pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

ملنګ جان

په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې

په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې
چــې نــظــــر مــې شـــو روزګــــــار د دې دنـيــــا تـــــه
لـه ډيـر غمـه مـې پـه مـخ اوښـکـــې خـــورې شـــوې
خـــدايــــه مـــا پـښـتــــانــه ټــول سـپــارلــي تــاتـــــه

پښتانه په خوب ويده دي نه پاڅيږي
هرسړی د ځان په ګټه خوشحاليږي
دا وطن دی زمونږ مور که څوک پوهيږي
د افـســــــــوس نـــــــارې وهــــــــــــــم په زوره زوره
زوې د پــلار په لاره نــــه ځــــــــي ورور د وروره
حــقــيــقــــت کــــې يــو پــيــــدا لــــه يـــوې مــــوره
د دې حق مونږ نه تلف خاورې ايرې شو
ځـکـه لاس د محتـاجـئ نيسـو بـل چا ته
د مرغانو په شان ګرځي په آسمان
نارينه شه هرځای وګټه ميدان
تاريخ بيرته کړه او وګوره داستان
ای پـښـتــونــــه دې دنــيــــا تــــه لــــږ نــظــــر کــــړه
تــه هــم نـــر شــــه ســـرومــــال پـــه دې لار ورکــــړه
د شـيـــرشـــاه او د مـيـــرويـس نــه ځــان خـبــر کړه
پلارګټلې زوی ته ټوکې مسخرې شوې
دا مـتــل اسـتـعـمــالـيــږي مـا او تــا تــه
چې روان وو د يووالي په يولار
احمدشاه بابا دی پريښی لوی يادګار
دښمنان يی وو ترپښو لاندې تار تار
پــه دنــيــــا د پـــښــتــنــــو څـــومــــره لــــوړ نــــوم و
پــــه هــرځــــای يـــې د بـــري بــيــــرغ مــعـــلـــــوم و
چــې بــه دوی په کــــوم طـــــرف وړی هـــجــــــوم و
نن مې ځکه د خپل ځان برخې سپيرې شوې
زمـونــږ سـتــرګـې د امـيــد دي هـرې خـواتــه
چې يې پريښوه د نيکونو سمه لار
چې د بل د لاس جوټه خوري لکه زار
په هغه پښتون لعنت شه هزار بار
مــوجــــوده پــښــتــــانــــه ولــــې نـــه شـــرمــيـــــږي
د دې ژونـــد نــه پــه مــرګ ولــــې نـــه خــوښـيــږي
چـې د بــل پــيــســــو تــه لاس نـيـســـي اودريــــږي
خو زما ملنګ جان برخه دا سورې شوې
که د خوږ زړګي ملهم راکړي خداې ماته

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.