pxl
Logo

Special Reports
Afghan Election Coverage

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي


زما مشورې اوبیلګې خوند ورکړ
ډاکتر درویزه اڅکزي له دې فاني کنډر نه سترګې پټې کړی

لیکوال ډاکتر رحمت ربی زیرکیار


د سولې مشال فلم او په سيمه کې د سولې هيلې


خطر نا ک قد رت، ٩١١ او افغانستان


کرزی : ملا عمر هم باید خبرو ته کیني


ایا د کندهار د برید عاملین د امریکایانو ساتونکې وو؟


شمالي ډالرواله وپېژنئ!؟


حضرت صبغت الله مجددې ډالرپه استخارولټوې


توکل پر امریکا


کرزي ولې له جګړه مارانو سره ایتلاف وکړ؟


له ناکراريو سره به انتخابات څنګه ترسره شي؟


افغانستان کې د معلوماتو جنگ


د ايران ولسمشر څومره واک لري؟


د احمدي نژاد سيالان د ټاکنو پايله نه مني

 

 
 
 
افغان ورزشكاران له ۳۲ مډالونو سره هېوادته راستانه شول
     
ازادي راډیو

د افغانستان د المپيك ملي كميته وايي، دوی پلان لري، چې په هېواد كې د ورزش هغه ډلې چې تراوسه له نظره لوېدلي، بېرته يې په پښو ودروي. دا څرګندونې د المپيك د ملي كميټې مسوولينو په هغه غونډه كې وكړي، چې د چهارشنبې په ورځ يې په كې د هېواد هغه ورزشكاران وستايل، چې د جنوبي اسيا د هيواد ونو په مسابقو كې يې ۳۲ مډالونه ترلاسه كړي دي.
د افغانستان د المپيك ملي كميټه وايي، پرېكړه يې كړې ده، چې د هېواد په مركز او ولايتونو كې د ورزش مختلف فدراسيونونه د دې وړكړي، چې د ملي او نړيوالو مسابقو ډګر ته را ووځي.

د افغانستان د المپيك د ملي كميټې رييس محمدظاهر اغبر د چهارشنبې په ورځ د هېواد د څوارلسو ټيمونو د برياوو د ستايني په غونډه كې وويل،
دوى غواړى چې هر ورزشي فدراسيون يې په مسابقو كې داسې مډالونه وګټي لكه د جنوبي اسياد هېوادونو په مسابقو كې يې چې وګتل.

د جنوبي اسيا د هېوادونو په مسابقو كې افغان ورزشكاران له دوه دېرش مډالونو سره هېوادته راستانه شول چې د هر كلى په غونډه كې يې يوشمېر دولتي چارواكو او په سلګونو مينه والوګډون كړى و:

"زه هيله مند يم، چې له دې وروسته په دې وتوانيږو، هغه فدراسيونونه چې د مسابقو توان لري او له نظره لويدلي دي، هغه په پښو ودروو او مسابقو ته راوباسو، موږ غواړو د دې لارې په نړۍ كې مشهورشو، نه د كوكنارو د توليد په لاركې."

د جنوبي اسيا د اته هېوادونو د مختلفو ورزشي ټيمونو ترمنځ مسابقې، د روان ميلادي كال د جنوري په نه ويشتمه پيل او د فبروري ترنهمې يې دوام وموند، چې افغان ورزشكارو په كې د سروزرو اوه، د سپينوزرو نهه او د برونزو شپاړس مدالونه ترلاسه كړل.

په دې مسابقو كې د څوارلسو فدراسيونو نوورزشكارانو ګډون كړی و، چې د باسكټبال ټيم په كې اتلوالي او د فټبال ټيم په كې دوهم مقام خپل كړى دى.

د فوټبال د ټيم يو ورزشكار بلال ارزو، په بنګله دېش كې د دوى د مسابقې په هكله وويل:

"موږ له هند، پاكستان، سريلانكا او مالديب سره مسابقى لرلي، زموږ ټيم په فاینل كې له بنكله دېش سره مخ شو او مسابقه مو وبایلله. موږ غواړو چې له دې څخه زياته هڅه وكړو او هېواد ته وياړونه په برخه كړو."

د افغانستان د المپیک ملي كميټې مسوولين وايي، دوى د وزشكارانو د تمرين لپاره مناسب ميدانونه او مجهز وسايل نه لري او كه چېرې له دوی سره مالي او تخنيكي مرستې وشي، د دوى ورزشكاران دا وړتيا لري، چې له دې څخه پو رته مقامونو ته هم ورسيږي.

څه موده مخكې د افغانستان د كركټ ټيم هم په عربي متحدو اماراتو كې د كركټ په مسابقو كې اتلولي خپله كړې وه.


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2010 Sabawoon. All rights reserved.