د افغان ملته |
ډیر دي ، ډیر دي په نړۍ ستا رقیبان ملته |
|
د افغان ملته |
د افغان ملته واوره قهرمان ملته |
د افغان ملته |
انګریزان دي که هندوان او که روسان ملته |
|
د افغان ملته |
اخلي ، اخلي بدله د تیر زمان ملته |
د افغان ملته |
شه پتنګ د علم او پوهې دغه آن ملته |
|
د افغان ملته |
که ته غواړې چې اوچت شې په آسمان ملته |
د افغان ملته |
نو به هله ستا ټپونه شي درمان ملته |
|
د افغان ملته |
په یؤوالي په ورورۍ شئ ټول یو ځان ملته |
د افغان ملته |
په مطلب یاري کړي ټول دا ګاونډیان ملته |
|
د افغان ملته |
نکړي نه کاندي یاري څوک ستا په شان ملته |
د افغان ملته |
ټول کړي ګټې ستا یارۍ کې ته تاوان ملته |
|
د افغان ملته |
که عرب دي که عجم که ایرانیان ملته |
د افغان ملته |
ځان خبر کړه د حامد په دې بیان ملته |
|
د افغان ملته |
ایرانیان که ازبکان که پنجا بیان ملته |
|
محمد حامد الوتاند ستاکتن کلیفورنیا
۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۱۱مه |