه خپاره کړي خو د نورو کاندیدانو لپاره دا مشکل کار دی چې د ملک لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي او خپل نوم خلکو ته ور وپیژني ځکه چې د تندروانو د حملو خطر ډیر زیات دی.

واشنگټن پوسټ لیکي، له همدې کبله ده چې تر اوسه پورې د رایې ورکولو مستحقو افغانانو چې شمیر یې له ١٠ میلیونو نه تر ١٢ میلیونو ښودل کیږي، یوازې ډیر کم شمیر یې توانېدلي دي چې کاندیدان له نږدې وویني. د انتخاباتي مبارزو د ټولو غونډو او مارشونو کلک امنیت نیول شوی وي. د مثال په ډول، په جلال آباد کې د ډاکتر عبدالله کمپاین چې په ترڅ کې یې له محلي چارواکو سره شخصي غونډې هم لرې، خو په دغه جریان کې ډاکتر عبدالله ونه لیدل شو چې دده خبرو د اورېدو ته د راغلو کسان حتی له یوه سره یې هم روغبړ وکړي او لاس ورکړي.

ورځپاڼه د ِِتحقیق او پالیسئ د افغان مرکز د رئیس هارون میر له خولې لیکي: "په افغانستان کې له انتخاباتو سره دا وخت د خلکو ډیره لږ دلچسپي موجوده ده. پخواني سیاسي لوبغاړي له تر اوسه د څه ناڅه کولو کوښښ کوي. خو د دوی د یوه سیاسي اپوزسیون د جوړولو هڅه ناکامه شوه. له دې پرته چې انتخابات څوک گټي آینده حکومت به چندان فعال نه وي او د اصلاحاتو د راتگ ډیره لږ تمه موجوده ده".

واشنگټن پوسټ لیکي، په نړیواله سطحه یوه اندېښنه دا ده چې آیا طالبان به د خپل خبرداري سره سم د رایو پر مرکزونو باندې حملې وکړي. په خاص ډول د ملک په جنوبي سیمو کې چېرې چې کمزوې رایه گیري په انتخاباتو کې د قومي توازن د مسئلې په اړه پوښتنې راپیدا کولای شي.

امریکا او ناټو افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو ژمنه کړې ده چې د انتخاباتو امنیت به نیسي خو چارواکي وايي د رایه گیرئ د ټولو مرکزونو چې شمیر یې ٢٨ زرو ته رسیږي د امنیت ضمانت نشي کولای.

د انتخاباتو مشاورین او د حکومت مخالف کاندیدان وايي په دې اړه هم اندېښنه لري چې حکومت ممکن د انتخاباتو په ورځ په رایو کې گټي برگي وکړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار په ملک کې د تشدد نه د ډکو شخړو باعث کیدای شي حتی له ایران نه هم بدتر ځکه چې افغانستان دا وخت له وسلو ډک دی.


كابل كې د ځوانانو ملي اوټولنيز ارګان د اشرف غني ملاتړ وکړ

ازادۍ راډیو
په كابل كي د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان وايي په زرګونو غړي لري او د جمهوري رياست له كانديداشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلانوي . دوی وايي په ټول هېواد كې به د اشرف غني په ګټه كمپاين وکړي.
جمهوري رياست ته كانديد ډاګټر اشرف غني احمدزي وروسته له هاغې چې د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان لخوا ترې ملاتړ اعلان شو وويل چې د برياليتوب په صورت كې به د ځوانانو ډېرې اساسي ستونزې حل كړي.

اشرف غني چې د خپلو ځوانو پلويانو يوې غونډې ته يې د يكشنبې په ورځ خبرې كولې وويل چې ځوانانو ته به مستقيما د افغانستان په حكومت او نظام كې برخه وركړي.

"په راتلونكو پنځو كلو كې بايد اداره ۵۰ په سلوكې نوي نسل ته انتقال شي. يوه لويه پانګه اچونه به يې په پوهنتونونو باندې وي، زموږ پوهنتونو نه بايد د انسان په فاريكې باندې بدلې شي.

يو مليون نوي كارونه بايد راشي، د دې لپاره مې ټول تفصيلات برابر كړي دي.

زه نن وياړم چې په ما د ځوان نسل د كانديد نوم كېښودل شو، ځكه دا هغه اكثريت دى چې په سياسي او اقتصادي اكثريت باندې بايد بدل شي، تر څو دوى په يو سياسي او اقتصادي اكثريت بدل نشي، په دې خاوره كې نه ثبات راځي او نه هم رفا."

د ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان مشر محمد شفيق پوپل وويل چې دوى په ارګان كې ۳۲۰۰۰ غړي دي او تر دې وروسته به ټول د افغانستان په بېلابېلو برخو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په پلوي كمپاينونه كوي او كولاى شي چې په لكونو رايو ورته راټولې كړي.

داچې دوى ولې ښاغلي غني د خپلې خوښې د كانديد په توګه نومولى په دې اړه پوپل رسنيو ته وويل:

"دى د يو منظم پلان درلودونكى دى، د افغانستان لپاره طويل المدت پلان لري، د عالي تحصيلاتو څښتن دى، د جهان په سطحه پېژندل شوې څېره ده، تېرې كړنې يې ډېرې پاكې دي او د ځوانانو لپاره يې ډېر خدمت كړى.

ځوانان يې حمايه كړي دي، ځوانانو ته وظيفې وركړي دي. د مطبوعاتو له لارې د ارګان ټولو غړو ته هدايت وركوم چې د داكټر صيب لپاره په هر وخت او په هر ځاى كې خپله هڅه او هاند وكړي څو دا د ځوانانو كانديد بريالى شي."

ډاكټر اشرف غني احمدزي وويل چې په اوسني نظام كې درې غټې ستونزې موجودي دي چې هغه د امنيت، نشي موادو او د اداري فساد په برخه كې دي خو دوى ډاډه دي چې په پلانونو كې يې طرحه شوي لارې چارې به په دي وتوانيږي چې دغو ټولو ستونزو ته د پاى ټكي كېښودل شي.

نوموړي يوځل بيا له ولسمشر حامد كرزي څخه وغوښتل چې له ده سره دې يوې تلويزيوني مناظرې ته غاړه كيږدي څو د ملت مخې ته هر څه روښانه شي.

خو داسې ښكاري چې تر اوسه پورې ولسمشر حامد كرزي يواځي له ډاكټر عبدالله عبدالله سره د تلويزيوني مناظري خبره منلي ده خو دا چې دغه مناظره به په رښتيا هم وشي او كه څنګه دا به وروسته روښانه شي.


د افغانستان د كارپوهانو سازمان، ډاكټر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

ازادۍ راډیو
د افغانستان د كارپوهانو په نامه يوه سازمان چې اكثرا ځوانان دي د يكشنبې په ورځ په كابل كې د جمهوري رياست لپاره د ډاكټر عبدالله عبدالله له كانديداتوري څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د افغانستان د پراختيا او كارپوهانو سازمان وايي چې دوى به د جمهوري رياست په راروانو انتخاباتو كې د خپلې خوښې كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله ته رايي وركړي.

د دغه سازمان مرستيال غلام علي شريفي د يكشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل چې د دوى مشرانو د يو لړ جلسو وروسته دغه پرېكړه كړې ده.

"د افغانستان د پراختيا او كارپوهانو سازمان، دې نتيجې ته ورسيد چې د مطرحو كانديدانو ترمنځ هغه كانديد چې مصلح، مثبت او پېژندل جهادي شخصيت دى هغه ډاكټر عبدالله دى او مونږ به يې د رغندو پروګرامونو څخه ملاتړ وكړو."

ده وړاندې وويل چې د دوى په سازمان كې ټول روڼ اندي او تحصيل يافته كسان دي چې د افغانستان په لسو ولايتونو كې په روزنيزو او فرهنګي چارو كې كار كوي.

د ډاكټر عبدالله عبدالله د كمپاين يوه مسول ډاكټر مهدي وويل چې ډاكټر عبدالله او دواړه مرستيالان يې روڼ اندي او كارپوه كسان او له دغه سازمان څخه يې وغوښتل چې سمو خلكو ته دې رايه وركړي.

"د ډاكټر عبدالله ټيم اول خو درې واړه متخصصين دي، درې واړه كارپوهان دي، نه جنګ سالاران دي، نه قومندانان او نه هم پهلوانان.

رايه يوه امانت ده د هرچا په اړه چې ډېر ډاډه ياستئ هماغه ته رايه وركړي او ستاسو د رايو پرتله په بل څه تغير امكان نه لري."

د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو لپاره رسمي كمپاين د جوزا د مياشتي په ۲۶ نيټه پيل شوى دي او تر انتخاباتو دوه ورځي مخكې به پاى ته ورسيږي.

ټاكل شوې ده چې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات به د زمري د مياشتې په ۲۹ نيټه چې د اګسټ له شلمې سره سمون خوري ترسره شي.


نادري : په کاندیدانو کې یو شمیر پخواني جګړه ماران دي

ازادۍ راډیو
روانه اونۍ د افغانستان د چاروکارپوهان په نیویارک کې د اسیا د ټولنې له خوا رابلل شوي ووڅو د دې هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتوپه اړه چې ټاکل شوي ده ،د اسد په نهه ویشتمه نیټه ترسره شي، بحث
وکړي.
دوی په دې غونډه کې دا مسله چې دا انتخابات به دافغانستان لپاره چې په کې ډیموکراسي او ثبات کمزوري دی، څه ډول عواقب له ځان سره ولری؟ وڅیړله.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون یوه مقام احمد نادر نادري چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد یومسول مقام هم دی وایي، د راتلونکوانتخاباتو په وړاندې د موجودو ستونزو سره سره، یو مثبت او د اهمیت وړاقدام داد ی چې د دغو انتخاباتو چارې په خپله افغانانو تنظیم کړي اوهم یې دوی پرمخ بیایی.

(( دا ځل انتخابات په بشپړه توګه د افغانانو له خوا تنظیم شوي او دا په پشړه توګه د افغانانو په مشرۍ یوه پروسه ده. دویم مثبت ګام په ټول هیواد کې د انتخاباتو د نوم لیکنې د پروسې تطبیق دی. دا پروسه په بشپړه توګه د افغانستان دادارو په مشرۍ تنظیم او عملي شوې. په دې پروسه کې په تیره بیا له امنیتي پلوه لویې پیښی نه دي رامینځ ته شوي.))

نادري یوه بل مثبت ټکي ته هم اشاره وکړه اوویې ویل چې په دې انتخاباتو کې په بې ساري توګه ډیرو ښځو خپل نومونه ثبت کړې دي.

د نادري په وینا د هغو کسانو شمیر چې درایې ورکونکو په توګه یې خپل نومونه ثبت او راجستر کړي، څه باندې څوارلس ملیونو ته رسیږی . نادري وویل داځل ډیرو ښځو هم ځانونه کاندید کړي دي.

(( د امنیتي خراب وضعیت سره سره، ډیرو کسانو د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګارانو لپاره ځانونه کاندید کړي چې په سلو کې شل یې ښځینه کاندیدانې دي. دا شمیر ډیر زیات دی.)

خو ددغو مثبتو پرمختګونو سره سره، ددې غونډې ډیرو ګډون کونکو اعتراف وکړ چې حالات ډیر خطرناک دي، تراوسه پورې په تیره بیا په جنوب کې د وسله والو طالبانو له خوا ډیر ګواښونه موجود دي.

که څه هم دا حالت ښایي اوس چې په جنوب کې امریکایي او افغان ځواکونو دوسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي یوڅه ښه شي خود دې عملیاتو د نتیجې په اړه به وختي وي چې قضاوت وشي.

ښاغلي نادري وویل د جون د میاشتې ترپایه پورې د افغانستان په جنوب کې یولس انتخاباتي حوزې یعنې یولس ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې وې او د ۳۹۰ انتخاباتي حوزو له ډلې څخه ۱۲۴ نورې یې دوسلوالو طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

د نادري په وینا که وضعیت په همدې ډول پاتې شي، امکان نه لري چې په دغو ولسوالیو کې دې انتخابات ترسره شي.

د نادري په وینا د موجودو ستونزو یوه برخه په خپله یوشمیر کاندیدان دي. ددوی ځینې یې پخوا ني جګړه ماران دي چې د کورنیو جګړو اوږده سابقه لري، ځینې نوریې ځانته وسلوالې ډلې لري او ترډیره حده د مخدره موادو او د وسلو په سوداګرۍ کې ښکیل دي.

دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسیون دې مقام په دې ټینګاروکړچې په راتلونکو انتخاباتوکې د زیات شمیر دغو پخوانیو جګړه مارانوحضور په خپله د ډار یوه فضا رامینځ ته کوي، داسې یوه فضا چې خلک به د ویرې او خطر احساس کوي او هغه په خپل وار دا مفکوره پیاړي کوي چې دا به ازاد او عادلانه انتخابات نه وي.

د نادري په وینا یوې بلې موضوع چې دانتخاباتو مشروعیت يې ترپوښتنې لاندې راوستی، هغه د پردې تر شاه د ولسمشر حامد کرزي سیاسي معاملې دي چې ویل کیږي په وروستیو کې یې د بیا انتخابیدود هڅوپه ترڅ کې له یوشمیر جګړه مارا نو سره کړي دي.

په نیویارک کې د دې غونډې اکثریت برخوال په دې نظر ووچې خلک له مرکزي حکومت څخه ډیر ناراضه دي ځکه چې دی حکومت د دوی د ژوند د ښه کیدو لپاره زیات څه نه دي ترسره کړي او دوی به ترهغوپورې په مرکزيحکومت اعتماد ونه کړي چې په سیمه ییزو ادارو کې سم او حسابي نظام نه وي رامینځ ته شوی.


ه ټلويزيونونو كې انتخاباتي كمپاين څنګه روان دى؟

ازادۍ راډیو
د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو كانديدان په خپلو انتخاباتي كمپاينونو او تبليغاتو اخته دي، دوى د نورو رسنيو تر څنګ له ټلويزيونو څخه هم ګټه اخلي.
خو له عامو خلو څخه ځینې يې انتقاد كوي چې دوى برېښنا نه لري او په ټلويزيونونو كې د كمپاينونو بهير نه شي څارلاى، ځينې نور وايي كانديدان په خپلو كمپاينونو او انتخاباتي اعلاناتو كې له داسې ژبې كار اخلي چې دوى ورڅخه لږ مفهوم اخيستلاى شي.

محدوديتونه:

په افغانستان كې لا هم داسې ستونزې شته چې خلك نه شي كولاى د دغو كانديدانو له پروګرامونو سم خبر شي.

د كابل ځينې اوسېدونكي چې له مركز څخه په لږ ليرې اوسېږي، دوى وايي برېښنا نه لري چې د ټلويزيون له لارې كانديدان ښه وپېژني او له پروګرامونو يې ځانونه خبر كړي. د كابل د ديارلسمې ناحيې اوسېدونكى كاشف وايي:

”موږ ټلويزيون نه شو كتلاى، ځكه برق نه لرو، دا اورو چې كمپاين روان دى، خو وينو يې نه چې كانديدان څنګه دي او څه پيغامونه لري؟“

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت د معلوماتو پر اساس همدا اوس په افغانستان كې ديارلس خصوصي او دوه دولتي ټلويزيونونه فعاليت لري. اكثرو كانديدانو د كمپاين لپاره خصوصي ټلويزيونونو ته مخه كړې او په كې خپل پروګرامونه علانوي.

خلك دا شكايت هم كوي، د كانديدانو هغه اعلانونه او تبليغاتي پروګرامونه چې له ټلويزيونونو خپرېږي د دوى له سويې ډېر اوچت دي او نه په پوهېږي.

په كابل كې د سياسي چارو يو كارپوه احمد سعيدي په ټلويزيونونو كې روان تبليغاتي كمپاينونه ګټور نه ګڼي، دى وايي يو خو يوازې تمركز پر كابل شوى او بله دا چې په دغو پروګرامونو او اعلانونو كې داسې ژبه كارول كېږي چې عام خلك نه په پوهېږي:

”دغه تبليغات يوازې د كابل خلكو ته دي، هغه هم داسې تبليغات روان دي چې سړى فكر كوي اكاډميسينان يا يې استازي ناست دي او كانديدان ورته تبليغ كوي، هغه رسنۍ چې تبليغ په كې كېږي سرتاسري نه دي، بله خبره دا ده چې داسې لهجه كارول كېږي چې خلك نه په پوهېږي، بايد د ملا امامانو، ښوونځيو او مشرانو په مرسته دغه ډول تبليغات وشي.“

د ښاغلي سعيدي دا خبره د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكي هم نه ردوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مشر صديق الله توحيدي وايي اكثره خصوصي ټلويزيونونه د خبريالۍ اصولو ته درناوى نه ساتي، يا هم د يوه كانديد په ملاتړ خپرونې كوي.

نوموړي وويل اكثره كانديدان په خپلو كمپاينونو كې تر حد زيات مصارف كوي او دا ښه كار نه دى.

توحيدي وايي زيات افغانان په كليو كې اوسېږي، خو په انتخاباتي سياليو كې برابر حق نه دى وركړل شوى:

”زيات افغانان په ولسواليو او ليرې پرتو كليو كې اوسېږي، دوى هم حق لري د انتخاباتو په اړه پوه شي او خبرتيا ترلاسه كړي، دوى هم د نورو خلكو په څېر حق لري په ټاكنو كې ګډون وكړي، زما په نظر د ټلويزيونونو په نسبت راډيوګانې موثر رول لري.“

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د رسنيو د څانګې مشر زياته كړه اكثره كانديدان چې كوم مشخص او كره پروګرام نه لري په خپلو تبليغاتو او كمپاينونو كې له پېچلو الفاظو او اوچتو ادبياتو كار اخلي.

د راروانو انتخاباتو لپاره کمپاين د جوزا پر ٢٦مه په رسمي ډول پيل شو، چې تر انتخاباتو ٤٨ ساعته مخکې به پايته رسېږي.

په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د زمري يا اسد پر ۲۹مه كېږي چې د جمهوري رياست ۴۱ او د ولايتي شوراګانو په سلګونو كانديدان په انتخاباتي سياليو بوخت دي.


اشرف غني احمدزی له هیچا سره معامله نه کوي
مطبوعاتي اعلاميه
اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ لپاره مطبوعاتی دفتر

۸ چنګاښ، ۱۳۸۸ (کابل، افغانستان)— په دې وروستيو کې یو ځل بیا د ځينو ټلویزونونو او ویبپاڼو له لارې داسې افواهات خپریږي، چې ګواکې داسې احتمال شته، چې اشرف غني احمدزی د کوم مشخص کاندید په ګټه تیر شي.

د اشرف غني احمدزي د کمپاین دفتر دغه راز ټول افواهات ردوي او افغان ولس ته ډاډ ورکوي، چې اشرف غني به تر وروستۍ شیبې ددوی ترڅنګ ولاړ وي او د يو ولسي او عادل نظام، چې پر متحرک اقتصاد، اغیزمنې دولتدارۍ، قانونیت او ثبات ولاړ وي، د جوړیدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دا د مخالفینو په زړونو کې د اشرف غني په وړاندې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایلات ډار دی، چې دغه راز افواهاتو خپرولو ته يې مجبوره کړي دي. دوی په دې توګه هڅه کوي غواړي د هغه ولس، چې پر اشرف غني يې خورا ډیر باور جوړ شوی، اذهان مغشوش کړي او هغوی دوه زړي کړي، خو موږ په دې باور يو، چې دغه به له نهیلۍ پرته دوی ته بل څه په لاس ورنه کړي


په ښوونځيو کې په کمپاين بنديز ولګېد

بي بي سي
د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې په ټاکنيزو منډو ترړو بنديز ولګاوه .

دپوهنې وزارت وياند اصف ننګ له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولای په ښونځيو کې ځانته کمپاين و کړي .

دغه راز ښوونکي او زده کوونکي هم نه شي کولای چې په رسمي وخت کې دکانديدانو غونډو او مجلسونو ته ورشي .

ښاغلي ننګ وويل چې که څه هم دوی له وړاندې له کانديدانو غوښتي و چې په ښوونځيو کې کمپاين ونه کړي خو هغوی تر اوسه هم دغه کار ته دوام ورکړی دی .

ښاغلي ننګ دغه کار له پوهنې څخه ((سو‌ء استفاده)) وبلله او ټينګار يې وکړ چې مخه به يې ونيسي .

هغه وويل چې دا مهال په پلازمېنه کابل او يو شمېر ولايتونو کې ځينې کانديدان ښوونکي او زده کوونکي په رسمي وخت کې غونډو ته بيايي او يا په ښونځيو کې دننه کمپاين کوي چې دغه کار ښوونيز بهير ټکنى کوي.

نوموړي زياته کړه چې کانديدانو ته يې ويلي دي چې دا دپوهنې له اصولو خلاف کار دی اودوی بايد په کلکه ډډه ترې وکړي .

ده ګواښ وکړ هغه ښونکي چې په رسمي وخت کې دکمپاين په چارو بوخت او ټولګيو ته نه ورځي له ښوونځيو به يې وباسي .

تر دې مخکې دحج او اوقافو وزارت په جوماتونو او دروغتيا وزارت په روغتيايي کلينکو نو کې په کمپاين بنديز لګولی چې دکانديدانو له نيوکو او غبرګون سره مخ شوی و.


د کرزي په ملاتړ غونډه کې پيسې ووېشل شوې

بي بي سي
الياس وحدت

په هغه غونډه كې چې په راتلونو ټولټاكنو كې له حامد كرزي څخه د ملاتړ په موخه د خوست ښار د جرګوپه تالار كې جوړه شوې وې وه، پرګډونوالو يې پنځه، پنځه سوه افغانۍ وويشل شوې .

په دې غونډه كې له ولسواليو او مركز څخه سلګونه خوست مېشتو ګډون كړى و او زياته برخه يې ځوانانو جوړوله .

غونډې ته په خوست د حامد كرزي د تبليغاتي كمپاين ځايي مشر پير سيدشاه، شاسوارخان تڼي، ناظم ځدران، د مجاهدينو د شورى مشرمولوي محمد سردار ځدراڼ، ګل مرجان منګل، ګل رنګين ځاځي او ډاكټر حبيب شاه ويناوې وكړې .

دوى په خپلو خبرو كې ولسمشرۍ ته په ټولو كانديدانو كې حامد كرزي وړ كانديد وباله .

كه څه هم ځينې ويناوالو د ولسمشر كرزى حكومت فاسد وباله، خو د ده په دوره كې شوي كارونه يې د ستاينې وړ بلل .

دوى له خوست مېشتو غوښتنه كوله چې په راتلونكو ټولټاكنو كې ده ته رايه وركړي .

د غونډې په پاى كې پيرسيدشاه اعلان وكړ چې موږ د غونډې ټولو كډونوالوته د غرمۍ ډوډۍ پروګرام نيولى و، خو د كسانو د زياتوالي له امله دا پروګرام راته ستونزمن معلوم شو نو موږ تاسوته د غرمنۍ لپاره يوه اندازه پيسې دركوو.

د غونډې يوه كډونوال تاج محمد وويل چې د پاكټونو له وېش وروسته وليدل شول چې د غونډې هر ګډونوال ته يې پنځه پنځه سوه افغانۍ وركړې دي .


دولسمشرۍ دکانديدانو دتګلارو مهم ټکي
بي بي سي کابل عبدالمالک عاصم
دافغانستان په تاريخ کې د ولسمشرۍ د دويمې دورې ټولو کانديدانو په يوه خوله د اوسني واکمن حکومت د تگلارو له غندلو او ټکولو څخه خپل کمپاين پيل کړی،
مګر دنيوکو کچه او څرنگوالى تو پير کوي .

خو په لويه کې دکانديدانو د دريځونو او کړنلارو ټکي تر ډيره سره ورته دي .

دامنيت ښه کول ، د اقتصاد پياوړي کول ، د حکومتي ادارو د کار او وړتيا لوړول ، د فساد له منځه وړل او له وسله والو مخالفينو سره د نېغ په نېغه خبرو اترو تر سره کول هغه ټکي دي، چې کانديدانو ورته د خپلو وينا وواو تگلارو په سر کې ځاى ورکړى.

د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله چې په کابل کې يې خپلو زرگونو پلويانو ته دخپلې تگلارې د وړاندې کولو په لړ کې خبرې کولې په روښانه وويل چې دافغانستان دامنيت لپاره به د سولې د خبرو اترو په گډون هره هڅه په روښانه توگه تر سره کړي .

هغه وويل : ((موږ به د برياليتوب له تر لاسه کولو وروسته له وسله والومخالفينو سره په ملي کچه د قناعت بښونکي تفاهم رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره کړو. ))

اوس داسې ښکاري چې دافغانستان د امنيت لپاره ټول په دې باوري شوي وي، چې ددغه هېواد ټيکاو د بهرنيو ځواکونو د فعاليت په پرتله له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو له لارې ښه ټينګېدای شي.

دهمدې خبرو اترو لپاره د ولسمشرۍ بل کانديد اشرف غني احمدزى هم ځانگړې تگلاره لري.

هغه دافغانستان د نا امنۍ ستونزې کورنۍ بولي او باور لري چې د خپلې تگلارې له مخې په څوکلونو کې د سولې خبرې پيل کولى شي.

نوموړي وويل: ((د امنيت په برخه کې زما تگلاره داده چې اول به زه د پوځ داعلا سر قومندان په توگه يو دفتر جوړ کړم چې په هرو اتو ساعتونو کې ماته دهېواد د امنيتي حالت رپوټ راکړي.

ددې لپاره به د دوه اړخيز باور فضا رامنځ ته کړم . بې له قيده او شرطه به له بل افغان سره خبرې وکړم . له اساسي قانون څخه نه بلکه د بنديانو له خلاصون څخه به د اوربند لپاره چاره پيل کړم . د بهرنيو ځواکونو د وتلو تاريخ نن نه خو په دريو کلونو کې يې ټاکلى شم.))

د اوسني ولسمشر د ملي پخلايني اوپه افغانستان کې د ټيکاوو د را وستلو دريځ روښانه دي .

د سولې د ټينگښت د کمېسيون پر جوړښت سر بېره پخپله حامد کرزي په وار وار ويلي چې له وسله والو مخالفينو سره خبرو ته چمتو دى .

نوموړي څه موده مخکې په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل : ((له هر هغه افغان طالب سره خبرې کوم خو چې له ترهگرو سره نه وي تړلى. ))

خو د ده يو بل سيال حبيب منگل په دې باور دى چې د سولې تر خبرو وړاندې بايد افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شي.

نوموړی و ايي : ((لومړى به دافغان امنيتي ځواکونو د فاعي قابليت لوړ کړم چې بهرنيو پوځيانو ته اړتيا نه وي .

دويم به دامنيت د ښه کېدو لپاره اقتصاد ښه کړم چې خلکو ته کارونه پيدا شي او لوږه ختمه شي چې د خلکو لپاره ټولنيز امنيت هم رامنځ ته شي .))

پر امنيت سر بېره د ټاکنيزو منډو ترړو دوهم مهم ټکى دافغانستان او دخلکو داقتصاد پياوړي کول دي .

ټول کانديدان له خپله انده پلان شوې اقتصادي تگلاره خپلو پلويانو ته په ډاگه کوي .

د ولسمشر کرزي د کمپاين مشر وحيد عمر وايي چې په تېرو څو کلونو کې ولسمشر کرزي دافغانستان اقتصاد پر پښو درولى او دغه چاره به روانه ساتي .

نوموړی وايي : ((په تېرو ٨ کلونو کې افغانستان په منځني ډول نهه په سلو کې اقتصادي وده لرلې، دا تاييد شوي ارقام دي . په ٢٠٠١ کال کې اټکل وو چې دافغانانو د سړي سر کلنی عايد ١٨٠ ډالره دي، خو اوس نړيوال وايي چې دا عايد ٤٥٠ ډالرو ته لوړ شوى . په تېرو څو کلونو کې زموږ ملي عوايد ٧ برابره شوي ، زموږ بودجه هم ٥ برابره لوړه شوې . ))

په دغه برخه کې افغان ولسمشر دافغانستان د ملي پرمختيا د ٥ کلنې ستراتيژي د پلي کولو ژمنه کوي چې تمه کوي دافغانستان دپراخې اقتصادې ودې لامل به شي .

خوکانديد عبدالله عبدالله وايي چې د متوازنې اقتصادي ودې لپاره به دافغانستان دملي پرمختيا ستراتيژى ته له سره کتنه وکړي .

هغه وايي : ((دهېواد اوسنی ماتېدونکی اقتصاد يوازې هغه مهال ښه کېدى شي چې په دغې برخه کې مشخص پلانونه وړاندې شي .

داوسني ملي پرمختيا ستراتېژي ته له سره کتنه ، ځکه اړينه ده چې دافغانستان دخلکو نظر پکې نه دى منعکس شوى .

د يوه بل کانديد سرور احمدزي وياند بلال فاطمي هم دافغانستان د اقتصادې پرمختگ لپاره ديوې تگلارې د لرولويادونه کوي چې د لويو او وړو پروژو عملي کول يې مهمې برخې دي .

هغه وويل : ((داسې پروژې په پام کې لرو چې خلک په خپلو پښو ودرېږي ، لکه د خياطي ، معماري ، مالداري ، د لاسي صنايعووړې پروژې او دکرنې او اوبو د کابو کولو لوپروژې .

افغانستان ډېرې لويې منابع لري . د برېښنا او کرکيلې لپاره کافي اوبه لرو، موږ به په کور دننه د برېښنا دتوليد لپاره کار وکړو ، د عينکو دمسو د کان د پروژې په څېر به لويې پروژې پلې کړو چې ډېرو خلکو ته کارونه پکې پيدا شي .))

دا هغه څه دي چې کېدى شي په ډېر کم توپير سره د ولسمشر کرزي په اوسنۍ اقتصادي تگلاره کې موجود وي .

خو اشرف غني احمدزى دافغانانو د ژوند دښه کولو لپاره د مشخصو اقتصادي پلانونو د لرولو يادونه کوي.

هغه وايي : (( زه غواړم چې په ٥ کلونو کې يو ميليون ځوانانو ته کارونه پيدا کړم . ٦ مشخص سکتورونه دي لکه کرنه ، دا درې شيان غواړي ، اوبه ، برق او پوهه ،په دې برخه کې به توليداتو ته داخلي ، سيمه ييز او نړيوال بازار پيدا کړم .

دويم مالداري، موږ اوس په لسگونو ميليون ډالره هگۍ ،چرگان او غوښه له بهره راوړو، زه غواړم دا خپله توليدکړو او هېواد د غوښو توليدونکی هېواد شي او مالداري به عصري کړم . زه غواړم ٤٠٠ بندونه ، يو ميليون کورونه او ٣٠ زره کيلومتره سړک جوړ کړم .

مرکزي افغانستان به په پاخه سړک وصلوم او پيسې به يې د حلقوي سړک له ماليې څخه تر لاسه کوم، چې په هرو٦٠ کيلومترو ټکس ولگوم چې په کال کې به تر ٦ سوه ميليون ډالره عايد له دې لارې تر لاسه کړم. ))

اشرف غني احمدزى د کارونو موندل د امنيت د ښه کېدو او داداري فساد د له منځه تلو په مانا بولي او ژمنه کوي چې ددغه کار لپاره به مناسب حکومتي اداري سيستم رامنځ ته کړ ي.

خو دولسمشرۍ بل کانديد ميرويس ياسيني بيا وايي چې په ادارو کې دروڼتيا رامنځ ته کول به يې د اقتصادي تگلارې مهمه برخه وي.

هغه وويل : (( او ل به شفافيت رامنځ ته کړم، په اوله ورځ بايد زموږ گمرکونه کنټرول شي ، فساد بايد سملاسي پاک شي ، موږ زياتې پيسې په بډو کې ورکوو که داپيسې وژغورو نو خپلو وگړو ته به په اسانۍ سره ډوډۍ پيدا کړو. ما دا خبره په شورا کې ياده کړې خو چا ورته سم غوږ نه دى نيولى .))

د اداري فساد د له منځه وړلو شعارونه هم د کانديدانو د تگلارو او ويناوو د سر سرټکي دي، چې د ولسمشر کرزي ادارې ته د فساد د شتون په گډون د په ټولو برخو کې کانديدان په يوه غږ د نيوکوگوته نيسي.

د ښاغلي کرزي د کمپاين وياند وحيد عمر په اداره کې د فساد شتون مني خو نيوکو ته خپل ځواب لري.

نوموړي وويل : ((نيوکې دکانديدانو حق دى او دخپل کمپاين د توجيه کولو لپاره دا کار کوي .

فساد زموږ په ادارو او نړيوالوادارو کې د حکومت جوړولو پر مهال را پيدا شو، خو موږ له تېريوه کال را هيسې هڅې پيل کړې چې فساد ورک کړو.

په دغې برخه کې د ستونزو شته والى يو شمېر کانديدان د اوسني واکمن رياستي نظام شتون بولي چې ځينو يې له هغې ډلې عبدالله واک ته د رسېدو پر مها ل په پارلماني سيستم د بدلون ژمنه وکړه .

حبيب منگل هم خپلو پلويانو ته په مختلط رياستي پارلماني نظام داوسني سياسي نظام د بدلون ژمنه تکرار کړه .

ولې اشرف غني احمدرزى او ميرويس ياسيني ستونزه په سيستم کې نه، بلکې په اشخاصو پورې تړي .

د مخدره توکو له منځه وړل ، دمېرمنو د ژوند ښه کول، د ښونې روزنې او روغتيايي اسانتياوو پراختيا د کانديدانو د تگلارو نورمهم شريک ټکې دي چې ترډېره يې د عملي کولو لپاره په عمومي توگه لارې چارې يو ډول ښول کېږي .

خو په لويه کې دغو ويناوو او تگلارو ته خلک ډېر هيله من نه ښکاري او وايي چې دغه ډول ژمنې نوې نه دي.

خو دافغانستان په سيا سي تاريخ کې د ولسمشرۍ د دويمې دورې دټاکنو منډې تر ړې د لومړۍ دورې په پرتله ډېر توپير لري چې پکې خلک ويشلي ، کانديدان زيات او د تگلارو مهم ټکې يې په عمومياتو کې سره ورته دي .

خو عادي افغانان له نوي ولسمشره په پيل کې د امنيت او اقتصاد دښه والي په تمه د نوماندو غونډو ته ورځې اوځان پوهوي چې له دغو څلوېښتو کسانو څخه کوم يو به يې ټيکاو او ددوى په ژوند کې بدلون راوستى شي


دملى اجماع دسياسي گوندونو کميسيون ډاکتر اشرف غني احمدزى له کانديداتوري سره خپل ملاتړ اعلام کړ
منبع : باختراژانس

دملى اجماع دسياسي گوندونو کميسيون نن د جمهوري رياست په انتخاباتوکې دډاکتر اشرف غني احمدزى له کانديداتوري سره خپل ملاتړ اعلام کړ. دسياسي گوندونو د کميسيون يوتن غړى حاجي الماس باختراژانس ته وويل : دغې اجماع پريکړه وکړه چې په انتخاباتي سياليو کې داحمد زي ملاتړ وشي.په هغې غونډه کې چې له همدې امله په کابل کې جوړه شوې وه ډاکتراشرف غني احمدزي خپل کاري پروگرامونه بيان کړل


دجمهوررئيس ويندوى دجمهوري رياست دانتخاباتو له ځينو مشخصو کانديدانو په خبرو کلکه نيوکه وکړه

منبع : باختراژانس

دجمهوررئيس ويندوى همايون حميدزاده په يوه خبري غونډۀ کې دجمهوري رياست دانتخاباتو له ځينو مشخصو کانديدانو سره په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفيرايکن بيري په کتنو اوخبرو کلکه نيوکه وکړهده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل : که چيرې دامريکا سفير دجمهوري رياست دانتخاباتو له ټولو کانديدانوسره گوري اوخبرې ورسره کوي اودغه موضوع دشفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره وي .دانديښني وړ نه ده خو که چيرې له يو شمير مشخصو کانديدانو سره داسې کوي له اصولو اوواکمنۍ څخه سرغړونه اوپه انتخاباتي چارو کې لاسوهنه بلل کيږي .په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفيرايکن بيري نن په يوه تيلفوني تماس کې ددغې موضوع په ردولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل : دى به دامريکا دمتحده ايالاتودسفير په توگه دجمهوري رياست له زيات شمير کانديدانوسره وگوري .ده ټينگاروکړ دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو په وړاندې دامريکا دمتحده ايالاتو پاليسي روښانه ده اودغه هېوادبه دهيڅ يوه مشخص کانديد ملاتړ ونه کړي خو په افغانستان کې دشفافو،ازادواوعادلانه انتخاباتوپلوى دى .دغه راز حميدزاده په دغه خبري کنفرانس کې وويل : که چيرې د جمهوري رياست له کانديدانوسره دبهرنيوهېوادونو دځينوسفيرانو له خوا دغه شان کتنې کيږي بايد ددولتي ادارو له لارې وشي .ده زياته کړه دبهرنيو چارو وزارت ددې موضو ع په باب په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفارت ته هم خبرورکړى دى.په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفيرايکن بيري تراوسه پورې دجمهوري رياست له کانديدانو ډاکتر اشرف غنى احمدزى ، ډاکتر عبدالله عبدالله او ميرويس ياسيني سره کتلي او دهغوى په خبري کنفرانسونو کې يې گډون کړي دي.


حمید زاده: بهرني سفیران دې په خپل سرې توګه له کاندیدانو سره نه ګوري
ازادۍ راډیو

د ولسمشر کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې بهرني سفیران باید د بهرنیو چارو د وزارت له پالیسیو سره سم د ولسمشرۍ له کاندیانو سره وګوري.

حمید زاده وايي كه بهرني سفيران د كانديدانوله پروګرامونوڅخه ځانونه خبرول غواړي او له نږدي ورسره ويني ، بايد داليده كاته د بهرنېوچارود وزارت له پاليسو سره سم ترسره كړي .
حمیدزاده وايي ،كه چيرې دجمهوري رياست له كانديدانوسره دامريكا د متحدوايالاتو دسفيرليده كاته له يوه كانديد څخه د ملاتړپه مقصد وي دا د افغان دولت له پالسيو خلاف يوعمل دى:

"د امريكا د سفير ځينې ملاقاتونه او د ځينوكانديدانو په خبري كانفرانسونو كې اشتراك ، كه د انتخاباتود پروسې له ښه والي سره همكاري وي ، موږ مشكل نه لرو ، او كه د ځينو خاصو كانديدانو د پروګرامونودتاييد په خاطر وي ، دا د افغانستان له ملي حاكميت څخه واضح تخطي ده ، دا موږ مداخله ګڼواو بايد تكرارنه شي."

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير ايكن بيري د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د جمهوري رياست له كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي سره ، د يكشنبي په ورځ يي له ډاكترعبدالله عبدالله اود دوشنبي په ورځ يي له ميرويس ياسيني سره له نږدې وكتل .

خوحميدزاده وايي ، كه چيرې دا ليده كاته له ښه نيته هم واوسي بايد د افغان دولت پاليسۍ په كې په بشپړه توګه مراعت شي .

خو په افغانستان كې د امريكا د متحدوايالاتو سفيرايكن بيري د جمهوري رياست له درې واړوكانديدانو سره په خپلو ليد نوكې ويلې دې چې ، ددې ليدنو هدف دادى څو وښيي چې دوې په افغانستان كې د كوم مشخص كانديد ملاتړنه كوي .

په افغانستان كې دامريكاسفير ايكن بيري وايي :

"د امريكا د متحدوايالاتوجمهور ريس بارك اوباما ويلي دي چې امريكا د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته د كوم ځانګړي كانديد ملاتړنه كوي ، بلكې امريكا د ټولوافغانانود ارادو ملاتړكوي."

نړيواله ټولنه په افغانستان كې د جمهوري رياست راتلونكي انتخابات له نږدي څاري اوهېله څرګندوي چې دا انتخابات په ازاده او عادلانه توګه ترسره شي ، ترڅو په هيواد كې د سولې اوثبات له راوستلو سره مرسته وكړي .


دافغانستان د جمهوري رياست کانديد ميرويس ياسيني ايکن بيري خپل دوست وباله

منبع : باختراژانس

دافغانستان د جمهوري رياست کانديد ميرويس ياسيني دامريکا دسفير ايکن بيري په وړاندې دافغانستان په دولت باندې دانتقاد په ترڅ کې ، دمتحده ايالاتوسفير خپل دوست وباله . دغه راز په دې خبري کنفرانس کې ياسيني وويل : نه غواړي چې ددلگي ، ټولي او دسپارښتنې له مخې حکومت جوړ کړي ، بلکي يو غوره سالار حکومت جوړوي . ياسيني په ځينو حکومتي مقاماتو باندې دمشخص کانديد په گټه دکمپاين دترسره کولو تورولگاوه .ده هم دډاکتر اشرف غني احمدزي اود ډاکتر عبدالله عبدالله په شان حامدکرزي ته دتلويزيوني مناظرې پيشنهاد وکړ . دمتحده ايالاتوسفير چې له ياسيني سره يي په دې خبري غونډه کې گډون کړې و يوځل بيا دافغانستان په انتخاباتو کې دنه لاسوهنې په باب دخپل هيواد په ژمنې باندې ټينگاروکړ .خو د جمهوري رياست دويندوى مرستيال احمدضياسيامک په دې باوردي چي دکانديدانوشمير زيات دي اوهغوى کولاى شي له يوبل سره مناظره وکړي خو ده وويل ( حامدکرزي په پاى کې له هغو کانديدانوسره چې دمناظرې له اصولو اوفرهنگ سره بلدتيا ولري مناظرې ته حاضريږي.)


ټاکنيزې منډې ترړې او له ښځو سره د کار ژمنې

بي بي سي - عبدالمالک عاصم - کابل

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټاکنيزو منډو ترړو زور اخيستى ښځو ته د کار کول او د هغوى د ژوند د ښه کولو ژمنې هم په زياتېدو دي . کانديدان د مېرمنو د رايواو پام د راجلبولو لپاره ډول ډول شعارونه او نوې تگلارې يادوي، خو يو شمېر مېرمنې پر دوى باور نه کوي .

د افغانستان د ټاکنو د کميسيون د شمېرو ترمخه د رايي ورکوونکو شاوخوا ٤٠ په سلو کې ښځې دي چې تمه کوي لويه برخه به يې د افغانستان د برخليک په ټاکلو کې برخه واخلي .

په ټاکنو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه بلل کېږي ، له همدې کبله زيات شمېر سيال کانديدان د مېرمنو د رايو د راجلبولو لپاره ځانگړې تگلارې لري او هڅه کوي چې د خپلو ويناوو، پوسټرونو او شعارونو په لړ کې ځانگړي تگلارې لري .

د نوماند سرور احمدزي وياند بلال احمد فاطمي وايي د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاين په لړ کې به زيات شمېر ښځې په دنده وگماري :

(( ښځې ددې ټولنې نيمه برخه جوړوي او دوى له موږ سره خپلې ستونزې شريکې کړيدي ، موږ ورته په راتلونکي کې که بريالي شو د کار موندلو او اسانتياوو د رامنځ ته کولو ژمنې کړي دي .))

ولسمشر حامد کرزي هم د مېرمنو لپاده په تيرو څو کلونو کې شويو کارونو ته په اشارې هغوى د رايو ورکولو ته وهڅولې .

د ټاکنيز کمپاين نه څو ورځې وړاندې ښاغلي کرزي يوه غونډې ته وويل چې خپله رايه دافغانستان د خير لپاره وکاروي :

(( له ميندو زما غوښتنه داده چې اتلس کلنۍ ته رسېدلې دې ته وهڅوي چې د رايي ورکولو کارونه واخلي او ازادې شفافي او په خپله خوښه رايې ورکړي . که د دولت کوم مامور ورته وويل چې کرزي ته رايي ورکړى نو ماته يې مه راکوي ، که بهرني ورته وويل چې کرزي ته رايه ورکړه بيخي يې مه راکوى . خپل اولادونه هڅوي چې په خپل احساس او خوښه هر هغه چاته رايي ورکړي چې خوښه يې وي . ))

د ولسمشر لخوا په تېرو څو کلونو کې د ښڅو د ښوونې او روزنې او د هغوى لپاره په دولت کې د برابرو شويو کارونو يادولو ته په اشارې سره يو شمير کسان داسې فکر کوي چې گواکې ښاغلي کرزي غوښتل ښځو ته خپل پيغام ورسوي .

د حامد کرزي يوه بل سيال عبدالله عبدالله بيا خپلو سلگونو پلويانو ته د خپلې تگلارې د روښانولو په لړ کې د ښځو د ژوند د ښه کولو د پلان لرلو ته هم اشاره وکړه .

(( موږ دغه مسله يوازې ددې لپاره چې له لويديځه د يوه شعار په توگه راغلي وي نه تعقيبوو ، دا يو اسلامي اصل دى ، د اسلام په پيل کې ميرمنې د بشريت نمونې وي ، افغاني دودونه به هم نه ملامتوو ، په واقيعت کې د ښځو له نومه د شعار په توگه گټه پورته شوې او ښځې له خپلو حقونو بې برخې پاتې شوي دي . ))

سره له دې چې د ده د کمپاين ناستې ته د نارينه وو په پرتله کمې ميرمنې راغلې وي خو ښاغلي عبدالله دډيرو جزئېاتو له ورکولو پرته هڅه وکړه چې د مېرمنو پام ځانته راجلب کړي .

بلخوا د ولسمشرۍ يوه بل وتلي کانديد اشرف غني احمدزى وايي چې د مېرمنو سره يې ليدل کتل پيل کړي او دهغوى ستونزې له نژدې اوري او وايي د خپل کمپاين په لړ کې د مېرمنود پام اړولو لپاره ځانگړې پلانونه لري :

(( ما له مېرمنو سره کتلي او له د هغوى په ستونزو مې ځان پوه کړي . ددوى لويه ستونزه ، د ښوونې او روزنې ، روغتيايي اسانتياوو کموالى ، د جايداد نه ورکول ، او دهغوى لپاره د کار نشتوالى دى ، زه غواړم د يو ميليون کارونو له ډلې څخه ٣ سوه زره ميرمنو ته هم کارونه پيدا کړم چې د مالدارى او زرگرۍ په برخو کې به وي .))

پر ده سربېره بل نوماند حبيب منگل هم د ښځو د رايو د را جلبولو لپاره په خپله وينا کې يو ميليون ښځو ته د کار موندلو ژمنه وکړ ه .

خو عامې مېرمنې په ډلو وېشل شوې، ځينې يې له کانديدانو د دندو د تر لاسه کولو په لټه کې دي ، ځينې نور يې ددوى وينا وو ته په څير غوږ نيسي، ځينې نورو ته بيا دا ډول وينا وې بې توپيره دي ، خو يو شمېر نورو ته کانديدانو دا ډول څرگندونې دا يو سياسي کمپاين ښکاري .


دسوالگري دبندولو غونډه دجمهوري رياست دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه

منبع : باختراژانس

دسوالگري دبندولو غونډه نن له غرمې وروسته دجمهوري رياست دمرستيال محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې:په دې غونډه کې دسوالگري دبندولو د کميسيون درپوټ له مخې دثور دمياشتې له لسمې نيټې څخه تراوسه پورې ٣٥٨ تنه سوالگر دسوالگرو دراټولولو په مرکز کې راټول کړي شوي دي اوپه ترتيب سره ٦٤ تنه او ٤٦ تنه ددرملني اوساتنې په مقصد دعامې روغتيا وزارت اودافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې مرستون ته معرفي شوي دي. دغه راز دوه تنه متکرر سوالگر دکورنيو چارو وزارت ته معرفي شوي دي اود ٩٨ برابروشويو صندوقونو له جملې څخه ٣٣ صندوقه يې ددريو جلاجلا غونډو په ترڅ کې په کابل بانک ، مشرانوجرگې او جوماتونو کې درول شوي دي.په دې غونډه کې دغه راز د اړوندو ستونزو په باب خبري اوڅيړنې وشوي .دجمهور رئيس مرستيال اودکميسيون رئيس محمدکريم خليلى داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ته لارښوونه وکړه چې دخلکو دپوهاوي په لاره کې زيات اقدامات وکړي اودغه راز دعامې روغتيا ، دښځو دچارو ، کار ټولنيزو شهيدانو اومعلولينو دچارو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې دلازمو تدبيرونوپه نيولو اوټول ظرفيت سره داړوندوستونزوپه لري کولواقدام وکړيپه دې غونډه کې دخلکو په ونډې اخيستنې باندې په ټينگار سره له ټولو خلکوڅخه وغوښتل شول چې له سوالگرو سره دمرستې په خاطر له خيريه صندوقونو سره همکاري وکړي.


کميسيون: حکومتي امکانات مه کاروئ

کابل بي بي سي مصطفی سالک

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې حکومتي چارواکي د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د يوه ځانگړي کانديد په گټه له حکومتي اسانتياوو نه گټه نه شي پورته کولاى.

دا خبرې وروسته تر هغې رامخې ته کېږي چې ځينو لوړپوړو حکومتي چارواکو د ځينو ځانگړو کانديدانو ملاتړ اعلان کړ .

بله غاړه د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندان وايي چې گواکې حامد کرزى د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال له حکومتي اسانتياوو نه گټه پورته کوي .

خو د ښاغلي کرزي د کمپاين دفتر وايي دغه ټول تورونه بې بنسټه دي او که څوک ثبوت لري لاره يې داده چې د شکايتونو اوريدو جرگگۍ ته مخه وکړي .

د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخه هېڅ حکومتي چارواکى نه شي کولاى چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د کوم ځانگړي نوماند ملاتړ وکړي،خو سره له دې بيا هم ځينو لوړ پوړو حکومتي چارواکو د خپلو خوښو کانديدانو ملاتړ په ډاگه کړى دى.

له دغو کسانو څخه يو هم د بلخ والي عطا محمد نور دى چې ځان يې د يوه نوماند يانې ډاکټر عبدالله ملاتړى څرگند کړى دى، نوموړى وايي د ملاتړ اعلان يې کړى دى خو کمپاين نه کوي.

((د هر وگړي پريکړه او اراده د هغه په خپل لاس کې وي،چې چاته رايه ورکړي او د چا ملاتړ وکړي دا په خپله په هماغه وگړي پورې تړاو لري ما هم وغوښتل چې له خپلې دغې خپلواکۍ نه گټه پورته کړم او د ډاکټر عبد الله ملاتړ وکړم،خو دا په دې مانا نه ده چې زه حکومتي دنده لرم، او کمپاين کوم مرکې کوم ويناوې کوم دا کار زه نه کوم))

خو ښاغلي نور په هاغه غونډه کې خپل ملاتړ اعلان کړ چې د وياند په وينا يې نژدې پنځه زره کسان په کې راټول شوي وو.

د ټاکنوخپلواک کميسون بيا وايي چې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخه حکومتي چارواکي د يوه ځانگړي نوماند ملاتړ نه شي کولاى خو وايي که څوک له حکومتي اسانتياو نه گټه پورته نه کړي دا حق لري چې د يوه افغان وگړي په توگه د يوه نوماند ملاتړ وکړي.

که ځينې گوت نيونکي د بلخ والي پړ بولي چې له حکومتي دندې سره د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي خپله ښاغلى عبد الله بيا وايي چې حامد کرزي له حکومتي اسانتياو نه گټه پورته کوي.

(( په ټاکنيزو منډو ترړو کې د ښاغلي کرزي له خوا د حکومتي اسانتياوو څخه د گټې اخستنې په برخه کې هيڅوک شک نه لري،دا يوه داسې خبره ده چې د شکايتونو د اوريدو د کميسون له خوا بايد تعقيب شي، او په ټوله کې نړيوالې ټولنې هم دا ژمنه کړې ده چې د ټاکنو د روڼاوي او بې پريتوب په برخه کې به مرستندوى وي.))

يو بل نوماند اشرف غني احمدزى هم په دې برخه کې انديښنې لري .

خو د حامد کرزي د کمپاين وياند وحيد عمر وايي نوماندان داسې تگلارې نه لري چې په مټ يې خلک د ځانونو په لور رامات کړي، نو ځکه يې دغه راز تورونه لگول خپلې ټاکنزي تگلارې گرځولي دي وايي که څوک ثبوت لري د شکايتونو کميسون ته دې مخه وکړي.

د ولسمشر حامد کرزي مخاف کانديدان دا تورونه هم لگوي چې گواکې په ځينو ولايتونو کې ولسوالان او قومندانان د ر حامد کرزي په گټه غونډې جوړوي او په دغو غونډو کې ويناوې هم کوي خو دا هغه خبرې دي چې د حامد کرزي د کمپاين ددفتر له خوا په پرلپسې توگه رد شوي دي


 

 

Intersting Readings
Probe launched over $500M spent on Afghanistan planes now sitting idle
Controversy Over Afghan-US Deal
A Proposal for Peace in Afghanistan
What The 'Zero Option' Would Look Like In Afghanistan
Obama’s Afghanistan Specialists Stumped on Basic Facts
Why the U.S. Paid Karzai's Top Aid
نو په مړو او معدومو به شميريږو
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو
 
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.