pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

افغان ځوانه

۲۵\۰۲/۲۰۱۲


ولی محمد نورزی

ویښ شه افغان ځوانه د خدمت وخت دي راغلی دئ
خپل کوردي سمسورکړه دعلمیت وخت دي راغلی دئ

ستا دوطن خاوره ستا دورور په وینو سره ده نن
ورکه دي هدیره شوه دهویت وخت دي راغلی دئ

ټوله نړۍ ګوره چه روانه د علمیت او آبادی په لور
ته په جنګ اخته يې د خلاصیت وخت دي راغلی دئ

دوست او دښمن و څیړه خپل ځان ته لار پیداکړه بیا
د سولي روغي جوړې او وحدت وخت دي راغلی دئ

څنګه دغلیم په چل اوفریب کي بنديوان او زندانې شولي
مات کړه ځنځیرونه دغلیمودکشفیت وخت دي راغلی دئ

خپل خلک دي خپل کړه ددښمن سره جګړه ته په هنرکوه
پا څیږه بیدار شه د ننګ او دغیرت وخت دي راغلی دئ

ستا خاوره سپیڅلۍ ده ، احساس دآزادې او خپلواکې غواړي
پریږده دا جنګونه د خبرواو روغبت وخت دي راغلی دئ

وګوره تاریخ ته دپلرونواو نیکونو نوم ژوندی ساته
هوښ او سوچ دي وکړه د عزت وخت دي راغلی دئ

پورته شه ځلمیه دغفلت تورې تیاري دي بیا روښانه کړه
ژبه دقلم دي توپانې کړه د وصلت وخت دي راغلې دئ

ژاړي یتیمان دوي دخپل موراو پلار محبت غواړې
لاس د مرستي ور کړه د ښه نیت وخت دي راغلې دئ

مه سوځه خپل کورپه خپلو لاسوددښمن دسیسه شنډه کړه
سرکړه ته راپورته دیووالي اوپیوست وخت دي راغلی دئ

ژوند د فخر ښه دی اصلیت ستا د پت اوعزت نښه ده
ورکه داجکړه کړه دویاړلي افغانیت وخت دي راغلی دئ

اور شه سره لمبه شه د جهالت اوبدبختي ځاله ویجاړه که
ټینګ دي استقلال کړه دوطن دحریت وخت دي راغلی دئ

چیغه او فریادکړمه په زوره زه نورزی ستا دکاروان مل یمه
خپل وطن ودان کړه ځوانه د شخصیت وخت دي راغلی دئ


 
 

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.