د افغانستان نوې کابينې ته د وړانديز شويو وزيرانو ژوند ليک:ستر جنرال عبدالرحيم وردګ |
د اولس نظریات |
|
ژوند لیک |
ملي دفاع ته وړانديز شوى وزير، ستر جنرال عبدالرحيم وردګ په ١٣٢٣ کال کې، په ميدان وردګ ولايت کې زېږېدلى دى. هغه د حبيبې لېسې له فراغت وروسته په حربي پوهنتون کې شامل شو، د زده کړو د دوام په خاطر يې مصر او د امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړ.
وردګ خپلې لوړې زده کړې په پلي مسلک، د ښوونې او روزنې ميتوديک او پراشوت کورسونو، کمانډو، موټر دار او د افسرانو مکانېزه، د مخابرې او د حربي ارکان الکترونيک کورس د امريکا متحده ايالاتو او د مصر د قاهرې ښار په ناصر اکاډمي کې بشپړې کړې دي.
نوموړي، په حربي پوهنتون کې د زده کړو له پاى ته رسېدو وروسته د استاد په توګه، د دفاع وزارت د پروتوکول مرستيال او د مهاجرت په دوران کې د افغانستان د اسلامي محاذ په جبهو کې د قوماندان په توګه خدمت کړى دى.
وردګ په ١٣٧١کال کې د مجاهدينو له بريالي کېدو وروسته، د کابل ښار د دفاع او امنيت کمېټې غړى، د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز، د دفاع وزير مرستيال، د وسلې ټولونې پروګرام مشر، د ريفورم مشر په توګه او د ملي اردو په جوړونه کې دنده ترسره کړې ده .
نوموړي، په تېره دوره کې هم د دفاع وزير په توګه دنده ترسره کړې ده .
وردګ په پښتو، انګليسي او دري ژبو باندې تسلط لري.
ژمني
د ملي اردو د شمېر د زياتولو لپاره جدي كار روان دى اوهڅه كيږي په راتلونكو پنځو كلونو كې ملي اردو له هره پلوه پياوړې شي ترڅو وتوانيږي پوځي عمليات ترسره اوله هېواد څخه دفاع وكړي
"زه چيلينج وركوم كه د افغانستان او امريكا حكومتونو زما او زما د زوى ترمنځ كوم مالي ارتباط او يا داسې څه پيدا كړل، چې زه به د هغه لپاره واسطه شوى يم.
زما زوى يو كال كيږي، چې له افغانستان څخه بهر دى د تورنې شوې كمپنۍ رييس هم نه دى اوله كومې افغاني څانګې سره هم اړيكه نه لري دا زما په برخه كې يوه توطیه ده او زه پوهيدم، چې دا پوښتنه له مانه كيږي
دا مهال ملي اردو ترپخوا سمبال شوې او كولاى شي، چې په يوازې توګه پوځي عمليات ترس
|