pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

ملي وحدت
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
خو
 
ځان پلورونکو پرې راوستۍ لوې آفت دې
نن مې بیا چې خوږ زړګۍ پدې حالت دې
که ټلواله که جنبش که یې وحدت دې
د پردو په مزدورۍ کې رقابت کړي
دا یې موخه دا یې لاره دا یې نیت دې
دوې له پیله د بیلتون حڅه لرله
په دوستۍ کې نیش وهي دا یې خصلت دې
د لستوڼي مو ماران دي دا مکاره
د دوې موخه بس مقام او ډیر دولت دې
په هر چا دوې پلورل کیږي لور په لوري
د ميرویس او احمد خان دا نصيحت دې
په خپلوۍ او مکارۍ یې مه غولیږۍ
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
د پوهانو عالمانو ، روڼ اندانو دا غفلت دې
حال احوال مو چې نن داسې د ملت دې
تش په نوم مشرانو کړۍ مصلحت دې
عام ولس مې ندې ګرم نه ملامت دی
روشنفکر ته زمونږ پاتې صحبت دې
خلاقیت او د عمل واګي یې ورک شول
روڼ‌ اندانو مو خپل کړې دا عادت دې
دوې د باد د سیر په لوري‌ روانیږي
دوې خپل کړې په بهر کې اقامت دې
دوئ یې څه کړي چې څه کیږي‌ هغه کیږي
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
یؤ تر بله دښمنان شول د عالم مو دا علمیت دې
نه د دین نه د آیین شول دوې په خپلو کې بدبین شول
میا،ملا،طالب،چړي مو بس په فکر د قیامت دې
په ژوندون یې مونږ نه مړي دي‌ جوړ کړي‌
روحانیت ته یې شاه کړې بس په دروغو په سیاست دې
پیر،سعيد زما آغا او که حضرت دې
مونږ پرهیز دوې ته نعمت دې د دنیا که آخرت دې
که رباب دې که کباب دې که هستي ده که مستي ده


پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
     
عربي شهزاده ګان مې خوند اخلي‌له چیړلو

هیڅ صرفه څوک نکوي زما په وهلو ټکولو

په هر نوم مې کړوي دوې په ورورۍ که اخوت دې
ځکه اوس کړي یؤ انسان د بل انسان په مړو باولې
دلته ټوله مونږه ګرم یو د هرچا د خولې شو جاولې
نه مو توره د بابا شته نه پښتو نه افغانیت دې
نه ننګ پاتې نه احساس نه مو غیرت دې
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
     
مه یې کل کړې مه کدو کړې مه یې روس مه یې هندو کړې

انګریزان که ایرانیان دي پنجابیان دي که یې جټ دی

دوې په ګډه وارد کړۍ مونږ ته واړه مصيبت دې
     
نو اې افغانه پریشانه دا خبره واوره ما نه
د نفاق ګرداب کې ګوره ټوله یؤ ځاې فنا کیږۍ
 
که یؤ کیږۍ پاتې کیږۍ که نه لر او بر ورکیږۍ
خداې به رانوړي بدلون دا واقيعت دې
 
که لا هم په ځان او نفس بدلون رانوړۍ
په یؤوالي ورور ولۍ کې مو قوت او موجودیت دې
 
زما حامد دا خپل ولس ته دا وصیت دې
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دې

د افغان د سترګو تور ملي وحدت دې

دا هیواد زمونږ د ټولو کور او ګور دې

د پښتون دې د تاجک که هزاره که د ازبک دې
محمد حامد الوتاند ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۲۵مه
   

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.