ما درته پريښي امانت يادونه بېرته راکړه
که دې په کار نه وي هغه زخمونه بېرته راکړه
ما وه لومړۍ کړيکه ايستلې د خندا په اميد
شوم پښېمان، هغه نادان خيالونه بېرته راکړه
خامک واسکټ، زړې څپلۍ او تيله داره خولۍ
د ماشومتوب د ورځو شپو وختونه بېرته راکړه
وړې ليندې، واړه همزولي، د توتانو دېرې
وړې مرغۍ، غاړه د سيند، موجونه بېرته راکړه
ما چې کمڅو کې ورله ايښي وو ټول ورژيدل
زما د ژوند د زلميتوب گلونه بېرته راکړه
ول، ول زلفانو د گل مخو ته اوس نه رسېږي
هغه جانان، هغه اشنا فکرونه بېرته راکړه
خير که نکريزې ورنه ليرې کړې غماز وختونو
اختر به راشي بيا دې سپين لاسونه بېرته راکړه
سپين ږيرى يم خو وايم کاشکې جانان بېرته راشي
ډېر مې يادېږي هغه تېر کلونه بېرته راکړه
نه مې دنيا، نه مې خمار، نه مې شراب دي په کار
ډک له اوبو د خپل وطن جامونه بېرته راکړه
ناتار د وخت مې پېرزو نه کړل د پښو په تلو
زما د کور، کلي، کوڅو گردونه بېرته راکړه
بېړۍ د ژوند شوه ټوقو، ټوقو کې ساحل نه جلا
څنگه شم ستون له ما نه هېر رازونه بېرته راکړه
له ما متين به هېره نه شي د خاپوړو غونډۍ*
خاوره زما، وطن زما، قصرونه بېرته راکړه
* غونډۍ زما د کلي نوم دى.
|