د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو نوی تعليمي کال په داسي وخت کې پیل کيږي چې په تیر کال کې مو په هیواد کې په بیلابیلو پیښو کې واړه زده کوونکي په شهادت ورسیدل.
او تر ټولو بوږنوونکي پیښي يې د تګاب د اووه ماشومانو او زنګاوات د نهو ماشومانو مظلومانه شهادت وو.
راځئ چې نوی تعليمي کال په دې هيله او اميد پیل کړو چې بيا ځل د تیر کال په څیر د کوچنيو ماشومانو او زده کوونکو د مرګونو خبري وانه ورو.
له اوږدې رخصتۍ څخه وروسته به يوځل بيا تنکي ماشومان (نجوني اوهلکان) د ښوونځيو پر دروازو په دې هيله ورننوځي چې له خپلو مهربانو ښوونکو څخه زده کړي ترلاسه کړي.
زموږ کړیدلی او ځوریدلی معارف (د ټولو خواوو د معارف څانګي )چې لاهم له ډول ډول ستونزو سره مخ دی، د نوي تعليمي کال د پیل له پاره به يې ډول ډول طرحي او پلانونه د تیر کال په ژمنۍ رخصتۍ کې برابر کړي وي. او د پوهني د ښه والي له پاره به يې زيار ايستلی وي.
غواړم چې د پوهني په برخه کې د ټولو کارکوونکو له پاره هغه څه مخي ته کیږدم چې په تیرو لسو کلونو کې زموږ زده کوونکي ورسره لاس او ګریوان وو.
سمه ده چې په هیواد کې جنګ دی، مرګونه دي، نيوني او ځوروني دي، خو د پوهني په برخه کې زموږ د هیوادوالو غفلت او د مشرانو بې پروايي هم د بخښلو وړ نه ده.
ډيری سيمې لا هم شته چې زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی نه لري، او داهغه لیري پرتې سيمي دي چې د ټولو خواوو له خوا څخه ورسره د مور او میرې چلند کیږي.
زه په تیر ډیر بحث ځکه نه کوم چې بحث اوږدیږي او بل داچې ټول ولس ته ښکاره ده؛ چې زموږ په هیواد کې کومي سيمي او برخي د پوهي له سترنعمت څخه د ډول ډول لاملونو له امله بې برخي پاتي شوي، او کومو سيمو د پوهني په برخه کې زیات امتيازات ترلاسه کړل.
تر ټولو مهمه داده چي په ښوونځيو کې وړښوونکي نشته، او بل داچي ځيني ښوونکي خپل مسؤليت او د ښوونکي د پاکي دندي په اړه بشپړ نه پوهیږي.
په ډیرو ښوونځيو کې ښوونکي يواځي د میاشتي ورځي ګڼي، او د خپل معاش د اخستلو غم ورسره وي. د زده کوونکو د زده کړي او اخلاقي روزني له پاره فکر او کار نه کوي. که ښوونکی خپله دنده سمه پرمخ يوسي نو ښکاره خبره ده چي د ښوونيزکال په پای کې به سمه لاسته راوړنه ولري او زده کوونکي به ددې وړ وي چې يو ټولګي لوړوالي وکړي.
ډيری داسي ښوونځي شته چې ښوونکي د درس په وخت کې ياخو حاضر نه وي او که حاضر وي هم وخت عبث تیروي، ددې پرځای چي زده کوونکو ته درس ووايي، ټوکي او يا هم د درس او موضوع څخه وتلی بحث کوي، دا ټول له دې امله چې په ښوونځيو کې د ښوونکو علمي سويه ټيټه ده، په خپل مضمون لاس بری نه وي او نه شي کولای چې زده کوونکو ته کتاب په سم ډول تدريس کړي.
دا سمه ده چې زموږ هیواد د ښوونکو له کموالي سره مخ دی، خو دا ځواب سم نه دی، چې د ښوونکو د کموالي له امله دي زموږ د زده کوونکو د زده کړي سويه هم ټيټه وي.
که همدغه اوسنۍ شمیره ښوونکي په ایمانداري او د افغاني احساس له مخي زده کوونکو ته دهغوی د حق په اندازه تدريس وکړي، ډاډه يم چې زده کوونکي به ډیر څه زده کړي. ستونزه داده چې د ښوونکو او ښوونځيو څخه سمه څارنه نه کیږي، يو ګډ وډ حالت پکښې روان دی. ډیری ښوونکي په ناامنه سيمو کې په جعلي اسنادو د خپلوۍ او رښتې له مخي د ښوونکو پر دندو ګمارل شوي دي. بله لويه ستونزه داده چې تکړه ښوونکي پخپله په ښوونځي کې له ستونزو سره مخ کیږي. د ښوونځي مدير(ځينې) چې د پوهني رياست له خوا څخه پرته د لياقت او تجربي په نظرکې نيولو سره د اړيکو له امله پر دنده ګمارل شوي وي، د تکړه او وړ ښوونکي موجوديت د خپل ځان له پاره خطر ګڼي، هڅه کوي چې په يو ډول نه يو ډول سره وړ ښوونکي ته ستونزه جوړه او له ښوونځي څخه يې لیري کړي.
بله ستونزه په ښوونځيو کې هم د اختلاس او فساد ده، د پوهني وزارت د ښوونکو د معاش سربیره له ښوونځيو سره د مؤسيسو له خوا هم ډول ډول مالي او د خوراکي موادو مرستي کیږي، دا ډول د مؤسيسو له خوا د ښوونځيو له مديريت سره هم ډول ډول مرستي (غوړي، کتابچې، قلمونه، بستۍ، خولۍ، بسکويټ او ...) کیږي، چې دغو نا معلومو او نا برابرو مرستو هم زموږ پر ښوونکو، زده کوونکو او ښوونځيو باندي ددې پرځای چي مثبت تأثير ولري منفي تأثيرات کړی دي. مدير چي ځان د پوهني رياست استازی بولي او له دې سره سره د اړيکو له مخي پر دنده ګمارل شوی دی، ځان ترټولو په غلا کولو کې زيات مستحق ګڼي. له مدير وروسته يې سرښوونکی او هغه ښوونکی زيات ځان مستحق ګڼي چې تر نورو ښوونکو تکړه وي.
له دې هم لويه ستونزه په ښوونځيو کې داده چې د ښوونځي د معاشاتو په لسټ کې تر خپل اصلي حالت د ښوونکو شمير زيات وي، او په لسټ کې د ورزياتو شوو ښوونکو معاشونه د مدير صاحب او سرښوونکي لپاره وي. داچې د بانک د لاري معاشونه ورکول کيږي ښه پرځای اقدام دی خو د غلامخه او د ښوونکي پرځای غير ښوونکي د بانک مآمور ته نه معلوميږي.
د پوهني ولايتي رئيسان هم ځينې يې په مالي فساد او اختلاس کې شکيل دي، د پورته يادو شوو ستونزو سربيره رئيس د پوهني وزارت او موسيسو له خوا د پوهني رياست سره د پروژو پرعملي کولو او اخستلو کې هم بې برخي نه وي.
چې کله د پوهني رئيس په مالي فساد او اختلاس ککړ وي، هغه د ښوونځي مدير او لاندي کارکوونکو ته په هيڅ ډول سره د سم کار کولو جرئت نه لري. له رئيس څخه وروسته چې مرسيتالان دي هم ځينې يې ورته ستونزي لري. او د ښوونځي مدير چې په ښوونځي کې مشر او د مالي فساد ککړ لومړی سړی دی کله خپل سرښوونکي او ښوونکي ته د سم کار کولو له پاره ويلای شي.
همدغه پورته ستونزي دي چې زموږ د پوهني مرکزونه له ستونزو سره مخ دی.که د مالي فساد او ناسمو استفادو مخنيوی ؤشي نو لیري نه ده چې په کال دوه کې به د پوهني اړوند مرکزونه پرمختګ وکړي.
زما د پوهني د لوړپوړو چارواکو څخه هيله ده چې ستونزه په نظر کې ونيسي او د زده کوونکو او ښوونکو د زياتوالي (کميت) پرځای په ښه والي (کيفيت) فکر وکړي.
په ولايتونو کې دي د سیميزو پیژندل شوو او ښو خلکو پرمرسته داسي رئيسان وګماري چې پر مالي فساد او نورو ناوړو کړنو ککړ نه وي، بل داچې ټولو لورو ته تريوحده د منلو وړ شخص وي.
په ښوونځيو کې دي د سیمي او کليوالو د وړانديزپه نظر کې نيولو سره داسي مديران وګمارل شي چې هغوی د احساس له مخي کار وکړي نه داچې د غلا او جيب ډکولو په فکر کي وي.
د سيمې د مشرانو او ښو خلکو پرمرسته دي هغه ښوونکې وهڅوي چې په سيمه کې اوسيږي خو د همدغو پورته ستونزو له امله د ښوونکې مقدسي دندي ته نه حاضريږي. که هغوی ته ډاډ ورکول شي چې دابه يوه پاکه او سمه اداره وي او تاسي به زده کوونکو ته د احساس او ښه نيت له مخي درس ورکوئ ډاډه يم چې تکړه ښوونکي به پيدا او وګمارل شي.
د شخصي ښوونځيو په اړه هم د پوهني وزارت څارنه او کړنه نيمګړتياوي لري، ډيری ښوونځي معياري او وړ زده کړي زده کوونکو ته نه وړاندي کوي، يواځي اشتهارات زيات لري، ښوونکي چې بايد د لوړو زده کړ سند او کافي تجربه ولري نه لري. د زيات فيس اخستل يې بله ستونزه ده، او دا ډول د يونيفارم، کتابونو، کتابچو، قلمونو، بوټو، کورتۍ، خولۍ او کالو په نوم هم اضافي پيسي اخستل کيږي.
داچې شخصي ښوونځي زياتي يا کمي پيسي اخلي بیله خبره ده خو زما پورتنۍ خبره دلته صدق کوي چې په شخصي ښوونځيو کې که څه هم د ښوونکو شمير کم وي، داچې اداره لري نو د همدغو لږو ښوونکو څخه سم کار اخلي او پوهني وزارت اړوندو ښوونځيو څخه يې د زده کوونکو سويه لوړه ده. که چيرته شخصي ښوونځيو وړ او تکړه ښوونکي درلودلای، نو زده کوونکو به يې د اوس پر پرتله لا زياته وړتيا درلودلای.
د الله عزوجل څخه د ماشومانو او ښوونځيو د زده کوونکو له پاره د يوه امن لرونکي او ښه تعليمي کال غوښتنه او هيله کوم، دا ډول د ښوونکو څخه ددي هيله کوم چې دخپل ايماني او افغاني احساس له مخي به سږ کال د زده کوونکو سره زيات کوشش وکړي او په دي هيله چې زده کوونکو ته خپل حق (پوره وخت او سمه زده کړه) په سم ډول ورکول شي