سريزه
دسباوون مجلې د لومړي ځل
دپاره پۀ داسې حساسو شرايطوکې خپرونه شروع کړه چې
هيواد د سرو لښکرو د يرغلګرو نه پاک شوی و او
ګوډاګی کمونستي، ولسدښمنه اوظالم نظام هم له
مينځه تللی و، مګر د اسلامي ګوندونو پۀ
خونړيو جګړو کې ښکيل او د جنګسالارانو لخوا
پۀ بيلابيلو ملک الطوايفيو ويشل شوی و. پۀ هيوادکې سوله،
امنيت او د مال او ژوند حفاظت نۀ و او د افغان ولس پۀ هيلو اوارمانونو
هره ورځ د مايوسۍ او نااميدۍ خاورې اړول
کيدلې. پۀ داسې حساسه مرحله کې د سباوون مجلې د
هيواد د حالاتو پۀ هکله لوستونکو ته مؤثفه او رښتيني معلومات
وړاندې کړل او د هيواد او ولس د کرغيړن حالت نه يې
هيوادوال او نړيوال دننه پۀ افعانستان، لرې پښتونخوا،
امريکا، اروپا، استراليا او نورو هيوادونو کې خبرول.
د سباوون مجله د خپل اوه
کلن مطبوعاتي منزل پۀ ترڅ کې د ډيرو کنډوکپرو
څخه تيره شوه، د بيلابيلو تهديدونو او مشکلاتو له پړاو څخه ووتله
او پۀ رښتيا او ايماندارۍ سره يې هيوادوالو ته د هيواد او
ولس پۀ هکله ګټور او غوره معلومات وړاندې
کړل.
د سباوون مجلې هدف د
لومړۍ ورځې نه د هيواد د ملي مسايلو پۀ هکله
ګټور معلومات خپرول، د هيواد د دښمنانو له مخونو څخه
نقابونه ليرې کول، يوې ملي روحيې ته وده ورکول، د پښتو
ژبې، کلتور او پښتونوالې پۀ هکله علمي او تحقيقي
ليکنې خپرول وو او پۀ دې لاره کې يې بيدريغه
هلې ځلې کړي دي. له بده مرغه د ځينو مالي
نيمګړتياوو له کبله د سباوون مجله د يو څۀ مودې
دپاره د کاغذ پرمخ چاپ نۀ شوه او داراز د سباوون مجلې مينه وال
تږي پاتې شو، مګر د يادولو وړ ده چې د سباوون
مجلې خپل مطبوعاتي فعاليت د کمپيوټر د پاڼې (Internet) په وسيله مخ پۀ
وړاندې بوت.
د سباوون د صحيح،
ګټور او اغيزمن کار نتيجه وه چې د سپتمبر د يوولسمې
ناورينې پيښې نه وروسته د افغانستان پۀ هکله د موثقو او
بيطرفه معلوماتو د راغونډولو پۀ خاطر د سباوون مجلې
کمپيوټري پاڼه د نړۍ پۀ بيلابيلو هيوادونو کې
د مياشتې د يولک ديرش زرو (١٣٠٠٠٠)
لوستونکو لخوا لوستل کيده او دا لړۍ لا دوام لري. همداراز د امريکا
دولتي مقاماتو هم پۀ عين وخت کې فيصله کړې وه چې د
سباوون کمپيوټري پاڼې ته مراجعه وکړي او دا پاڼه د
امريکا د جمهورريس، مشرانو جرګې، ولسي جرګې او نورو دولتي
منابعو ته د مؤخذ په توګه وروپيژني او د صحيح معلوماتو دپاره ترې
ګټه واخلي، چې د سباوون مجلې او کمپيوټري
پاڼې مسئولينوته دکانګرس کتابتون
(Library of Congress) د دې فيصلې خبر د
بريښناليک (email)
د لارې ورکړی و.
د سپتمبر د يوولسمې
نيټې څخه وروسته اکثره هغه مطبوعات او کسان چې د امريکا د
بهرني سياست او نړيوال دريځ په هکله يې انتقادي دريځ
درلود غلي کښيناستل او پۀ افغانستان کې د امريکا د سياست
پۀ هکله پټه خوله پاتې شوو، مګر د سباوون مجلې
مسئولينو د هيواد او ولس په مقابل کې خپل مسئوليت له ياده ونۀ ويست او
پدې هکله يې هراړخيزه خپرونې وکړې او په
افغانستان کې يې روان غيرعادلانه او ناانډو له
سياست ته د انتقاد ګوته ونيوله. د افغانانو او نړيوالو پاملرنه
يې يوځل بيا هغو کورنيو، سيمه ايزو او نړيوالو لاسوهنو او
مشکلاتو ته راوګرځولـه چې دا هيواد د هغې له کبله د کلونو
راهيسې پۀ اور کې سوزي.
نن چې يو ځل
بيا پۀ هيواد کې داسې حالات راغلي چې بايد د افغانستان د
رښتينو ملي مسايلو پۀ هکله ولس ته هراړخيزه معلومات
وړاندې شي، پۀ هيواد کې سياسي، ژبني او نظامي
ناانډوليو ته د هيوادوالو او نړيوالو پاملرنه راوګرځول شي،
ولس د کورني او نړيوال سياسي ميدان د لوبغاړو د لوبو نه
خبرکړی شي، د سباوون مجلې چاپول د کاغذپرمخ ضروري بريښل
کيږي. زمونږ هيوادوال دننه په افغانستان کې د سباوون مجلې
د مسئولينو څخه پۀ بيا بيا دا غوښتنه کړې ده
چې مجله دې بيرته د کاغذ پرمخ پۀ مطبوعاتي فعاليت پيل
وکړي.
لۀ دې کبله
چې د ژبې، ادب، کلتور، دين، د هيواد دبيا ودانولو، ټولنې
ته د ودې ورکولو، د ملي حکومت جوړولو، د يو رښتيني او
ګټور اساسي قانون په هکله معلومات راټولولو، د يوې
رښتينې نماينده لويې جرګې د ټاکلو
اوراغونډيدلو د پروسې د څيړنې او د اراز نورو ملي
او ولسي مسايلو پۀ هکله هراړخيزه ګټورمعلومات
راغونډ شوي وي، د سباوون مجلې مسئولو چلوونکو دا فيصله وکړه
چې د سباوون مجله دکاغذ پرمخ پۀ مطبوعاتي فعاليت بيرته پيل کړي.
دمجلې د
ښۀ پرمختګ او د ګټورو موضوعاتو د خپرولو او په پرله
پسې ډول سره د مجلې د خپرولو په خاطر ستاسې درنو
هيوادوالو څخه هيله کوو چې د سباوون مجلې ملا پۀ معنوي اومادي
ډول سره وتړئ او مونږ پۀ
دې ملي اوسپيڅلي هدف کې د بري ترمنز له
ورسوئ. هيله کووچې د سباوون مجلې پۀ پته خپلې
ليکنې، نظريات او مالي مرستې راوليږئ ترڅو مونږ
وکړای شو خپل پلان عملي کړو.
پۀ پای
کې ستاسې څخه هيله لرو چې پدې حساسه مرحله
کې چې مونږ دښمنان ډير لرو او دوستان لږ،
ملي اهدافو ته د رسيدو، افغانان او نړيوال د افغانستان د اوسني او راتلوکي
سياسي واقيعتونو پۀ هکله د روښانولو او د افغانانو د حقه حقوقو د
لاسته راوړلو پۀ خاطر مونږ سره پدې لارکې مرسته
وکړئ. راتلونکی نسل به ستاسې د اوسنيو مرستو يادونه او
قدردانی کوې او د ثمر ميوه به يې خوري . *