pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

زه او دی

درنو هيوادوالو
زما سلامونه او نیکې هيلې ومنئ. هيله ده روغ او خوښ اوسئ
د هيواد وروستنيو سياسي حالاتو دومره انديښمن کړی يم چې د مغزو څخه د قلم څوکې ته څه نه رارسيږي. دا څو ورځې کيږي چې د زړه تسل د ستر استاد او د افغان ولس وياړ او ننګ ارواښاد ګل پاچا الفت او د پښتو د نوي غزل پلار حمزه بابا د شعرونو په لوستلو کوم. سره له چې د الفت صاحب هره خبره د کاڼې کرښه ده، خو دا شعر یې د افغانستان د اوسني سياست غميزه ښه څرګندوي. دا دی تاسې سره یې شريکوم
روغ او خوښ اوسئ- ډاکټر عبدالقيوم مومند


ستراستاد ارواښاد ګل پاچا الفت

ما وې په زړه کې به ځای درکړم ده وې بر ښه دی

                        ما وې قدم دې په ليمو ده وې په سر ښه دی

ما وې ملګری به دې يم په يوه لاره به ځو

                        ده وې چې پيټی زما يوسي ما ته خر ښه دی

ما وی د خرو دوران تيرشوی خرکاري ښه نه ده

                        ده وې ته پوه نه شوې ملګري نه نوکر ښه دی

ما وی هغه د سر سړی دی په ښه نوم ياديږي

                        ده وې د ټول ولس دپاره بس يو سر ښه دی

ما وی په يو سر باندې کله ټول کارونه کيږي

                        ده وې له سل سرو نه يو سر ښکرور ښه دی

ما وې ولس به شي بې سره که سرونه نه وي

                        ده وې زما د سر دعا کړئ دی بې سر ښه دی

ما وې چې بې ستا له يارانو دا نور هم لري حق

                        ده وې هاها په پاده خپل مال ته نظر ښه دی

ما وې خدمت په صداقت قام او ملت خوښوي

                        ده وې ترڅو چې چليږي چل او هنر ښه دی

ما وې ملت کې ډيرصادق خدمتګاران پيداشوه

                        ده وې له داسې مفسدانو نه حذر ښه دی

ما وې هغه د خلکو خوښ دي پرې ټوليږي خلک

                        ده وې زه نه غواړم ليډر ماته لډر ښه دی

ما وې چې پس له دې کوتک کوتکماري ښه نه ده

                        ده وې رښتيا د فريب دام د خولې منتر ښه دی

ما وې نورخلک اوس روان دي پاس سپوږمۍ ته خيژي

                        ده وې سپوږمۍ نه خو زما څنګ کې دلبر ښه دی

ما وی چې خپل خير نور د خلکو شر کې مه لټوه

                        ده وې چې خير زما پکښې وي هغه شر ښه دی

ما ولس ډير خواروزار دی څه چاره ده په کار

                        ده وې جاهل دی او جاهل تر دې بتر ښه دی

            ما ورته وکړې څو خبرې د حساب او کتاب

            قيامت یې جوړکړ چې سل ځله ترې محشر ښه دی

سرپاڼه

 

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.