ولسمشر غني: هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره ستر ګام واخیستل شو |
ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ سره د سولې لپاره ستر ګام اخیستل شوی او دې لارې ته به د بشپړې سولې تر ټینګښت پورې دوام ورکړي.
ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست په جوړو شویو مراسمو کې وویل، حکومت او حزب اسلامي له دې بریا سره وښوده چې افغانان خپلې ستونزې خپله حلولی شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته کابل ته له راتګ نه څو ساعته وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومت د اوسنیو او پخوانیو ځینو چارواکو له خوا هرکلی وویل شو.
ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د حکمتیار لپاره د ښه راغلاست غونډې ته وویل چې حکومت افغانانو سره د سولې د زمینو د برابرو ژمنه کړې وه او اوس د دغې ژمنې د پوره کېدو یو ستر ګام پوره شوی دی.
موږ د افغانستان ستر ملت ته ژمنه ورکړې وه چې د سولې د ټينګښت لپاره زمینه برابروو او نن په دې لار کې ستر ګام اخیستل شوی دی، خو دې لارې ته به د بشپړې سولې تر ټینګښته دوام ورکړو."
ښاغلی غني وايي، د حکومت او حزب اسلامي نیتونو، واقعي او سمو قضاوتونو دواړه لوري تر دې سترې بریا ورسول چې د ده په باور په پیل کې یې ډېرو خلکو فکر نه شو کولای.
ده وویل د حزب اسلامي سره سوله د سولې لپاره ملي اجماع ثابتوي کوم چې ښيي په افغانستان کې د تاوتریخوالي تاریخ تکرارېدونکی نه دی.
ښاغلي غني وسله والو طالبانو ته وویل چې د حزب سلامي په څېر د سولې لار غوره کړي که نه د ده په باور له انزوا سره به مخ شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دلته یو ځل بیا پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوم چې د سولې مخالفت دې نه کوي ځکه سوله د خدای امر دی او جنګ د حل لار نه ده، وسله والو مخالفینو ته په کار ده چې د حزب اسلامي پر قدم پل کېږدي او که وسله وال مخالفین د افغانانو خیر او سوله نه غواړي انجام یې معلوم دی، انجام یې انزوا او د دین او دنیا ناکامي ده."
د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي تېر کال د میزان په میاشت کې د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړی و چې اته میاشتې وروسته یې مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې راڅرګند شو.
حکمتیار ته بیا د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د دولتي چارواکو له خوا هر کلی وویل شو او د پنجشنې په ورځ غرمه مهال کابل ته راورسېد.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ده لپا ره د ښه راغلاست جوړو شویو مراسمو ته وویل، د روغې جوړې سره ځکه مل شوی چې حکومت وکولای شي روان تاوتریخوالی مهار کړي.
ده په خپله وینا کې د حکومت په شته ځينو ستونزو خبرې وکړې خو ویې ویل چې اوسنی نظام د یوه واقعیت په توګه مني چې د پیاوړتیا لپاره یې باید هر څوک رول ادا کړي.
نوموړي پر هغو ډلو او خلکو غږ وکړ چې د جګړو له لارې خپلې ګټې لټوي تر څو افغانان پرېږدي چې خپل مسیر په خپله وټاکي.
ښاغلي حکمتیار وویل په دې لړ کې باید په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران هم په ګډه فشار واچول شي تر څو د افغانستان په اړه نوی سیاست غوره کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه دوستان او هغه ګوندونه چې له ایران سره نیکې اړیکې لري دوی مخکې او موږ یې په څنګ کې په ګډه کې به له ایرانه وغواړو چې د افغانستان په چارو کې نور له لاسوهنو ډډه وکړي څوک چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري او هغوی یې خبرې اوري هغوی به پاکستان ته ولېږو چې نور بس ده او د افغانستان په اړه یو نوی سیاست غوره کړی."
ده وویل که څه هم ځينې ملاحظات لري، د ثبات په خاطر یې د افغانستان اساسي قانون منلی، خو د هغو خلکو غوښتنې یې پر ځای ونه بللې چې اوسنی قانون باید تعدیل او په هېواد کې پارلماني نظام حاکم شي.
نوموړي وویل پارلماني نظام د افغانستان له شرایطو سره برابر نه دی او ایتلافي حکومت هم په افغانستان کې نه چلېږي.
ښاغلی حکمتیار وايي، کابل ته له خپلې کورنۍ سره راغلی او د حکومت په مشرانو یې هم غږ وکړ چې دا هېواد خپل کور او ګور وګڼي اوخپلې کورنۍ افغانستان ته راولي.
ښاغلي حکمتیار دې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د عدالت د ټینګښت لپاره خپلواکه محکمو او ځواکمن حکومت ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه:
"ما نه د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه کړي او نه مې څوک د جنګي جنایتکار په نوم یاد کړی مطالبه یې ځکه نه کوم چې دا یې وخت نه دی، داسې محکمه نشته چې جنګي جنایتکاران محاکمه کړي او له بده مرغه دولت اوس په هغې پوزیشن کې نه دی چې له دوی سره خپل حسابونه تصفیه کړي."
ښاغلي حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په هېواد کې د بهرنیانو د حضور بهانې ختمې او د حکومت سره روغې جوړې ته کېني.
د ګلبدین حکمتیار لپاره د ښه راغلاست په دغو مراسمو کې د حکمتیار سلګونو خواخوږو او د اوسني او پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشرانو او د ځينو ګوندونو استازو هم په خپلو ویناوو کې کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ مهم وګاڼه خو ټولو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د بین الافغاني خبرو له لارې ورته سولې ته زړه رامخته شي چې د ټولو افغانانو لخوا به یې هر کلی وشي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ
جمهور رئیس غني: حکومت او حزب اسلامي وښوده چې د سولې لازمه اراده لري
د جمهورئیس دفتر
افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په هغو مراسمو کې چې حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامې د مهمې برخې د تطبیق او د حزب اسلامي د مشر د راتګ په موخه په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.
جمهور رئیس په دې مراسمو کې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، تېره اونۍ موږ په ارګ کې د غم په ټغر ناست وو، ځکه د ۲۰۹ شاهین قول اردو شهیدانو فاتحه مو اخیسته، اما نن الحمدلله په هغه مجلس کې حضور لرو چې د افغانستان خلک او دوستان ورباندې خوشاله او د افغانستان دښمنان غمجن دي.
جمهور رئیس زیاته کړه: موږ د افغانستان عظیم ملت سره ژمنه کړې وه چې د سولې د تحقق زمینه برابرو. نن په دې لاره کې ډېر لوی ګام واخیستل شو او په هېواد کې د بشپړې سولې تحقق پورې به دې لارې ته ادامه ورکړو.
محمد اشرف غني وویل، نن ټولو ته ښکاره ده هر وخت چې دواړه لوري د وطن لپاره د سولې اراده او اخلاص ولري خصومت او شخړې له منځه ځي.
جمهور رئیس څرګنده کړه: حکومت او حزب اسلامي په خپلو اقداماتو سره دا وښوده چې د سولې لپاره ښه نېت او لازمه اراده لري. د دواړو لورو حسن نیت د اعتماد او د مذاکراتو د پیل زمینه برابره کړه او دواړو لورو ځانونه د مذاکراتو په پیل او ادامه مکلف وګڼل.
جمهور رئیس غني وویل، سوله او د هېواد ابادي زموږ د خلکو غوښتنه ده. د هېواد ځوان نسل هیله لري چې د هغوی سیاسي رهبران د پایداره سولې بنسټ کېږدي او د هغې د تحقق لپاره د نورو د منلو او زغم په فرهنګ عملي ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړه، حکومت او حزب اسلامي په بریالیو بین الافغاني مذاکراتوثابته کړه چې افغانان کولای شي د هېواد په داخل او پلازمېنه کې یو بل وزغمي او د جنګ او خشونت په فرهنګ یې د مذاکراتو فرهنګ ته ترجیح ورکړه او بریالیتوب ته یې ورسول.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، زه ډاډه یم چې د تحمل، حوصله مندي او ملي ګټو ته د وفاداي په برکت به حزب اسلامي سره د توافقنامې ټول مواد د هېواد شرایطو ته په پام او د ملي ګټو او اساسي قانون په چوکاټ کې یو په یو تحقق ومومي.
جمهور رئیس په هېواد کې دسولې د ټینګښت لپاره د سولې د شهید استاد برهان الدین رباني او مصلح شخصیت پیرسیداحمدګیلاني کوښښونه وستایل او د هغوی روح ته یې دعا وکړه. همدارنګه جمهور رئیس د مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي او د حضرت صبغت الله مجددي د کوښښونو مننه وکړه.
جمهور رئیس ټولو اړونده دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د توافقنامې په اړه خپلې دندې عملي کړي، په دې اړه لازم اقدامات وکړي او له ګلبدین حکمتیار یې هم وغوښتل چې حزب اسلامي ته له ګډ کمیسیون سره د همکارۍ لارښوونه وکړي.
جمهور رئیس دېته په اشارې چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري وویل، په افغانستان کې روان جنګ داخلي نه دی، بلکې پر افغانانو تحمیل شوی دی.
جمهوررئیس وویل، د بیان ازادۍ او د لیدلورو تفاوت ته درناوی او تحمل د سیاسي او قانوني فضا لپاره لازم شرایط دي. زموږ بحث باید په اعتماد بدل شي او د تقابل لامل نشي.
هغه زیاته کړه، زموږ وروستۍ موخه واضح ده، موږ په نامعلومه او بې هدفه لار ه ګام نه دی پورته کړی. موږ د اسلامي، ملي او انساني ارزښتونو په چوکاټ کې چې زموږ په اساسي قانون کې په وضاحت بیان شوي د سولې د تامین غوښتونکي یوو. موږ د سولې لپاره حاضر یوو، هغه قېمت باید ورکړو چې زموږ ملت یې ورکولو ته حاضر دی.
جمهوررئیس وویل، زه په طالبانو غږ کوم چې ایا د ښاغلي حکمتیار په څېر ظر فیت لرئ چې د افغانستان خلکو او دولت سره د سولې لپاره بحث او مذاکره وکړئ؟ اصلاً ستاسو رهبر څوک دی؟ او چېرې دی؟ له جنګ ، وراني، وژنو پرته د دې ملت او هېواد لپاره څه برنامه لرئ؟
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د فتوا ټول معتبر مرکزونه او د اسلامي نړۍ ټولې دینې مراجع په افغانستان کې جنګ حرام بولي.
جمهور رئیس یو ځل بیا ټولو وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې د سولې مخالفت ونه کړي، ځکه سوله د خدای امر او جنګ د حل لاره نه ده.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زه باور لرم چې د سولې دا کاروان حتماً خپل منزل ته رسېږي او هغوی چې پر جنګ ټینګار کوي په دنیا او اخرت کې به ناکام وي.
وروسته د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار خبرې وکړې وې ویل، د جمهور رئیس په ګډون د ټولو هغو شخصیتونو، سیاسي ګوندونو، علماو، رسنیو، لیکوالو، شاعرانو، خویندو، وروڼو او هر هغه افغان مننه کوم چې د سولې ملاتړ یې وکړ .
د حزب اسلامي رهبر وویل، زموږ غوښتنه د جګړې پایته رسول او د سولې تامین دی، ځکه ولس مو له جګړې ستړی دی، نو راځئ هغو کورنیو او بهرنیو لورو ته چې د جنګ په دوام پانګونه کوي او خپلې ګټې په جنګ کې لټوي، هغوی ته په ګډه ووایو چې زموږ په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او افغانان دې پرېږدي چې له دې بحران څخه د وتلو لار ولټوي.
حکمتیار وویل، موږحکومت سره د ملګرتیا، د وضعیت د مهارولو او د سولې د تامین لپاره راغلي یوو، اقتدار کې شراکت او وزارتونه نه غواړو، له هغوی سره چې سوله غواړي بې قید او شرطه ملګرتیا کوو. غواړو دا بدمرغه جګړه چې قربانیان یې افغانان دي او د افغانانو کور په کې ورانېږي پایته ورسېږي .
د حزب اسلامي رهبر څرګنده کړه، زه کابل ته له خپلې کورنۍ سره راغلی یم او مشرانو ته هم دا عرض لرم چې خپلې کورنۍ افغانستان ته را انتقال کړئ او راځئ ټولو ته دا قوي پیغام ورکړو چې افغانستان هم زموږ کور دی او هم ګور او هیچاته یې نه پرېږدو.
ګلبدین حکمتیارمخالفینو ته وویل، راشئ په ګډه دا جګړه پایته ورسوو. طالبانو ته وایم راشئ د بهرنیانو د پاتې کېدو ټولې پلمې ختمې کړئ. پاکستان ته وایو چې د افغانستان په اړه په خپل سیاست له سره کتنه وکړي.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته به یو د بل د حذفولو غلطه لاره نه غوره کوو. د یو بل د زغملو او منلو حوصله او ظرفیت به په ځان کې پیدا کوو. د حذفولو سیاست ناکام و او د خونړیو جګړو لامل شو. د قدرت د انحصار نتیجه خونړۍ وه.
ښاغلي حکمتیار وویل، هغه رسنۍ چې د جنګ اورته لمن وهي، هغوی ته باید توصیه وشي او مهار شي. هغه زیاته کړه، هغه رسنۍ چې د هېواد د تجزیې او لاسوهنو مخالفت یې کړی او سولې، یووالي، د حکومت ملاتړ او د ارزښتونو درناوي ته یې خلک هڅولي، د هغوی ممنون یوو.
وروسته د هېواد مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي خبرې وکړې او د ګلبدین حکمتیار په راتګ د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې په هېواد کې د سولې د تامین په برخه کې د شهید استاد برهان الدین رباني، مرحوم پیر سیداحمدګیلاني او مارشال فهیم د کوښښونو یادونه وکړه او د هغوی روح ته یې دعا وکړه.
حامدکرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل، په خپلو جنګونو سره په افغانستان کې د بهرنیانو د ظلم زمینه مه برابروئ او جنګ ته خاتمه ورکړئ.
ورپسې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف خبرې وکړې او ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست په ترڅ کې یې وویل، هیله ده ستاسې راتګ افغانستان کې د خیر او د سولې د تامین لامل شي.
هغه وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل: د هرې جګړې اخري لاره سوله ده او له سولې پرته بله لار نشته، نو راشئ دا لاره تاسو هم تعقیب کړئ تر څو په هېواد کې د بدبختیو لړۍ ختمه شي.
استاد عبدرب الرسول سیاف د افغانستان ملت څخه وغوښتل چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي، ځکه هغوی په مېړانه د ملت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او د دین او وطن په لاره کې خپل دین ادا کوي.
وروسته د مخکېني جمهور رئیس مرستیال محمد کریم خلیلیي ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، که د تېر په فکر کې اوسو، هیڅکله به روښانه راتلونکی ونه لرو.
هغه زیاته کړه، هر هېواد او سمت چې د سولې غږ پورته کړي هرکلی یې کوو، اما په دې باید پوه شي چې د دې کور خاوند د افغانستان خلک دي او هیڅوک هغوی له پامه نه شي غورځولی.
کریم خلیلي ټینګار وکړ چې د هېواد رسنی باید د جنګ د سختوالي پر ځای د سولې فضا وځلوي.
ورپسې د مخکېني جمهور رئیس مرستیال محمد یونس قانوني خبرې وکړې او د ښاغلي حکمتیار تصمیم یې عاقلانه وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نور هم دا تصمیم د ځان لپاره مثال وګرځوي تر څو په هېواد کې د سراسري سولې زمینه برابره شي.
هغه وویل، په افغانستان کې نوی نسل او نوې فضا رامنځته شوې او دا د افغانستان دولت او ملت ته طلایي فرصت دی چې یو د بل په منلو او ګډو کوښښونو د هېواد راتلونکی سوله ییز او سوکاله کړي.
قانوني څرګنده کړه، د افغانستان د عظیم ملت هیله داده چې په ګډه د دې هېواد راتلونکي ته کار وکړو او دا یوازې ټولنیزه اړتیا نه، بلکې یوه وجداني وجیبه ده.
وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار خبرې وکړې او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست په ترڅ کې یې هیله څرګنده کړه چې د دولت او حزب اسلامي تر منځ موافقتنامه تطبیق شي او همدارنګه یې له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له حزب اسلامي څخه په الهام د سولې پروسې سره یو ځای شي.
د دې مراسمو په پای کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او د حزب اسلامي رهبر ته د هرکلي ترڅنګ یې په هېواد کې د سولې د تامین په برخه کې د شهید استاد برهان الدین رباني، مرحوم پیرسیداحمدګیلاني او حضرت صبغت الله مجددي او همدارنګه یې د دې پروسې د بریالیتوب په موخه د دولت او حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي کوښښونه وستایل.
هغه وویل، له تېر څخه مو درس اخیستی، اما د افغانستان تاریخ کې له ملي یووالي، یو د بل منلو او سولې سره یو ځای کېدو څخه بل هیڅ درس روښانه نه دی لیکل شوی.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ملي یووالي حکومت په خاص شرایطو کې او د خلکو د رایو او د موجوده ننګونو د ژور درک پر مبنا منځته راغی. هغه زیاته کړه، موږ د اساسي قانون تطبیق، مرستې او همکارۍ ته ژمن یوو. |