د افغانستان نوې کابينې ته د وړانديز شويو وزيرانو ژوند ليک |
ستر جنرال عبدالرحيم وردګ
ملي دفاع ته وړانديز شوى وزير، ستر جنرال عبدالرحيم وردګ په ١٣٢٣ کال کې، په ميدان وردګ ولايت کې زېږېدلى دى. هغه د حبيبې لېسې له فراغت وروسته په حربي پوهنتون کې شامل شو، د زده کړو د دوام په خاطر يې مصر او د امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړ.
وردګ خپلې لوړې زده کړې په پلي مسلک، د ښوونې او روزنې ميتوديک او پراشوت کورسونو، کمانډو، موټر دار او د افسرانو مکانېزه، د مخابرې او د حربي ارکان الکترونيک کورس د امريکا متحده ايالاتو او د مصر د قاهرې ښار په ناصر اکاډمي کې بشپړې کړې دي.
نوموړي، په حربي پوهنتون کې د زده کړو له پاى ته رسېدو وروسته د استاد په توګه، د دفاع وزارت د پروتوکول مرستيال او د مهاجرت په دوران کې د افغانستان د اسلامي محاذ په جبهو کې د قوماندان په توګه خدمت کړى دى.
وردګ په ١٣٧١کال کې د مجاهدينو له بريالي کېدو وروسته، د کابل ښار د دفاع او امنيت کمېټې غړى، د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز، د دفاع وزير مرستيال، د وسلې ټولونې پروګرام مشر، د ريفورم مشر په توګه او د ملي اردو په جوړونه کې دنده ترسره کړې ده .
نوموړي، په تېره دوره کې هم د دفاع وزير په توګه دنده ترسره کړې ده .
وردګ په پښتو، انګليسي او دري ژبو باندې تسلط لري.
ژمني
د ملي اردو د شمېر د زياتولو لپاره جدي كار روان دى اوهڅه كيږي په راتلونكو پنځو كلونو كې ملي اردو له هره پلوه پياوړې شي ترڅو وتوانيږي پوځي عمليات ترسره اوله هېواد څخه دفاع وكړي
"زه چيلينج وركوم كه د افغانستان او امريكا حكومتونو زما او زما د زوى ترمنځ كوم مالي ارتباط او يا داسې څه پيدا كړل، چې زه به د هغه لپاره واسطه شوى يم.
زما زوى يو كال كيږي، چې له افغانستان څخه بهر دى د تورنې شوې كمپنۍ رييس هم نه دى اوله كومې افغاني څانګې سره هم اړيكه نه لري دا زما په برخه كې يوه توطیه ده او زه پوهيدم، چې دا پوښتنه له مانه كيږي
دا مهال ملي اردو ترپخوا سمبال شوې او كولاى شي، چې په يوازې توګه پوځي عمليات ترسره كړي
محمد حنيف اتمر
کورنيو چارو ته وړانديز شوى وزير محمد حنيف اتمر، په ١٣٤٧ کال کې په لغمان ولايت کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي. نوموړي خپل د ليسانس معادل سند د کليو د پراختيا څانګه کې، ماستري يې په نړيوالو اړيکو او له جګړې وروسته د هېوادونو د ودې په څانګه کې د بريتانيا له سارک پوهنتون څخه او د معلوماتي تکنالوجي او کمپيوټر برخه کې يې خپل ديپلوم هم، له همدغه هېواد څخه تر لاسه کړې دي.
اتمر د ١٣٧١ او ١٣٨١کلونو ترمنځ د بشري پروګرامونو په طرحه او پلي کېدو، له مهاجرينو سره په مرسته، بيارغونه او پراختيا کې په نادولتي موسسو کې فعاليت کاوه.
اتمر په ١٣٨١ يم کې د کليو او پراختيا وزير، په ١٣٨٥يم کې د پوهني وزير او بيا د ١٣٨٧ يم د تلې په ٣٠مه، د کورنيو چارو وزير وټاکل شو، چې دا دى تر دې مهاله همدغه دنده پر مخ وړي.
اتمر په پښتو، انګليسي او دري ژبو باندې وارد او تسلط پرې لري.
ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال
ماليې وزارت ته وړانديز شوى وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، په ١٣٤٦ کې هغه مهال چې پلار يې په بدخشان ولايت کې دنده ترسره کوله، دې نړې ته راغى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په کونړ، پروان، پنجشېر او خپل پلرني ټاټوبي ننګرهار ولايتونو کې ترسره کړې دي.
زاخېلوال د شوروي له يرغل وروسته پاکستان ته کډه شو، هغلته له څه ځنډ پاتې کېدو او د ننګرهار، کونړ او پنجشېر ولايتونو کې په جهادي جبهو کې له برخې اخيستو وروسته د خپلو لوړو زدکړو د پوره کولو په موخه کاناډا ته ولاړ او هلته يې د اوتاوا ښار له کارليتن پوهنتون څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړ.
ډاکټر زاخېلوال په ١٣٨٤ کې بېرته افغانستان ته را ستون شو، لومړى د کليو دپراختيا وزارت د ارشد مشاور، د خصوصي پانګې اچونې يا آيسا ادارې مشر او د افغانستان بانک د عالي شورا غړي په توګه يې دندې ترسره کړې او وروسته بيا د اقتصاد په برخه کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ومنل شو.
زاخېلوال د ١٣٨٧ يم په لړم کې د ترانسپورت او هوايي چلند د سرپرست وزير او د ١٣٨٧يم په سلواغې کې د ماليې وزير په توګه وګومارل شو.
زاخېلوال په پښتو، انګليسي او دري ژبو پوره تسلط لري.
محمد سرور دانش
عدليې وزارت ته وړانديز شوى وزير محمد سرور دانش په ١٣٤٠ کال کې د دايکنډي ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلى دى او خپلې لومړنۍ زده کړې يې په خپل زوکړ ځاى او لوړې زده کړې يې د فقهې، اسلامي معارف، حقوق او ژورناليزم په فوق ليسانس درجه په عراق، سوريه او ايران دولتونو کې پاى ته رسولې دي.
سرور دانش د ١٣٦١ او ١٣٨٠ کلونو ترمنځ د بېلابيلو مجلو لکه وحدت اونيزې، سراج مجلې، صراط مجلې، ميثاق وحدت مجلې او نګاه معاصر مجلې د خپرولو مسووليت پر غاړه درلوده او د ١٥ کتابونو تاليفات لري. نوموړي په بېړنۍ لويه جرګه کې فعاله ونډه درلوده او د اساسي قانون د تسويد او تدقيق د کمېسيون غړيتوب يې درلوده. محمد سرور دانش په ١٣٨٣ يم کې د دايکنډي د والي په توګه او د ١٣٨٣ کال له مرغومي را پدېخوا د عدليې وزير په توګه دنده ترسره کوي.
محمد سرور دانش په پښتو، دري او عربي ژبو باندې تسلط لري.
د بنديانو اصلاح، د بشر د حقوقو څخه دفاع او د دې وزارت د كاركوونكو د كاري وړتيا اوچتول هم هغه څه دي، چې دى به ورته په راتلونكو پنځو كلونو كې ډېره پاملرنه وكړي:
"د ديني او اسلامي ارزښتونو پياوړي كول او له اساسي قانون څخه دفاع د وزارت او حكومت په برخه كې زما كاري لومړيتوب دى.
دغه راز د قانون حاكميت او تطبيق او په ټول هېواد كې د حقوقي خدماتو د پراختيا پياوړي كول، له حقوقي مسايلو څخه د عامه خلكو خبرول، د بشرله حقوقو او ډموكراسۍ څخه دفاع او داسې نور هغه څه دي، چې زه به ورته ډېره پاملرنه كوم
ډاکټر غلام فاروق وردګ
د پوهنې وړانديز شوى وزير غلام فاروق وردګ په ١٣٣٨کال کې د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل زوکړ ځاى او لېسه په کابل کې پاى ته رسولې ده. فاروق وردګ په ١٣٦١ کال کې د پاکستان د پنجاب پوهنتون په فارمسي فاکولته کې شامل شو او په ١٣٦٥ کې له دغه پوهنتون څخه فارغ شو، نوموړى له هغه وروسته د ١٣٦٥ او ١٣٧٠کلونو ترمنځ په پېښور کې د افغانستان لپاره د سوېډن په کمېټه کې په خدمت بوخت و.
فاروق وردګ د ١٣٧٥ نه تر ١٣٨٠ پورې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام په اداره کې کار کاوه، چې په همدې ترڅ کې يې د خپلې ماسټرۍ سند په اداري څانګه کې په پېښور کې له پريسټن پوهنتون څخه تر لاسه کړ. فاروق وردګ د ١٣٨٢يم په کب مياشت کې د انتقالي دولت د مشر لخوا د ټاکنو د تنظيم د ګډ دفتر د دار الانشاء د مشر په توګه وګومارل شو او بيا د ١٣٨٣ يم د سلواغې په مياشت کې د وزيرانو د شورا د دارالانشاء او چارو د ادارې د عمومي رييس په توګه و ټاکل شو. نوموړي له دې پرته د سيمې د امن جرګې د دارالانشاء رياست هم پر مخ ووړ.
فاروق وردګ د ١٣٨٧يم په تله کې د حامد کرزي لخوا د هېواد د پوهنې وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي شو، چې د باور رايې له اخيستو وروسته تر دې مهاله دغه دنده پر مخ وړي.
هغه پر پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو باندې تسلط لري.
ژمني
"د پوهنې پرمختګ د دریو مهمو عناصرو لکه معلم، متعلم، کتاب او درسي ماحول کې دی.
ترڅو، چې د معلم د تعلیم سطحه او د معیشت سطحه یې بهتره نه شي معارف کې بهبود نه شی راتلای.
د رتوبو او معاشونو په تطبیق سره، د نويو معاشونو لوړولو په اړه ویلای شم، چې انشاءالله د کال د پایه به ۶۰ زره ښوونکي د نوي رتوبو او معاشاتو په سیستم کې شامل او معاشونه به یې لوړ شي
د پوهنې وزارت پنځه كلن ستراتيژيك پلان جوړ شوى، چې له مخې به يې په راتلونكو پنځوكلونو كې په ښوونځيو كې د زده كوونكو شمېر يوولسو ميليونو ته ورسيږي او د ښوونكو شمېر به له يو لكو پنځه او يا زرو څخه درې لكه دېرشو زروته لوړ شي
د اسلامي تعليماتو په برخه كې به هم د زده كوونكو شمېر زيات شي او په هره ولسوالۍ كې به د كرنې يوه ليسه هم جوړه شي
پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد
لوړو زده کړو ته نوماند وزير ډاکټر عبيدالله عبيد د عبدالوهاب زوى، چې په ١٣٤٩کال کې په کابل ښار کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په منوچهري ښوونځي، ثانوي په نادريه عالي لېسه او لوړې زده کړې د کابل په طبي پوهنتون کې ترسره کړې دي.
د نوموړي تحصيلي درجه د ماسټر په سويه او علمي رتبه يې پوهاند ده .
سربېره پردې چې عبيد د کابل په طبي پوهنتون کې په بېلابېلو پوستونو کې خدمت کړى، د کابل د طبى پوهنتون د رييس او په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
نوموړى، په بېړنۍ لويې جرګې او د اساسي قانون په لويېجرګې کې د کابل د خلکو انتخابي استازى و.
نوموړى پر پښتو، دري او انګليسي ژبو باندې تسلط لري.
محمد اسماعيل خان
د اوبو او برېښنا نوماند وزير محمد اسماعيل خان په ١٣٢٧ کال په هرات کې دې نړۍ ته راغى. هغه خپلې زده کړې د ليسانس په درجه د کابل په حربي پوهنتون کې ترسره کړې دي. اسماعيل خان د ١٣٤٩ او ١٣٥٧ کلونو ترمنځ له افسرۍ نيولې تر جکتورنۍ نظامي رتبې پورې دندې ترسره کړې دي. اسماعيل خان د جهاد د وختو د قوماندان په توګه يوه پېژندل شوې څېره ده او د هېواد د سوېل لوېديځې حوزې د عمومي جهادي آمر په توګه يې خپلې دندې تر سره کړې دي. محمد اسماعيل د ١٣٧١ او ١٣٧٤ کلونو ترمنځ د هرات د والي او د سوېل لوېديځې حوزې د عمومي آمر په توګه دنده درلوده او د ١٣٧٦ يم په غويي مياشت کې د طالبانو لخوا ونيول شو او تر ١٣٧٩يم پورې په کندهار کې بندي و.
محمد اسماعيل له ١٣٨٠څخه د ١٣٨٣تر لړم پورې بيا د هرات د والي په توګه دنده ترسره کړه او د ١٣٨٣ له مرغومي مياشتې څخه تردې مهال د اوبو او برېښنا د وزير په توګه دنده ترسره کوي.
پوهنيار عنايت الله بليغ
حج او اوقاف ته نوماند وزير پوهنيار عنايت الله بليغ د ضياء الحق زوى په ١٣٣٤کال په کاپيسا ولايت کې د دې نړۍ ته راغى، لومړنۍ زده کړې يې د بکلوريا په سويه د کابل په عربي دارالعلوم او لوړې زده کړې يې د ليسانس په سويه د کابل پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کې ترسره کړې دي.
بليغ له ١٣٥٩څخه تر ١٣٧١ پورې د کاپيسا د مرکز د جبهې د امريت، د کاپيسا ولايتي مرستيال او د دغه ولايت د دارالانشاء د رييس په پوستونو کې کار کړى دى.
دغه راز نوموړى له ١٣٧١ څخه تر ١٣٧٥ پورې د ساختماني وزارت د اداري رييس، وروسته د ښار جوړونې وزارت د اداري رييس او بيا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د معين په توګه دندې ترسره کړې دي.
هغه له ١٣٧٧څخه تر ١٣٨٤ پورې د کاپيسا د البيروني پوهنتون د علمي معاونيت، د کډوالو چارو د وزارت معينيت (په مقاومت کې) د کابل پوهنتون رياست، په انتقالي دوره کې د بهرني او کورني امنيت پر وړاندې د جرمونو د استيناف محکمې رياست او د ملکيتونو د اختصاصي محکمې غړيتوب پر غاړه درلوده.
مخکې له دې چې عنايت الله بليغ په کابينه کې د حج او اوقاف د وزير په توګه معرفي شي، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د استاد، د فقهې او قانون ديپارتمنت د غړي، د علماوو د مرکزي شورا د غړي، د علماوو د شورا د تحقيق او افتا کمېټې د غړي او د پل خشتي جامع جومات د خطيب په توګه دنده ترسره کوله.
د نوموړي علمي رتبه پوهنيار او مولوي او دولتي رتبه يې مافوق رتبه ده.
ميرزا حسين عبداللهي
د عامه ګټو وزارت نوماند وزير ميرزا حسين (عبداللهى) د محمد عيسى زوى، په ١٣٣٥کال کې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې زېږېدلى او په قوم هزاره دى.
د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځۍ له ميخانيک څانګې څخه فارغ شوى، ماسټري يې د فليپين له مانيلا انستيتيوت نه او دوکتورا يې په پاليسي او عامه اداره کې د امريکا له اتلانتيک نړيوال پوهنتون څخه (انلاين ) ترلاسه کړې ده.
هغه د پلان وزارت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده، نوموړى په پښتو، دري ،انګليسي او اردو ژبو خبرې کولاى شي.
ډاکټر سيد مخدوم رهين
اطلاعات او کولتور وزارت ته نوماند وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين د ميرشريف زوى، په ١٣٢٥ کال کې په کابل ښار کې زېږېدلى دى. خپلې زده کړې يې د دوکتورا په درجه په دري ادبياتو کې د کابل او تهران پوهنتون کې پاى ته رسولې دي، هغه له ١٣٥٢ څخه تر ١٣٥٩کال پورې په بېلابېلو څوکيو لکه د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي تدريسي غړيتوب، امريت او بيا د اطلاعات او کولتور وزارت اړوند د کوشانيانو د مرکز رياست، د اطلاعات او کولتور وزارت د بهرنيو خپرونو مديريت او د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د استاد په توګه دندې ترسره کړې دي.
هغه د جهاد پر مهال د افغانستان د اسلامي اتحاد اړوند د آزاد کابل راديو د رييس، د عالي شورا د غړي او فرهنګي کمېټې د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړي په امريکا کې د افغانستان لپاره د سولې او ديموکراسي ټولنې بنسټ کېښود. هغه د دويمې دورې د بېړنۍ لويې جرګې د طرحې د اجرائيو کمېټې غړيتوب تر لاسه کړ او په بُن کنفرانس کې يې هم فعاله ونډه درلوده.
رهين په لنډ مهالې اداره او انتقالي حکومت کې د اطلاعات اوکولتور د وزير په توګه دنده ترسره کړې او تر دې مهاله په هند کې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کوي.
سيد مخدوم رهين په پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولاى شي.
ډاکټر سيد محمد امين فاطمي
عامې روغتيا وزارت ته نوماند وزير سيد محمد امين فاطمي په ١٣٣١ کې په ننګرهار ولايت کې زېږېدلى دى. په ١٣٤٧ کې له حبيبې لېسې څخه فارغ شوى او په ١٩٧٧يم کې يې له طب پوهنځۍ څخه خپل د ډاکټرۍ ديپلوم ترلاسه کړى دى.
ډاکټر سيدمحمدامين فاطمي د پرمختګ پر لور هېوادونو کې د روغتيايي پاليسي لپاره نويو لارو څانګه کې خپله شهادتنامه په ١٩٩٥يم کې د امريکا متحده ايالاتو له باستن پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
ډاکټر سيد محمدامين فاطمي، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال پاکستان ته وکوچېده او د مجاهدينو په لنډ مهالي حکومت کې د عامې روغتيا وزارت معين وټاکل شو، نوموړي په کابل کې د مجاهدينو د حکومت له تاسيس وروسته د اسلامي دولت د عامې روغتيا د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.
ډاکټر فاطمي په ١٣٨٣ کې د عامې روغتيا د وزير په توګه وګومارل شو او دادى تردې مهاله همدغه دنده پرمخ وړي.
ډاکټر فاطمي په پښتو، دري او انګليسي ژبو روانې خبرې کوي.
محمد اصف رحيمي
د کرنې او مالدارۍ وزارت نوماند وزير محمد اصف رحيمي د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلى دى. لومړنۍ زده کړې يې په ميرويس هوتکي ښوونځي، ثانوي يې په حبيبيه او ثانوي تخنيک يې په کابل ښار کې بشپړ کړي دي او ليسانس يې په ١٣٦٠ کال د کابل پوهنتون له انجنيرۍ پوهنځۍ څخه تر لاسه کړ.
اصف رحيمي په ١٣٦٨ کال فوق ليسانس درجه په عامه ادارې او مديريت او پراختيايي بيارغونې څانګې کې د امريکا متحده ايالاتو له نبراسکا پوهنتون څخه تر لاسه کړه. رحيمي د ١٣٨٣يم تر پايه پورې په يوه نړيواله موسسه کې د کليو د پراختيا په برخه کې دنده ترسره کوله او وروسته بيا د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول وټاکل شو. اصف رحيمي د ١٣٨٥يم په غويي مياشت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت معين او د ١٣٨٧ د تلې په ٣٠مه، د کرنې او مالدارۍ وزارت د وزير په توګه وټاکل شو.
رحيمي په پښتو، دري او انګليسي ژبو تسلط لري.
ډاکټر انوار الحق احدي
د اقتصاد نوماند وزير ډاکټر انوار الحق احدي په ١٣٣٠ کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى، په بيروت کې د امريکا له پوهنتون څخه د اقتصاد او سياسي علومو په څانګه کې د ليسانس او ماسټري درجه، د نارت ويسترن د مافوق ليسانس مطالعاتو له پوهنځي څخه د ماليې او ادارې په څانګه کې تخصصي ماسټري او د امريکا د نارت ويسترن له پوهنتون څخه يې د سياسي علومو په رشته کې دوکتورا ترلاسه کړې ده .
دى د ١٣٦٣ او ١٣٨١ کلونو ترمنځ د امريکا د کارلتن په پوهنتون کې د سياسي علومو د پروفيسور مرستيال، د شيکاګو د کانتيننتال ايلونا په بانک کې د بانکدارۍ د امر او د امريکا د پراويدنس په پوهنتون کې د سياسي علومو د پروفيسور په توګه دندې ترسره کړې دي .
همدارنګه احدي له ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٨٣ کال پورې د افغانستان بانک د عمومي رييس او له ١٣٨٣ څخه د ١٣٨٧ کال د لړم تر مياشتې پورې د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده .
وحيدالله شهراني
د کانونو نوماند وزير وحيد الله شهراني د نعمت الله شهراني زوى، په ١٣٥٢ کال په کابل کې زېږېدلى دى . نوموړي د بانکدارۍ او ماليې په برخو کې د فوق ليسانس درجه له بريتانيا او په اقتصاد کې د فوق ليسانس درجه له پاکستان څخه ترلاسه کړه . وحيد الله شهراني د والتم فارست او ريچموند په کالجونو کې د اقتصاد او سوداګرۍ د مضونونو تدريس کړى دى او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار و . وحيد الله شهراني له ١٣٨٤ کال څخه تر ١٣٨٧ کال د ماليې وزارت مرستيال و او د ١٣٨٧ کال د مرغومي په مياشت کې د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په توګه وټاکل شو .
شهراني په پښتو، دري او انګليسي ژبو روانې خبرې کولى شي .
انجنير امـيرزی سنګين
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماند وزير اميرزى سنګين په ١٣٢٨ کال د پکتيکا ولايت په اورګون ولسوالۍ کې زېږېدلى دى . لومړنۍ زده کړې يې په اورګون او منځنۍ زده کړې يې په ګردېز کې بشپړې کړي دي . ثانوي زده کړې يې تر دولسم ټولګي پورې د مخابراتو په تربيوي مرکز کې د درېيو کلونو لپاره او په ١٣٥٢ کال کې د انګلستان هېواد د سوېلي لندن له پوهنتون څخه د الکتورنيکس او مخابراتو په څانګه کې د انجنيرۍ سند ترلاسه کړ .
انجنير اميرزى سنګين په ١٣٥٩ کال کې د هېواد پرېښودو ته اړ او سوېډن ته يې پناه يوړله، په ١٣٦١ کال کې د سوېډن په مخابراتو کې پر دنده وګومارل شو او وروسته يې د درېيو کلونو لپاره د سعودي عربستان د شاه خالد د هوايي ډګر په مخابراتي پروژه کې کار وکړ .
اميرزى سنګين په١٣٨٠ کال کې افغانستان ته راستون شو او د مخابراتو وزارت، افغان بېسيم کمپنۍ او د جي . اس . اېم لايسنس د ارزونې کمېټې د مشرتابه انجنيرانو ته د روزنې په برابرولو کې يې برخه واخيسته .
سنګين په ١٣٨٢ کال کې د مخابراتو وزارت د سلاکار او د افغان ټيلي کام شرکت د رييس په توګه په کار پيل وکړ . په ١٣٨٥ کال کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د افغانستان د مخابراتو د وزير په توګه وټاکل شو ، چې تراوسه په دې پُست کې کار کوي .
اميرزى سنګين په پښتو، دري، انګليسي او سوېډني ژبو روانې خبرې کولى شي .
غلام محمد ييلاقي
د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير غلام محمد ييلاقي د غلام سخي زوى، په ١٣٢٢ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلى دى او دوه ځامن او يوه لور لري .
په ١٣٤٠ کال کې د مزار شريف له باختر لېسې څخه فارغ او په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د ملي اقتصاد په څانګه کې فارغ شوى دى .
نوموړي، خپل تحصيلات د ايټاليا د پيزا په پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې بشپړ کړي دي .
نوموړى د بُن د تاريخي کنفرانس غړى و، د سوداګرۍ وزارت د ستر سلاکار په توګه يې دنده ترسره کړې ده . دى په پښتو، دري، ايټاليوي او انګليسي ژبو خبرې کوي او له روسي ژبې سره څه ناڅه بلد دى .
انجنير ويس احمد برمک
په نوې کابينه کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا نوماند وزير انجنير ويس احمد برمک په ١٣٥١ کال په کابل ښار کې دې نړۍ ته راغلى دى، لومړنۍ او ثانوي دوره يې په نادريې لېس کې پاى ته رسولې ده . نوموړي د کابل پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې د مهندسي په رشته کې د ليسانس درجه او د انګلستان په لندن پوهنتون د ختيځو او افريقايي مطالعاتو له پوهنځي (SOAS) څخه د پراختيايي علومو د مطالعاتو، له جګړې څخه وروسته د بيارغولو، تاوتريخوالي، سياسي اقتصاد، شخړې او پراختيا، د قانون تعميم او له جګړې وروسته ټولنو کې د سالمې حکومتدارۍ په برخو کې د ماسټرۍ درجه ترلاسه کړې ده .
برمک په ١٣٧٥ کال کې د اکبر دفتر د پروګرامونو د ستر امر، د ١٣٨١ کال څخه د ١٣٨٢ کال تر وږي مياشتې پورې د (UNAMA) دفتر د پروګرامونو د پاليسۍ او پلان جوړونې د امر په توګه، د ١٣٨٢ کال له غويي مياشتې څخه تر تلې پورې، له پېښو سره د مبارزې د عمومي ادارې د ستر سلاکار، د ١٣٨٣ کال د تلې له مياشتې څخه د ١٣٨٥ کال د تلې تر مياشتې د کليو د بيا جوړلو او پراختيا وزارت د ستر سلاکار او د ١٣٨٧ کال د سلواغې له مياشتې څخه تراوسه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د پروګرامونو د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي .
هغه په ملي ژبو (پښتو او دري) سربېره له انګليسي ژبې سره هم بلدتيا لري .
محمد اسماعيل منشي
د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير محمد اسماعيل منشي په ١٣٣٨ هجري لمريز کال کې د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ په شيرک ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلى دى . لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې په اقچه کې بشپړې کړې دي اوپه ١٣٦٤ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د عمومي تاريخ له څانګې څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر ١٣٦٧ کاله پورې په جوزجان کې د سواد حياتي د پراختيا په برخه کې فعاليتونه ترسره کړې دي . په ١٣٦٧ کال کې د عسکري په خدمت کې يوځاى شو او د احتياطو د صاحب منصب په توګه يې دنده ترسره کړې ده .
منشي په ١٣٧٠ کال کې پاکستان ته کډه وکړه او وروسته ترکمنستان ته ولاړ . د طالبانو له سقوط وروسته په ١٣٨٠ کال کې هېواد ته راستون شو او تراوسه د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند د اجرائيوي شورا د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کوله. هغه په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې د جوزجان د خلکو په استازيتوب ګډون کړى و.
محمد اسماعيل منشي په دري، پښتو، ازبکي او ترکمني ژبو خبرې کوي .
ډاکټر محمد الله بتاش
د ترانسپورت او هوايي چلند نوماند وزير ډاکټر محمد الله بتاش د الحاج بوري زوى، په ١٣٤٠ کال کې د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د درمن بتاش په کلي کې زېږېدلى دى .
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د امام صاحب ولسوالۍ د باسوس په ښوونځي کې ترسره کړې او په ١٣٥٧ کې د يادې شوې ولسوالۍ له لېسې څخه فارغ شوى دى .
دى د کانکور له ازموينې وروسته د يوه تحصيلي بورس له لارې پخواني شوروي اتحاد ته معرفي شو، چې په ١٣٦٤کال کې يې د روسيې د ګوبان له دولتي پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ .
بتاش د تاريخ ديپارتمنت د امر، د ژورناليزم پوهنځي د رييس او د کابل د ټولنيزو علومو انستيتيوت د تدريساتو د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.
نوموړي په ١٣٧٤ کال کې له روسيې څخه د ټولنيزو علومو په رشته کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ او له ١٣٨٤ څخه تر ١٣٨٤ پورې په پارلماني چارو کې د دولت د وزير د سلاکار او د اسلامي ملي جنبش ګوند د مرکزي شورا د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړې ده .
نوموړى، مخکې له دې چې په نوې کابينه کې د ترانسپورت او هوانوردۍ د وزير په توګه وړانديز شي، د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې يې د ولايتي شوراګانو او پارلماني چارو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله .
ډاکټر حُسن بانو غضنفر
د ښځو چارو نومانده وزيره ډاکټر حُسن بانو غضنفر د ١٣٣٦ کال د سلواغې په مياشت کې په بلخ ولايت کې زېږېدلې ده . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په مزار کې د سلطان راضيې په لېسه کې پاى ته رسولې دي او په ١٣٦٢ کال کې يې د شمالي قفقاز په ستاورپل ښار کې د ژبې او ټولنپېژندنې په څانګه کې د ليسانس او ماسټرۍ ديپلوم ترلاسه کړ او په همدې کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د علمي کدر په توګه ومنل شوه .
ډاکټر حُسن بانو غضنفر په ١٣٦٤ کال کې پيترزبورګ ښار ته ولاړه او د پيترزبورګ له پوهنتون څخه د ژبپوهنې په څانګه کې د دوکتورا درجې له ترلاسه کولو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه .
حُسن بانو غضنفر په ١٣٨٢ کال کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د رييسې په توګه وټاکل شوه او د ١٣٨٥ کال د زمري تر مياشتې په همدې څوکۍ کې پاتې شوه . هغه په دې موده کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا غړې، د افغانستان د پوهنتونونو د ټولنې مرستياله، د اسپرانتو د ښځو د نړيوالې ټولنې غړې، د ترک ژبو د نړيوالې ټولنې غړې او د حکيم ناصر خسرو بلخي د کولتوري کانون د مشرتابه پلاوي غړې وه .
نوموړې د ١٣٨٥ کال د زمري په ١١مه، د ښځو چارو د وزيرې په توګه وټاکل شوه او تراوسه په دې څوکۍ کې کار کوي .
حسن بانو غضنفر په دري، پښتو، ازبکي او روسي ژبو تسلط لري .
څارنپوه عنايت الله نظري
د کډوالو چارو نوماند وزير څارنپوه عنايت الله نظري د نظر محمد زوى، په ١٣٣٣ کال کې د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په ده بالا کلي کې زېږېدلى دى او د جبل السراج په لېسه کې د لومړنيو او ثانوي تعليماتو له بشپړولو وروسته، په ١٣٥٦ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوى دى . نوموړي د ايران له نور پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو د ماسترۍ درجه ترلاسه کړې ده .
نوموړي په بېلابېلو عدلي او قضايي پُستونو، لکه د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ څارنوال، د مزار شريف ښار د څارنوال، د بلخ د عمومي نظارت د څارنوال، د بلخ د څارنوالۍ مرستيال او د کابل د څارنوالۍ د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده . ده په ١٣٧٨ کال کې د مقاومت په دوره کې د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمهوري رياست د کنترول او تفتيش د رييس په توګه دنده ترسره کوله.
نظري، په لنډ مهاله اداره او انتقالي حکومت کې هم د کډوالو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کوله .
دى په پښتو او دري ژبو خبرې کولى شي .
سيد حامد ګيلاني
د سرحدونو، قومونو او قبايلو نوماند وزير سيد حامد ګيلاني د پير سيد احمد ګيلاني زوى په ١٣٣٤ هجري لمريز کال کې د کابل په کارته نقيب صيب کې وزېږېد او ثانوي زده کړې يې په حبيبيې لېسه کې ترسره کړې . له دې لېسې څخه له فراغت وروسته يې په ١٣٥٢ کال کې د يوه کال مودې لپاره د عدليې وزارت د اړيکو په رياست کې کار وکړ .
نوموړي په ١٣٥٣ کال کې خپل تحصيلات د عربي ژبې په څانګه کې د قاهرې د الازهر په پوهنتون کې، له ١٣٥٣ څخه تر ١٣٥٥ کلونو ترمنځ د ليسانس په درجه د ايران په ملي پوهنتون کې د سياسي علومو په ديپارتمنت کې او له ١٣٦١ څخه تر ١٣٦٥ پورې د اسلام اباد په نړيوال پوهنتون کې د شرعياتو او فقهې د اصولو په څانګه کې زده کړې پاى ته رسولې دي .
سيد حامد ګيلاني له ١٣٥٧ کال راپدېخوا د افغانستان د اسلامي ملي محاذ د مشرتابه د کفيل په توګه دنده ترسره کوي . نوموړي په ١٣٦٧ کال کې د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د مجاهدينو د ډلې د رييس په توګه او يو شمېر نورو ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې ګډون کړى دى . دى په ١٣٨٠ کال کې د پېښور ګروپ په نامه د يوه پلاوي رييس و او د بُن تړون يو له لاسليک کوونکيو څخه دى .
سيد حامد ګيلاني له ١٣٨٤ کال راپدېخوا د مشرانو جرګې د لومړي نايب په توګه دنده ترسره کوي .
هغه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفر کړى دى او په دري، پښتو، عربي او انګليسي ژبو خبرې کوي .
ډګرجنرال خدايداد
له نشه يي توکيو سره د مبارزې نوماند وزير جنرال خدايداد په ١٣٣٤ کال کې په اروزګان ولايت کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي . لومړنۍ زده کړې يې د شهرستان په لومړني ښوونځي او وروسته يې په کابل کې عالي پوځي ښوونځى پاى ته ورساوه . جنرال خدايداد خپلې لوړې زده کړې په ملي اکاډمي، د هندوستان نظامي اکاډمي او د مسکو د فرونزا په نظامي اکاډمي کې پاى ته رسولې دي .
دى له ١٣٥٦ څخه تر ١٣٧١ کاله پورې د افغانستان د ملي اردو په ليکو کې و، په لوړو نظامي پستونو کې يې دندې ترسره کړې دي او ٥٢ مډالونه يې ترلاسه کړې دي . جنرال خدايداد په ١٣٧١ کال د مجاهدينو په لومړني حکومت کې د ملي امنيت د وزير په توګه وټاکل شو .
وى بعداً از اين پست استعفا داد و به بريتانيا سفر کرد و در آن جا در ميان مهاجرين به فعاليت های سياسی پرداخت.
جنرال خدايداد در سال 1384 بحيث معين وزارت مبارزه با مواد مخدر مقرر گرديد و در سال 1386 سرپرست اين وزارت گرديد.
هغه وروسته له دې څوکۍ نه استعفا وکړه او برتانيا ته يې سفر وکړ او هلته يې د کډوالو ترمنځ سياسي فعاليت پيل کړ .
جنرال خدايداد په ١٣٨٤ کال کې له نشه يي توکيو سره دمبارزې وزارت د مرستيال په توګه وټاکل شو او په ١٣٨٦ کال کې ددې وزارت سرپرست شو .
جنرال خدايداد په ١٣٨٧ کال کې له نشه يي توکيو سره د مبارزې د وزير په توګه وټاکل شو او تراوسه په دې څوکۍ کې کار کوي .
خدايداد په دري، پښتو، انګليسى او روسي ژبو واک لري .
د پژواک خبري اژانس نه په مننه سره
|