pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
سهامي شرکت نۀ جوړوو، خو . . .
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند




د نړۍ بيلابيل ولسونه د خپلو خلکو او هيواد سياست، اقتصاد او راتلونکې د بيلابيلو کړندودونو لۀ لارې ټاکي چې پۀ لويديځه نړۍ او د نړۍ پۀ ځينو نورو هيوادونو کې دا کړندودو ټاکنې دي چې ولسونه پرې خپلې فيصلې ترسره کوي. پۀ دې هيوادونو کې ټاکنې کول او پۀ ټاکنو کې برخه اخستل د دې ولسونو لپاره روښانه لار او راتلونکی جوړوي. پۀ افغانستان کې هم دا تجربه ترسره شوه. سره لۀ دې چې د افغانستان د ۱۳۹۳ لمريز کال ولسمشريزه ټاکنې د ډیرو ستونزو، وژنې او تحديدونو سره مخ شوې او ډیرې پوښتنې، انديښنې او ننګونې یې هم رامينځته کړې، مګر د افغان ولس هيله درلوده چې دا ټاکنې به د دوی پۀ ژوند کې سوله او بدلون راولي او هيواد به د سوکالۍ پرمخ روان شي. مګر د ټاکنو د رايو بيا بيا شميرلو، د هغې پر سر لوبې او لانجې او بلاخره د امريکا متحده ايالاتو د امر او سيوري لاندې د افغانستان د ولس پۀ حق، وينو، قربانيو او سرخندنو سياسې معاملې او تجارت لۀ کبله د افغان ولس هيلې هسې هيلې پاتې شوې او ولس يوځل بيا د نااميديو سره مخ شو.
پر دې به نۀ غږيږو چې ټاکنې قانوني وې او کۀ غيرقانوني، ټاکنې پاکې وې او کۀ د درغليو څخه ډکې او یا د اشغال پۀ صورت کې ټاکنې کومه مانا او ارزښت لري او کۀ نۀ. پۀ دې هکله ما پخوا ليکنې کړي دي. د بحث وړ خبرې د ټاکنو څخه د خلکو انتظار، د روښانې راتلونکې تمه او د خلکو اعتبار د ټاکنو پر پروسې دي.
د شپږديرش کلنې جګړې، ناامنۍ، بي عدالتيو او فساد څخه وروسته خلکو دا نسبي اميد درلود چې ګواکې ولشمريزه ټاکنې به د دې ديرش کلنې غميزې لپاره د حل کومه لار پیداکړي. سره لۀ دې چې د جنګ او جهاد د وخت اکثره جنګي ډلې او ګروپونه د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې سره يوځای شول او کوښښ یې وکړ چې پۀ افغانستان کې د يو نوي بدلون او نوي نظام د رامينځته کيدو مخه ونيسي، مګر د ولس اکثريت ملاتړ یې ترلاسه نۀ کړ او پۀ ټاکنو کې یې ګټونکې رايې ترلاسه نۀ کړې. ولس او پۀ ځانګړي توګه پښتنو د اشرف غني احمدزي پۀ خبرو او ورکړل شوو وعدو باور وکړ او سره لۀ ټولو ګواښونو او تکليفونو يې پۀ ډيره خوښۍ سره پۀ رای اچولو کې برخه واخسته او اشرف غني احمدزی یې د بري مقام ته ورساوه.
سره لۀ دې چې اشرف غني احمدزي د پښتنو د قاتل او هغو کسانو سره ائتلاف کړی و چې د پښتنو پۀ سرونو کې یې ميخونه ټک وهلي وو، د پښتنو څخه یې پزې او سينې غوڅې کړې وې، پر ځان یې هغه جنګسالاران، قوماندانان او نور داسې مضر کسان راټول کړي دي چې د ټولنې عام وګړي ترې نفرت کوي، هغه پخواني کمونستان، هيواد پلورونکې او د ولس دښمنان یې ځان سره يوځای کړي چې د افغانستان د شپږديرش کلنې وروروژنې او بربادۍ د بنياد ايښودلو مسئوليت د دوی پر غاړه دی، او داسې غلۀ او رشوت خوارۀ ورسره يوځای شوي چې پرون د بل لاس او معاش ته ناست وو، پۀ کابل او د افغانستان پۀ نورو سيمو کې یې د ناستې او اوسيدو درک نۀ درلود، مګر نن یې پيسې پۀ بانکونو کې نۀ ځاييږی او د کورونو او جايدادونو خو یې حساب نشته، مګر دې ملت پۀ دې ټولو قاتلانو، ظالملنو، جابرانو، غلو، رشوتخورو او د هغوی پۀ ټولو خبرو او کړو خولې او سترګې پټې کړې او د هيواد او ملت د ژغورنې لپاره یې د اشرف غني احمدزي لپاره بيدريغه هلې ځلې وکړې او پۀ کمپاينونو کې یې برخه واخسته. نۀ يواځې دا چې پخپله يې پۀ ټاکنو کې برخه واخسته، بلکې نور یې هم برخه اخستنې ته وهڅول. دوی هيله من وو چې هيواد به لۀ ستونزو او کړکيچ څخه خلاص شي، مګر اشرف غني احمدزي او د هغه ټيم د دې ملت د باور، اميد او رايو سره لوبې وکړې.
دا چې عبدالله عبدالله او ملګرو یې څومره او څنګه د زور، بدماشۍ او ټګۍ څخه کار واخست او پۀ کوم چل او فريب سره پۀ خپلو هلوځلو او کارونو کې بريالي دي، پۀ دې ټول پوهيږي. خبرې پرې پکار نۀ دي او نۀ ترې ګيله پکار ده. ځکه ګيله سړی د خپل، خپلوان، دوست او هغه چا څخه کوي چې د نيکۍ، ښيګڼې او ښۀ کار تمه ترې کيدی شي. لۀ دې کبله دا ګيله يواځې اشرف غني ته متوجۀ ده.
ملت پۀ دې تمه وو چې د اشرف غني احمدزی او د تحول او تداوم ډله به د خپل کلتور، ژبې، عاداتو او اخلاقو پوره پيژندنه ولري، پۀ ټولنه کې به د ولس د وګړو ترمينځ اړيکې ټينګې کړي او ټولنه به د ګډو اخلاقو او معيارونو پر اساس د يوې روښانې او سولۀ ايزې راتلونکې پر لور بوځي. دا هيله وه چې سوله او روغ سياسي نظام به رامينځته شي، د ټولني بنيادي او اخلاقي ارزښتونه به ټينګ او ټولنه به يو واحد ملي او سياسي چاپيريال ته بوتلله شي. د اسلام دين د ارزښتناکه بنيادونو پۀ رڼا کې به د ولس د وګړو ترمينځ وحدت ټينګ شي او ولس به د سولې او سوکالۍ پر لورې ولاړ شي. ملت د اشرف غني احمدزي او د تحول او تداوم د ډلې سره دا ژمنه وکړه چې پۀ اخلاص سره به دوی خپل ديني او ملي مسئوليت ترسره کوي او د دين، هيواد او ملي هويت پۀ ساتنه کې به پۀ اخلاص سره برخه اخلي. د هيواد د ديني، ټولنيزو او ولسي ارزښتونو د ژوندي ساتلو او د خپل هيواد د دين، خاورې، ملت او ژبې د پرمختګ پر خاطر به عملي ګامونه پورته کوي. دوی ژمنه وکړه چې پۀ دې لار کې هرراز سرخندنو ته چمتو دي او د پلي کولو لپاره یې هراړخيزه هلې ځلې کوي. ملت غوښتل چې ځان د جهاديانو، جنګسالارانو، قوماندانانو او زورواکو د منګولو او جبر څخه خلاص کړي. دا هرڅه هغه وخت خپل منزل ته رسيږي چې د ولس ترڅنګ د ولس سياسي مشران هم سرښندنې ته تيار وي او پۀ دې لار کې هراړخيزه هلې ځلې وکړي. لۀ بده مرغه اشرف غني احمدزي او د هغۀ د تحول او تداوم ډلې ونکړای شو چې تراوسه دا ملي مسئوليت ترسره کړي. د خپل دين، اخلاقو، ولس، خاورې او کلتور سره مينه ثابته کړي، پۀ دې لار کې قرباني ورکړي، د ملت سره پۀ خپله وعده وفا وکړي او يو څرګند او اميدلرونکې دريځ ثابت کړای شي.
اشرف غني احمدزي او ملګرو یې ملت ته څو څو ځلې وعده ورکړه چې دوی به د ملت د رایو پر سر لۀ چا سره معامله ونکړي، سهامي شرکت به نۀ جوړوی، د ملت اعتبار او خپلې خبرې ته به ژمن وي، او د خلکو خبره او نظر به لۀ هرچا څخه ورته لوړ او ارزښتناک وي. د ملي وحدت حکومت تر نوم لاندې د عبدالله عبدالله سره د تړون لاسليک کولو دا څرګنده کړه چې نۀ ملت سره وعده او ژمنتيا رښتيا وه او نۀ د ملت خبرو، نظر او ارادې کوم ارزښت درلود. د ولس د خبرو، نظر او رایو څخه د بارک اوباما او جان کيرې خبره، راي، نظر او فيصله مهمه وه. د خدای(ج) پرځای یې پر امريکا توکل وکړ او ملت لۀ ارادې او رايې څخه د اوباما او کيري اراده او رايه مهمې شوې.
ولسونو او قومونو اشرف غني احمدزي ته د هيواد د بيلابيلو سيمو، کونج او کنار څخه وويل چې دوی رای ورکړي، د دوي رایې ريښتينې دي او دوی به د خپلو رايو څخه د خپل سر او وينو پۀ بيه دفاع وکړي. خلک د هيواد پۀ بيلابيلو سيمو کې راټول شول، غونډې او جرګې یې وکړې، سړکونو ته راووتل او اشرف غني احمدزي ته یې ډاډ ورکړ چې لۀ دۀ سره ولاړ دي او دې بايد د خپلو خبرو او وعدو څخه شاته ولاړ نۀ شي. مګر اشرف غني احمدزي د ولسونو د احساسااتو او ملاتړ درناوی ونۀ کړ، د عبدالله عبدالله فشار او بدماشۍ ته یې سر تيټ کړ او سياسي معامله یې ورسره وکړه.
جالبه خبره خو دا ده چې تړون یې د پردو د فشار لۀ کبله لاسليک کړ، د عبدالله عبدالله لپاره یې د اجرائيوي پوست څوکۍ چې د افغانستان پۀ اساسي قانون کې شتون نۀ لري، جوړه کړه، د نورو څوکيو پۀ ويشلو خبرې روانې دي، مګر اشرف غني احمدزی او د هغۀ د تحول او تداوم ډله پۀ سپين سترګۍ سره وايي چې دوی د ملت د رايو پر سر لۀ چا سره معامله نۀ ده کړې. دوی غواړي لمر پۀ دوو ګوتو پټ کړي. لۀ ډیرو خبرو څخه به تير شو، هغه تړون به رامخې ته کړو چې اشرف غني پرې لاسليک کړی. ((۲- رییس جمهور با برگزاری لویه جرگه روند تعدیل قانون اساسی را آغاز نموده و مقام صدراعظم اجرایی را ظرف دو سال ایجاد می نماید. ۳ - تا زمانیکه مقام صدراعظم اجرایی بر مبنای قانون اساسی ایجاد گردد، وظایف صدراعظم اجرایی را رئیس اجرائیوی حکومت پیش خواهد برد. این مقام بلافاصله توسط فرمان رییس جمهور ایجاد شده و توسط شخصی که از طرف کاندید دومی انتخابات معرفی و از جانب رییس جمهورتایید گردیده باشد، اشغال میگردد. ۵ - تعیینات در مقام های کلیدی امنیت ملی، نهادهای مستقل و اقتصادی حکومت، با در نظرداشت اصل ایجاد تساوی و برابری بین انتخاب رییس جمهور و رهبر اپوزیسیون صورت میگیرد.)) دلته پوښتنه راپيداکيږي چې د اشرف غني احمدزي او د تحول او تداوم د ډلې پوهه د سهامي شرکت څخه څۀ ده؟ کۀ دا سهامي شرکت نه دی چې پۀ هغې کې نۀ يواځې دا چې وزارتونه او لوړ پوستونه ويشل شوې بلکې د جمهور رئيس څوکۍ هم ويشل شوې، نو سهامي شرکت به د دوی لۀ نظره څۀ وي؟
دا څنګه سياست دی، داڅنګه سياسي پوهه ده او دا څنګه نړيوال فکر دی چې د ولس او خاورې د ګټې اوښيګنې پرځای پکښې د ځان او ډلې د ګټې او ښيګڼې فيصلې کيږي. نۀ پوهيږم چې د دې مقام او واک ته رسيدو نه وروسته به اشرف غني احمدزی او د هغۀ د تحول او تداوم ډله خپل وجدان او خپل ولس ته ځواب لري؟ د دې قدرت به څۀ خوند وي چې د ولس د سر، وينې، اعتماد او رايو پۀ بيه ترلاسه شي. پۀ هغې افغان څۀ چې د افغانانو د دښمنانو پۀ قطار کې ولاړ وي، هم یې ملت ته مخ تور وي، هم یې نړۍ ته مخ تور وي او هم خدای(ج) ته کوم ځواب نۀ لري. دا تمه نۀ وه چې د نړۍ دويم متفکر دې دومره بیفکره کار وکړي چې د خدای(ج) تر رضا او د ملت تر خبرې او اعتماد د اوباما او کيري رضا، خبره او اعتماد لوړ وګڼي. هيواد د پرمختګ پرځای پر شا بوځي، او خپله ټوله سياسي مبارزه، سياسي فعاليت، خبرې او وعدې پۀ قدرت او څوکۍ ختمې کړي.
تا خو ویل چې تۀ وطن جوړوې خو اوس معلومه شوه چې ځان جوړوې
چې څنګه لوبې به لا نورې کيږي لوي څښتن(ج) دې پۀ موږ ورحميږي
لوی څښتن(ج) عالم او لارښود دی
سانتا انا، کاليفورنيا، د ۲۰۱۴ زيږديز کال د اګست ۱۹

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.