د دوستم د بيا ګمارنې په اړه د امريکا اندېښنه
جعفر هاند - بي بي سي
د افغانستان د وسله وال پوځ د درستيزوال څوکۍ ته د جنرال دوستم د بيا راگرځولو له اعلان نه لا شاوخوا دوه اونۍ نه دي تېري، چې امريکايي چارواکو، په دې اړه يوارې بيا خپله اندېښنه په ډاگه کړه .
سفير کارل ايکنبيري وويل بايد هغه کسان له بشري حقونو نه په سرغړونه تورن دي، د افغانستان د مشرتابه پرحکومتي څوکيو و نه ګمارل شي .
وړاندې هم د امريکا سفارت په دې اړه اندېښنه ښوولې وه .
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ولسمشر کرزي پر جنرال دوستم غږ وکړ چې خپلې پخوانۍ دندې ته بېرته ور وگرځي .
په کابل کې ميشت د متحدو ايالتونو تر ټولو ستر ډيپلومات ايکن بيري وويل هېواد يې د افغانستان د مشرتابه په لوړو حکومتي څوکيو کې د جنرال دوستم په څير د خلکو د گمارلو له اړخه اندېښنه لري .
'' البته، موږ د هغوو گڼو ادعاوو په اړه اندېښمن يو چې وايي جنرال دوستم بشري حقونه تر پښولاندې کړي دي . د نړيوالو قوانينو له مخې نه بايد دا ډول کسان د مشرتابه په څوکيو وگمارل شي، موږ به په راتلونکي کې هم افغان حکومت د مشرتابه په څوکيو کې د جنرال دوستم د گمارنې په اړه اندېښمن يو .
بايد ووايم چې ما په افغانستان څو کاله کار کړى، په خپله عادي افغانان هم د دا ډول کسانو د گمارنې مخالف دي . ''
ښاغلي بيري وويل فکر کوي چې په خپله افغانان هم هغه کسان د خپلو مشرانو په توگه نه غواړي چې د بشري حقونو ماتونکي بلل کېږي .
ولسمشر کرزي په خپل وروستي کنفرانس هم له ښاغلي دوستم نه دفاع وکړه او زياته کړه هغه يو افغان دى په اړه يې چې هر حکم شوى موخه يې د ملي يوالي پياوړي کول دي .
جنرال دوستم چې يو وخت د ازبک ملېشو مشر و، د ولسمشر کرزي د واکمنۍ د تېرې دورې په لومړيو کلونو کې راهېسې دافغانستان د وسله وال پوځ د درستيزوال په توگه په دنده وگمارل شو .
د ښاغلي دوستم دغه دنده شاوخوا درې کاله وړاندې له هغه وروسته د لويي څارنوالۍ له لورې وځنډول شوه،چې ده د اکبر باى پر کور وسله وال بريد و کړ او هغه يې تر وهلو ډبولو وروسته له ځانه سره بوته.
اکبر باى په افغانستان کې د ترک توکمو د شورا مشر بلل کېږي .
څو کاله وړاندې د يو شمېر بشري حقونو د نړيوالو ټولنو له لورې پر ښاغلي دوستم داسې تورونه و لگول شول چې گواکې هغه په شمال کې د زرگونو طالبانو په وژلو کې ښکيل دى .
خو د ښاغلي دوستم په مشرۍ د اسلامي جنش گوند دغه ادعاوې بې بنسټه بولي .