pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده


لکه څرنګه چې روښانه ده اوخبر یاست اوسنۍ تپل شوې او مفسدې ادارې او پلویانو یې چې زمونږ د هیواد او خلکو ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ او تالان کړې ، اوس د خپلو نړیوالو زبر ځواکو، زبیښا کګرو قوتونو په ملاتړ سره زمونږ د کلتوري او فرهنګي ارزښتونو پسې را اخیتسې او د خپلو ځانونه د حفاظت او په قدرت کې د مافیایی پرلپسې پاتې کیدو په تمه یې د ولسواکۍ او دموکراسۍ په پلمه په نوې ډنډورو او ډرامو پیل کړۍ دی او غواړي‌هغه پټې لوبې قرار دادونه اوپریکړې چې د دوی شخصي ، ګروپي اوتنظیمي ګټې پکې ساتل شوې وي د په اصطلاح د مشورتي لویې جرګې په رابللو سره قانوني بڼه ورکړي او پدې توګه خپلې مفسدې منګولې د تل لپاره د دې مظلوم ولس پر ستوني خښې کړي.

 

د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده

 

د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده
دا عزت ، زمونږ برم ده هم درنه ده
هره ستونزه کې حلیږي که لویه یا وړه ده
 
دکلتور او د فرهنګ زمونږ دا لویه هسته ده
د پولادو په سیر ټینګه او پخه ده
 
د جرګو چې هره پریکړه فیصله ده
د میرویس او احمد شاه د سر شمله ده
 
د پلرونو مو ده غږ د مور ناره ده
د رحمن که د خوشحال که د حمزه ده
 
پاتې له نیکونو مونږ ته دغه وسیله ده
که پښتون ،تاجیک ،ازبک که هزاره ده
 
دلته هر یؤ راټولیږي‌ د دې خاورې

 

د افغان د ستونزو حل لویه جرګه ده

 

 

خو

 

لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
 
اوس ناتار دې اوس مو کور کې غلبله ده
په ټپي وجود مو بل زخم تازه ده
 
نن مې بیا چې ټول ولس داسې خفه ده
رنګ او خوند او ښکلا ټوله یې پيکه ده
 
اوسنۍ جرګه ریښتينې نده دا هسې پلمه ده
د پردو هر فرمایش راته کوربه د
 
جوړه کړې اجنبی ټوله قصه ده
خود په ګټه د پردو یې فیصله ده
 
خرڅ ، خوراک او ټول مصرف یې بیګانه ده
لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
 
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده
ای نانزکو ، مریانو دا مو پایله نتيجه ده
 
چا راغوښتۍ دا قوت د زور میلمه ده
ځکه جوړه مو نن بله بهانه ده
 
د قدرت او ثروت بقأ دا ستاسې عقيده ده
پکې غرق یاست توپير څه چې څو نیزه ده
 
پکې غرق یاست توپير څه چې څو نیزه ده
مڼې واړه دي په شمار خیر که اوس شپه ده
 
زما حامد دا واورۍ هر چا ته کره ده
 
لر او بر مو خوار ولس ټول برمته ده
 
څه ناتار دې څه مو کور کې غلبله ده
   
محمد حامد الوتاند ستاکتن کليفورنیا    

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.