pxl
bismellah

pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


رحمن بابا

ګل پاچا الفت

قيام الدين خادم

امير حمزه شينواري

 الحاج امين الله زمريالی

Rahman Baba

pixl


حمد

محمد

صدف

ښه ده ښه ده دا دنيا

 


 

ارحمان بابا

Abdul Rahman Mohmand - (Rahman Baba)
Researched By: Kabir Mohmand

هجری ۱۱۱۸‑۱۰٤۲

د رحمان بابا د پیژندني دپاره همدومره بس دي چې ټول پښتانه ورته بابا وایي. په پښتوکښي د بابا لقب یا هغو شاهنشو ته ورکړي شوي دي چه د توري او توپک په زور ئې پښتنو ته ملکونه نیولي دي او یا هغوفقيرانو ته ورکړي شوي دي چه نه ئې توره نه ئې توپک او نه ئې زور و، خو د خبرو په سحر ئې د پښتنو د زړونوعالم تسخير کړي داو د هرپښتانه د زړه په تخت ناست پاچهی ئې کړې ده

لکه چه رحمان بابا وایي

د پالنگ او د پیړی حاجت ئې نشته
د یارانو نشستن د زړه په تخت دي

رحمان بابا په ۱۰۴۲ هجري کال د پښتونخوا د پیښور په علاقه په بهادر کلى کښې زیږیدلي دي او د پلار نوم ئی عبدالستار وو که څه هم په قوم مومند دي مگر د رحمان بابا مقام له دینه ډیر اوچت دي چه دي کومي خاصی قبیلی یا کوم ټبرته منسوب شي ، ځکه چه لوي او حقیقي شاعران بين الانساني شخصیتونه لري. رحمان بابا هم دټولو انسانانو دي خو بیا په خاص طور دټولو پښتوبابا دي. دى پخپله هم ځان کومي قبیلې ته نه منسوبوی وایي:

زه عاشق یم سر و کار می دي له عشقه
نه خلیل، نه داودزی یم، نه مومند

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.