pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
فاينينشل ټايمز وايي چې دا نوې واقعيتونه نه دې که څوک وايي چې د افغانستان د ناخوالو تر شا د پاکستان لاس دی او یا دا چې پاکستان د نړیوالۍ ترهګرۍ لپاره تربيوي مرکز دی
     
مشال راډیو

فاينينشل ټايمز وايي چې دا نوې واقعيتونه نه دې که څوک وايي چې د افغانستان د ناخوالو تر شا د پاکستان لاس دی او یا دا چې پاکستان د نړیوالۍ ترهګرۍ لپاره تربيوي مرکز دی.

خو نړی لس کاله پر دې تير کړل چې په مکمله توګه په هغه خطرونو پوه شي چې دې په سياسي لحاظ کمزوره او ۲۰۰ مليونه نفوس لرونکي هيواد ټولې نړی ته پېښ کړي دي.

دا په داسې حال کې چې انګېرل کيدل چې د سړې جګړې را په دې خوا پاکستان د امريکا ملاتړی هيواد دی.

د فاينينشل ټايمز په وينا د کارلوتا ګال کتاب (غلط دښمن) يو ډير مجزوبوونکی او له ۱۱ سپتمبر۲۰۰۱ کال وروسته د ګال په خپلو سترګو ليدلي معلوماتو سرچينه ده.

په دې کتاب کې ګال د امريکا د دښمن په نامه په افغانستان کې کومې ډلې ته نه بلکې پاکستان ته اشاره کوي.

کارلوتا ګال له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلو سترګو ليدلي حال يادونه داسې وکړه.

«زما د ليکني يو اساسي هدف د کتاب په عنوان کې څرګنديږي. په افغانستان کې ډيره موده کار کولو راته څرګنده کړه چې تر ډيره حده جګړه په غلط ځای کې او د غلط دښمن په وړاندي ده. د افغانستان پر ډيرو کليو او ولسواليو حملې وشوې، ډير ملکي افغانان وکړېدل، بهرني عسکر ووژل شول. هلته ټولو یوه خبره راته کوله او هغه دا چې د ستونزي ريښه په پاکستان کې ده. بالآخر ما ته څرګنده شوه چې اوساما بن لادن هلته پټ وو او په حقيقت کې پاکستان خوندي کړی وو.»

د لومړي ځل لپاره د امریکا له خوا پاکستان او افغانستان ته ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک له خپل مرګ څخه مخکې دا خبره کړې وه چې کېدای شي موږ له غلط دښمن سره په غلط هېواد کې جنګ کوو.

امريکا ته د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني د دې لپاره چې هالبروک ته ورته نظريه يې درلوده، د ژوند له خطرونو او جلا وطني سره مخ شو. دده په کتاب (ستر فرېب) کې دده د هيواد په هکله د پاکستان او امريکا د روابطو له نظره تاريخ ليکل شوی دی.

په دې کتاب کې حقاني تشريح ورکړې ده چې څنګه پاکستان له يوې خوا له امريکا د ترهګری پر ضد په پلمه د مالي مرستو او وسلو غوښتنه کوله او له بلې خوا يې د امريکا په تاوان افراطیانو ته ودع ورکول.

دا دواړه کتابونه دا ښکاروي چې نه يوازي غرب د پاکستان پر بيا بيا خيانت او درواغو سربېره له پاکستان سره د پاکستان د خوښي سياست کړی دی بلکه دا چې اټومي وسله لرونکی پاکستان پخپله پر ناسمه لار روان دی.

کارلوتا ګال دغه خبره هم ردوي چې اسلامي افراطيت د امريکا په افغانستان د روسیې پر خلاف په جنګ کې د مجاهدينو د ملاتړ نتيجه ده. دا په خپل کتاب کې ليکي چې پاکستان په تيرو لسو کلونو کې دوه مخی سياست کړی دی.

له يوې خوا يې د امريکا د تروريزم پر خلاف جنګ حمايه کوی او له بلې خوا يې طالبان او کشميري جنګيالانو ته وده ورکول. پاکستاني عسکر د تروريزم پر خلاف په جنګ کې مړه کيږي او په عيني حال کې هغو عسکرو ته د امريکا پر ضد تبليغات کيږي.

د کارلوتا ګال په وينا دا د تعجب ځای نه دی چې پاکستانينان په دې اندېښمن نه دي چې دولت يې د يوه قاتل ملاتړ وکړ، بلکه د امريکا له خوا د هغه وژل غندي.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.