pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

زما پرمختګ او زما پرمختللي
رڼـــــا
بـدلــون
 

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال


pixl

 

 

 
بـدلــون
     
پوهنمل ډاکټر عبدالقیوم مومند

موږ داسې ډېر اورو چې د فلاني په ژوند کې بدلون راغلی، په حالاتو کې بدلون راغلی او په ټولنه کې بدلون راغلی. که څوک نوې جامې واغوندي او يا بدله لونګۍ په سر کړي، که چا خپل کور ته نوی رنګ ورکړ، که چا کومه ورځ خپله خولۍ په سره باندې کږه ايښې وه، او يا د يو هيواد زوړ نظام په نوي نظام بدل شوی وي، نو په دې ټولو حالاتو کې موږ وايو چې بدلون راغلی. په نوې زمانه کې چې د تخنيک او ټکنالوژۍ پرمختګ او د انټرنټ اسانتیاوو ته وګور نو په ډاډ سره وايو چې ډير بدلون راغلی، مګر په دې ټولو حالاتو کې په دې نه پوهيږو چې بدلون د ښيګڼې لپاره راغلی او که د نوو ستونزو لپاره.
بدلونونه هم ځانته بيلابيل شکلونه او خپل حساب کتاب لري. بدلون په هوا کې، بدلون په انسان کې، بدلون په صحت کې، بدلون په چم ګاونډ کې، بدلون په کور او کلي کې، بدلون په هيواد کې، بدلونه په سيمه کي، او بدلون په نړۍ کې. چې دې ټولو بدلونونو ته وګورو نو سړي سره وسوسه پيدا شي چې بدلون یانې څه؟
آیا د يو حالت نه بل حالت ته تلل بدلون دی؟ که داسې وي، نو موږ، زموږ ټولنه او زموږ هيواد خو په دې تيرو ديرشو کلونو کې د بيلابيلو زړو حالاتو نه نوو حالاتو ته ولاړ، مګر کوم بدلون رانغی. خلک لا هماغسي وږي تږي دي، چا پوهه ترلاسه نه کړه، يو بل وژني، او دښمنۍ او تربګنۍ لا هماغسې زړه په زړه ده.
آيا يو زاړه څيز ته نوی رنګ او نوی نوم ورکول بدلون دی؟ که داسې وي نو اصلي وجود خو یې هماغسې زوړ پاتې شو او بنیادونه لا هماغسې زاړه دي. دا نوی رنګ او نوی نوم به د زاړه وجود د تاثير نه څنګه پاک او جلا وساتو.
آيا په يو څيز کي د مادې تغير بدلون دی؟ که داسې وي نو په ډيرو حالاتو کې خو د مادې تغير يواځې د يو څيز شکل بدلوي او په اصلي خصوصياتو کې کوم خاص د فکر وړ تغيرات نه راولي. ځينې تغيرات د مادې د بدلون سره خامخا رامينځ ته کيږي، مګر هغه د مادې په اصلي محتوی کوم ډير تاثير نه لري.
آیا د زاړه فکر پر ځای نوی فکر خپلول بدلون دی؟ که خبره د فکر وي نو نوی فکر خو پرته د کوم دليل او ضرورت څخه نه رامينځ ته کيږي، بلکې هر نوی فکر د زاړه فکر د بنيادونو او تجربو پر اساس رامينځ ته کيږي. که چيرې دا دعوی وکړو چې زموږ نوی فکر زموږ د زاړه فکر نه ښه دی، دلته پوښتنه رامينځ ته کيږي چې: يو نوی څيز چې د يو زاړه خراب څيز پر بنیاد جوړ شوی وي، څنګه ښه کيدی شي؟
داسې ډير نور مثالونه مې هم ‌ذهن ته راغلل او زاړه خيالونه مې هم په سر کې راوګرځيدل. ما چې هرڅومره فکر وکړ، په دې مې ځان پوه نه کړی شو چې بدلون څه ته وايي.
ماته ويل شوي وو چې کله د يو انسان د وينا او کړو له کبله بل انسان ته رڼايي ورپه برخه شي او ددې رڼايي له کبله د هغې بل انسان په ژوند کې د سولې، سوکالۍ، او نيګمرغۍ وړانګې وځليږي، نو په دې پوه شه چې بدلون رامينځ ته شوی دی، ځکه انسان ټولنه جوړوي. خو دا فکر مې د اوسنيو حالاتو سره جوړ نه راځي. زما فکر په نوې زمانه کې زوړ دی. فيصله مې وکړه چې زه د بدلون په مانا نه شم پوهيدی او د ځان سره مې وويل چې ښايي: که د ټولنې او ولس په ګټه وي او که نه، خو چې زما په ګټه وي، هغې حالاتو سره ځان برابرول او ځان د نورو په جامه کې ځايول او رنګول به د بدلون مانا وي؟ که دا هم نه وي، نو تاسې ووايي چې بدلون څه ته وايي؟
سالت ليک سيټي، يوټا، امريکا، يکشنبه، د ۲۰۱۲ زئيزکال د مې د میاشتې ۱۳ نيټه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.