pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

   »پلان بی« د افغانستان د تجزیی په باب د امریکا او لندن د رازجزیات (Plan B)

راتلونکی افغان حکومت؟

نيمګړې هلې ځلې او مداريتوب

سوفا، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې لویه جرګه

د الجزيرې ټلويزون سره د ښاغلي کرزي مرکه

افغان که افغانستانی – نوې لغاتونه - نوې یي تعبیرونه

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک

د پانګونې مفيد تخنيکونه -اسدالله مبارز

د پښتنو سياسي ماتې

افغان ملي سراسري غورځنګ ته اړتیا

پښتنو ته ورپاته یواځني لاره به ملي پاڅون وي

اوغان؟ (یوه تحقیقاتی څیړنه)

پښتنو بيړۍ مو غرقيږ

حقیـقـت او د دوهم لاس ټـیکه والان

د زندان خبري

پاکستاني جیلونه

قطر کې د طالبانو دفتر

یــو سـیاسـي ترهـه ناک خوب

د طالبانو د بریا پټ راز په څه کې دی؟

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

pixl

زما مشورې اوبیلګې خوند ورکړ
ډاکتر درویزه اڅکزي له دې فاني کنډر نه سترګې پټې کړی

لیکوال ډاکتر رحمت ربی زیرکیار

 

 
 
ولسي جرګې درو امنیتي چارواکو ته د باور رایه ورکړه
     
هدايت الله هميم کابل
بي بي سي

د جرګې غړو یوازې د سرحدونو او قبایلي چارو کاندید وزیر ته د باور رایه ورنه کړه.

د افغانستان ولسي جرګې د کرزي له لوري درو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست لپاره نوماندو کسانو ته د باور رایه واچوله.

په دې ډله کې د دفاع وزارت ته نوماند بسم الله محمدي، د جرګې ۱۲۴، د کورنیو چارو وزارت ته نوماند غلام مجتبی پتنګ ۱۲۹ او د ملي امنیت ریاست ته کاندید اسدالله خالد د ۱۴۳ رایو په اخیستو بریالي اعلان شول.

خو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند عزیزالله دین محمد بیا د ۱۰۸ رد شوو رایو له کبله ونه شوای کړای، چې مطلوبې رایې ترلاسه کړي.

بسم الله محمدي تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر و، چې د تېر اسد/ زمري پر ۱۴مه ددفاع له مخکني وزیر عبدالرحیم وردګ سره یوځای له دې کبله جرګې ته وروغوښتل شول او د باور رایه ترې واخیستل شوه، چې ولې په هېواد کې د ناامنیو او له پاکستاني خاورې پر افغانستان د بریدونو مخه نه شي نیولی.

د کورنیو چارو اوسنی وزیر بیا په دغه وزارت کې د هېواد د شمالي زون د پولیسو عمومي مشر پاتې شوی، چې ترڅنګ یې د پولیسو د روزنې ریاست هم مخته بېولی دی.

اسدالله خالد بیا د سرحدونو او قبایلو چارو مخکنی وزیر پاتې شوی دی.

د ملي امنیت ریاست ته د نوموړي د نومول کېدا پر سر حینې جنجالي بحثونه هم راټوکېدلي دي.

ښاغلی خالد له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ پورې د غزني، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ پورې د کندهار د والي په توګه پاتې شوی دی.

نوموړی د ملي امنیت د مخکني رییس رحمت الله نبیل تر ګوښه کېدا وروسته د وږي/سنبلې پر ۱۲مه د ولسمشر حامد کرزی له لوري د ملي امنیت ریاست ته ونومول شو.

تېره ورځ ولسي جرګې د بښنې نړیوال د هغې غوښتنې په ځواب کې چې تر هغه دې د ملي امنیت ریاست لپاره کاندید اسد الله خالد ته رایه نه ورکوي چې پر ده د لګول شویو تورنو سپیناوی نه وي شوی، ویلي وو ددې تورونو په اړه د جرګې د غړو حق خوندي دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي ښاغلی خالد تورن دی چې کندهار او غزني کې د والي په توګه د دندې پرمهال یې پر بشري حقونو تېری کړی او زندانیان یې کړولي دي.

د دغې ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خالد په غزني او کندهار کې د والي په توګه د دندې پر مهال د زندانیانو په کړولو او د ناقانونه وژنو په یو شمېر پېښو کې ښکېل ګڼل کیږي.

په دغه اعلامیه کې د آسیا فاسیفېک لپاره د دغې نړیوالې ادارې د پروګرامونو مدیر پولي ستراسکوټ له ولسي جرګې غوښتي چې ښاغلي خالد ته د باور رایه ورکول تر هغه وځنډوي چې پر ده د لګول شویو تورونو سپیناوی وشي.

ستراسکوټ وايي د ولسي جرګې غړي باید په څرګندو ټکو له خالده د هغو تورونو په اړه وپوښتي چې ګواکي ده پر بشري حقونو تېری کړی.

ښاغلي خالد وړاندې تر دې دا ډول تورونه ناسم او له حقیقته ليرې بللي وو.

تېره دوشنبه اسد الله خالد د ملي امنیت د عمومي ریاست او بسم الله محمدي د دفاع او حاجي دین محمد د سرحدونو او قباېیلو چارو وزارتونو د نوماندانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

عزیزالله دین محمد د فواید عامې د مخکني وزیر حاجي قدیر ورور دی، چې وړاندې دین محمد د کابل والي په توګه دنده مخته وړې ده


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2014 Sabawoon. All rights reserved.