pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

 الحاج امين الله زمريالی

دا وينا مې ده له ننګه

ګـوره حـق د استعـمـار سره په جـنګ دی
قوي تل د استعمار په نشه منګ دی
 
ای پـښـتونـه په عالم کـې څه غورځنګ دی
د ضعـيـف قـوه د ده عـزم او فـرهنګ دی

ضعيف ځي په خپله لار د مقصد لور ته
قوي ځي په  خپل غرور ګندلي ګور ته

ضعيف نه دی چې دی مل د خپل احباب وي
په سختيو د حيات کښې تل کامياب وي
قـوي نه دی چـې غـره په  خپـل اسباب وي
هـر ټـبـر چـې د ثبـات او عزم اصحاب وي

فلسفه د ژوند که غواړې زما ګرانه
آزاد اوسه آزاد ولاړ شه له جهـانه

عـزم نـه دی چـې د ژوند دار او مـدار کړي
پروا نه کـړي که ژوندون که سر په دار کړي

ثبات نه دی چې په خوله باندې ګـفـتـار کړي
هغه څوک چې ومـطـلـب ته عزم اختيار کړي

د شيرشاه غوندې همت کړه شيرافګن شه
د فرهاد په څير عمل کړه او کوهکـن شه

ها څـو کـســه سـره ټول شي نو لښکر شي
کـه لښـکـر سره فرد فرد شي مات ابتر شي

ها څو څـاڅـکـي سـره يو شـي سمندر شي
هـره ډلـه چـې يو يو شـي در پـه در شي

ته  پښتون يې ضعيف نه يې سره ټول شه
د قوم ګټـې ته بيدار او يـو کـهـول شه

نـوم يـې  پـاتـه لا تراوسـه په لاهـور دی
کـه وطـن درڅـخـه ولاړ دا لوې پيغور دی

ته پسـر يـې د شهـاب چـې ځای يې غور دی
غـيـرت وکـړه پر وطـن درباندې پور دی

د غيرت خاوند په ګور کې صفـتيـږي
بې غيرته په خپل کور کې تل شرميږي

کـه دانـا شـي ټـول پښتون نو به هوس کړم
چـې دښـمـن د پښـتـانه د نغري خس کړم

ډيـر ويل رنځ او زحمت دی اوس به بس کړم
هـم بـه هـلـتـه بيانونه خپـل په وس کړم

زمريالی يم دا ويل مې دي له ننګـه
ای پښتونه چې پيداکړې ځانته پنګه

 

سرپاڼه

 

 

 

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.