pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

رحمت شاه "سائل"

زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ

 

 

زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ

رحمت شاه "سائل" د برې پښتونخوا يو وړ شاعر دی چې د شعرونو ګڼ شمېر ټولګې يې خپرې شوي. د ده شعرونه د ګڼ شمېر سندرغاړو
لخوا وييل شوي دي. نوموړی د عوامي نشنل پارټۍ غړيتوب لري او په پېښور کې د باچاخان مرکز لخوا د مياشتينۍ خپرونې پښتون مجلې پازوال دی.
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. له ماشومتوبه يي د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه پيدا شوه او تل به يي لوستلې. تر دې چې ليکل او لوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته آن مقالې هم ورته ليکلې.
رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعر وييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ کړ
رحمت شاه سايل د خپل د عمر لويه برخه، په خپل کلي کې تېره کړې.

د رحمت شاه سايل لاندی کتابونه خپاره شوي :

د وير په چم کې وار د نغمو دی - شعري ټولګه
د لمبو په سيوري - شعري ټولګه
د ښايستونو د سپرلي بادونه - شعري ټولګه
درد چې د څړيکو څانګې وسپړلې - شعري ټولګه
د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؟ - شعري ټولګه
تا له تصوير په ګلاب جوړ کړم که نه - شعري ټولګه
د چينارونو نه لمبې ووتې - شعري ټولګه
حالات چې اور اوروي - شعري ټولګه
ته به په خپل تصوير کې څوک ځايوي - شعري ټولګه
زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم - شعري ټولګه
آخري سندره - افسانې

د رحمت شاه سايل ځينې نا چاپه کتابونه :

ريبار ـ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
سره بڅري ـ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
د ثقافت تاريخي بنيادونه ـ نثر
ټپه که ستاينه - نثر
هر تصوير زما تصوير - مقالې
خبرلوڅ تصويرونه - مقالې
په في الميزان کې د هېواد معنوي اړخونه - نثر

 

زما په دواړو اوږو
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
چې په خندا ورته
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
     
     
     

سرپاڼه

 

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.