| |
طالب لوړ پوړى غړى: افغان چارواکي مو وروڼه دي |
| |
|
|
بي بي سي |
متين سمسور |
د طالبانو د مشرتابۀ د شورا يوۀ غړي افغان چارواکي خپل وروڼه بللي او وايي خنډ او د خبرو اصلي لورى امريکا ده چې بايد ورسره خبرې وشي.
د طالبانو د سياسي کمېټې پخوانى مشر اغا جان معتصم په يوه کم سارې مرکه کې بي بي سي ته وويل چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي خو غوره دا بولي چې له امريکاييانو سره خبرې وکړي.
د تيلې فون په کرښه زموږ له همکار طاهر خان سره په مرکه کې اغا جان معتصم د خبرو اترو لپاره د طالبانو په شرطونو ډير څه ونه ويل.
د طالبانو د سياسي کميټې پخواني مشر آغاجان معتصم چې اوس ځان د هغوى د سياسي شورا غړى بولي ، د افغان حکومت چارواکي وروڼه وگڼل او ويې ويل چې له افغان لوري سره د خبرو اترو په برخه کې ستونزه نه لري. خو ټينگار يې دا و چې د لانجې د يوه اصلي اړخ په توگه طالبان غواړي ،چې لومړى له امريکايانو سره خبرې وکړي .
ښاغلي معتصم د سولې خبرې اترې څو پړاويزې وبللې چې ويل يې تر امريکايانو وروسته کېداى شي چې له افغان لوري سره ترسره شي او په افغانستان کې له ښکېلو نورو بهرنيو هيوادونو سره هم تر وروسته خبرې وشي.
افغان حکومت او امريکايانو په بيا بيا دا خبره کړې چې طالبان بايد د خبرو اترو په موخه د افغانستان اساسي قانون ومني.
له ښاغلي معتصم څخه وپوښتل شول چې دوى د افغانستان اساسي قانون مني که نه. که څه هم دغه لوړ پوړي طالب په دې برخه کې روښانه ځواب ورنه کړ ، خو ويې ويل چې خپله د کابل حکومت هم د دغه قانون په پلي کولو کې پاتې راغلى دى.
دا چې د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو په بدل کې به طالبانو ته څه ورکول کيږي ، په دې اړه هم خبرې ډېرې دي ، ځينې په واک کې د هغوى د شريکولو او ځينو هم هغوى ته د ځانگړو حکومتي څوکيو او يا سيمو د ورکړې خبرې کړي دي. خو ښاغلى معتصم وايي طالبانو ته دغه مسالې مهمې نه دي او وايي دوى د کابينې څوکۍ نه غواړي بلکې د دۀ په وينا اسلامي يوموټى افغانستان يې هدف دى.
د طالبانو د سياسي چارو دغه غړى دا نه مني چې د کوټې د شورا په نامۀ څه شته. دى دا د لويديځو رسنيو پروپاگنډ بولي او ټينگار يې دا دى چې د طالبانو سياسي شورا دننه په افغانستان کې کار کوي چې د امنيتي ستونزو له کبله يې ځاى ځايگى نه دى معلوم .
ښاغلى معتصم د سولې په خبرواترو کې د طالبانو مشر مرکچي و چې تير اگست د پاکستان د کراچۍ په ښار کې وويشتل شو او ژوبل شو اوس د درملنې لپاره په ترکيه کې دى . داسې ويل کيده چې دى د هغو طالبانو له لوري ويشتل شوى و چې د سولې د خبرو مخالف دي ، خو ده دغه خبره رد کړه.
ښاغلي معتصم وويل ، د طالبانو له مشر ملا محمد عمر نه نيولې بيا تريوه عادي طالب پورې ټول په هيواد کې د سولې راوستو ته ژمن دي. خو دۀ يوازې د بهرنيو ځواکونوپر ايستلو ټينگار وکړ او نور جزييات يې ورنه کړل چې له خپله اړخه څه غواړي او يا څه ته غاړه ږدي
| |
طالب قومندان ښوونځيو ته د حکومت پام وغوښت |
| |
|
|
بي بي سي |
نعمت الله کریاب له کونړه
|
طالب قومندان وايي ټول ښوونځي بايد يو ډول وگڼل شي
وسلوالو طالبانو په کونړ کې د هغو ښونځيو د تړلو ګواښ کړى چې وايي ښوونکي يې کم او زده کوونکي ډير دي او ياهم ودانۍ او کتابونه نه لري.
په کونړ کې يو مشهور طالب قومندان د څو دغه ډول ښوونځيو بيلګې لري چې ښونکي يې لږ او زده کوونکي يې ډير دي.
د کونړ د ښونې او روزنې چارواکي د دغه ګام ستاينه کوي او وايي دغه ستونزه به حل کړي،خو دا هم مني چې په ځينو ليرې پرتو سيمو کې د پوره لوستو کسانو د نشتوالي له امله له دغې ستونزې سره مخامخ دي.
د وسلوالو طالبانو له لوري د ښونځيو د تړلو ګواښ، هغه څه چې په لومړي وار اوريدل کيږي او هغه هم دزده کونکو سره د ښيګڼې په نيت.
په کونړ کې د وسلوالو طالبانو يوسميه ييز او مشهور قومندان د خپلې ولکې لاندې سيمه کې دهغو ښونځيو د تړلو ويلي چې حکومت ورته د ده په ټکو سمه پاملرنه نه کوي.
قاري ضيا الرحمان وايي که د ښونې او روزنې چارواکي د ښونځيو او زده کونکو ستونزې اوارې نه کړي دوى به له ښونځيو مدرسې جوړې کړي.
دغه طالب قومندان ځينې ښونځې چې ښوونکي ېې لږ او زده کوونکي يې ډير دي د بيلګې په ډول يادوي.
"که دې ته توجه ونه شي چې په کوم ځاى کې استادانو کمى دى ،يا دزده کونکو د درسونو پاملرنه نه کيږي. موږ دا خبر د معارف مسوولينو ته هم ورکړى چې که په دې باندې غور ونه شي موږ به خامخا دا مکتبونه بندوو او بيا به تر ې مدرسې جوړې کړو."
دغه طالب قومندان د بيگې په ډول يو ښوونځى يادوي:
"د څپرې په مکتب کې دوه استادان دي او شاګردان دوه سوه نولس دي،همدا شان دبرولو مکتب چې تعمير يې نشته خلکو ځاى هم ورکړى او د جماعت نه يې مکتب جوړ کړى ،خيمې يې هم د استعمال وړ نه دي."
د بي بي سي پښتو ستاسو غږ خپرونې کې د ښوونې و روزنې د وزارت مرستيال اصف ننگ د دغه طالب قومندان خبرې واوريدې خو په ځواب کې يې يوازې دومره وويل چې له دغو دوو ښوونځيو شخصآ خبر نه دى خو پوښتنه به يې کوي.
ښاغلي ننگ دا هم وويل چې يوازې په روان کال کې د افغانستان پر زده کوونکو يو نيم ميليون نور ورزيات شوي خو د ښوونکو لپاره د دوى بودجه هغه ده چې پخوا وه.
د کونړ د ښوونې او روزنې چارواکي په ټوله کې د ښونکو هغومره کمى چې د ښونځيو د تړلو سبب شي نشته خو دغه چارواکي د طالبانو له خوا ښونځيو ته د پاملرنې د غوښتنې درناوي کوي او وايي د خپل مسوليت له مخې به دغه اړخ ته نوره هم پاملرنه وکړي.
دکونړ دښونې او روزنې ريس سيد جمال الدين حسني.
"يوه هغه ستونزه ده چې په ملي سطحه د شعباتو په تناسب د ښوونکو د کمبود احساس دى په کونړ کې به هم وي خو دا د دې مانا نه لري چې په راتلونکي کې به زموږ مکاتب د ښونکو د کمبود له امله وتړل شي. زموږ سره يې هم په دې اړه تماسونه نيولي موږ نه پوهيږو چې دا څوک دي خو ځان د دولت د مخالف په نامه معرفي کوي خو وړانديزونه يې ډير پر ځاى دي که د معلمينو کمى وي زموږ نه دا غوښتنه کوي چې پوره يې کړو او دا زموږ مسوليت دى. نه يوازې دا چې دغه ستونزه به حل نه شي موږ د هغو د دې وړانديز هرکلى کوو د دغه ډول خلکو او ولسونو نه."
دښونکو د کمي، ودانيو او کتابونو پر کموالي سربيره د وسلوالو طالبانو دغه قومندان دمتوازن يا د معارف د ټولو لپاره د ښونې او روزنې د وزارت وينا را ننګوي او وايي چې دغه وينا لا نه ده عملي شوې.
قاري ضيا الرحمان دا هم وايي که په ليرو سيمو کې سيمه ييز ښونکي نه وي له نورو ځايونو نه راتلونکو ښونکو ته د خونديتوب ډاډ ورکوي.
"کوم استاد چې راځي او دغيرو ايجنټي نه کوي نو موږ دهغه حفاظت هم کوو اوځاى هم ورکوو. د ښارونو د مکتبونو د تعليم سويه ډيره لوړه ده او هغو ته د ليرې پرتو سيمو په نسبت ډيره پاملرنه کيږي په داسې حال کې چې اسلام دعدالت او انصاف امر کړى نو پکار دا ده چې ليرې پرتو سيم ته هم توجه وشي.
د دوى( افغان حکومت) وزيران اعلان کوي چې تعليم د ټولو لپاره نو امارت( طالبان) هم دا اعلان کوي چې تعليم د ټولو لپاره خو په متوازن طور،خو که توازن او انصاف را نه شي نو موږ به خامخا د دې پوښتنه کوو."
که څه هم تر اوسه په کونړ کې يو ښونځى هم نه دى تړل شوى ، د ښونې او روزنې چارواکي خو لا دا هم وايي چې په ځينو سيمو وسلوال طالبان د ښونکو د نه راتګ له امله هغوى ته قانوني سزا ورکوي يانې ناسوبوي يې.
د ښونکو کمى د ودانيو نشتوالى او ليرې پرتو سيمو ته دزده کړو په برخه کې لږه پاملرنه او نه انډولي هغه څه دي چې د ډيرو په وينا دهيواد پر راتلونکي اغيز کولى شي.