pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

زما پرمختګ او زما پرمختللي
رڼـــــا
بـدلــون
 

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال


pixl

 

 

 
 
رڼـــــا
     
پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

رڼا يانې څه؟

د لمر سترګه چې د شپې تېرې غوڅې کړي، تورتم ته د پای ټکی کيږدي او سر د غرونو نه راپورته کړي، نو روښنايي رامينځته شي او چاپيرچل د ليدو وړ شي. موږ وايو چې رڼا شوه.
چې د شپې په تورو تيرو کې ډیوه ولګوو، شاوخوا وليدلی شو او لار پيداکړو نو په دې پوه شوو چې تورتم خلاص شو او رڼا شوه.
کله چې د ناروغتیا په حالت کې د درد له لاسه کړيږو او څوک کوم درمل راکړي او د هغې په نتيجه کې آرامتيا ترلاسه کړو نو شکر وباسو او ووایو چې ایله مو په سترګو رڼایي راغله.
درد، غم، تکليف، او ستونزې تورتم دی او درمان یې رڼايي ده. مګر دا خبره مې ټول عمر په فکر کې اچوي چې زموږ په ژوند کې ولې رڼا نه راځي.
لمر هره ورځ د ختيځ نه راخيژي، شا و خوا د ليدلو وړ کړي، ټوله نړۍ ترې ګټه واخلې، حتی بوټي او حيوانات. د هرچا په ژوند کې رڼايي راولي خو زموږ په ژوند کې لاهماغسې تيرې دې.
د ډيوې نه راووتو، د لاټن او شمعې نه هم تير شو او برښنا ته ورسيدو. چاپيريال راته ښکاره شو، هرڅه ګورو او وينو مګر رڼا نشته او نه مو رڼا وليده.
د دردونو او تکليفونو بيلابيلو درملو ته لاسرسې لرو چې د درد او ضرورت په وخت کې یې خورو. دردونه مو قرار شي مګر ټپونه مو نه رغیږي او رڼايي هم نه راځي.
دا ټول چئ ګورم نو د رڼا نه ډيره ګيله من شم چې زموږ پر لوري ولې نه راځي. د رڼا زموږ سره ولې ورانه ده او موږ سره کومه زړه دښمني لري چې زموږ پر لورې هيڅ نه راتاویږي. که کله لار غلطه کړي او سهواً زموږ خوا ته راشي، تر څو چې موږ د هغې د ښکلا او روښانتيا نه خوند او ګټه اخلو، بيرته ډوبه شي او موږ په تيرو کې پاتې شو. آخر زموږ ګناه څه ده چې زموږ نه ډډه کوي او ليرې راڅخه ګرځي.
يوه ورځې مې زړه ډیر راتنګ شو، په خواريو او زاريو مې رڼا پيدا کړه او د خپل تورتم ټولې ګيلې مې ورته وکړې. هغې راته په ځواب کې وويل: زه خو خپله روښنايي هرچا ته يو شانې پرته د توپير او احسان څخه ورکوم. دا چې ستا د رڼا له کبله نور خلک په روښنايي کې ژوند کوي او ته ترې ګټه نه شي اخستلای او لا اوس هم په تيارو کې پروت یې، دا ستا ګناه ده او که زما. خپله پرې فکر وکړه. زه اوس ځم او تر هغې بيرته نه راځم تر څو ته زما په قدر او زما د رڼايي نه په ګټه اخستلو پوه نه شې.

سالت ليک سيټي، يوټا، امريکا، چارشنبه، د ۲۰۱۲ زئيزکال د جون د میاشتې ۲۷ نيټه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.