pxl
bismellah


pixl

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل


 

يو پښتون ماشوم وايي


د ابراهیم مومند څخه په مننه


راشه مـــــــــورې نه پوهيږم، څه وايـــي؟
بل څــــه وايي، ستا ژبــــه خو نه وايي
ښـــکاري زه او ته دلته يــــــــــوازې يو!
نور خلک زموږه ژبــــــــــه نه وايــــــي
پورته په تـــخته دا څه ليـــکلي دي؟
نه وايي خـــوږه پښــــــتو، ترخه وايي
مه وهه ښــــوونکيه زه هم څوک يمه
مـــور مې ويل موږ ته پښـــتانه وايي
ژبه لرم، ويـــاړ لرم، افغــــــــــــان يمه
هسې موږ ته اوس خلک د غره وايي
زه چې کله لوی شومه پښـــــــتو کوم
وايم به پښـــتو که څوک هر څه وايي
نه پــــريږدم بــــــدل درته په يـــــاد لره
ښه به دې مروړم داسې مې زړه وايي
ولې زما په ژبه کتــــــــــــاب نشته دی
ولې کتابليــــک ته کتابــــــــچه وايي
ژبـــــه خو مې پرې ده، ورځ هم نلرم
څوک ورته شنبه څوک يکشنبه وايي
راشه ای سعيده لاس مې ونــــــــــيسه
دې ښار کې بې تا څوک پښتو نه وايي

 

 
 

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2014 Sabawoon. All rights reserved.