دسيدجمال
الدين افغاني
د ژوند يوه
برخه پۀ هندوستان
کې
لکه
څنګه چې ليدل
او لوستل
کيږي، پۀ
اسلامي نړې او
کله ناکله د
اسلامي نړې
څخه بهر د سيد
جمال الدين
افغاني
مبارزې يواځې
د دين پۀ
چوکاټ کې څيړل
کيږي او نور
اړخونه يې
شاته غورځول
کيږي، مګر کۀ د
سيدجمال الدين
افغاني د
مبارزې او
هلوځلو سير او
پړاو ته وکتل
شي نو دا
څرګنديږي چې د
دۀ ملي افکار
د دۀ د ديني
افکارو څخه جلا نۀ
وو. سيدجمال
الدين افغاني
د خپلې مبارزې
پۀ دوران کې د
ورځنيو سياسي
کړکيچونو او
ناانډوليو سره
د مبارزې او
مجادلې
بيلابيلې
کړنلارې غوره کړي
او هدف ته يې
ځان رسولی دی . پۀ
اسلامي هيوادونو
کې يې د ظالمو
او مستبدو
پاچاهانو پۀ
مقابل کې د
خدای(ج) د کلام
د امر او نهې
او د حضرت محمد(ص)
د کړو وړو او
اوامرو
دليلونه
راوړي او د دې لارې
نه يې غوښتل
چې پۀ ټولنه کې
ټولنيز عدالت
ټينګ کړي. د
لويديځې نړۍ
او خصوصاً د
برتانوي
ښکيلاک پۀ
مقابل کې يې د
دين پۀ خوا کې
د ملي مبارزې
د ژوندي کولو
او قوت پۀ خاطر
د ملي افکارو
اوملي
ارزښتونو څخه
ګټه اخستې ده.
پدې
ليکنه کې
دسيدجمال
الدين افغاني
پۀ ديني،
سياسي، او
فلسفي افکارو
باندې ځغلند
نظر اچول کيږي
او د هغۀ دريځ
ته د ملي ژبې د
موجوديت، ضرورت
او قوت پۀ
هکله څۀ ناڅۀ
پۀ دقت سره
کتل کيږي. دا يوه
ډيره مهمه
مسئله ده چې
ژورې څيړنې ته
اړتيا لري . هيله
ده چې نور
هيوادوال او
څيړونکي پدې
هکله ژورې
څيړنې وکړي. زۀ به
خپله ليکنه
پدې لاندې څو
کرخو کې
راټوله کړم.
د
سيدجمال
الدين افغاني
په انفرادي او
سياسي ژوند کې
ټولنيزو ارزښتونو
ډيرې اغيزې
درلودې او
نوموړي دې
ارزښتونو،
خويونو او
خصلتونو ته
خاصه پاملرنه
درلوده. سيدجمال
الدين افغاني
پۀ ځانګړې توګه
د هغوکسانو
کړو وړو او
اعمالو ته
ډيره پامرنه
درلوده چې پۀ
اسلامي فلسفه
کې نوملي وو. سيدجمال
الدين افغاني
پدې عقيده وچې
فلسفه انسان دتيارو
نه رڼا ته
راباسي او د
علم د
بيلابيلو اړخونو
سره يې آشنا
کوي. هغۀ دا دعوه
درلوده چې د
فلسفي
اوسياسي
علومو زده کړه
د اسلام
داصولو سره
کوم ضديت نلري.
سيدجمال
الدين افغاني
به پۀ خپلو
خبرو اوعمل کې
ديوې ټولنې کلتوري
چاپيريال او
علمي حيثيت ته
ډير متوجه و. څرنګه
چې دی پۀ دې
پوه و چې د
اسلامي امت
اکثره غړي د
منطق
اواستدلال تر
حده نۀ دي رسيدلي
نو لدې کبله
يې بۀ يې خپلې
خبرې پۀ ډير احتياط
سره د اسلامي
اصولو پۀ چوکاټ
کې داسې مطرح
او تشريح کولې
چې اوريدونکي
ته به يې پوهيدل
اسانه وو.
سيدجمال
الدين افغاني
پۀ اسلامي
ملکونوکې د نوي
ساينس او
فلسفي علومو د
راوړلو
غوښتونکی و او
غوښتل يې چې
اسلامي نړۍ د
ساينس
اوفلسفې لۀ
لارې د
لويديځې نړۍ د
علمي معيار
سره برابره
کړي . دۀ دا دعوه
درلوده چې د
دې کارونو
سرته رسيدل
هغه وخت اسانه
بريښدی شي چې
د اجتهاد
دروازه خلاصه
شي او ديني
عالمان او د
فکر خاوندان د
مسايلو پۀ
څيړنو او
پلټنو کې نوي
تحولات
رامينځته کړي.
سيدجمال
الدين افغاني
د هغو ديني
عالمانو سره
پۀ کړکيچ کې
و، کومو به چې
پۀ عنعنوي او
رسم او رواجي
ډول دديني
اوسياسي
مسايلو تحليل
کاوه او د وخت
پاچاهانو او د
قدرت
خاوندانو ته
به يې د ولس د
نظرياتو نه
ډيرارزښت
ورکاوه. همداراز
سيدجمال
الدين افغاني د
محافظه کارو
او وروسته
پاتې ملايانو
او ديني
مشرانو
برخلاف، پۀ
سياست کې د
دولتونو په مقابل
کې د مخالفو رايو د
راوړلو او دې
رايو ته د غوږ
ايښودلو کلک
غوښتونکی و. سيدجمال
الدين افغاني
پۀ سياست کې
فعال او دخيل
انسان و. امريکايي
ليکواله او
پوهانده نيکي
کيدي چې دسيدجمال
افغاني د ژوند
او مبارز و پۀ
هکله يې ډيرې
څيړنې کړي او
کتابونه يې ليکلي،
د هغه د سياسي
ژوندپۀ هکله
وايي:»سياسي
يووالی، د
اسلامي نړۍ
قوي کول او پۀ
اسلامي او
دريمه نړۍ کې
د لويديځې نړۍ
د مداخلو
مخنيوی د
سيدجمال
الدين د لومړنيو
اهدافو څخه و.«(نيکي
کيدي،
امپرياليزم
ته اسلامي
ځواب، ٣٩ مخ).
د
دهريت پۀ
مقابل کې سيد
جمال الدين
افغاني داسلام
نه په کلکه
سره دفاع کوله او د
خپلو افکارو
پۀ ترڅ کې يې
دا څرګندوله چې
اسلام د
عدالت،
مساوات،
پراخې سينې،
زغم او
ورورګلوۍ دين
دی . هغۀ اسلام د
ټولنيزعدالت
او ساينس
پراساس يو
ولاړ دين ګاڼه
چې د حضرت
محمد(ص) او د
راشدينو
خلفاوو د
عدالت دوره او
د دې دورې
پرمختګونه پۀ
منځني ختيځ،
آسيا او
اروپاکې د
ټولنيز عدالت
او ساينسي توب
يو غوره مثال
و.
کۀ د
لويديځې نړۍ د
ننئ ورځې
نظامي او
ساينسي تحول
ته پۀ غور سره
وکتل شي
نونتيجه يې
هماغه داسلام د
لومړيو دورو
او خصوصاً د
عباسي دورې د
پرمختګ سره
سمون خوري . سيدجمال
الدين افغاني
د خپل ساينسي
او فلسفي دريځ
نه د دفاع پۀ
خاطر د امام
غزالي ليکنو
ته اشاره کوي
او د هغه دريځ
د ساينس پۀ
هکله پۀ ګوته
کوي . د
ساينس پۀ هکله
د سيدجمال
الدين افغاني
د اخيالات د
پان اسلامي او
پان عربي نړۍ
د مشرانو د لارې
مشعل وګرځيد. پوهاندالبرټ
هوراني پۀ خپل
کتاب »عربي
فکر اد آزاد
دور«
کې پۀ دې هکله
پوره څيړنه
کړې ده.
اګر کۀ
د لويديځې نړۍ
سياست
پوهانو،
عالمانو او
دولتونو کوښښ
کړی چې د
سيدجمال
الدين افغاني
مبارزې ته
يواځې سياسي
رنګ ورکړي او
ددين د
تاثيراتونه
يې بلکل
وباسي، مګر
څرنګه چې د اسلام
د اصولو پر
اساس، سياست
او دين سره
نشي جلاکيدی،
او همداراز که
د سيدجمال
الدين افغاني
د مبارزو پس
منظر ته وکتل
شي، نو سړی دا
ويلای شي چې د
اسلامي او
دريمې نړۍ د
وخت د سياسي
او اقتصادي
حالاتو پۀ نظر
کې نيولو سره،
سيد جمال
الدين افعاني
د خپلې مبارزې
پۀ دوران کې د
وخت د شرايطو
او تقاضا پر
اساس کله پۀ
سياسي اړخ او
کله هم پۀ
ديني اړخ ټينګار
کړی.
سيدجمال
الدين افغاني
د لويديځې نړۍ
د ښکيلاک او
زبيښاک د
پاليسيو پۀ
هکله سترې
انديښنې
درلودې او دا
ويره ورسره وه
چې لويديځه
نړۍ د خپل
ښکيلاک لۀ
لارې د اسلامي
نړۍ ټولنيز،
ولسي او ديني
ارزښتونه لۀ
مينځه وړي او
پرځای يې پۀ
دې سيمو او
حکمتونو کې د
لويديځي نړۍ
سياسي،
ټولنيز او
ديني ارزښتونه
ټينګيدل
غواړي. دا خبره دۀ
ته پۀ هندوستان
کې د دۀ د
استوګنې پۀ
موده، پۀ
(١٨٨٠-١٨٨٢ زييځ)
کلونو کې پۀ
زغرده سره
څرګنده شوه،
چيرته چې
سيداحمدخان
غوښتل چې د
هندوستان خلک
د انګريزانو
اصولو ته
تسليم کړي. سيد
احمدخان د
هندوستان
خلکو او خصوصاً
مسلمانانو ته نصيحت
کاوه چې د
انګريزانو
مشرتابه،
سياسي او
ټولنيز
ارزښتونه
ومني او د
هغوی سره د
حکومت او
امنيت پۀ لارو
چارو کې مرسته
وکړي. مګر
سيد جمال
الدين افغاني
د انګريزانو د
ځمکې نيونو،
سياسي او
ټولنيزو
ارزښتونو د
پراختيا سخت
مخالف و او
غوښتل يې چې
انګريزي او
نور لويديځ
قوتونه د
اسلامي او
دريمې نړۍ د
ځمکو څخه
ووځي.
سيدجمالالدين
افغاني د ملي
افکارو
خاوندانسان و
او پۀ ملي
مبارزه يې
عقيده درلوده.
پۀ هندوستان
کې د اوسيدوپۀ
وخت کې د
سيدجمال
الدين افغاني
پۀ فکر کې د
ملتونو پۀ
سطحه د ملي
مبارزې او ملي
افکارو اصولو
لاپراختيا
وموندله او پۀ
دې موده کې يې
پۀ دريو ټکو
ډير ټينګار
کاوه او د هغې
د پرمختګ
دپاره يې هلې
ځلې کولې.
١- د ملت
پۀ سطحه د ملي
مبارزې
پرمختګ او قوت
د ژبې او
منطقې د اصولو
پراساس. هغه
غوښتل چې
هندوان، سکان
او مسلمانان د
ګډې ژبې او يو
هيواد د لرلو
پۀ ا صولو سره
يو کړي.
٢- د
فلسفې او نوي
ساينس پۀ زده
کړه تينګار.
٣- پۀ
سيداحمدخان
انتقادونه
کول.
دسيدجمال
الدين افغاني
د ملتونو
دغښتلې کيدلوافکارو
د هغه داسلامي
يووالې مخه نه
نيوه، بلکې د
هغې پۀ پرمختګ
کې يې ورسره
مرسته کوله. سيدجمال
الدين افغاني
پدې عقيده و،
هغه وګړي چې
پۀ يو
جغرافيوي
چاپيريال کې
دننه اوسيږي
خپل ورځني او
پۀ لوړه سويه
ملي مشکلات پۀ
اسانتيا سره
حل کولی شي. سيدجمال
الدين افغاني
غوښتل چې د
اسلامي او
دريمې نړۍ د
ملکونو خلک د
ګډې ژبې د
موجوديت لۀ
کبله سره يو کړي
او د دوی
پاملرنه د دې
ټکي قوت ته
راواړوي. لکه چې
سيدجمال
الدين افغاني
پۀ مقالات
جماليه کې
داسې ليکي: »پۀ
انساني ژوند
کې دوه اړيکې
ډيرې مهمې او
ټينګې دي، يوه
د ژبې چې پۀ
هغې باندې ملت
او ملي يووالی
رامينځته
کيږي او بله د
دين. پدې کې هيڅ
شک نشته چې د
ژبې ديووالي
اړيکې ددين داړيکو
پر پرتله
دوامداره او
دايمي دي. ژبنۍ
اړيکې ژرنه
بدليږي
مګرديني
اړيکې د ډيرې
لږې مودې پۀ
تيريدو سره
تغيرخوري. مونږ
ګورو، يو ولس
چې د يوې ژبې
خاوند وي د
زرونوکلونو
پۀ موده کې
دوه يا درې
ځلې خپل دين
بدلوي مګر خپل
مليت اوهويت
چې د ژبې
ديووالي د
اساس څخه
رامينځته
کيږي، نه بدلوي. سړی دې
نتيجې ته
رسيدي شي چې
هغه تړون چې د
ژبې د يووالي
څخه رامينځته کيږي
تاثيرات يې د
نړۍ پۀ سياسي
مسايلو کې ډير
دي، نسبت د
هغو تړونونو
څخه چې ددين
داتحادڅخه
رامينځته
کيږي.«(سيدجمال
الدين
افغاني،
مقالات
جماليه، ٧٠-٨٧
مخونه).
سيدجمال
الدين افغاني
پۀ دې نظر و کۀ
چيرې پۀ يوه
ټولنه کې د يووالي
خصلتونه
موجود نه وي
نو بايد د
ټولنې وګړي يې
د ژبني اصولو
څخه رامينځته
کړي. هغه
پۀ دې عقيده
هم وچې بايد
پۀ يوه ټولنه
کې زده کړې د
يو مملکت پۀ
ملي ژبه باندې
وشي ځکه دا د يو
ملت اړيکې د
خپلو پخوانيو
ارزښتونو او
ملي وحدت سره
ټينګوي. پۀ ملي
ژبه زده کړه کول
د ولس اکثره
وګړو ته
اسانتياوې
برابروي او د
علم د نعمت
څخه يې نۀ
محروموي. سيدجمال
الدين افغاني
ملي ژبه د ملي
يووالي او هيوادپالنې
ستر عنصر
بولي.
ددې
ټولو خبرو څخه
دا نتيجه
اخستل کيږي چې
د سيدجمال
الدين افغاني
مبارزې
اومجادلې
يواځې پۀ
ديني، منطقوي
اويا د ملتونو
پۀ سطحه د ملي
مبارزو پر
اصولو پۀ
ځانګړې توګه
ولاړې نه وي،
بلکې دا ټول
ټکي يې پۀ ګډه توګه
پۀ خپلو
افکارو کې
داخل کړي وو
او د دې ټکو د
عملي کولو
دپاره يې هلې
ځلې کولې. سيدجمال
الدين افغاني
د پرديو
يرغلګرو پۀ مقابل
کې دملتونو
بقا ددوی پۀ
ملي يووالي کې
ليده. د اسلامي نړۍ
د وروسته پاتې
کيدن د حل
لارې يې پۀ
اسلامي
اصولو، فلسفې
او نوي ساينس
کې لټولې، او
پۀ يو ملت کې
دننه يووالی يې
د يوې پراخه
او قوي ملي
ژبې پۀ
موجوديت او پرمختګ
کې ليد. *
اخستن
ځايونه
فضل حق شيدا
(١٩٤٨ زييځ)
سيدجمال
الدين افغاني:
حالات او خيالات،
پيښور،
پاکستان:
يونيورسټي
بُک ايجنسي.
سيدجمال
الدين افغاني
(١٩٣٣ ميلادي)
مقالات جماليته،
تهران، ايران:
خاور.
Hourani, Albert Habib(1962) Arabic Thought in the Liberal Age, 1798-1939, New York: Oxford University Press.
Keddie, Nikki R.(1968) An Islamic response to Imperialism, Berkeley, California: University of California Press.
Keddie, Nikki R.(1972) Sayyid Jamal ad-Din "Al-Afghani,": A Political Biography, Berkeley, California: University of California Press.
Kedourie, Eli (1966) Afghani and Abduh: An Essay on Religious Unbelief and Political Activism in Modern Islam, London: Cass
يادونه
: پورتنۍ
ليکنه پۀ هغۀ
کنفرانس کې
لوستل شوې وه
چې د سيدجمال
الدين افغاني
د يادونې پۀ
وياړ د افغاني
کلتوري ټولنې
لخوا د ١٩٩٤
زييځ کال د
اګست پۀ ٢٧
نيټه د
کليفورنيا د يونين
ثيټي پۀ ښارکې
جوړ شوی و.