pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

کابل پوهنتون کې علمي غلا او مالي فساد د ډنډورې تر کچې

یادونه : تاسی ټولو څخه په درناوی یادونه کوم چی دا لیکنه په ټولو ویب پاڼو، ورځ پاڼو، او فسبوک پاڼو ..... او داسی نورو کی خپره کړی!!! 

 افغان

دوهمه برخه


له ښی خوا څخه لومړی د کابل پوهنتون رییس حبیب الله حبیب او اداری مرستیال محمد هادی هدایتی
دریم مرکزی کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر او د توزیع شعبې  مدیر احمد ولي د عکس په اخستلو باندی کامیابله نه شوو

کابل پوهنتون د وحشت او ویرونې په لور روان دی او هر څه  د یوشمېر کسانو په لاس کې دي، چې له تېرو څو کلنو راهیسې یې پوهنتون په انحصار کې راوستی او هره ورځ هر څه د خپلو مالي او شخصي ګټو څخه قربانوي اومونږعملآ د کابل پوهنتون کې لدې سره مخ یو او هره ورځ یې وینو.
کابل پوهنتون کې څو ډوله معاش او ډول – ډول چلند هغه څه دي، چې پوهنتون ورځ تر بلې د بحران په لوري بیایي او محصلین هم ورځ تر بلې د زده کړې پر ځای د همدې ناولو څېرو څخه د هیوادنۍ او هیوادوالو سره د ښه سلوک پرځای ژبني، قومي  او مذهبي تعصب او د قومونو تر منځ کرکه او نفرت  زده کوي. دا لړۍ ورځ تر بلې په چټکی پر مخ روانه ده، او له کومی ورځی چی حبیب الله حبیب او مرستیال یی محمد هادی هدایتی کابل پوهنتون ریاست محاصر کړی له همغه ورځی دی د پښتو ــ فارسی ــ هزاره، اوزبیک او بلاخصوص  سعنی شعیه جنګونه زیات شوی چی تاسی یی د دی دوکلونه ښه شاهدان او قضاوت پری کولای شی، پخوا هم چی حبیب الله حبیب د بلخ پوهنتون رییس وو تمامه ورځ به یی همدغو خبرو ته لمن وهله چی بیا یو ځل برطرفه او بیا دی یو مودی نه وروسته د کابل پوهنتون رییس شو او هغه پخوانی ناروغی لا ورسره شته او نور هم پړسیدلی.  چې خبرې زیاتې نشي غواړم خپلې اصلي خبرې ته راشم او د کابل پوهنتون کې علمي غلا او مالي فساد، چې تر اندازې پورته دی او نږدې د یو قانون په توګه د یو شمېر کسانو له لوري په پوهنتون کې د خپلو ګټو لپاره ورڅخه ګټه پورته کیږي، یو څه ووایم:

  • په معاش کې د مور او میرې چلند هغه څه دي، چې د یو شمېر کسانو تر منځ یې بې اتفاقي  او ناانډولي رامنځته کړې؛ د کابل پوهنتون د یو ریاست تر څنګ درې معاونیته لري او یواځې د رییس حبیب الله حبیب او اداري مرستیال محمد هادي هدایتي سوپرسکېل معاش، چې 100000 افغانۍ کیږي، اخلي او دوه نور علمي مرستیاله ریحانه پوپلزی او د محصلانو مرستیال ګهري بیا خپل عادي معاش اخلي، چې دا په خپل ځای کې يو ډول ناانډولي ده، چې په یو پوهنتون او یو دهلېز کې دوه ډوله معاشونه اخیستل کیږي.
  • د کابل پوهنتون د یو اتیایمې کلییزې په ویاړ د کابل پوهنتون مرکزي ایدیتوریم د اهن پوش او رنګ  اټکلییز لګښت، چې د کابل پوهنتون د ساختماني آمریت  له لوري شوی وو تقریپا د 2100000 افغانیو په شاوخوا کې شوی وو. اداري مرستیال محمد هادي هدایتي د پوهنتون رییس حبیب الله سره په مشوره د ساختماني چارو د امریت اټکلییز لګښت نه مني او تاکید کوي، چې مونږ باید دا قرارداد یو بل بیروني شرکت ته ورکړو. همداسې وشول او یو بل بهرنۍ شرکت راولي او دا قرارداد د کابل پوهنتون د ساختماني امریت د اټکلییز لګښت دوه برابره په 4600000 افغانیو په بدل کې ورکوي، د دواړو تر منځ توپیر 2400000 لکه افغانۍ دی، د پوهنتون د رییس او اداري مرستیال په ګډون یو شمېر کسان دا پیسې په خپل منځ کې ویشي او خپل عیش و نوش پرې کوي.
  • د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون آمر حبیب الله لمر جهانیار بیا د مالي فساد او غیر قانوني څخه څو قدمه وړاندې ځي او علمي غلا کوي. نوموړی په یو وخت کې د مرکزي کتابتون آمریت معاش، اضافه کاري او د نړۍ وال بانک څخه معاش اخلي، چې دا د کار د قانون په رڼا کې یو کس په یو وخت کې نشي کولای په دوه ځایه دولتي او غیر دولتي اداره کې کار وکړي. همدارنګه نوموړی د نویو فارغ شویو محصلینو، چې د کابل پوهنتون او یا په کابل کې د نورو خصوصي پوهنتونونو څخه فارغیږي مونوګرافونه خرڅوي، چې دا کار په اصل کې یو جرم دی او څوک، چې دا کار کوي هغه کس مجرم دی او همدارنګه د هغو محصلینو په خلاف یو لوی خیانت دی، چې خپل مونوګراف په خپله لیکي او د کتابتون امر بیا د هغوی زحمت او تکلیف په غیر قانوني ډول د څو زرو افغانیو په بدل کې خرڅوي.

د مرکزي کتابتون د امر له لوري د هرې ژبې مونوګراف لپاره قیمتونه تعین شوي او په لاندې ډول دي:

  • د دري مونګراف قیمت 5000 افغانۍ.
  • د پښتو مونوګراف قیمت 7000 افغانۍ
  • د انګلیسي مونوګراف قیمت بیا 10000 افغانیو په شاوخوا کې دی.

د مرکزي کتابتون د امر حبیب الله جهانیار لمر دا غیر قانوني کړنې یو زورېدونکي حالت ته رسېدلي او کله – کله د استادانو د ماستري تیزسونه هم د خصوصي پوهنتونو په فارغینو خرڅوي، چې د د تېزس قیمت بیا پورته دی او تقریبآ د ۴۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې پلوري. د نوموړي پدې کارونو د کابل پوهنتون رییس حبیب الله حبیب، اداري مرستیال محمد هادي هدایتي ( چې د کتابتون د امر له اصلي ملاتړ کوونکو دی) علمي مرستیاله ریحانه پوپلزی او د محصلینو مرستیال ګهري او یو زیات شمېر کارکوونکي پرې خبر دي؛ ولې داسې څوک نشته، چې د نوموړي د غیر قانوني کړنو مخه ونیسي او د ده د غلا او لوړ فساد مخه ډب کړي.

  • د مرکزي کتابتون د توزیع شعبه یو د کتابتون د هغو شعبو څخه ده ،چې د محصلینو د جریمې څخه د کال په لس ګونه زره افغانۍ تر لاسه کوي. دا شعبه د پوهنتون د شاوخوا 25000 زره محصلینو سره نېغې اړیکې لري او د کابل پوهنتون ټول محصلین د مرکزي کتابتون د غړیتوب کار لري تر څو وکولای شي د دې کارت په بدل کې د کتابتون له شته موادو څخه ګټه پورته کړي، کورته یې ویسي او یا یې په کتابتون کې ګټه ترې پورته کړي.

د توزیع شعبه سره له دا دومره کاره همدومره عاید هم لري او د کال تر پایه لسګونه زره افغانۍ له همدې محصلینو څخه تر لاسه کوي، چې یو شمېر محصلین د کال په اوږدو کې د غړيتوب کارتونه ورکوي او یا قرض اخیستونکی کتاب ترې ورکيږي او یا تر ټاکلي وخت ورسره زیات وخت پاتې کیږي، چې دا ټول څه د مرکزي کتابتون د عاید سبب کیږي. په خواشینۍ سره باید وویل شي، چې دا ټولې د جریمې پیسې بیا د کتابتون د آمر حبیب الله جهانیار لمر او د توزیع شعبې د مدیر احمد ولي تر منځ ویشل کیږي او دا دجریمې پیسې بغیر لدې د کتابتون د اړتیا وړ توکي پرې واخلي او یا د حکومت د خزانې ته تحویل شي د امر او مدیر شخصي جیبونو ته ځي.

د دې شعبې یوه بله لویه ستونزه  له پښتنو محصلینو سره ناسم او تبعیضي چلند دی، چې له دوی څخه د پښتو کتابونو غوښتنه کوي؛ نوموړي په ډېره بې احترامي د محصل غوښتنه ردوي او ورته وایي، چې مونږ پښتو کتابونه نلرو او که لرو یې نو مونږ په پښتو نه پوهیږو.
      د دوی دا تبعیضي او بې مانا چلند د یو زیات شمېر محصلینو د زورېدنې سبب ګرځي او د پوهنتون له ماحول سره عقده یي او د محصلینو په منځ کې د یو ډول مایوسي سبب کیږي، چې په راتلونکې کې کېدای شي دا حالت په پوهنتون یو ډول ستونزې راولاړې کړي، چې حل به یې اسانه نه وي.

 که چېرې د کابل پوهنتون رییس مفسد، اداري مرستیال مفسد، بداخلاقه او د پښتنو لوی مخالف، د کتابتون آمر مفسد، بداخلاقه، غل او خائن، د توزیع شعبې مدیر احمد ولي غل او خائن نه وای کېدای شي مونږ اوس په پوهنتون کې د سمون په لوري تللي وای؛ ولې د دوی دا غیر قانوني کړنې د دې سبب کیږي، چې پوهنتون مو په چټل تون بدل شي ...

په کابل پوهنتون کې دا ستونزې او دېته ورته نورې ستونزې، چې په راتلونکو ليکنو کې به یې یادونه وکړم، ډېرې زوروونکي دي او د کابل پوهنتون کې داسې وحشت روان دی، چې د وخت په تېرېدو سره سړي ته هر څه روښانیږي او داسې فکر ورته پیدا کيږي، ګواګې په کابل پوهنتون کې د ژوبڼ (باغ وحش) قانون دی نه د یو علمي او اکاډمیک مرکز قانون.

یادونه: دا لړئ روانه ده او کېدای شي دا لړۍ تر زیاته دوام وکړي او داسې څه به د کابل پوهنتون په هکله خپاره شي، چې  تر اوسه نا ویلي پاتې او تاسو ګران لوستونکي او دولتي مقامات، چې د کابل پوهنتون د پرمختګ په هکله یې تر اوسه په فکر کې څه نشته -  درته خپاره او ستاسو د لوستو او مقاماتو سره د شریکولو په هیله. 

لیکوال: افغان

کابل پوهنتون 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.