ودیرته چې زما دهیلو پیلوزی دی
څنګ ته مې نا ست دی
ذهن یې
له ډیروپوښتنوستړی ښکاري
اوسترګې یې
زما له څیرې نه لویږي.
همدا اوس
یوې داسې سراخیستې څپې ته پا تې کیږي
چې
که لاس وروړې
د ګریوانه ساحل به ونړوي
او غږ به یې
د آسمان پر کڼو غوږونووچوي.
زړه یې غواړي
هغوټولو پوښتنوته ځواب ومومي
چې دده پرزړه یې
داندیښنواو غمونودرانه پیټي با ر کړي دي.
زړه یې غواړي
چې زما پوستکي ته ننوځي
ستنه شي ،
چاړه شي ،
نری مزی شي
سر تر پایه هیله شيي پیلوزی شي
او زما له تنه
د نهیلیوغزیدلي ریښې وباسي .
څه وکړي ؟!
ځوان باورونه یې
د تقدیر آذان ته سر نه ټیټوي
او ژوند ورته
د هغه مشق تمرین نه ښکاري
چې ملایکې یې
د بیکارۍ پر وخت
پر پاڼو لیکي او بیا یې
له څانګو غورزوي.
ده ته د ژوند شیبې
هغه وزنونه دي
چې د موجودیت ارزښتونه
د ځمکې پر مخ خوندي ساتي
***
د کوټې پرکړکۍ
ورو،ورو دتیارې رنګ کیني
او په دې ډ ول
دشپې تخته
ډیرو نا ځوابو پوښتنو ته تیارۍ نیسي
له ځایه جګیږي
په سترګوکې یې دسپیڅلتیا نازکه ځلا بریښي
پراوږو مې سر ږدي
په مټو کې مې را نغاړي
او تودوخه یې
زمادوجود په سکښت ،سکښت کې
د هیلې او مینې او پایښت سپرغکې شیندي.
اګست ۲۰۱۲ کا ل ـ لندن