pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د سلاتې نه په چکنۍ شوې
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند

 

 

د سلاتې جوړول هم يو خاص مهارت غواړي. سره له دې چې د بيلابيلو څيزونو رنګ، خوند او نوعيت يو له بل څخه جلا وي، خو ماهر سلات جوړونکي هغه څيزونه ګډوي او يوه په کاسه کې یې اچوي چې خوړل یې خوړونکي ته خوند ورکوي.

په سلاته کې يو کمال شته. که هرڅومره بې خونده او بې مزي وي، خو د ګدو شوو څيزونو تفکيک یې کيدای شي. د خوندورو او بې خونده، تازه او ورستو، او پاک او ناپاکه څيزونو فرق پکي کيدی شي.

که خوله دي ترخه شوه نو په دې پسې به ګرځې چې شين مرچک دې خوله ترخه کړه او که سور مرچک. که د خولې د بوی نه ویريږي نو د پيازو او اوږې د خوړو نه به ځان وساتې. که د معدې تکليف لرې او بادګير څيزونه دې په تکليف کوي نو کاهو او بادرنګ به څنګ ته کيږدې او د خوړلو نه به یې ډډه وکړې. لنډه دا چې د سلاتې د ناخوښو څيزونو څخه څه ناڅه د خلاصون لار شته.

لویه ستونزه په چکني کې ده. نه یې خوړی شي او نه غورځولی شي. خوړل یې يو عذاب او غورځول یې بل عذاب.

لومړی خو روميان، پياز، مرچک، دڼيا، اوږه او نور څيزونه دومره په سر وټکول شي چې اصلي څيره یې له مينځه ولاړه شي. له دې وهلو، ټکولو او سزا څخه لا خلاص نه وي چې په زخمونو یې مالګې هم ورواچول شي. ځينې ظالم او بې رحمه سلات جوړونکي د مالګې ترڅنګ، سرکه هم د دې خوارو او ځپل شوو څيزونو د زخمونو پر سر ورواچوي او دوی د ټپونو د درد له کبله په جوشيدو راشي.

د چکنۍ د جوړيدو وروسته اوس بيا دا معلومه نه وي چې دا اوس روميان دي او که پياز. دا اوږه ده او که مرچک. که خورې یې نو سرکه او مرچک دې د معدې زخم او تکليف ډيروي، که یې نه خورې، نو خيټه خواړه غواړي. که یې خورې د خلکو په مينځ کې د ناستې او خبرو څخه وځې، ځکه د ځولې نه به دې د پيازو او اوږې بوی ځي، او که یې نه خورې، رقيب يې په سر رااړوي او د بويناکې خولې سره ستا په کور کې کښيني.

اوس به څه کوې؟

سانتا انا، کليفورنيا، د ۲۰۱۴ کال د اګست د مياشتې ۱۷

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.