څيړنې او ليکنې

 

درنو لوستونکو!

د ټولني د روښانتيا او پۀ ديني، سياسي، کلتوري او ولسي مسايلوباندې د خبرواوبحث پۀ خاطر دسباوون مجلې ادارې فيصله کړې ده چې بيلابيلو د بحث پاڼو ته پۀ دې مجله کې ځای ورکړي .  زمونږ لومړی بحث د((خپلواکي، ټولنيزعدالت، ولسواکي)) تر عنوان لاندې پيل کيږي . د دې دپاره چې د بحث دپاره لاره خلاصه شوې وي دپورتني عنوان پۀ دريواړو برخو ځينې ابتدايي خبرې کوو او د خپلو لوستونکو څخه هيله لرو چې مونږ ته خپلې څيړنې او بحثونه د مجلې په پته راوليږي .

مخکښې له دې نه چې د دې برخې د بحث پر موضوع باندې خبرې وکړو، غوره ګڼو چې د څيړنې پۀ مقرراتو او د بحث پۀ کړنلارې يو څۀ رڼا واچوو.

١- موضوع بايد څيړنيز ارزښت ولري او ليکوال داسې بحث وکړي چې نوښت ولري او د بحث وړ موضوع ته نوی انداز ورکړي . که چيرې ليکنه د څيړنېزو اصولو پر بنياد نۀ وي ليکل شوې، هغه ليکنه نۀ خپريږي .

٢- څيړنه بايد د پورتني عنوان پۀ يوه برخه کې وي، خپلواکي، يا ټولنيز عدالت، اويا هم ولسواکي . که چيرې پۀ يوه ليکنه کې دريواړه برخې د بحث لاندې نيول شوې وي هغه ليکنه نۀ خپريږي .

٣- که چيرې يوه ليکنه پۀ پوره توګه د بلې ژبې څخه پښتو ته ژباړل کيږي، نو ژباړونکی بايد د خپلې ژباړې سره يوځای د اصلي ليکنې کاپي او د اصلي ليکوال څخه د ژباړنې او خپرولواجازه هم راوليږي . اجازه نامه بايد اصلي وي. کاپي يې نۀ قبليږي .

٤- روايات او اخستنې بايد پۀ لاندې توګه ترتيب شي .

د ليکنې په ترڅ کې که دکتاب، مجلې او يا نورو مطبوعاتو نه روايت او اخستنه کيږي نو د روايت او اخستنې په پای کې بايد د ليکوال نوم، د ليکنې نوم او د پاڼې نمره وليکله شي .

٥- دليکنې پۀ پای کې اخستنځايونه بايد په لاندې توګه ترتيب شي .

الف : که اخستن ځای کتاب وي :

د ليکوال نوم، د خپرولوکال، د کتاب نوم، د خپرولو ځای او خپروونکې موسسه . لکه :   محمدولي ځلمی

(١٣٧٤ لمريز) د افغانستان او روسيې د سياسي روابطو لنډه تاريخچه، کراچي، پاکستان: صحاف نشراتي مؤسسه.

ب : که اخستن ځا ی تنظيم شوی کتاب وی :  د ليکوال نوم، د خپرولوکال، د مقالې او يا مضمون نوم، د کتاب نوم، د خپرولو ځای او خپروونکې موسسه . لکه : عبدالقيوم کوچی (١٣٧٧ لمريز) د ښاغلي غورياني سپکې سپورې، د محمد حسن کاکړ (رڼا او دفاع) ، پيښور، پاکستان : د ساپي د پښتو څيړنو او پراختيا مرکز.

پ : که اخستن ځای مجله وي :

د ليکوال نوم، د خپرولو کال، د ليکنې نوم، د مجلې نوم، ټوک، ګڼه، مخونه . لکه : محمد پرويش شاهين

(١٣٩٧ لمريز) د اباسين کوهستان نه لاس ته راغلی د نړۍ د سرو زرو لوی هار، سباوون، اووم کال، دريمه ګڼه، ٣-١٠مخونه.

ت : که اخستن ځای اخبار وي :

 د ليکوال نوم، د خپرولو کال، د ليکنې نوم، د اخبار نوم، ګڼه، مخونه . لکه : اعجازالرحمان خټک

(١٣٧٦ لمريز) پښتونخوا، وحدت، ٢٣ ټوک، ٣٧ ګڼه، ٢ مخ.

که چيرې پۀ يوه ليکنه کې پورتني دڅيړنې او اخستن ځاينې مقررات پۀ نظر کې نۀ وي نيول شوي هغه ليکنه چاپ ته نۀ رسيږي .

راليږل شوې ليکنې د سباوون مجلې ملکيت ګرځي او ليکوالاو او ژباړونکو ته د خپريدو او يا نه خپريدو په حالاتو کې بيرته نۀ ليږل کيږي . د ليکنوخپرول او نۀ خپرول د سباوون مجلې چلوونکې جرګې د فيصلې پورې اړه لري او دا جرګه مکلفيت نۀ لري چې ليکوال او يا ژباړونکي ته د خپريدو او يا نۀ خپريدودليل ووايي اويا خبر ورکړي.

اوس به راوګرځو د بحث وړ موضوعاتو ته :

   

خپلواکې

په عمومي صورت سره خپلواکي د يو انسان او يا يوې ټولنې  هغې ارادې، قدرت او اعمالو ته وايي چې د بل تاثير نه خالي وي او پرته د پرديو له اغيزې څخه خپل موجوديت، ژوند او بقا ته دوام ورکړی شي .  په نړيوال سياسي لحاظ، خپلواکي د بهرني نفوس او ادارې څخه خلاصون ته وايي . پۀ بل عبارت، يوې ټولنې او يا يو هيواد ته هغه وخت خپلواک ويل کيدی شي چي پۀ بهرنيو حکومتونو او قدرتونو پورې تړلي نه وي او چارې يې پر خپلو پښو ولاړې وي .  کله که يو کس، يو ولس او يا يو هيواد د بل کس، ولس او يا هيواد د تاثير لاندې وي ، پردي نظريات ومني او د پرديو د ګټو، کړنلارو او تګلارو د اصولو سره برابر عمل پرې وکړي نو داسې يو کس، ولس او يا هيواد ته خپلواک نشي ويل کيدی .    خپلواکي ولسونو ته خوداراديت، هويت او د مليت احساس وربخښي . 

خپلواکي يواځې د بهرني يرغلګر او زواک څخه خلا صوننه، بلکې پۀ کورني چاپيريال کې د بل د تاثير څخه آزادي هم ده .  د دې دپاره چې پۀ ټولنيزو، سياسي او ولسي چاروکې د خپلواکۍ اصول پرځای شوي وي، د ټولنې مشرتابه او غړي متقابلاً مسئوليت لري چې د بيطرفه او آزاد قضاوت دپاره نظريات، وړانديزونه او فيصلې د نورو او خپلواغيزو اوتاثيراتونه پاکې وساتي .

د ليکوالۍ پۀ برخه کې خپلواکي د ليکوال د ليکولو او ويلو هغې آزادۍ ته وايي چې د دولتي، حکومتي او ديني تاثيراتو او کړنلارې د جبر نه خلاصه وي او همداراز ليکوال د دې قدرت ولري چې مطلب پۀ داسې يوه ساده ژبه ټولنې ته وړاندې کړي چې د ټولنې وګړي پۀ ډيره آسانتيا سره پۀ هغې پوه شي اودپوهيدو دپاره يې پۀ نورو ليکنو او معلوماتو تکيه ونکړي.

   

ټولنيز عدالت

هغه انساني کردار دی چې د هغې پۀ ذريعه يو انسان د کمزورو او بيوزلو د حقوقو نه دفاع کوي او په ټولنه کې ټولنيزې ښيګڼې او ټولنيزه سوله رامينځته کوي .  پۀ بل عبارت، ټولنيز عدالت داسې يو ټولنيز حالت دی چيرته چې د يوې ټولنې د وګړو ابتدايي ضرورتونه پوره شوي وي، خلک د پرمتخيا پر لورې روان وي او سوله او امنيت حاکميت ولري . 

پۀ هغه ټولنه کې چې ټولنيزعدالت موجود وي، د هغې ټولنې وګړي د مساوي حقوقو څخه برخورداره وي او د هيچا پۀ حق تيری نشي کيدی .  چيرته چې ټولنيز عدالت ټينګ وي، هلته لوږه، غربت، کمزورتيا، بيوزلي او تيری نه وي . ټولنيزعدالت پۀ انسانانو کې د داسې يو فطرت پيداکولو ته وايي چې پۀ قدرت او قوت باندې تکيه نه وي، بلکې انساني کرامت، عدالت، او ټولنيز روغوالی او يووالی د يوې ټولنې  تګلاره وي .

ټولنيزعدالت پۀ ټولنو کې ولسي، کلتوري او ټولنيز پوخوالی رامينځته کوي، ځکه د ټولنې وګړي خپل ځان، خپله ټولنه او د خپلې ټولنې وګړي پۀ ښه توګه پيژندی شي . د ټولنې د وګړو ترمينځ د سپينو، آزادو او صادقانه خبرواترو لار خلاصيږي، او د ټولنې وګړي پۀ خپلو مينځونو کې د اعتماد او يو بل ته د نيک نظر اړيکې جوړوي او ټينګوي . دټولنيزعدالت رامينځته کول يواځې د حکومت، د حکومت د مشرتابه او يا د ځينو محدودو کسانو مسؤليت نۀ دی بلکې د ټولنې ټول غړي او ارګانونه بيلابيل مسؤليتونه لري .

پۀ دولتي او حکومتي ساحه کې ټولنيزعدالت د ملي شتمنيو څخه د يو هيواد د وګړو شريکې، بيشرطه او عادلانه استفادې ته ويل کيږي .  همداراز مجرم ته دقانون پر اساس سزا ورکول او د قانون پرځای کولو ته هم ټولنيزعدالت ويلی شو. کله چې حکومتي او دولتي څانګې د خپل قدرت څخه مشروعه استفاده کوي، د قانون او اصولو مراعت، څارنه او پاملرنه کوي نو ټولنيز عدالت پرځای کيږي .  حکومت د ټولنيزعدالت د اصولو او غوښتنې پراساس مسؤليت لري چې د خلکو حقوق پرځای کړي، د ولس د حقوقو څخه په کورني چاپيريال او نړيواله سطحه دفاع وکړي.

پۀ انفرادي توګه ټولنيز عدالت د بل چا مال نه خوړلو، خپل خپلوانو،چم ګاونډ اوولس کې خلکو سره عامه ښيګڼې کول، پۀ چارو، مشورو، او جرګو کې بيطرفه او عادلانه قضاوت کولو ته ټولنيز عدالت ويلی شو. که يو انسان پۀ خپل ژوند کې تعصب ونلري، پۀ حقه ولاړ وي اود هرچا سره سم اوبرابر ولاړ شي نو ټولنيز عدالت يې پرځای کړی دی.

پۀ اسلامي ټولنو کې د ټولنيزعدالت برقراره کول نه يواځې د حکومت او ولس مسوليت دی بلکې خدايي حکم هم دی چئ مسلمانان يې بايد پرځای کړي . لوی څښتن تعالی په قران عظيم الشان کې امرکوي چې مسلمان بايد د کمزورو او بيوزلو د حقوقو مدافع اوسي او هڅه وکړي چې کمزوري او بيوزلي د خدای (ج) دنعمتونوڅخه محروم نشي.

  

ولسواکي

پرته د سويس څخه پۀ لويديځ او د نړۍ پۀ نورو هيوادونو کې پوره ولسواکي نشته، مګر هغه څۀ چې دوی ورته ډيموکراسي وايي داسې يو نظام ته ويل کيږي چې پۀ هغې کې قدرت اغلباً د خلکو پۀ لاس کې وي . پۀ داسې نظام خلک خپل استازې ټاکي چې پۀ مرکزي حکومت او پارلمان کې د دوی نماينده وي . پۀ داسې نظامونو کې يوه ډ له او يا څو ډلې پۀ ګډه سره د اکثريت د کړنلارې پر اساس حکومت کوي او خپل حکمونه او فيصلې د ملت پۀ ټولو غړو مني .

ولسواکي داسې يو نظام ته ويل کيږي چې پۀ هغې کې د يو هيواد غړي پۀ تصميم نيولو کې فعاله برخه ولري . د ولس غړي پۀ نيغه او ښکاره توګه د هيواد او ملت په ورځنيو سياسي، ټولنيزو او دولتي چارو او فيصلو کې برخه اخلي او خپل مسؤليت سرته رسوي .

پداسې نظامونوکې فيصلې د کلو او بانډو نه پيل کيږي او د ولس او ملت سطحې ته رسي . سره لۀ دې چې ټول وګړي پۀ فيصله کولو کې د نظر ورکولو حق لري، مګر هغه کسان چې پۀ مسايلو پوه وي، معلومات يې د نورو پر پرتله ډير، پراخه او ګټور وي، مؤثر ثابتيږي . په داسې نظام کې فيصلې لۀ ډيرو خبرواترو څخه وروسته د نورو سره د سلا او مشورې پراساس کيږي . پۀ اسلامي ادبياتو کې دې وروستي اصل ته شورا وايي، چې د اسلامستانو د شورا حل و عقد نه توپير لري .

د ولسواکۍ اصل پۀ دې کې دی چې يو ملت د بلې انتخاباتي دورې پورې انتظار نۀ کوي چې پۀ يو نظام کې بدلون راولي، بلکې پۀ دوامداره توګه پۀ ورځنيو چارو کې دخيل وي او هروخت ددې واک لري چئ ټاکل شوو واکمنانو سره حساب وکړي او بدلون رامينځته کړي.

 



HOME
NEWS
EDITORIALS
ARTICLES
LETTERS
eJOURNAL
AFGHANPEDIA
CALENDAR
eLIBRARY
ART GALLERY
eGREETINGS
FEEDBACK