په دا څو تیرو
ورځو او شپو کي
د نړئ سترګي د امریکا
خواته وې چي هلته
به ټولټاکني اوباما
وګټي او که به سپینه
ماڼۍ و ميټ رامني
ته ور پریږدي . ما
د ټولټاکنو شپه
تر سهاره د تلویزیون
مخ ته سبا کړه تر
څو د امریکا د ټولټاکنو
په نتیجه په لمړي
ګام کي خبر شم . ددی
مانا دا نه ده چي
زه پر امریکا مین
یم او یا د هغه هیواد
سره دومره علاقه
لرم چي ټولټاکنو
ته یي شپه سبا کوم
. زما نا راحتي دا
وه چي د افغنستان
ازل لیک می سترګو
ته ولاړ وو او پدي
پوهیدم چي د میټ
رامني په ټاکلو
سره د افغانستان
ورځ بیادهغو کړنو
سره مخامخ کیږي
لکه د جورج بوش
په وختونو کي . که
څه هم هغه د پښتو
متل بیځایه نه
دی چي وايی » ژړ سپی
د چغال ورور دئ«
د افغانستان په
جنګ او د ولس په
وژنه کي اوباما
او رامني څه توپیر
نلري ، خو بیا هم
افغانستان د اوباما
د سیاست سره تر
یوي اندازي بلد
شوئ وو
خو اوس راځو ودي
پوښتني ته چي د
اوباما تر ټاکلو
وروسته به د افغاستان
کړکیڅ څنګه شي
او افغانان څه
غواړي ؟ په افغانستان
کي دري قسمه وکړي
ژوند کوي . یو قسم
یي د خدای ، دين
او اسلام تر نامه
لاندي د هر تمدن
مخنیوی کوي او
افغانستان د اومي
اسلامي پیړی سره
سمول غواړي . بل
قسم یی هغه دی چي
ددیموکراسي تر
نامه لاندي دډالرو
په غم کي دي او خپل
جیبونه ډکول غواړي
. پدي غم کي ندي چي
د افغانستان پر
ولس څه تیریږي
. دریم قسم یي هغه
کسان دي چي د ازادي
او سولي په بغل
کي دیموکراسي هم
لټوي او غواړي
چي د خپلو کورنیو
سره بیله ډزاو
ډزو شپي سبا کي
. دا قسم وګړي د افغانستان
اصلي ولس دی چی
سوکالي ته تږی
دي اوهيڅ وخت نه
په جنګ او نه د ولس
په مرګ ژوبله کي
ښکیل وه . ددي وګړو
مثال دادی چي له
یوي خوا څو موده
مخکي وړکي ملالي
یوسفزئ د ښځو د
حقوقو لپاره نژدي
خپل ژوند له لاسه
ورکړئ وای او له
بله پلوه څو ورځي
مخکي په کابل کي
څه دپاسه پنځه
زره کسانو د فوټبال
ننداري ته تللي
وه . فوټبال هغه
بازي ده چي طالبانو
په خپله واکداري
کي بندیز پري لګولی
وو . دا دواړه حالتونه
جوته کوي چي له
یوي خوا افغانان
ازادي او دیموکراسي
غواړي او له بله
پلوه بنسټ پالونکي
داسي کړنی زغمل
نه غواړي . داسي
خبرونه امریکا
او د هغوی انډیوالان
له یوي خوا خوشحاله
کوي او له بله پلوه
يي په خپلو کړنوکي
لا هم پیاوړي کوي
اولا زیات د طالبانو
په بهانه و افغان
ولس ته مرګ ژوبله
ور اړوي . اما دا
بهیر به تر څو پوري
روان وي ؟ ټوله
نړۍ پوهیږي چی
په افغانستان کي
د نورو هیوادونو
په شان نورمال
او غیر نورمال
انسانان ژوند کوي
او افغانستان د
شوروي او امریکا
تر یرغل پیړۍ پیړۍ
مخکي وجود درلود
او د ژوندانه خاص
پرینسیپ او عادتونه
یي لرله . غربي نړي
مخصوصاً امریکا
دافغانانو دا رواجونه
او د ژوندانه پرنسیپ
هیروي . د افغانستان
د وګړو زیاته برخه
یي نه په سیاست
کي ښکیله ده ،نه
کرزی غواړي ، نه
طالبان او نه هغه
څوک چي د افغانستان
ددښمنانو نوم یي
ګټلی دی . دا کسان
رښتنۍ سوله غواړي
او باید د سولي
په خبرو کي د هغوی
اوازهم واوریدل
شي
د بارک اوباما
نه په راتلونکو
څلورو کلونو کي
دافغانانو هیله
داده چي په افغانستان
کي رښتنۍ سولي
ته مخ کي ، له یوي
خوا له طالبانو
سره د افغانستان
په ګټه خبري وکړي
او له بلي خوا زیار
وباسي چي د افغانستان
ټولټاکني په کال
۲۰۱۴
کي بیله درغلیو
پاي ته ورسیږي
. تر اوسه خو نړی
شاهده ده چي امریکا
د طالبانو سره
دصداقت خبري ندي
کړي او که یي کړیدي
نو خامخا یي په
خبرو کي هغوی ته
خپل غرور ور جوته
کړی دی . افغانان
له امریکا نه غواړی
چي په افغانستان
کي خپله ماته ومني
او دافغانستان
د وګړو لپاره رښتني
خدمتونه تر سره
کړي . اوس هر کس پوهیږي
چي د افغانستان
کړکیچ بیله طالبانو
نه حل کیږي . زه پدي
یقین لرم چي بعضي
وطنوال به زما
پرداسي اظهاراتو
نیوکي وکړي او
وبه وایي چی د طالبانو
سره خبري کول غلط
دي . خو که خپل بیځايه
غرور شاته پریږدو،
وطن او بي وزلو
هیواد والو ته
ځیر شو ، نو بیا
به هر کس دا خبره
ومني چي د سولي
لپاره هر ګام اخیستل
غلطه کړنه نه بلل
کیږي . د امریکا
او غربي نړي څخه
زموږ هیله داده
چي د افغانستان
پر وګړو باور ولري
او ویي مني چی افغانان
د دیموکراسي په
مفهوم پوهیږي او
د افغانستان پر
اصولو برابري دیموکراسي
اهلیت لري . د المان
یوه سیاسي کار
پوه یو وخت په خپلي
یوي لیکني کي لیکلي
وه : » غربي نړۍ نه
شي کولای چي داسي
ملکونو ته لکه
افغانستان ورشي
او هغوی ته ووايي
، تاسی په څه نه
پوهیږۍ ، موږ اوس
راغلي یو چي تاسي
ته د ژوند لاره
در وښیو. موږ باید
دهغوی سره یو ځای
، نه دهغوی په مقابل
کي کار وکړو او
د هغوی ژوند ور
ښه کړو
بارک اوباما
وعده کړیده چي
هغه به د خپلی دوهمي
دوري په حکومت
کي د افغانستان
د حکومت سره خپل
اړیکي نور هم ټینګ
کړي ، دافغانستان
ولس به له اقتصادي
، سیاسي، امنیتي
او اجتماعي له
نظره نور هم پیاوړی
کړي . ګورو به چي
هغه به خپله خبره
عملي کړي او که
به نور هم افغانان
ووژل شي .
|