pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

   »پلان بی« د افغانستان د تجزیی په باب د امریکا او لندن د رازجزیات (Plan B)

راتلونکی افغان حکومت؟

نيمګړې هلې ځلې او مداريتوب

سوفا، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې لویه جرګه

د الجزيرې ټلويزون سره د ښاغلي کرزي مرکه

افغان که افغانستانی – نوې لغاتونه - نوې یي تعبیرونه

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک

د پانګونې مفيد تخنيکونه -اسدالله مبارز

د پښتنو سياسي ماتې

افغان ملي سراسري غورځنګ ته اړتیا

پښتنو ته ورپاته یواځني لاره به ملي پاڅون وي

اوغان؟ (یوه تحقیقاتی څیړنه)

پښتنو بيړۍ مو غرقيږ

حقیـقـت او د دوهم لاس ټـیکه والان

د زندان خبري

پاکستاني جیلونه

قطر کې د طالبانو دفتر

یــو سـیاسـي ترهـه ناک خوب

د طالبانو د بریا پټ راز په څه کې دی؟

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

pixl

زما مشورې اوبیلګې خوند ورکړ
ډاکتر درویزه اڅکزي له دې فاني کنډر نه سترګې پټې کړی

لیکوال ډاکتر رحمت ربی زیرکیار

 

 
 
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي نه یوه هیله
     
احمدالله رحمانی
لیکوال

د اوږدې مودې راپدې خوا دافغان ولس جنګ ځپلی دی او نوي نسل یی پداسی حال کي را لوییږي چي هیواد یې د پردیو ترتسلط لاندې دی اوغیرله جنګ ، مرګ ژوبلی او بې واکي نه یی بل څه نه دې لیدلې . پدې جنګ کی اروپایان اوامریکایان په ګډه هڅي کوي چي د افغانانو جونګړي ورانی کړي او داهیواد دخپلوګټو لپاره د وطني ددښمنانو په مرسته د ځان کړي . پوښتنه پدې ځای کې ده چې المانانو ، فرانسويانو ، انګریزانو او یا په خپله هم امریکایانو به څه کړي وای که داسی حالت چي اوس پرافغانستان تعمیلیږي ، پرهغوی ورغلی وای اوهغوی یی بیله کوم معین علت نه د نظامي او سیاسي ستونزو سره لاس په ګریوان کړي وای ؟ که ټوله رسیدلي او پوه نړیوال وافغانستان ته د حق په سترګه وګوري اوافغانانو ته ښه ځیر شي ، ورته ثابته به شي ، چې د سپتامبر ۲۰۰۱ په برید کي هیڅ یوافغان هم ښکیل نه وو . ټوله نړی پوه وه اويا وروسته پوه شوه چې امریکا د افغانستان و یرغل ته یوه بهانه جوړوله . د نیویارک او واشنګټن تر بریدونو وروسته د هغه وخت طالبانو وړاندیز وکړ چې اسامه بن لادن و یوه دریم هیواد ته ور تسلیم کړي ، خود جورج بوش ادارې دا وړاندیز رد کړ . ددې لپاره چي خیالي کیسې له حقیقت نه بیل کړای شي ، باید په کلکه جوته کړو چې طالبان نه قاتلان دي او نه تروریستان . هغوی فقط داسي عسکر دي لکه د افغانستان ملی ځواکونه . فرق یی پدې ځای کي دادی چي ملي اُردو د پردیو یرغل قانوني بولي او تسلط یی پر افغانستان نه یواځی مني بلکه پیاوړي کوي یی هم . طالبان دهمدې مطلب لپاره جنګیږي چي خپل پلرنی هیواد د هغو پردیو فاسدو ځواکونو له منګولو نه خلاص کړي چي فقط په منطقه کي د خپلو اقتصادي هدفونه لپاره افغانستان تر پښو لاندي کوي .

دداټولوحالاتو په نظرکي نیولو سره اوس نو زما په اند دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي لپاره داسی وخت رارسیدلی دی چي د هیواد یرغلګر او وطني دښمنان هیرکي ، د افغانانوله اکثریت سره لاس یوکي او خپل پلرنی هیواد د پردیو او وطنی دښمنانو نه په پوره او کلک عزم وژغوري . د افغانستان تاریخ د طوفانی دریاب په شان بهیږي اوهرڅه له ځانه سره وړي . فقط هغه څوک په تاریخ کي له بد نامه نه ځان ژغورلای شي چي د وطن لپاره یی ښه خدمتونه کړي وي . د پردیو سره همږغي او د خپل هیواد ښځي کونډي کول او ماشومان یی یتیمان کول د وطن په ښو خدمتونو کي نه راځی . په تاریخ کي داسي واکداران نه یواځي بې نومه له منځه تللي دي بلکه هغوی راتلونکي نسل ته په بد نوم ور په ګوته شوي دي .

په افغانستان کي اوس مهال ملي دریځ او ملي مقاومت له منځه تللی دی ، د شمال ټلواله له مختلیفو قومونو نه تشکیله شوې ټولنه ده چي هر یو یی پرخپل ځای پښتانه خپل دښمنان بولي ، پداسی حال کي چي دا خبره د واقعي حقیقت نه لیري ده . پښتون د هغه چا دښمن دی چی په وطن کي د یوه فدرالي سیستم په راوستلو سره د هیواد و تجزيی ته لاره هواروي . حامد کرزي ته لازمه ده چي د یوه مخور پښتون قوم د مشر په حیث د هغه چا سره په خلاص تندي او کلک عزم د خبرو میز ته کښیني ، کوم چي د افغان د خاوري تمامیت غواړي او د سولي راوستلو اهلیت ولري . ددی کسانو نوم که طالب وي که ازبک یا پښتون او که هزاره وي . دا ټوله افغانان دي او دافغانستان تاریخ موږ مجبوره کوي چي دا ټولو کسانو ته د افغان په سترګه وګورو . سیاسي هوښیاري هغه څه ته ویل کیږي چي شخصي ضد شاته پریښودل شي او د افغانستان اوسني حالت ته په حقیقي سترګه وکتل شي . افغانان د پردیو یرغلګرو نه د خلاصون لپاره یوه ملي دریځ ته اړتیا لري . د افغانستان اوسني مجاهدین چي د طالبانوپه نامه یادیږي ، هم په منطقي اوهم په سیاسي ډول د افغانستان د خلکو پلاوي بلل کیږي . هغوی یوه مشروعه سیاسی قوه ده چي د پردیو یرغلګرو په مقابل کي جنګیږي او بیله طالبانو نه په افغانستان کي همیشنۍ سوله د امکان نه لیري خبره ده . دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ته لازمه ده چي حقیقت و پیژني او ویی ومني چې د طالبانو سره د همیشنۍ سولي لپاره رښتني له چم او خم نه پاکي خبري لازمي دي تر څو د افغان ځورولي ولس سوله په برخه شي . کرزی صیب باید پدې پوه شي چي په افغانستان کی د سولي په پړاو کي یواځنی خنډ امریکا ، ناټو او د هغوی انډیوالان دي . د امریکا او ناټو داسي فکرونه چې په افغانستان کي په نظامي زورواکي سوله راوستل غواړي ، غلط دي او په تاریخ کي هیڅ وخت داسي ثبوت نه لیدل کیږي چې په توپ او بمونو دي سوله را منځ ته شوي وي . داسي فکرونه هغه امپریالیستي اوکلونیالیستي کړني دي چي سولي ته هيڅ وخت د سیاسي خبرو له لیاري چانس نه ورکوي او فقط جنګ ګټل غواړي . د خبرو له لاري په سوله راوستلو کي نه ګټونکۍ شته او نه بایلونکۍ . په هغه کي ددواړو خواوو له پلوه ورکول او اخیستل دي چې پدي ترتیب نه بایلونکۍ مالوم وي او نه ګټونکۍ ، اما سوله منځ ته راشي . د حامد کرزي اوسنی دریځ په افغانستان کي د سولي لپاره ګټور نه دی . هغه ته لازمه ده چي د امریکایانو تر ګټو خپلو وطنوالو ته زیاته پاملرنه وکړي او هغوی له مصیبت نه وژغوري . د امریکا او ناټو هغه اصول چي په نظامي زورواکي دیموکراسي راوستل غواړي ، په یووشتم پیړۍ کي ځای نه لري. دا فقط د منافقت په دایره کی پروپاګند او د بشریت پر ضد تبلیغات دي چي یواځي د هغوی د ګټو لپاره کیږي . امریکا په نړۍ کي زیات واکداران د دیموکراسي په نامه له واکه راغورځولي او خپل هدفونه یی مخ ته بیولي دي . مثالونه یی رضأ شاه پهلوي په ایران کي ، سوهارتو په اندونیزیا کي ، ایوب خان ، ضیأ الحق ، مشرف او ذوالفقارعلی بوټو په پاکستان کي ، حسن مبارک په مصر کي ، مارکوس په فلیپاین کي صدام حسین په عراق کي ، بن علي په ټونس کي ، معمرالقذافي په لیبیا کي او پینوچیت په چلي کي دي . هغه د بشریت او انساني اخلاقو نه لیري کړني چی د فلسطنیانو سره کيږي ، پر هغو به خبري نه کوو . ایا دا ټوله واکداران دیکتاتوران وه ، کمونستان وه او یا دیموکراتان نه وه ؟ کرزی صیب که پر وخت د خپل ملت لپاره د سولي غوښتونکو سره لاس یو نه کي ، همدا ازل لیک به یی په نصیب وي . همدغه امریکا اوس د کرزي له نامه نه کرکه کوي او په ښه نظر یی نه ګوري .

د افغانستان اصیلي دودیزه لویه جرګي د تاریخ په هر پړاو کي د ستونزو غوټي خلاصي کړي دي . د تعجب ځای خو دادی چې حامد کرزي ولي د لوی جرګي په راغونډولو سره د طالبانو سره د یو ځایي سولی پریکړه نده کړي . ایا هغه د سولي لپاره په لویه جرګه اعتبار نه لري او که له امریکا نه ویره لري .

کرزی صیب ! پرنورو باوراو پر پردو تکیه پریږده ا وخپل ولس ته مخ کړه . ولس تاته سترګي په لاره دي او ستانه سوله غواړي . همدا اوس لا وخت دی چې خپل دریځ ته تغیر ورکړې او افغان ملت ته په میراث کي سوکالي او سوله ور پریږدي ، نه غریبی او ذلت

 


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2014 Sabawoon. All rights reserved.