| |
د ډیورند کرخه او د اوسني افغان دولت مؤقف |
| |
|
|
محمد حامد الوتاند |
لیکوال |
قدرمنو هېوادوالو تاسې ته څرګنده ده چې نړېوال استعمار په سر کې انګرېزي ښکیلاک د تل په شان د افغان ملت څخه د غچ اخېستنې په موخه دخپلو هر ډول ناندریؤ او چل ول څخه د هر مناسب فرصت څخه په ګټې اخېستنې سره ډه ډه نده کړې او نه یې کوي . همداشان پدې وروستېو کې داسې معلومېږي چې دافغان دولت ضعیف مؤقف او او په خاصه توګه د هغو کورنېو افغان دښمنه کړیو نظر ته په کتلو سره انګرېزي ښکیلاک د پاکستان ، افغانستان او برېتانیا د درې اړخیزو ناستو تر نامه لاندې خبرې اترې پېل او خدای مکړه د ډیورند د کرغېړنې کرخې په اړه کومې پټې پرېکړې ته رسېدلي ، چې په هېڅ ډول سره لر او بر افغان ملت ته د منلو او زغملو وړ نده.
ښاغلو او آغلو هېوادوالو؛ دوی اوس د خبري رسنېو په مرسته غواړي د افغانانو عامه ذهنېت دا شرموونکې او نه مننونکې پرېکړې په اړه تنوېر او دخپل نوکر غلام او برده پنجابي اجنتانو دا تاریخي ارمان هم ور پوره کړي ، چې د دې هېواد د تأسېس نه یې را پدېخوا په سرنو کې لرلې . همدا شان پدې وروستېو کې پنجابي چارواکو او د شمال ټلوالې دمشرانو سره د اړيکو نژدېوالۍ او پټې خبرې هم د دې خبرې تصديق کويچې ګواکې دا نژدېوالۍ به د ډېورند د کرخې پر سر د ځېنو پټو معاملو په پاېله کې مېنځته راغلۍ وی.
زما په اند د کرزي اداره او تش په نامه ولسي او مشرانو جرګې به هسې وکړي چې د ېوې تش په نامه لویې جرګې په رابللو سره به دې ملي داعېې ته د پاکستاني جنرالانو په خوښه کومې فېصلې ته ورسېږي او دا تارېخي شرم به د کرزي او د هغه د مفصدې ادارې د اپرچونستو پلویانو په برخه شي.
خو زه د یوه افغان په حېث غواړم اوسنۍ کمزورې او مزدورې ادارې ته د ملي ګټو په بنسټ داسې وړاندېځ وکړم چې دوی باېد خپلو بادارانو ته دا و پوهوي او دا ورته په ډاګه کړي چې لر او بر افغان ملت به هېڅکله هم د ښکیلاک په وړاندې سر ټېټ نکړي او په اوسنې تاريخي پړاو کې چې ملتونه او قومونه په نړېواله کچه سره نژدې ېو ځای کېږي نو د دوی اوسنۍ هڅې په کوم منطق او استدلال سره د منلو او د پلي کېدلو وړ بلل کېدای شي .
سره یؤ به شي یؤ کېږي د افغان دا ولسونه
بېلولۍ مو څوک نشي که سل وباسي خطونه
له آمو تر اباسينه ټول یو خوېندې سره ورونه
دا وینا د حامد نده پر دې ډک دي تاریخونه