pxl
bismellah
Current Issues
pixl
Home Articles

Saturday, October 24, 2020
د سولې خبرې او د امریکا ټاکنې
09-27-2020
د ملي تاريخ او مشرانو سپکاوی
08-22-2020
افغانستان کې سياسي ثبات

07-11-2020
په ټولنه کې د ښځې مقام او ونډه

06-20-2020
د افغانستان راتلونکي اقتصادي نظام



Welcome To Sabawoon         سباوون ويب پاڼې ته ښه راغلاست          د يو نوي سپيڅلي سباوون پۀ هيله

pixl
١٣٩۹ لمريز کال
د
څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

Saturday, October 17, 2020
د سولې خبرې ولې ټکنۍ شوې
09-19-2020
د سولې خبرو ګډ ونوالو ته وړانديزونه

09-27-2020
افغانان د کلتوري يرغل په لومو کې

06-06-2020
د افغانستان د سولې تړون او دافغانانو ونډه


05-30-2020
د سباوون لمړنۍ خپرونه




جدي ۶: د روانې غميزې دويمه پيلامه
پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۱ مه کلیزه - ځانګړی خپرونه
Saturday, December 26, 2020

سباوون يوه خپلواکه ټولنيزه، کلتوري او سياسي خپرونه ده چې د لومړي ځل لپاره د مجلې په بڼه کې د ۱۹۹۳ زيږديز کال د اکټوبر په ۲۱ نيټه د کاليفورنيا ايالت د فونټن ويلې پهٔ ښار کې لهٔ چاپ څخه راووتله او پهٔ پښتو او انګريزي ژبو يې خپرونې پيل کړي.

د سباوون مجلې موخه د لومړۍ ورځې څخه د هيواد د ملي مسايلو پۀ هکله ګټور معلومات خپرول، د هيواد د دښمنانو لهٔ مخونو څخه نقابونه ليرې کول، يوې ملي روحيې ته وده ورکول، او د پښتو ژبې، کلتور او پښتونوالې پۀ هکله علمي او تحقيقي ليکنې خپرول وو. سباوون مجلې د خپلې چاپې بڼې پهٔ موده کې د افغانستان پهٔ ټولنيزو، کلتوري او سياسي برخو کې بيلابيلې خپرونې وکړې او د هيواد ملې، تاريخي، ادبي او سياسي څيرې يې يو پر بل پسې هيوادوالو ته وروپيژندلې. څه موده وروسته سباوون مجله د چاپي بڼې ترڅنګ د انټرنټ(internet) پرمخ هم راوځليده.

سباوون مجله د خپل اوه کلن مطبوعاتي منزل پۀ ترڅ کې د ډيرو کنډوکپرو څخه تيره شوه، د بيلابيلو تهديدونو او مشکلاتو لهٔ پړاو څخه ووتله او رښتينې د هيواد او ولس پۀ هکله ګټور او غوره معلومات يې هيوادوالو او نړيوالو ته وړاندې کړل. د اوو کلونو مطبوعاتي سفر څخه وروسته لهٔ بده مرغه د ځينو مالي ستونزو لهٔ کبله د سباوون مجله د کاغذ پرمخ د چاپ څخه بنده شوه، مګر سباوون خپل مطبوعاتي فعاليت د کمپيوټر د پاڼې (Internet) له لارې مخ پۀ وړاندې بوت.

د سباوون د صحيح، ګټور او اغيزمن کار نتيجه وه چې د سپتمبر د يوولسمې د ناورين څخه وروسته د افغانستان پۀ هکله د موثقو او بيطرفه معلوماتو د راغونډولو پۀ خاطر د سباوون مجلې کمپيوټري پاڼه د نړۍ پۀ بيلابيلو هيوادونو کې په لومړيو مياشتو کې د يولک ديرش زرو (١٣٠٠٠٠) لوستونکو لخوا لوستل کيده چې دا شميره څه موده وروسته پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) ته ورسيده. همداراز د امريکا دولتي مقاماتو هم پۀ عين وخت کې فيصله کړې وه چې د سباوون کمپيوټري پاڼې ته مراجعه وکړي او دا پاڼه د امريکا د جمهورريس، مشرانو جرګې، ولسي جرګې او نورو دولتي منابعو ته د مؤخذ په توګه وروپيژني او د صحيح معلوماتو دپاره ترې ګټه واخلي، چې د سباوون مجلې او کمپيوټري پاڼې مسئولينوته دکانګرس کتابتون (Library of Congress) د دې فيصلې خبر د بريښناليک (email) د لارې ورکړی و.

د سپتمبر د يوولسمې نيټې څخه وروسته اکثره هغه مطبوعات او کسان چې د امريکا د بهرني سياست او نړيوال دريځ په هکله يې انتقادي دريځ درلود غلي کښيناستل او پۀ افغانستان کې د امريکا د سياست پۀ هکله پټه خوله پاتې شول، مګر د سباوون مجلې مسوولينو د هيواد او ولس په مقابل کې خپل مسووليت له ياد نه ونۀ ويست او پدې هکله يې هراړخيزه خپرونې وکړې او پهٔ افغانستان د یرِغل او پهٔ افغانستان کې يې روان غيرعادلانه او ناانډوله سياست ته يې د انتقاد ګوته ونيوله. د افغانانو او نړيوالو پاملرنه يې هغو کورنيو، سيمه ايزو او نړيوالو لاسوهنو او مشکلاتو ته راوګرځولـه چې دا هيواد د هغې له کبله د کلونو راهيسې پۀ اور کې سوزيده.

ملي اهدافو ته د رسيدو، افغانان او نړيوال د افغانستان د اوسني او راتلوکي سياسي واقيعتونو پۀ هکله د روښانولو او د افغانانو د حقه حقوقو د لاسته راوړلو پۀ خاطر، موږ اوس هم د ژبې، ادب، کلتور، دين، د هيواد دبيا ودانولو، ټولنې ته د ودې ورکولو، د ملي حکومت جوړولو، د يو رښتيني او ګټور اساسي قانون په هکله د معلومات راټولولو، د يوې رښتينې نماينده جرګې د راغونډيدلو د پروسې د څيړنې او د اراز نورو ملي او ولسي مسايلو پۀ هکله د هراړخيزه ګټورمعلوماتو د راغونډلو هڅې جاري ساتو.

نن چې يو ځل بيا پۀ هيواد کې داسې حالات راغلي چې بايد د افغانستان د رښتينو ملي مسايلو پۀ هکله ولس ته هراړخيزه معلومات وړاندې شي، پۀ هيواد کې سياسي، ژبني او نظامي ناانډوليو ته د هيوادوالو او نړيوالو پاملرنه راوګرځول شي، ولس د کورني او نړيوال سياسي ميدان د لوبغاړو د لوبو نه خبرکړای شي، اړينه ده چې د فعاليت لمن پراخه شي. مونږ دښمنان ډير لرو او دوستان لږ، خو ملي اهدافو ته د رسيدو، افغانان او نړيوال د افغانستان د اوسني او راتلوکي سياسي واقيعتونو پۀ هکله د روښانولو او د افغانانو د حقه حقوقو د لاسته راوړلو پۀ خاطر به موږ خپلې هڅې جاري ساتو.

تاسې ټولو هيوادوالو ته بلنه درکوو چې موږ سره د Zoom لۀ لارې پۀ خپرونه کې برخه واخلئ او د سباوون د فيسبوک له لارې يې پۀ ژوندۍ بڼه وګور

 

نو په مړو او معدومو به شميريږو
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو
 
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.