د ښځو دنړیوالې ورځې په ویاړ د ټولې نړۍ او لر او بر افغان ملت درنو ښځو ،خویندو او میندو ته خپلې مباره کۍ او نیکې هيلې وړاندې کوم او دا شعر ټولو ته ډالۍ کوم
ښځه مور ده ښځه خور ده ښځه ترور ده
هم دا انګور ده هم توړۍ ده هم دا اندرور ده
د بي بي هوا نه واخله تر دې دم تر ما او تا
کوره نۍ ده پرې ودانه وداني د کلي کور ده
دخلقت ښکلې دنیا ده پر دوې ټوله
دا د ژوند او د ښکلا ډیر خوږ انځور ده
په فطرت کې ده دا مينه، مینه ناکه
دا د مينې ده دنیا د مینې زور ده
مهربانه پر هر چا چې لور په لور ده
بس دا مور ده خدائیږو مور ده ولله مور ده
مینه ، رحم ، عاطفه د ټولو يؤ شان
د نړۍ په هر یؤ ګوډ کې لور په لور ده
نه په عرش او نه په فرش کې پیدا کیږي
هغه خوند چې پاکه غیږه کې د مور ده
دعا ګویئه چې د پلار او که د ورور ده
بل څوک نده دا یا لور ده او یا خور ده
چې له خپلو بچو وي پر مونږ زهيره
څومره مينه د توړۍ او هم د ترور ده
وي نانزکې نازولې د مور پلار خپل
چې پردي ګڼي مور، پلار خپل دا انګور ده
دخلقت ښکلې دنیا ده پر دوې ټوله
دا د ژوند او د ښکلا ډیر خوږ انځور ده
په فطرت کې ده دا مينه، مینه ناکه
دا د مينې ده دنیا د مینې شور ده
د تورزنو ننګیالو د بري راز ده
د باتورو ده بریا او د ملا زور ده
شاځلمو چې په میوند کې برۍ وموند
د پښتو لڼډئیو خوند خو لا څه نور ده
د ملالې میوندي تل پاتې چيغې
پر غليم باندې هر وخت بل کړۍ اور ده
میړنو ته خو دا تل ننګ او ناموس وي
حفاظت یې فرض پر مونږه باندې پور ده
چا چې ښځو ته په ټيټ نظر کتلي
په دنیا او په عقبا کې یې مخ تور ده
نه دا مرد او نه میړه نه نارینه ده
چا چې ښځو باندې کړۍ ظلم زور ده
په بې وزله ضعيفانو که تیرۍ کړي
پښتنو کې خو حامده دا پیغور ده